Categories

اعلان

Loading…

په کابل ښار کې د امنیتي ځواکونو او خپلسرو وسله والو په نښته کې ۷ تنه ټپیان شوي

تاند- د کابل په نوي ښار کې له څو ساعتونو راهیسې د پولیسو او خپلسرو وسله والو ترمنځ ډزې روانې دي.

د وروستیو راپورونو له مخې، په دې بېښه کې یو پولیس وژل شوی، ۶ پولیس او یو خبریال ټپیان شوي دي.

نښته وروسته له دې پیل شوه چې امنیتي ځواکونو د پخواني دفاع وزیر عبدالرحیم وردک د یوه خپل تمیم وردک کور محاصره کړ.

د جنرال عبدالرحیم وردک دفتر په دې قضیه کې لاس لرل رد کړي دي.

راپورونه وايي، پولیس د دې لپاره د تمیم وردک کور ته ورغلي وو چې له هغه وغواړي له دې کوره ووځي ځکه چې محکمې پرېکړه کړې چې دا کور ده غصب کړی دی.

خو تمیم وردک او وسله والو کسانو یې پر پولیسو ډزې وکړې.

مخکې ویل شوي و چې په دې پېښه کې لږترلږه ۶ پولیس او یو خبریال ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی نجیب دانش هم د ۶ پولیسو او یوه خبریال ټپي کېدا تایید کړه او ویې ویل چې لا هم وسله وال تسلیم شوي نه دي.

ځینې راپورونه وايي چې تمیم وردک څو کورونه غضب کړي او اصلي خاوندانو ته یې نه ورکوي.

په وروستیو کې د خپلسرو وسله والو او زورواکانو خلاف د حکومت اقدمات د ګڼو افغانانو له هرکلي سره مخامخ شوي او ډېری افغانان، له دې سره سره چې حکومت په خپلو هلوځلو کې له ځینو ننګونو سره مخامخ شوی، د هغو د دوام غوښتنه کوي.

پرون امنیتي ځواکونو د کندوز د خان اباد یوه جګړه مار په تالقان کې ونیوه.


د تاند نوې فیسبوکپاڼه لایک کړئ https://www.facebook.com/taandafg/)

2,544 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

2 comments

  1. dr rehman Reply

    Da khapal saree qabokrai taleb pakistan,iran,ros aw nor asan de

  2. razmohammed mohmend Reply

    we want islamic religion BUT WE DO NOT ACCEPT LAW OF ISLAM.(jihadi)
    JUSTICE&LAW FOR EVERY ONE THE SAME.
    PEOPLES WANT TO FINISH WARLORDS POWER.BUT PEOPLES MUST SUPPORT POLICE &GOVERNMENT.
    WE LIKE CORRUPTION FREE ISLAMIC GOVERNMENT&JUSTICE FOR EVERY ONE .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2