Categories

اعلان

Loading…

د افکارو غلا | زبیر افغان

د بشر په تاریخ کي د علم او افکارو غلا خورا اوږده مخینه لري، اوس چي د افکارو او علم د لیږد وسایل زیات سوي دي نو د غلا دې ډول کي هم زیاتوب راغلی دی. د پخوا په نسبت اوس مهال د نړۍ مختلفې مشهورې ژبې د زیاتو خلګو زده هم دي. په خواله رسنیو کي بیا د خلګو افکار زیات کښته پورته کېږي او د غلا زمینه يې هم خلګو ته مساعده کړې ده. خو دا یو بد او کرغېړن عمل دی، د افکارو غلا څه ده؟ په اړه يې خورا ګڼ تعریفونه وړاندي سوي دي، زه يې دلته یو مشهور تعریف کوم:

د بل افکار د اصلي سرچینې له ذکر پرته د ځآن په نوم خپرول؛ د افکارو غلا ده؛ لیکل او نه لیکل پکي شرط نه دي.

ځينو کسانو په تعریف کي دا هم اضافه کړي چي د بل ترکیبونه، اصطلاحات او کلیمې د هغه له نوم پرته راوړل ادبي یا د افکارو غلا ده. که دا تعریف ومنو نو بیا بیخي ډېر کسان د ادبي غلو په لیست کي داخلېږي. اما زما په اند ترکیبونه، اصطلاحات او کلیمې د ټولو مشترکات دي، له دې امله به يې په کارولو کي ستونزه نه وي او بل د یوې اصطلاح، یا ترکیب یا هم کلیمې هغه لومړی پنځونکی ژر نه سي پيدا کېدای چي خلګ يې په خپلو لیکنو کي هغه ته نسبت وکړي له دې امله هم د اصلي سرچینې له ذکر پرته د دې استعمال زما په ګومان باک نه لري.

که څه هم د ټولنیرو پدیدو په اړه یو تعریف نه وي، بلکي ګڼ تعریفونه يې کېږي خو زما په اند يې تر ځينو تعریفونه دا تعریف غوره او جامع دی. په نیټ کي يې ما ځيني تعریفونه پيدا کړل چي یا خورا اوږده ول یا هم بیخي مختصر، هلته د زیاتو تعریفونو تر لیدو وروسته د دې پاس تعریف الهام مي تقریبا له هغو واخیست.

دا غلا په ټوله نړۍ کي رواج ده او له نن څخه مخکي هم مشهور کسانو دا غلا کړې ده او نن يې هم مشهور کسان کوي. حتا داسي کسان چي د هغه په نوم بازار ته راوتلی کتاب چي اصلا د بل کس وي میلیونه نسخې خرڅ سوی هم دی، مګر تر دې هر څه وروسته ثابته سي چي کتا ب د هغه نه وو بلکي د بل کتاب يې په ځان پسي تړلی وو.

زموږ په ټولنه کي هم ځيني کسان دا کار کوي. زما یو خورېیی وو چي په فیسبوک کي يې تر خپلې سويې لوړې خبرې لیکلې. ما یوه ورځ ټلیفون ور وکړ چي دا لیکنې له کومه کوې؟ لومړی يې ځان داسي ونیو چي زه پوه نه یم ستا هدف څه دی؟ بیا مي په واضح ډول ورته وویل چي د فیسبوک لیکنې دي له کومه کوې؟ دا خبرې ستا تر سویه لوړې دي او ته له دې سره چي لیکې يې، هم کېدای سي پرې پوه سوی نه يې؟ کرار يې راته وخندل، بیا وویل: له ما سره یو کتاب دی چي د پوهانو خلګو خبرې يې را ټولي کړې دي، له هغه کتاب يې لیکم. ما ورته وویل: داسي مه کوه، د هر چا خبره چي لیکې یا د هغه کس نوم ور سره لیکه یا هم په دوو لیندیو کي يې لیکه چي خلګ پوه سي دا وینا ستا نه ده. ځکه په دې ډول خلګو ته بدنامېږې؛ که سبا در سره مخ سي یا هم نوري فیسبوکي لینکې دي وګوري نو دستي دي حقیقت ورته مالومېږي او بیا دي په خبره خلګ باور هم نه کوي.

یو بل وخت مي بیا اخښي همداسي کول، زموږ له کوره يې کتابونه وړي ول او له هغو کتابونو يې بسته پاراګراپونه غلا کول او په خپل نوم يې نشرول. بیا مي یو مهال ورته وویل چي دا کار ښه نه دی، خلګ تا پېژني داسي مه کوه چي د کتابونو خبرې په خپل نوم خپروې. وروسته يې دا کار لیږ کړ خو ختم يې نه کړ.

یو بل کس مي پېژاند چي بسته کتابونه يې د نورو دا په خپل نوم چاپول. یو چا راته ویل چي ماته يې یو کتاب راکړ چي دا راته ترجمه کړه. کله چي مي کتاب تر سل زیات مخونه ورته وژباړه بیا يې بل راکړ چي او دا هم تر دا نښه سوي ځایه ترجمه کړه. ما دا کار هم ورته وکړ او خپله مزدوري مي ترې واخیسته، مګر بل ورځ که ګورم هماغه ترجمه يې سره ور وړې وه او د کتاب په منځ کي يې خيني خبرې خپلې هم کړې وې، کرار يې پر دا پښتۍ لوی خپل نوم له غټو القابو او تخلص سره لیکلی وو!!!

ارواښاد پېروز هم یوه ورځ راته ویل چي د (قران او سائینس) په نوم ده یوه لیکنه کړې وه، بل وخت که ګورم زما لیکنه په یوه اخبار کي د بل کس په نوم نشر سوې ده. بیا مي هغه ته مسیج وکړ چي زما لیکنه دي ولي په خپل نوم نشر کړې ده؟ د ده په ټکو چي هغه خپله غلطي ومنله او له بخښنې سره یو ځای يې ځيني عذرونه هم بیان کړل. ده ویل ما هم ږغ ورته ونه کړ چي ځه خپله تېروتنه منې اما دا کس يې راته ښودلی نه دی.

د مولانا وحید الدین خان په نوم یو افغاني الاصله هندی عالم دی چي د دین او ټولنیزو مسلو په اړه يې ځيني ډېري جالبې خبرې کړې دي. له ماسره د هغه ډېر کتابونه دي او کله ناکله به مو د هغه په نوم دهغه وړې لیکنې نشرولې او له دې سره مو د هغه ځيني کتابونه او یو تفسیر هم ترجمه کړل. مګر بل وخت که ګورم یو کس زموږ ترجمه سوې لیکنې په خپل نوم خپروي. نه يې زموږ د ژباړې یادونه کړې ده او نه يې د مولانا وحید الدین نوم اخیستی دی او دا هر څه يې هوبهو په هغه بڼه نشر کړي دي چي موږ ترجمه کړي ول؛ دې کس دومره لوی جرأت کړی وو چي په ډېره مېړانه يې پر خپل وال دا پردي افکار نشر کړي ول او ده غریب يې د ژباړې زحمت لا هم نه وو کړی دا خو پرېږده چي د افکارو تولید دي وکړي.

ما له ځان سره فکر وکړ چي دا کسان تر خپلې سویې لوړې خبرې نشروي، نو که هر هوښیار انسان ور سره مخ سي د ده دوکه سمدستي مالومولای سي، ځکه دی په خبرو کي خپله علمي ذخیره او وړتیا دستي ورته ښکاروي او هغه پوهېږي چي پر وال دې نشر سوې لیکنې خپلې نه بلکي د غلا دي. دا کسان هم اوس ځانو ته بدنامي پرېږدي او هم په تاریخ کي.

یو بل مشهور لیکوال او سیاسي رهبر بیا پېژنم چي د افکارو غلا خو يې له وخته کوله اما داسي کارونه يې لا هم وکړل چي له عربي ژبې يې د قراني قسمونو په اړه یو کتاب ترجمه کړ او په پښتو کي يې خپل نوم پرې ولیکه چي ګواکي دا ابتکار ده کړی دی. نادره دا ده چي په خپل تفسیر کي يې هغو تفاسیرو ته یا ریفرینس نه دی ور کړی چي ده غلا ترې کړې ده یا يې هم یو یا دوه ځایه مازي یاد کړي دي. په دې ډول غواړي خلګو ته څرګنده کړي چي ده له پخوانو زړو تفسیرونو استفاده کړې ده او دا نوي ابتکارات يې ټول خپل دي. مګر ما ته د لوست مهال مالومېدل چي دا افکار يې له چا اخیستي دي او هغه يې له کومه یوه پټ کړي؟ حتا د خپل تفسیر نوم يې لا له یوه بل اردو تفسیره ترجمه کړی دی؛ زه دا نه وایم چي نن به خلګ هغه تر مرۍ را ونیسي مګر پر دې کتابونو به یوه ورځ حتما یو څوک څېړنه کوي، ممکن د نورو ژبو له تفسیرونو سره يې ښه په خوند وګوري او په دې راز پوه سي چي دا افکار له کومه ځایه غلا سوي دي؟ ان د هغه کتاب یا مولف نوم هم نه دی ذکر سوی. په غلا کي نو دا د خپل ماډل نمبر ون غلا ده چي نه له یوه کتابه سوې ده نه له دوو، بلکي خورا ډېر کتابونه يې پسي کتلي او تر استفادې وروسته يې نه د کتاب حواله ور کړې ده او نه يې د لیکوال نوم یاد کړی دی. ما له دې کتابونو سره ځيني ځایونه مقایسه(پرتله) کړل ان ټکي په ټکي يې هغه ځایونه را ترجمه کړي ول، له ماسره نژدې ځينو کسانو ته مي وښودل چي ګورئ خلګ څومره په سپين سترګۍ د نورو افکار غلا کوي، یو کس خولې توی کړی، مطالعه وکړي، وخت ور کړي او ځان ستړی کړي بیا د خلګو د خدمت لپاره یو ګټور شی نوشته کړي، مګر بل ظالم راولاړ سي د هغه ټوله خواري په اوبو لاهو کړي او د هغه افکار په خپل نوم نشر کړي. هغه تر دومره خواریو وروسته اقلا د دې حق هم نه لري چي نوم يې یاد سي یا يې کتاب ته حواله ور کول سي؟!

دا کسان به حتما یوه ورځ رسوا کېږي او د خپل دې کرغېړن عمل سزا به ګوري، سزا يې نو دا نه ده چي فزیکي تکلیف ور کړل سي یا مالي جریمه ترې واخیستله سي بلکي له افکارو به يې خلګ ډډه وکړي او د یوه لیکوال یا مفکر پر ځای به خلګ د یوه غله او خاین په سترګه ورته وګوري.

زما په ګومان که یو څوک په خپله خواري یو کتاب لیکي دا تر هغو لسو کتابونو ښه دی چي د بل افکار د هغه د نوم له یادونې پرته پکي ځای پر ځای کړي. کتابونه موږ ته مالوم دي چي نن يې لیکوالانو ته میلیونه پیسې ور ګټلې دي، دا مطلق اوس مال بلل کېږي او څوک چي له بل کس څخه مال غلا کوي نو د قانون، اخلاقو او دین له اړخه مجرم دی چي که په دې دونیا کي عذاب ونه ګوري اخرت کي به حتما عذاب ور کول کېږي. لیکنه چي هر څوک وکړي دا د هغه شخصي ملکیت دی او د هغه د شخصیت و علمیت استازولي کوي، نو که بل څوک د هغه کس لیکنه غلا کوي د هغه ملکیت ترې وړي چي حق يې نه لري او بل د هغه کس شخصیت هم ترې غلا کوي چي دا یو ډېر نااخلاقي او له انساني چوکاټه وتلی عمل دی.

د افکارو او کتابونو د غلا توریوازي زموږ په زمانه کي پر خلګو نه لګېږي بلکي په تیر کي هم مشهور او نومورو کسانو دا کارونه کړي دي، یو څو مثالونه يې د تاریخ له مشهورو کسانو دادي:

یاقوت حموي په خپل کتاب الارشاد کي وايي چي له پلاره مي واورېدل ویل چي د خپل پلار خط مي ولید هغه کښلي ول چي په بغداد کي مي له ابو الحسن بن الطبوري څخه واورېدل ویل يې: د خطیب بغدادي زیاتره کتابونه د ابو عبد الله محمد بن علي الصوري نومي کس دي ماسیوا د بغدادي له تاریخه.

همداراز د مشهور عالم جلال الدین سیوطي په اړه راغلي دي چي هغه هم د خپل وخت له مشرانو علماؤ زیات کتابونه غلا کړي دي. د ده په اړه ویل کېږي چي له ابن تیمیه يې د تحریم المنطق په نوم کتاب غلا کړی، له ابن حجره يې د المنقول في اسباب النزول او نور ډېر کتابونه غلا کړي، همدا شان يې له شمس الدین سخاوي څخه هم ډېر کتابونه په خپل نوم کړي دي، یوه شاګرد يې په اړه دا بیتونه هم ویلي دي:

سـرق السارق مـني كـتباً            وادعاها وهـو في ذاك مفتري

وعلى كتب السخاوي قد جنى       وكتاب القطب أعني: الخيضري

في مزايا سـيد الخـلق عال        خـير مـبعوث أتي من مضر

(سرقات الکتب وانتحالها… د محمد ماهر حماد مخ: ۷۱۰، المخطوطات د السامرائي مخ: ۷۴۳، ۷۴۴)

په یوه عربي ویکپیډیا کي يې د علمي غلا دا شپږ ډولونه ذکر کړي دي:

۱/ استنساخ: دلته په بشپړ ډول د نورو عمل وړاندي کېږي خو داسي څرګندوي لکه یوه فرد چي دا کار کړی وي.

۲/ النسخ: په دې کي مختلفې برخې سره پينه کېږي خو سرچینه يې نه ذکر کېږي.

۳/ الاستبدال: په دې کي د ځينو مهمو کلیمو له بدلون پرته د لیکنې نور اساسي مالومات همداسي راوړل کېږي مګر سرچینه يې نه یادېږي.

۴/ المزج: په دې کي بیا د مختلفو سرچینو مواد سره  ګډېږي خو د یوه سرچینه هم نه ذکر کوي.

۵/ التکرار: د یوه تیر کس له کتابه غلا ده خو نوم يې نه اخلي.

۶/ المزیج: د یوې لیکنې داسي برخې چي سرچینه يې په سم ډول ذکر سوې وې له داسي لیکنو سره یوځای کړي چي سرچینه يې بیخي یاده سوې هم نه وي.

په یو عربي مقاله کي مي دا لاندي توپيرونه او تقسیمات هم ولوستل:

د فکري او ادبي غلا ترمنځ هم توپير سته؛ نسبت ادبي غلا ته د فکري غلا مفهوم پراخ دی، نو د دوی دوو ترمنځ د کل او جز اړیکه ده، ادبې کړنې د فکر زیږنده دي، نو هره ادبي غلا فکري غلا هم ده، خو عکس يې سهي نه دی.

فکري غلا د نوعیت له مخې دوو ډولونو ته وېشله کېږي:

علمي غلا: علمي غلا له علمي کړیو سره تړلې چاره ده او د نورو علمي پایلې له قانوني او اخلاقي جوازونو پرته په ځان پسي تړل علمي غلا ده.

ادبي غلا: د بل ادبي کارنامې، بحثونه، روایات، لوحې، رسمونه، مقالې، اشعار، قصيدې او… د هغوی له ذکر پرته ځان ته منسوبول ادبي غلا ده.

د محتوا له مخې فکري غلا دوو نورو نوعونو ته تقسيمېږي:

بشپړه فکري غلا: د ادب له هرې برخې سره که تړاو لري، غل راځي ټوله اختراع(ابتکار) ځان ته منسوبوي او تر منځ يې د ادب اصلي پنځونکی ورکېږي.

جزي فکري غلا: د یو چا له لیکنې د هغه د محتوا ځيني برخې د دې لپاره غلا کړي چي خپله لیکنه په پوره کړي، په دې ډول هم غواړي لیکنه کي نوې زاوې لوستونکو ته وړاندي کړي او هم له خپلې لیکنې سره د بل د لیکنې په ګډولو پر خپله غلا د پردې اچولو کوښښ کوي چي د اصلي لیکنې لیکوال پرې پوه نه سي.

دا چي د علمي، ادبي او فکري غلا تر شا کوم اسباب دي؟ لاندي به په لنډ ډول بحث پر وکړو:

د فکري غلا اسباب

د فکري غلا د تعریف، په تیر او اوس کي د بیلګو او ځينو نورو اړینو ټکو په اړه مو توضیحات ور کړل. په دې برخه کي غواړم مالوم کړو چي د فکري غلا تر شا کوم اسباب وي چي یوڅوک د غلا کولو ته هڅوي؟

یو عام سبب د انسان کمهمتي او سستي ده. یو کس په ذهني ډول دې ته چمتو نه وي چي ځان ستړی کړي او تر زیار و خواریو وروسته یوه لاسته راوړنه ولري. کله چي انسان کمهمته او لټ سي نو بیا خواري کښل ورته ګران وي او نه سي کولای چي په زحمت کښلو خپل ځان هدف ته ورسوي، له دې امله نو خپل هدف ته د رسېدو لپاره لنډې او اسانه لارې ګوري. د ادب په میدان کي یوه اسانه او لنډه لار د نورو افکار غلا کول دي چي دا کار خورا ډېرو کسانو پخوا هم کړی او اوس د وسایلو په زیاتېدو سره دا کار تر پخوا څو چنده زیات سوی دی.

ځان خوښونه هم ددې سبب کېږي چي کله ناکله خلګ د فکري غلا لپاره چمتو کړي، کله چي یو څوک غواړي خلګ يې باید یاد کړي، په مجالسو کي يې ستاینه وسي او د ده کارنامې ذکر سي، نو د دې لپاره هغه هر ډول وسیلې ته لاس اچوي چي د افکارو غلا هم ترې مستثنا نه ده.

زیات شهرت غوښتل هم د دې سبب کېږي چي یو کس دې ناوړه کار ته لاس ور واچوي. هر څوک چي د جنون تر حده د شهرت وږی وي نو هغه خپل دې هدف ته د رسېدو لپاره هر کار کوي چي د افکارو له غلا هم ارو مرو مخ نه اړوي. دا زموږ په زمانه کي موږ لیدلي دي چي ځيني کسان د ستاینې او شهرت په موخه له عربي تاریخي کتابونه ترجمه کوي او په پښتو ژبه کي يې ځانته نسبت کوي. دلته مهمه داده چي هغوی ځانونه په زیاتو علومو خبر ښکاروي په داسي حال کي چي یو لیکوال تر هغو سم تاریخي کتاب نه سي لیکلای چي د تاریخ سره تړلي علومو باندي پوه نه سي او هغه علوم چي د تاریخ لپاره اړین دی شاوخوا ۱۶ علوم دی او لومړی اړین شی د مورخ لپاره داده چي له یوه فکري مکتب سره به تړلی نه وي بیا که تړلی هم وي نو د تعصب تر اندازې به ور سره مینه نه لري چي د تاریخ لیکلو مهال حقایق مسخه کړي مګر زموږ ادیب چي د تاریخ دوه کتابه يې غلا کړي دا لومړی شرط هم نه دی پوره کړی نو علوم خو پر لویه لار پرېږده.

مالي ګټې هم د دې سبب کېږي. ځکه افکار په هره زمانه کي مهم دي او فکري تولید، نظریات او ایډیاوې د هر کس کا رنه دی، موږ په خپله زمانه کي وینو چي د همدې وجې ځيني خلګ خورا ښو دندو ته لوړ سوي او ځيني نور له همدې لاري معاش تر لاسه کوي. د دې لپاره چي په خپل وخت کي ځيني مادي ګټې لاسته راوړي ځيني کسان د افکارو غلا ته پنا وړي او په دې ډول خلګو ته ځان بیداره هوښیار معرفي کوي چي هغوی يې درناوی کوي او د هغه د پوهي و نظر په مقابل کي يې بدله ور کوي او په دې ډول خپل ژوند مخته وړي.

کله غیرت هم د دې سبب کېږي چي یو څوک فکري غلا ته مخه کړي. مثلا: یو کس خپل همصنفي ويني چي ښې مقالې لیکي، غوره نظر ور کوي او خلګ يې نظریاتو ته له درناوي سره عملي کوي هم. دا کس د خپل همزولي او همصنفي په دې کار اور اخلي او کوښښ کوي چي دی هم تر یوه حده په دې میدان کي د خلګو د خبرو او پرې د نظر ور کولو جوګه سي د همدې لپاره د نورو نظریات غلا کوي او په خپل نوم يې تیروي چي د خپل همصنفي یا همزولي یا هم بل کس سره د ضدیت و غیرت له امله ټاکلی هدف لاسته راوړي.

حللار څه ده؛ څه باید وکړو؟

دا یو بد کار دی، حتمي خبره ده چي په هره زمانه کي به يې د مخنیوي لپاره ځيني لاري چاري لټول سوې وي، اما نن هم اړتیا ده چي پر ځینو حللارو يې فکر وسي. له دې ناسمه کاره د خلاصون لپاره لومړی ګام انساني وجدان او اخلاقیات دي. یو انسان که وجدان ولري او د انساني اخلاقو په نوم کوم ارزښت ته درناوی ولري نو باید له دې ناوړه کار څخه ډډه وکړي ځکه دا د بل انسان ملکیت دی او د هغه ملکیت د هغه له اجازې پرته ترې وړل هيڅ اخلاقي جواز نه لري.

دویم مهم ګام په دې اړه نوي او جدید قوانین دي چي باید دولتونه يې رامنځته کړي او په کلکه يې پلي هم کړي، ځکه د وسایلو په زیاتېدو سره دا سرقه(غلا) خورا زیاته سوې ده او د خلګو خپل افکارو لیکنې خوندي نه دي. په دې اړه باید جدي ګامونه پورته سي او داسي قوانین جوړ سي چي ددې برخې ټول اړخونه يې په ښه سم ډول روښانه کړي او د هر واړه و لوی جرم لپاره يې سزاګانې ټاکلې وي چي وکولای سي فکري غله له دې غلا را بند کړي.

درېيم ګام خپله باید لیکوالان، تیوریسنان او د رسنیو خاوندان واخلي. دوی باید خپله افکار د باوري منابعو له طرفه نشر کړي چي خلګو ته باوري وي او په هغه رسنۍ کي بیا بل څوک نه سي کولای چي همدا مواد په لیږ ادلون بدلون د بل په نوم خپاره سي. د رسنیو خاوندان کولای سي چي د هغه چا لیکنې د وخت لپاره له نشرولو وغورزوي چي پر هغه د ادبي او فکري غلا تور ولګېږي او دا په شواهدو پرې ثابته هم سي. په دې ډول کولای سي چي د خلګو افکار او ادبي لیکنې تر یوه حده خوندي کړي او که له غلا سوي کتابونو سره خپرندویه ادارې بایکاټ وکړي او کله يې هم ورته چاپ نه کړي نو دا غلا که ورکه نه سي ګراف يې حتما را کمېږي.

څلرم اقدام باید نن دولت یا ځيني بنسټونه دا وکړي چي د ټیکنالوجي په مټ کولای سي غله او سم لیکونکي سره تفکیک کړي. هر کس که د بل مخکني لیکنه، کتاب او افکار غلا کړي ول او د ټیکنالوجي په مټ دا پرې ثابته سوه باید سزا ور کړل سي له دې لاري کولای سي چي خورا زیات غله مالوم او ثبت کړي. په نوره دونیا کي خلګو د مونوګراف یا تیز لپاره داسي پروګرامونه ایجاد کړي او که موږ يې دلته د ادبي و فکري غلا د مخنیوي لپاره استعمال کړو زما په ګومان ښه نیتجه به ور کړي. اوس د ټیکنالوجي په مټ کولای سو چي اصلي لیکوال او جعلي لیکوال سره مالوم کړو، یوه فیصدي باید د قوانینو له مخې ورته وټاکله سي چي که یوه کس دومره سلنه د سرچینې له یاد پرته د بل کس له لیکنې د الفاظو په لیږ تغییر و تبدیل واخیسته دا غلا بلله کېږي، په دې ډول غله  هم اسانه پېژندل کېږي، نتیجه به يې هم ښه وي او قانون ته سپارل يې هم بیخي اسانه کېږي.

۲۰۱۸/ ۱۱/ ۱۰

1,293 total views, 4 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *