Categories

اعلان

Loading…

سرخط؛ په سيمه کې زموږ د خير شر پېښ دی

د افغانستان دوه مهم ګاونډیان چې یو مهال یې ټول شاوخوا لس میلیارډ ډالره واردات او تجارت ورسره درلود، نن په داسې نس ناستې اخته شوي چې د ښه کېدو پرځای ېې له ګرځېدو راګرځېدو اچولي.

په پاکستان او ایران کې اقتصاد د خدای په داسې غضب اخته شوی چې په دواړو هېوادونو کې یې نظامونه له ننګونو سره مخامخ کړي دي. په تاریخ کې په لومړي ځل یو امریکايي ډالر څه باندې ۱۵۰کالدارې او څه باندې ۱۵زره ایراني تومنو ته پورته شوی دی.

دا په دې مانا چې په دغو دواړو هېوادونو کې د خلکو د اخیستو وړتیا ټیټېږي، لګښتونه لوړېږي، فابریکې بندېږي او یا یې تولیدات کمېږي، حکومتي بودیجه له پراخ کسر سره مخامخ کېږي، بهرنۍ سوداګري یې ټکنۍ کېږي، پر کرنسي یې باور کمېږي، په بازار کې د دوی د کرنسي پړسوب را منځ ته کېږي او ساتنه یې کمېږي، برعکس د بهرنیو اسعارو ټولول زور اخلي، خلک خرید کموي، کورني تولیدات یې ارزانېږي او بهر ته یې وړل سختېږي. د کار په مارکیټ کې یې ټیکاو له منځه ځي او د مزد د لوړېدو غوښتنې زور اخلي چې له کبله یې دا ټولې ناخوالې د اقتصادي ثبات دروازو ته لغته ورکوي او هېواد له اقتصادي او سیاسي کړکېچ سره مخامخ کوي.

په دغو دواړو هېوادونو کې حکومتونه د لویو پرمختیايي پروژو د عملي کولو په برخه کې له ننګونو سره مخامخ دي او بهرني پانګوال ترې په تېښته دي.

ایران عملاً د بهرنیو اسعارو او کورني مارکېټ په کړکېچ کې تر ستوني ډوب شوی او د سلګونو فابریکو دروازې یې تړل شوي او کارکوونکي یې په ښارونو کې لاریونونه کوي. د بهرنیو اسعارو د نرخ کړکېچ د واکمن نظام له کنټرول څخه وتلی او هر څه له هراړخیزې ګډوډۍ سره مخامخ دي. سترو بهرنیو شرکتونو له ایرانه کډې بار کړې او کورني پانګوال نورو هېوادونو ته د تېښتې په حال کې دي.

د افغانستان په ګډون یې د سیمې نورو هېوادونو ته د نفتو په ګډون د ایراني تولیداتو قاچاق زور اخیستی. دا کار د ایران اقتصادي نظام له منځه وړي او افغانستان یې د تنظیم له لارې په ارزانه د خپلې اړتیا وړ توکي تر لاسه کولای شي. پر ایران امریکايي بندیزونو یو شمېر کوچني او نیمه کوچني ایراني شرکتونه په افغانستان کې له افغان پانګوالو سره د شریک کاروبار په فکر کې اچولی او تمه کېږي په لوېدیځو ولایتونو کې دا چاره زور واخلي. دغه ډول شریک کاروبار د افغانستان د کورنیو تولیداتو له لوړېدا سره مرسته کوي او دلته کاروبار پراخېږي.

پاکستان هم د ایران بېړۍ ته ورختونکی دی او د هرې ورځې په تېرېدو سره یې حکومت  په نړیوالو پورونو کې تر سپوږمو ډوبېږي. د عمران خان حکومت په لوی لاس پاکستان کې د بهرنیو پورونو ډول ته ډانګي واچول او فکر یې کاوه چې چین، سعودي عربستان او د پیسو نړیوال صندوق ای‌ام‌اف به ورته دومره پور ورکړي چې له روان اقتصادي ناورین څخه سر پورته کړي، خو کیسه برعکس شوه.

چینایانو او سعودیانو د یو لړ سختو شرطونو پر وړاندې کولو سره د څو میلیارډه ډالرو د پور ورکړه ومنله چې ډېر پاکستانیان یې ورکړه نیم‌ژواندي پاکستان ته زهر ګڼي. د پیسو نړیوال صندوق پرله‌پسې د پاکستان د پور غوښتنې ردوي او دلیل یې په پاکستان کې د پور د بېرته ورکړې د وړتیا نشتوالی ګڼي.

د ای‌ام‌اف له خوا پر یوه هېواد دغه ډول بې‌باوري په دې مانا ده چې پاکستان د رغېدو وړ نه دی او باور نه‌شي پرې کېدای. دغه بې‌باوري د دې سبب شوه چې پاکستانۍ کالداره د بهرنیو اسعارو په مقابل کې په بې‌ساري ډول را وغورځېږي او په لومړي ځل هر ډالر تر ۱۵۰ کالدارو واوړي. د پاکستانۍ کرنسۍ د لا نورې ټیټېدا له کبله خلکو او حکومت ټکان خوړلی او فکر کېږي چې وضیعت به نور هم کړکېچن شي.

افغانستان په خپل لوېدیځ، ختیځ او سویل کې د دغه ډول اقتصادي ناورین له برکته خپل اقتصاد ته وده ورکولای شي او پاکستاني او ایراني پانګوال په اساني په افغانستان کې پانګونې ته راجلبولای شي.

دا کار کټ مټ پر افغانستان تر شوروي یرغل وروسته بیا د کورنۍ جګړې پر مهال او ان تر دا څو کاله وړاندې پورې ایران او پاکستان د افغان پانګوالو پر وړاندې تر سره کړ. په افغانستان کې د اقتصادي او امنیتي وضیعت د خرابوالي او د افغانۍ د پړسوب په پیر کې افغان پانګوالو پاکستان او ایران ته مخه کړه او د غیر رسمي شمېرو پر اساس یې تر۲۰میلیارډ ډالرو ډېره پانګونه یوازې په پاکستان کې وکړه.

اوس حالات سرچپه برېښي او افغانستان کولای شي د پاکستاني او ایراني پانګوالو د را جلبولو لپاره ورته هڅې وکړي او له دغو دواړو هېوادونو د اړتیا وړ خام مواد په ارزانه بیه تر لاسه کړي او خپل تولیدات زیات کړي.

افغانستان اوس د دې وړتیا لري چې پاکستاني سوداګر او پانګوال دلته د خپل کاروبار غوړېدا ته وڅوي او د ځمکې او برېښنا له درکه ورته هغه اسانتیاوې برابرې کړي چې په افغانستان کې د تولید د تر سره کولو لامل شي. پاکستان پر داسې لار روان دی چې افغانستان یې په ۱۹۹۰ مو کلونو کې مزه وڅکله. د کالدارې د ارزښت کښته کېدل په پاکستان کې د روان اقتصادي ناورین تر ټولو ښکاره نښه بلل کېږي چې له نفوسو د مالامال پاکستان لپاره د چاودېدو په مانا ده.

سرخط ورځپاڼه

1,210 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

2 comments

  1. غمی،پښتین Reply

    په لاس مو برکت شه.بهترین زیری دی،الله ج دواړه پاکستان ایران تباه کړی

  2. Dr.Atal Reply

    ډیره ښه لارښوونه ده زموږ تجارانو ته، زموږ اقتصادی متخصصین باید لازمه لارښوونی د ملی ګټو او مشروعیت په چوکاټ کی زموږ تجارانو ته وړاندی او صحیح عملی شی او د شرایطو او ظروفو نه معقوله او مشروع استفاده وشی نه دا چی لکه ایران مثلا خپل ټیټ کیفیت زعفران موږ ته صادروی تر څو زموږ زعفرانو ته ضربه ورکړی، حال دا چی دا کار حرام او د ګاونډی سره خیانت دی نه پوهیږم د آیت … حکومت دا څنګه جایز بولی یا عقیدوی کمی لری ، نو همداسی پاکستانی خاین تجاران دیته ورته خیانتونه تر سره کړی په ادویه، غذایی موادو او نورو کی ټیټ کیفیت مواد موږ ته رااستوی اوکه زموږ تجاران قصدا دا ټیټ کیفیت مواد واردی نو دا ملی خیانت او دنورو ګند ملت ته راوړل دی چی حکومت یی د مخنیوی مسؤلیت لری

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2