Categories

اعلان

Loading…

خوار په هندوستان هم خوار وي | نور محمد سعید

له کابله تر ډیلي پورې د هارون صدیقي قصیده تمامه نه شوه. د هند بډایتوب، د هند اقتصادي پرمختګ او د هند شتمني… وروسته مې داسې ګومان کاوه چې زموږ په خوارۍ پورې خاندي.

سړی د طب ډاکټر دی، د څو روپیو ګټې ته له وطنه لرې کابل کې پروت او له تاریخ، جغرافیې سره هم چندان بلد نه دی. زړه کې راتېره شوه، ورته ووایم چې ته بیا څه خدای وهلی یې چې منډې ترې وهې، خو پوهېدم چې نه پرې د دوی د خپل سید سبط حسن دلیل تاثیر کا، چې وايي، هندیان پر ځان بې ځایه غاوره کېدو غرق کړل او نه به یې هغه چنګنه انقلابۍ اروندتهي رای لوستې وې، چې د هند ټول سیاست، سره او سپین د یو څو اشرافو ملکیت بولي، ځکه په اندراګاندۍ هوايي میدان کې غلی له هغه کتاره ووتم چې دی پکې له ما مخکې ولاړ و.

د ډیلي های او هوی ته چې ورګډ شوې، بیا نو له سړي خپل سور او ساره هم هېر شي. میټرو یې البته خوندوره ده، خو هغه هم له هوايي میدانه تر نظام الدین اسټېشنه، دا نور ښار کې سړی فکر کوي چې د ناستې ځای یې پکې له سره نه دی جوړ.

زما شک خو دا و چې ډرېور به یې هم چوکۍ نه وي موندلې، چېرې به کوم کونج کې نېغ ولاړ و. له نظام الدین سټېشنه بیا د کاکا غالب کوڅه (جالبه ده چې دوی د غالب پر ځای د کوم یا کومې قاسم جان په نامه یادوي) بلي ماران سیمه یو څو کوڅې ها خوا ده.

زه نو چې رښتیا ووایم، د ډیلي دغه (شور بازار) ته د پلار پر پلونو د ګرځېدو لپاره ورځم. پلار مې د همدې کوڅې په یوه کور کې د هند له وېشه مخکې کلونه تېر کړي دي. د ډیلي چاندني چوک یا د کابل شور بازار په لارو کوڅو کې چې ګرځم د وجود خوشبو یې احساسوم.

دغه سیمه کې اکثریت مسلمانان اوسي، د ډېرو روزګار چندان خوندور نه دی، ځو د جایدادونو څښتنان یا دکانداران یې بیا ښه په غوره کې دي. ګهیځ بیګاه په پریمانه غوړیو کې پخې پراټې له شېدو چایو سره خورې، پانونه ژووي او د بازار له بندیدو وروسته هم د دکانونو پر چوترو ناست، بانډارونه کوي.

هغه هندیان بیا دلته نه لیدل کېږي چې هارون صدیقي یادوول، په نواډا کې دي، د ویسانت ویهار، اورنګزیب روډ بنګلو کې اوسي، یا د ګرېټ کیلاش سیمې شاوخوا کې له مازدیګره وروسته راووځي، چې لمر یې د پوست رنګ بدل نه کړي.

زموږ خلقیانو خوارانو خو ښايي هسې د نورو پېښې کولې، خو په هند کې د طبقاتي جنجال رېښې رښتیا ژورې دي او له ټول پرمختګ سره هم ټولنه له نورو ټولو توپیرونو مخکې د خوارۍ او شتمنۍ په حساب وېشلې ده او ډېر نور جنجالونه یې هم په همدې پورې غوټه دي.

ښايي همدا سبب وي، چې د ډیلي د اشرافو اوسېدو سیمو کې هنري ګالرۍ وي، د ګڼ ملتیزو شرکتونو دفترونه لیدل کېږي یا سوپر مارکیټونه ودان وي، خو د چاندني چوک پر ورستو بالاخانو اوس هم سره بېرغونه لیدل کېږي او زاړه زړګوټي کمونیستان پکې د سوسالیزم خواږه خوبونه خرڅوي.

تر ټولو عجبه یې یې دا چې یوه ورځ مې هارون صدیقي ولید چې له دوی سره یې خوږ بانډار کاوه. کله چې خبر شوم، د دوی پخوانی (ملګری) دی، د کابل په کلینیک کې ناست هندی مسلمان ډاکټر هارون مې سترګو ته ودرېد چې هر وخت به یې سپینه خولۍ پر سر وه او اوږدې تسپې به یې اړولې.

د تاند نوې فیسبوکپاڼه لایک کړئ https://www.facebook.com/taandafg/)

661 total views, 6 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *