Categories

اعلان

Loading…

ژبه د مانا په لحاظ | محمد مصطفی سمون‎

موږ چې کله وینا کوو؛ ځان سطحي یا په ټوله کې نه پرې پوهوو. له همدې ځایه د مانا بحث پیلیږي، چې مانا یعنې څه؟
ژبه د ژوند په ټولو اړخونو کې ښکېله ده، چې له همدغو جوړېدونکو غږونو، مورفیمونو او جملو څخه مانا زېږي. ددې بحث په نورو مواردو بیا فکر کول پکار دي، چې د ژبې او مانا په روښانولوکې راسره مرسته کوي.
که څوک غواړي، چې ژبه مطالعه کړي؛ نو مجبور دی، چې هماغه ټولنه چې دغه ژبه پکې ویل کیږي، ورسره سمه تر مطالعې لاندې ونیسي ځکه چې ژبه او ټولنه سره تړلي دي.
پخوا د ژبې په اړه دا تصور هم و، چې ژبه یوه فطري، غریزوي یا عضوي او بیالوژیکي حادثه ده؛ خو داسې نه ده، بلکې یوه ټولنیزه او کلتوري حادثه ده، چې اکتسابي جنبه لري.
همداسې ژبپوهان په دې نظر هم دي، چې ژبه په یوه ورځ او د ځانګړو کسانو له خوا نه ده جوړه شوې، بلکې د ټولنیز تړون له مخې د پیړیو په اوږدو کې د ولس په ګډ زیار جوړه شوې ده.
وخت په وخت له اړتیاوو سره سم زیاتونې پکې شوې دي. ژبه ټولنیز تړون ځکه بلل کیږي، چې هره کلمه یې خپل یو تاریخي او کلتوري پس منظر لري.
مثلا: که څوک بدرګه وایي؛ نو د بدرګې تر شا یې د پښتنوالې اصول مخې ته ودریږي.
که ( ګودر ) وایي؛ نو د کلیوالي ژوند یو انځور یې سترګو ته دریږي. په دې لحاظ د پښتو ژبې د هرې کلمې تر شا خپل یو تاریخي او کلتوري تړون شتون لري.
نو د یو لفظ، ویي او غونډلې ( جملې) د پوهېدنې لپاره باید له تاریخي، کلتوري او جغرافیي بهیرونو سره څه نا څه بلدتیا ولرو؛ ترڅو د یو شي په مانا او مفهوم پوه  شو.
ژبپوهان او د ژبې څیړونکي وایي، چې مانا د انسان په شعور کې د هغه څه عکس دی، چې یو لغت په نښه کوي.
روسي ژبپوه کروشیفسکي داسې نظر درلود، چې مانا د نښې او تصور تر منځ اړیکه ده.هغه به ویل چې لغت د انسان د غږونو یوه دستګاه ده، چې ډېرې یا لږې معلومې مفکورې ورپورې مربوطې دي. همدارنګه یې ویل چې لغت د څیز نښه ده.
بل ژبپوه ګالکینه بیا وایي، چې لغوي مانا په لغت کې د خبرې کوونکي د خبرو  له مخې پیدا کیږي. په دې چې غږیزه مجموعه د واقعي پدیدې سره اړیکه پیداکوي.
لکه څنګه مو چې د مانا او مفهوم یادونه وکړه، تر ډېره  دواړه په یو مانا سره یاد شوي؛ خو ترمنځ یې توپیر شته.
هغه پوهان چې د مانا او مفهوم ترمنځ توپیر مني، وایي چې مانا  د ژبې په دننه کې د ژبني عناصرو ترمنځ ارتباط ته ویل کیږي؛ خو مفهوم بیا د ذهني تصویر مصداق ترمنځ اړیکه ده.
لکه:- (وله) چې یوه غږیزه مجموعه ده، چې له درې غږونو څخه جوړه شوې.
په پښتو ژبه کې د یوې ټاکلې (ونې) سره اړیکه لري. نوموړی مثال د مانا او مفهوم ترمنځ توپیر واضح کوي، چې مفهوم منطقي کټګورۍ کې راځي او مانا په ژبنۍ کې راځي. ویلی شو، چې کله کوم لفظ استعمال شي؛ نو د مانا بحث هم منځته راځي، چې دا بحث بیا د نورو علومو سره هم اړیکه پیدا کوي، یعنې کله چې موږ د لفظ، ویي او جملې د مانا په سپړلو پسې روانیږو؛ نو د نورو علومو سره په تړاو یې هم فکر کول پکار دي.
کله چې د ژبې خبره وشي؛ نو دلته ژبه له ارواپوهنې، ټولنپوهنې، فزیک، طب، ریاضي او نورو علومو سره په مسقیمه او غېر مسقیمه توګه تړاو پیدا کوي، چې په ژبه کې د مبهمو برخو په سپړلو او پوهولو کې راسره مرسته کوي.
ژبه ده، چې د مانا په شتون کې راسره مرسته کوي. د ژبې خاصه خو همدغه ده، چې د هغې په وسیله موږ ټول علوم مطالعه او تر څېړنې لاندې نیولی شو.
        ماخذونه
1. تڼیوال، مولاجان. (1394 ل) ژبه او ټولنه، جلال اباد: مومند خپرندویه ټولنه
2.صاحب ارغند، ذبیح الله ( 1396 ل) مانا پوهنه، کابل: پکتوس خپرندویه ټولنه
3. هیله من، محمدقاسم (1391 ل) د کره ( معیاري) لیکنۍ پښتو بشپړتیایي بهیر، کابل: چاپځی عازم

د تاند نوې فیسبوکپاڼه لایک کړئ https://www.facebook.com/taandafg/)

643 total views, 11 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *