Categories

اعلان

Loading…

په دې ورځ د فرانسې شپاړسم لويي اعدام شو

تاند- دوه سوه اووه ویشت کاله پخوا د ۱۷۹۲ کال د دسمبر په یوولسمه، یعني په همدې ورځ د فرانسې د پرزول شوي پاچا شپاړسم لويي محاکمه د فرانسوي انقلابیانو له لوري پیل شوه.

د هغه محاکمه د کونشن(کنوانسیون) د جرګې په نوم له لوري ترسره کېده.په دې وخت کې ، چې د شپاړسم لویي پاچهي برزول شوې وه، ماکزیمیلیان دو ربسپير واک ته رسېدلی وو.روبسپیر د ۱۷۹۲ ع کال د دسمبر په درېمه په یوه وینا کې د شپاړسم لويي د محاکمې وړاندیز وکړ.

کله چې محاکمه پیل شوه او شپاړسم لويي پر محاکمې واکمن وضعیت ولید، د خپلو مدافع وکیلانو له ډاډ سره سره پوی شو چې ژوندی نه شي پاته کېدای.

11شپاړسم لويي په دې محاکمه کې ،چې د ۱۷۹۳ د جنورۍ تر ۱۵ پوري یې دوام وکړ، په راز راز خیانتونو لکه له هیواد او بشریت سره په غدارۍ تورن شو.

د همدې کال د جنورۍ له ۱۵ تر ۱۹ پوري د کنوانسیون غړیو له یوه بل سره سلامشوره وکړه، بالاخره یوازې د یوې زیاتې رایې له امله فیصله وشوه چې شپاړسم لويي باید په ګیوتین اعدام شي.

د لوېدیځ پرمختللو هیوادونو په دې ډول د پرمختګ پړاونه کچ کړي او حتي له نن څخه څو پېړۍ پخوا یې هم د یو چا د اعدام لپاره محاکمې په کلونو بحثونو ته دوام ورکاوه.دا هغه څه دي چې باید ترې زده کړه وشي.البته دې ته په پام سره چې په اسلامي قوانینو کې د محاکمې لپاره تر دې سخت شرایط په پام کې نیول شوي دي خو عملاً یې هغه کسان نه عملي کوي چې تر نورو د اسلام زیاته دعوه کوي.

298 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"0fc05d51-a4a6-42a4-bf0f-ed547c69545b","recipients":924,"external_id":"3f166969-6b50-4f91-9bf3-2b627c907a4c","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
924

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸