Categories

اعلان

Loading…

سرخط؛ د ولسمشر د لنډه‌غر نیونې اوږد لېسټ

د افغانستان په شمال، مرکز لوېدیځ او سویل کې د څو خپل‌سرو قوماندانانو نیونې په ډېرو هغو کسانو سر لړلې تبه راوستلې چې په  وروستۍ یوه لسیزه کې یې د خلکو په وینو مزې کولې. له علي‌پوره د روزګان تر رحیم الله خانه او د کندوز له نویدکه د فاریاب تر نظام بایه ټول د هغه لېسټ څو ټپوسان دي چې تر پرونه یې د بې‌وزلو افغانانو په کور، ناموس، جایداد، اولاد او شتمنیو غوټې وهلې او نن پخپله د زندان د تورو مېلو تر شا خړې سترګې پراته دي او یا په څارنوالي او محکمو کې یې ورته دوسیه ډکې شوې دي.

په تېره یوه نیمه لسیزه کې په پردي دسترخوان دغه ډول پړسېدلي لنډه‌غر اوس داسې په تېښته دي چې د دې لوی ا افغانستان په سردرو کې د پټې او پښو ځای نه لري او هر یو یې د خپلې مېرمنې په خوا کې هم په ارامه سر نه‌شي ایښودای.

د دغو خپل‌سرو وسله‌والو هغه تابوتونه دړې وړې شول چې بې‌وزلو افغانانو ته یې له خپلو لرګیو تراشلي وو. د ولسمشر غني حکومت وايي چې په راتلونکو څو میاشتو کې به افغانان د هغو ټولو خپل‌سرو وسله‌والو له شره د تل په مخه خلاص کړي چې د دوی شپه او خوب یې ناارامه کړی دی. فکر کېږي چې په ټول افغانستان کې له ۷۰ تر ۱۰۰ پورې دغه ډول لنډه‌غر وسله‌وال له څه باندې یوې لسیزې راهیسې خپل‌سرې واکمنۍ جوړې کړې چې یو په بل پسې د دړې وړې کېدو په درشل کې دي.

ولسمشر غني ژمنه کړې وه چې د قدرت هغه ټولې جزیرې به له منځه وړي چې د یوه پرمختللي او خپلواک افغانستان پر وړاندې خنډ شوې دي. نوموړي دا کار د خپلې کابینې لپاره د وزیرانو په غوراوي سره پیل کړ او هغه تنظیمي او قومي ستنې یې یوه په بل پسې خپلو اصلي کارونو ته ور ستنې کړې چې پر افغانستان له هغوی پرته واکمني ډېرو ته ناممکنه برېښېده. نوموړي دویم ګام په حکومتي امنیتي ادارو کې د پراخو اصلاحاتو په عملي کولو سره پیاوړی کړ او په دفاع او کورنیو چارو وزارت کې د سمونونو په مټ یې د هغو سلګونو ماشیني او جهادي جنرالانو شړلو ته کار ووایه چې په تېرو ۱۵کلونو کې یې د خدای اجرونه له دې بې‌وزلي ملت څخه غوښتل او د ټول افغانستان امتیاز یې خپل ګاڼه.

ښاغلي غني افغانستان پر هغه لار ور سیخ کړ چې ملت ورته څلور لسیزې قرباني ورکړه. نوموړي دا چاره د عطامحمد نور په لېرې کولو سره نوره هم پراخه کړه او د افغانستان په ختیځ او سویل کې یې د هغو نورو زورورو د غیرقانوني عوایدو چینلونه ور وتړل چې د افغانستان حکومت ته به یې د دغه او هغه کار د کولو لپاره ۱۲ او ۲۴ ساعتونه وخت ټاکه.

سره له دې چې ښاغلي په دې کار څلور تېر کړل، خو ډېر په دې باور دي چې دا کار همدومره پېچلی او سخت و او ولسمشر د خپلې کلکې ارادې پر مټ ورته رښتینې بڼه ورکړه. په دې سربېره ښاغلي غني هغو خپل‌سرو کاغذي پړانګانو ته هم لاس ور تېر کړ چې له اسمانه کښته یې د خدای پر ځمکه ځان د هر څه واکدار او واکمن ګاڼه او په خوب کې یې نه تېرېده چې یوه ورځ به یې همدغه سپین‌ږیری ولسمشر د نیولو امر ورکړي.

په وروستیو څو میاشتو کې حکومت د هغو ټولو ببرڅټو دبدبه او جلال ملت ته ور وښوو چې ځانونه یې د نیايي خدایان بلل او د افغانستان په یوه لویه برخه کې یې ځان ته لښکرې او سنګرې جوړې کړې وې.

اوس د هغو زورورو ښکرونه په ماتېدو دي چې یو مهال د امریکا تر بي ۵۲ لاندې چا په خپل اخور نه‌شوای درولای. ښاغلي غني نړۍ او افغانانو ته وښووه چې د هر جابر خپل‌سري د ماتولو وړتیا او اراده لري او غواړي چې په افغانستان کې هغه  ټول توپک په لاس قانون ته په ګونډو کړي چې د هرې ورځې په تېرېدو سره یې د نظام د ستنو د ړنګولو شعارونه ورکول.

ولسمشر د هغه ځواک  بې‌ساری پرسټیژ نندارې ته وړاندې کړ چې ډېرو یې د پاشل کېدو خوبونه لیدل او د زورواکيو پر وړاندې تش لاسی اجیر لښکر بلل کېده، خو نن هماغه اردو او کمانډو هغه ځان‌خوښي ټوپکمار په مخه کړي چې د حکومت د پخوانیو چارواکيو تر سیوري لاندې دومره چاغ شول چې اوس د تېښتې او منډې کولو نفس یې ختلی او د خپل سر د خوندي کولو په لټه هغه او دغه ته پیغامونه استوي.

د افغانستان په تاریخ کې یوه بله پاڼه په اوښتو ده او د دې ملت پر سر هغه غوړېدلی تور جال په شلېدو دی چې د خلکو په ځورولو او د قانون په ماتولو سره غوړېدلی وو. که کیسه همداسې روانه وساتل شي، لېرې نه ده چې هغه یتیمان او کونډې د ارام ساه وباسي چې د نویدک او نظام بای په څېر ببرڅڼو له خوا زیندۍ شوي وو.

سرخط ورځپاڼه

799 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

3 comments

  1. razmohammed mohmend Reply

    ghani sahib you forgot nangarhar/QADEER FAMILY ALSO HAVE ONE SMALL
    GOVERNMENT/MUST COLLECT ALL WEAPONS FROM JAMAL QADEER/ZAHEER QADEER MUSLIMYAAR SAHIB HAZRAT ALI/GHAFAR&SETAR,
    NOW JABD HAVE A GOOD GOVERNER BUT NEED TO SUPPORT.
    THANK YOU

  2. حیات الله Reply

    الله تعالی دې هغه څوک چې دې هېواد ته خدمت کوی عمرونه او خوشحالۍ ور په برخه کړی ملا چوره خیل (تره خیل) هم له هغو لنډغرو څخه یو دی چې په ارزان قیمت کې په دوهمه چهاراهی کې په سلګونو بې قانونه غرفې د سرک په سر درولی او همدا ډول کراچی وانانو څخه د ورځې او اونۍ په حساب پیسې اخلی او دغو کراچي وانانو بیا د سرک زیاته برخه لاندې کړې وی چې د موټرو او پلی تګ راتګ لار په مشکل سره پیدا کوی باید دی هم د قانون منګولو ته راکش کرای شی.

  3. Dr.Atal Reply

    دا دملت قاتلان ،غله او شراچوونکی باید ونیول شی او قانون ورباندی تطبیق شی ، چی دا د حکومت وظیفه ده او امنیت د ملت حق دی پر حکومت باندی.
    دا ظالمان نباید تنظیمونه یا حکام حمایه کړی ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی:
    من مشی مع الظالم لیقویه وهو یعلم انه ظالم فقد خرج من الاسلام
    نو څوک حق نلری چی ظالم حمایت کړی ولو که معاون د رئیس جمهور یا دکتورا ولری او د دانشمندانو لپاره ډیره عیبجنه ده چی ظالمان حمایت کړی یا جاهلی تعصباتو ته لمن ووهی ولو که ورور یا زوی یی هم وی او دا د قوی ایمان او سالم تربیت اثبات دی نو داهم لازمی ده چی امانات باید اهل ته یی وسپارل شی خصوصا لوی پستونه او اهم مسؤلیتونه ، ورنه امانات ضایع کیږی او علما یا وارثان د انبیاء علیهم السلام مسؤلیت لری چی په زړورتوب سره حق بیان او ملت له تیاری نه رڼا ته وباسی بالخصوص هغه متنازع فیه قضایا چی شخړی زیږوی او سبب د نفاق او دښمن تری ګټه اخلی باید د قرآنی هدایاتو په رڼا کی عندالموقع ملت ته روښانه او د دین دریځ واضحه شی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸