Categories

اعلان

Loading…

برتولت برښت او د جيوردانو برونو کيسه

د اکبر کرګر ليکنه اوژباړه  

د برتولت برښت اثار د لرغونو اساطيرو او مشهورو داستانونو پر بنسټ کښل شوي دي. دا کيسې او داستانونه زياتره د نور او ظلمت يا روښنايي او تورتم تر منځ د جګړې بيان دى. د جيوردانو برونو کيسه چې ژوندى د لرګو د انبار يا ډېرۍ له پاسه کښېنول او وسېځل شو، يو له هغو داستانونو څخه دى چې د نور او ظلمت داستان بيانوي؛ خو له هغه تر مخه چې کيسې ته ورشو د څو ټکو يادول هم اړين دي. د ليکوال يو له مشهورو اثارو څخه د «ګاليله ژوند» اثر دى. په ياد اثر کې هم هلته د جيوردانو برونو يادونه شوې ده، جيوردانو برونو د کاتوليک کليسا د عقايدو د پلټنې (انکیزیسیون) له خوا وسېځل شو. همدارنګه ګاليله هم د انکيزيسيون له خوا محاکمه شو. دا لړۍ په لږ توپير سره زموږ په ګران هېواد کې هم جاري وه او ده. په هر صورت موږ مخکې تر دې چې د جيوردانو برونو داستان ته راشو، لږ څه د برښت په کارونو رڼا اچوو.

د «ګاليله ژوند» د اثر ليکلو انګېزه

کله چې د دويمې نړيوالې جگړې ناورين د ځمکې د کرې له پاسه په تېره بیا په اروپا کې پلن او وغځېد، جنگ د هر انسان سترگې له اوښکو ډکې کړې. ليکوال، شاعر، اديب او د قلم خاوند هم خپله وسله راپورته کړه، د هغه وسله يعنې قلم او بيان. 

برتولت برښت الماني ليکوال له هغه کسانو څخه و، چې د جنگ پر اثر يې خپل کلی کور او ملک پرېښود او له سمندرونو اخوا امريکا ته ولاړ. د هغه پر وسواسه ذهن نوموړی چوپ پرې نه ښود؛ بلکې ویې هڅاوه، چې حقيقت را برسېره او د تاريخ په تورتمو گوټونو او د هلېزونو کې د حقيقت پلټلو پسې څراغ ولگوي. د حقيقت لپاره هغه گاليله غوره کړ. د گاليله د ژوند داستان د هغه کړنه او عمل. هغه چې په اشارو ويلي وو او د پښتو دا متل يې ښه تفسير او تعبير دی چې لمر په دوه گوتونه پټېږي. گاليله د برښت لپاره د حقيقت سمبول و. هغه په خپله ډرامه يا ننداره کې د گاليله او د هغه د شاگرد خبرې اترې انځوروي.

گاليله د دې لاسبري تفکر په وړاندې چې ان د آس غاښونو د شمير لپاره يې هم د ارسطو کتابونه پلټل د بطلان کرښه کش کړه او د يوه فيلسوف په ځواب کې يې وويل: «حقيقت د زمان بچی دی نه د مقاماتو. زموږ جهل ناپايه دیی، هڅه وکړو چې د خپل جهالت نه يو څه کم کړو. که د خپل جهالت يوه ذره او يو چټاک کم کړو؛ نو بيا ولې دومره مغروره شو.» گاليله خپل يوه زده کوونکي ته چې له حقيقت نه يې سترگې پټې کړې وې ويلي وو. «هغه چې حقيقت نه پېژني، يوازې جاهل او بې شعوره دی؛ خو هغه چې په حقيقت پوهېږي، حقيقت پېژني او په هغه سترگې پټوي هغه تباه کوونکی دی.» په دې ټولو سربېره د حقيقت خبره په بيا بيا د هغه په ذهن او فکر کې تداعي کېږي.

په دې باور دی چې حقيقت لمر دی او لمر د دروغو په وريځو کې نه پټېږي. که هغه د لږې شېبې لپاره د يو څه وخت لپاره له «تقيي او کتمان» نه کار اخلي، موخه يې دا ده چې پلټنې او څېړنې وکړي او د لمر په شاوخوا د ځمکې گرځېدنه لا نوره د حقيقت په توگه ثابته کړي. د حقيقت لپاره د جيوردانو برونو په اور کې ستي کېدلو تجربه نوې ترسره شوې وه؛ خو هغه پوهېده چې د سمندرونو بادونه د کليسا په اوچتو دېوالونو لگېږي او د حقيقت د خپرېدو زېری راوړي؛ خو راځو د هغه بلې خبرې ته چې شاگرد يې وايي: «بدمرغه ملت چې قهرمان نه لري.» دی ورته وايي: «بدمرغه ملت چې قهرمان ته لا اړتيا لري.» نو هغه ولس چې حقيقت ورته گنگ وي، د لمر په څېر ورته روښانه نه وي؛ نو کله د مهدي حضور ته سترگې په لار وي. کله د حضرت خضر لار څاري او کله د يوه داسې «کاريزماتيک» شخصيت راتلو ته تږی ناست وي، چې راشي او هر څه ورته سم کړي؛ خو وگړي دې بې واره نه شي.

حقيقت لکه لمر داسی دی د طبيعت ناموس دی، خپل ځای نيسي. دروغ و درب يې پټولی او تتولی نه شي، ځکه خو د بيان ژبه د حقيقت ژبه ده. د حقيقت اواز د حق اواز دی او د دې خپه کول يوازې د تباهکارو کار دی. نننی دوران ان برښت ته اړه نه لري، چې راشي او د گاليله داستان وليکي او هغه د يوسمبول په توگه په ډاگه کړي. نننی دوران د خبرتيا دوران دی، د اگاهۍ دوران دی، د بيان د ازادۍ دوران دی او ازادي نه خو څوک انحصارولی شي او نه پرې سترگې پټولی شي. څه ښه يې ويلي دي: «کېدای شي وگړي د يو څه وخت لپاره تېرويستل شي؛ اوونۍ، مياشتې او کال نيم خو د تل لپاره د خلکو تېرايستل او د حقيقت پټول ناشونی او ناممکنه عمل دی.» افغانستان کې اوس دوه خبرې ډېرې تودې دي، يو د حقيقت پلټنه او په دې اتمسفير او فضا کې د قهرمان پېژندنه. بدمرغه ملت چې قهرمان ته اړتيا لري او په دې باب فکر کوي.

گاليله د برښت مشهوره ننداره ده، چی برښت په کې د گاليله له خولې خپل شاگرد ته وايي: «تاسې د پوهې څراغ روښانه وساتئ،کار ترې واخلئ؛ خو بد کار ترې مه اخلئ، داسې نه چې ولوېږئ اوموږ ټول وسيځئ. هو، موږ ټول!»

گاليله د حقيقت په لټه کې دی او په روښنايي پوهېدنه، د نړی په راز پوهېدنه د دې سبب ده چې هغه د زړو او د دوه زرو کلونو د عقايدو له وحشته ډك حالت هغه نه ډاروي. پرته له دې چې د عواقبو په اړوند يې فکر وکړي، اسمان بلورينه گنبده سورۍ کوي او په دې ښه پوهېږي چې په دې کار کې ظاهراً زياتره ځمکه او د ځمکې اوسېدونکي يې هدف وي، ماشومان په خوښۍ او خندا چيغي وهي چې د زرگونو کلونو د ايمان په اندامونو لړزه پرېووځي او شک د هغه ځای نيسي، ستوري لکه زموږ بېړۍ بې له ځنډه په سفر کې دي.

******

برښت چې کله له المان څخه بهر کېږي او مهاجر کېږي، هغه داسې مهال دی چې په نړۍ کې يو ستر بدلون راځي. برښت د خپل هجرت په پيل کې د «گاليله ژوند» اثر کې لاس وهي او د نندارې لپاره يې چمتو کوي. په ډنمارک کې له څو فزيک پوهانو سره د بطليموسي پلاوي په اړوند خبرې کوي او هغوی ورسره مرسته کوي؛ خو کله چې ډنمارک هم د هټلر له خوا اشغالېږي، برښت امريکا ته تښتي. هلته چارلز لاوتون د دغه اثر انگرېزي متن سموي، دواړه په دې کار بوختېږي چې په دغه وخت کې د دوران يوه ستره وېره او ډار دونيا لړزوي او په هيروشيما اټمي بمب کارول کېږي. له دغه شېبې وروسته د گاليله توبه او جوړجاړی د هغه په نظر بله مانا پيدا کوي. د ننداري په مخکينۍ بڼه کې له هيروشيما نه تر مخه برښت د کليسا په وړاندې د گاليله توبه اوتسليمېدل ناروا خو عاقلانه عمل باله، دا ځکه چې لوی او بې مثاله عالم ته يې دا امکان ورکاوه چې ځان وساتي او نور پاتې ژوند د علمي څېړنو لپاره وقف کړي؛ خو د هيروشيما ډاروونکی اور هر څه سېځي او د پوهانو په څېړنو او مسووليتونو باندې اغېزه کوي. خبره همدلته ده چې هر هغه علمي پرمختگ چې د انسان اوږې له باره سپکې نه کړي؛ نو څه په درد خوري.

******

دا ټول هغه حقايق دي چي نن زموږ ټولنه پكې راگير ده. كلونه كلونه وشول چې زموږ ولس د يو ناجي په تمه دی؛ خو دغه ناجي لا مور نه دی زېږولی.

د برتولت برښت يو شعر

«زه برتولت برښت له تورو ځنگلونو راځم، مور مې كله چې لا د هغې په وجود كې وم، ښارونو ته راغله؛ نو د تورو ځنگلونو ساړه به د مرگ تر ورځې پورې زما په تن كې كې وي.»

برښت چې د ژان پل سارتر په قول يو ستر معاصر ننداره ليكوونكی او شاعر و، د اروپا تياتر يې تر اغېز لاندې راووست. د هغه نوښتونو د تياتر هنر کې بدلون راووست او د ليكوال، هنرمند او ليدونكي پر مخ يې نوې لارې پرانيستې.»

د نوموړې نندارې په يوه برخه کې:

گاليله په يوه صحنه كې په داسې حال كې چې كتاب يې په لاس كې دی ولاړ او زده كوونكو ته درس وركوي. دوه تنه زده كوونكي ويرجينيا او سارتي په گنډلو بوخت دي. په همدې حال كې موچيوس چې نسبتاً پوه دی راننووځي. لږ په قهر برېښي. اجازه غواړي، سارتي ته وايي، كېدای شي چې استاد گاليله ته ووايي چې ما ته اجازه راكړي چې دننه ولاړ شم.

سارتي وايي: هغه نه غواړي تاسې وويني.

موچيوس: بايد زه ورسره خبرې وكړم، ډېرې اړينې خبرې.

گاليله: غږ كوي وايي څه خبره ده؟ څه غواړې؟

موچيوس: ښاغلی گاليله! زه…

گاليله: د ستونزو په باب خبرې مه كوه، وبا راغله؛ خو زه يې له څېړنو منع نه كړم.

موچيوس: ښاغلی گاليله گوره! له وبا نه بدتر او ناوړه هم پېښېږي.

گاليله: خو دا له مانه واوره: «هغوی چې حقيقت نه پېژني، يوازې بې شعوره دی؛ خو هغه چې حقيقت پېژني او درواغ يې بولي، هغه تباه كوونكی دی.» زما له كوره بهر شه، هيله كوم، بهر شه!

موچيوس: ته په حقه يې.

دوېمه برخه  

کيسه

د جيوردانو برونو بالاپوش

«جيوردانو برونو» د «نولا» د سيمې يو هستوګن و، چې د روم د عقايدو د پلټنې محکمې يا انکزيسيون د اوولسمې پېړۍ په سر کې د ارتداد په تور د لرګو د ټوپ (انبار) پر سر وسېځه. هغه هر ځاى د يو ستر انسان په نامه يادېږي، البته يوازې د هغه زړورتوب په اساس چې د ستورو د حرکت فرضيه يې اعلان کړه نه؛ بلکې په دې خاطر چې په محکمه کې يې د عقايدو د پلټنې (انکزيسيون) په وړاندې په زړورتوب دفاع وکړه. هغوی ته يې وويل: «ستاسو د حکم صادروونکو وېره د محکوم له ډاره ډېره زياته ده.ِ»

کله چې څوک د هغه ليکنې لولي يا په عامو مجلسونو کې د هغه کړنو او چلند ته ګوري؛ نو په رښتيا چې په پام کې يې نه راځي چې هغه دې ستر انسان وي؛ خو داسې داستان هم شته چې ښايي نور زيات يې موږ ته راوپېژني او د هغه په نسبت زموږ نظر بدل شي.

دلته د هغه د بالاپوش په باب کيسه راوړو:

خو لومړى د عقايدو د پلټنې د محکمې په لاس کې د هغه د کښيوتو په باب کيسه کوو. کيسه داسې ده چې د «وينز» يوه اشرافي چې د مکنيګو د حکومتي شورا غړى و، ياد عالم يعني «برونو» خپل کور ته رابولي چې د څو مياشتو بلنې او د ورځنيو علومو د زده کړې حق الزحمه ورکړي؛ خو د کيمياګرۍ د زده کړې پر ځاى يې چې هيله يې درلوده، د فزيکپوهنې په باره کې زده کړې ورکوې. دا خبره ورته سخته تمامه شوه، ځکه چې په درد يې نه خوړله. د هغه د هرکلي او زده کړي زيات لګښت نوموړى پښېمانه کړ. څو وارې ورته جدي پاملرنه وشوه چې داسې مشهور سړى لکه تاسې بايد په دې ګټور او له اسرارو ډکه پوهنه خبرتيا ولري؛ خو د هغه يادونې ګټورې نه وې. په دې ډول يې د یو ليک په ترڅ کې هغه د «عقايدو پلټنې» ته وروپېژانده. هغه وليکل: دا بدذاته او د ناوړه فکر خاوند زما په حضور کې د مسيح د دين په اړوند ناوړه خبرې وکړې. کشيشان او روحانيون يې خره وبلل چې د خلکو له ساده توب نه ګټه اخلي او هغوی تحميق کوي. همدارنګه جوتوي چې هغه څه چې په انجيل کې راغلي، پرخلاف يې وايي چې بې شمېره لمرونه په عالم کې موجود دي او داسې نور.

په همدې سبب مې هغه د کور په ځمک لاندې (تهکاوۍ) کې بندې کړ او له محکمې نه غوښتنه کوم چې ډېر ژر خپل مامورين راواستوي. ماموران هم د يکشنبې په نيمايي شپه کې راغلل او عالم سړى يې له ځانه سره بوتلو او هلته يې د عقايدو د پلټنې په ژوره څاه کې واچاوه.

دا پېښه د ۱۵۹۲ د جنوري پر ۲۵ د دوشنبې پر ورځ د سهار په درې بجو شوه او له هغې ورځې د۱۶۰۰ کال په فبروري کې تر ۱۷ پورې د لرګو ټوپ (انبار) ته بوتلل شو. د نولا دا هستوګن بيا له تورتمې څاه رابهر نه شو.

د اتو کالو په دوران کې چې له دغه وحشته ډکه محاکمه اوږده شوه، د کمزورتيا او ستړيا پرته يې ورسره مبارزه وکړه؛ خو په لومړيو کولونو کې د هغه مبارزه چې کله يې روم ته و نه لېږداوه، ښايي ډېره له خپګانه ډکه مبارزه وه. د هغه د بالاپوش پېښه هم په دې دورې پورې اړه درلوده.

د ۱۵۹۲ ميلادي کال په ژمي کې کله چې د هغه په ميلمستون کې يې ژوند کاوه د «ګابريل سنتو» په نامه ګنډونکي ته يې يو ډېر لوړ بيه بالاپوش د ګنډلو لپاره ورکړ؛ خو د بندې کېدو تر وخته يې د بالاپوش اجوره نه وه ورکړې.

خو کله چې ګنډونکي د جيوردانو برونو د بنديتوب خبر واورېد، سملاسي يې ځان د «مکنيګو» چې په «سم سامويل» کې واقع و، ورساوه او د بالاپوش د لګښت خبره يې ورياده کړه؛ خو دغه مهال ډېر ناوخته و. د ښاغلي «مکنيګو» نوکر ورته وويل: «موږ هم په بشپړه اندازه د دغه شيطان لپاره لګښت کړى دى.» بيا يي داسې يوه کړيکه وکړه، چې ان ځيني لاروي د لارې پر سر ودرېدل، شاوخوا يې وکتل: «ښايي ته هم غواړې د کاتوليکانو سپېڅلې محکمي ته حاضر شې چې ټول وپوهېږي چې تاسې هم د هغه مرتد سره راکړه ورکړه درلوده.»

ګنډونکى حيران دريان د واټ پر منځ کې ودرېد، د ګڼو وزګارو او لوچکو ځوانانو خبرې یې واورېدې. يو تن ماشوم چې خيرن زاړه کالي يې په تن کې و، ډبره يې پرې وار کړه، يوه مېرمن چې ډېرې ناوړه او خرابې جامې يې په تن وې، هغه يې په څپېړه وواهه. په دې ترتيب له مرتد سړي سره د راکړې ورکړې خطر «سونتو» ته ښه روښانه شو. په ډار او ترهه يې شاوخوا وکتل او په منډه منډه يې په تاو راتاو کوڅو کې ځان کور ته ورساوه؛ خو د دې ناوړه پېښې په اړوند يې مېرمنې ته څه ونه ويل. هغې هم پوره اوونۍ په حيرانۍ او بد اکر سره خپل مېړه ته کتل.

د جون په مياشت کې د بالاپوش هغه لګښت چې ورکړل شوې نه و، پيدا کړ چې د بالاپوش په باره کې و، چې د امهال مشهور شوی و چې د «نولا» اوسېدونکى و. دا خبره د ټولو ښاريانو په خوله کې په وېره او ډار سره او د هغه مجرم د شرارت او رذالت په اړوند زمزمه کېده. هغوی چې نه يوازې ناوړه خبرې د واده په اړوند کولې او هغه يې ککړتيا بلله، داسې څه وو چې په هېڅ ځاى او هيڅ کتاب کې ليدل شوي نه و. عيسې مسيح يې شارلاتان باله او د لمرونو په باب يې هم د لېونتوب خبرې کولي. په پايله کې د بالاپوش د پيسو نه ورکول د هغه له روحيې سره په بشپړه توګه جوړښت درلود، د ګنډونکي مهربانې مېرمنې د داسې زيان زغم نه درلود؛ نو دا اويا کلنه مېرمن تر سختې مشاجرې نه وروسته چې له خپل مېړه سره يې وکړه، د يکشنبې د ورځې کالي يې واغوستل او سپېڅلې محکمي ته ولاړه. په څېره کې يې بدلون راغى. دوه دېرش «سکودي» (د وخت ايتالوي سکې) چې د بالاپوش له درکه پرې پورې وې، ترې وغوښتې. د څېړنې مامور د هغه غوښتنه وليکله او د پېښې د څېړني ژمنه يې وکړه.

لږ وروسته «سونتو» احضار نامه ترلاسه کړه او په وېره او ډار د ځان ورپېژندلو لپاره هغه ترهوونکې ادارې ته ولاړ؛ خو په حيرانتيا سره له هغه پوښتنه ونه شوه؛ بلکې خبر يې ورکړ چې د مالي مقررې پر بنسټ به د هغه د غوښتنې پوښتنه وشي البته مامور دې ټکي ته هم اشاره وکړه چې زياتې پيسې به ترلاسه نه کړي.

بوډا ډېر خوشحال شو چې ويې کړاى شوای په ډېره ساده توګه د محکمي له شره وژغورل شو؛ نو له هغه ځايه ولاړ؛ خو مېرمن يې خوشحاله نه وه. هغې ته دا بس نه وه، چې بوډا دې مازديګر له شرابو صرف نظر وکړي او د تاوان د جبران لپاره دې ټوله شپه په ګنډلو تېره کړي.

هغه د ټوکر يا ټوټې د اخيستلو پوروړى و او بايد خپل پور يې ادا کړى واى. ميړه يې په پخلنځي او انګړ کې چيغې وهلې ويل يې: «د شرم خبره ده چې مجرم د خپل پور له ورکړې تر مخه بندي کوي. که لازمه وي نو د سپېڅلې پلار حضور ته د روم ښار ته ورځم، چې ۳۲ سکودي بېرته وغواړم، هغه د لرګيو د بار له پاسه بالاپوش ته اړتيا نه لري.»

مېرمنې پېښه کشيش ته چې د هغه په حضور يې اعتراف کاوه وويل. کشيش وړانديز وکړ چې لږ تر لږه غوښتنه وکړي چې بالاپوش ورته بېرته ورکړي؛ خو مېرمني په ځواب کې وويل: ډاډه ده چې تر اوسه ترې ګټه اخيستل شوې او سر بيره پردې بالاپوش هم د هغه په قد او اندام ګنډل شوى دى. هغه بايد د بالاپوش پيسې ورکړي؛ خو څرنګه چې په توندۍ يې خبرې کولې، اواز يې جګ شو او روحاني سړي هم هغه بهر کړ! دې پېښې هغه لږ هوښيار کړ او څو اوونۍ چوپ پاتې شو. د عقايدو د پلټنې له زندان څخه د هغه مرتد بندې هېڅ احوال رابهر نه شو. په دې حال کې خلکو هر ځاى کې يو بل ته په غوږ غوږ کې ويل چې پلټونکي په ډېره ښکاره توګه وحشيانه اعمال د هغه په نسبت ترسره کوي. بوډۍ مېرمنې په حريصانه توګه دې اوازو او ګونګوسو ته غوږ کېښوده. ورته له درده ډکه وه، اورېدل يې چې مرتد سړى په ښه موقعيت کې نه و او هېڅکله به ازاد نه شي. تر هغې چې وکړاى شي چې پور یي ورکړي؛ نور د زړې بوډۍ په سترګو کې خوب نه برېښېده،:د اګسټ په مياشت کې چې هوا ښه کېږي، اعصاب ارامېږي؛ نو په دې اساس به هغه پلورنځيو کې چې سودا کوي او هغه مشتريان چې د کاليو د اخيستلو لپاره راتلل، په ډېر جديت سره يې شکايت کاوه. هغه په ناسيده توګه ويل، چې سپېڅلي پلرونه که د يو بيوزلي کارګر د حق غوښتنې په برخه کې بې توپيره اوسي او اهميت ورنه کړي؛ نو د ګناه مرتکب کېږي. د مالياتو زيادښت د ډوډۍ د بيې د زياتيدو سبب شوى دى.

يوه ورځ سهار مهال يو مامور هغه د سپېڅلې محکمې ودانۍ ته بوتلو، هلته يې ورته په ټينګار سره خبردارى ورکړ، چې د دوښمنانه مزخرفاتو له ويلو لاس پر سر شي، ترې پوښتنه وشوه، چي شرم نه دى چې د څو سکودي لپاره داسې يوې سپېڅلې او جدې محکمي ته احمقانه او بې رابطې خبرې کوي؟ د هغه د خبرتيا لپاره يې وويل، د داسې کسانو:د سرکوبۍ لپاره ډېرې لارې شته. جملې ته فکر کول «د څو سکودي له پاره…» څه وخت اغېز درلود او هر وخت يې ياد ته راوړل چې روحاني او چاغ ورته په ډکه خېټه دا جمله ويلې وه، تن يې اور واخېست او په غوسه شو.

د سپټمبر په مياشت کې ديني عقايدو د پلټنې ډېر لوړ مقام چې په روم کې يې مرکز و، غوښتنه وکړه چې د «نولا» اوسېدونکی سړى هغه ښار ته انتقال کړي. په «زيګنوريا» کې د دې غوښتنې په اړه سلا مشوره وشوه.

ښاريانو په ډېر شور او ځوږ سره د دې انتقال په اړوند خبرې کولې؛ خو په هر صورت د ښار فضا د دغه انتقال مخالفه وه. بېلابېلو ډلو له خلکو نه غوښتل، چې د روم هېڅ محکمه دې د دوی په چارو کې لاسوهنه وکړي.

بوډۍ بېسده شوه، پرته له دې چې د هغې پور ادا کړي ايا په رښتيا غواړي مرتد سړى روم ته واستوي؟ د ابې اندازي زياته بې عدالتي ده. تر دغه وخته د خبر له رارسېدو څو شېبې تېرې شوې نه وې چې د وخت د عبث کولو پرته يې ان دا هڅه ونه کړه چې ښه لمن واغوندي، د سپېڅلي محکمې ودانۍ ته ولاړه.

دا وار د لوړپوړي مامور له خوا حضور ته ومنل شوه؛ خو په ډېر زيات تعجب يې دا وار مامور ډېر با نزاکته او د ښه چلند خاوند و. هغه هم زوړ و ښایې د هغې له عمر سره يې سم عمر درلود. زاړه مامور په ډېر متانت او زغم سره د هغې شکايت ته پاملرنه او غوږ کېښوده؛ خو کله چې د زړې بوډې خبرې پاى ته ورسېدې، له هغې يې پوښتنه وکړه ايا غواړئ او لېواله يې چې له «برونو» سره خبرې وکړې؟ زړې بوډۍ سملاسي ومنله؟ زاړه مامور د ملاقات وخت راتلونکې ورځ وټاکله.

بله ورځ سهار يوې تنګې او کوچنۍ کوټې ته چې وسپنيزه پنجره يې درلوده ورغله. يو خوار ډنګر سړى چې توره او رنګۍ ږيره يې درلوده، هغې ته درناوى وکړ او د حال پوښتنه يې وکړه.

ښځې هغه يو مهال ليدلي و او په دې ټوله موده کې يې د هغه جسامت په ياد کې و؛ خو په لومړي نظر يې هغه ونه پيژانده، فکر يې وکړ چې هرومرو سختۍ او پوښتنو قهر او غصو هغه دې حالت ته راوستی وي.

په چابکۍ يې وويل : «بالاپوش! تاسو يې بيه نه ده راکړې.»

سړى څو ثانيې په حيرانۍ هغې ته وکتل، بيا په ياد ورغلل او په ورو غږ يې ترې وپوښتل: «څومرې ستا پوروړى يم ؟»

بوډۍ وويل : «دوه دېرش سکودي.» تاسو ته مو حساب دراستولې و. سړی مخ د چاغ څارونکي ته چې د دوى د خبرو څارنه يې کوله واوړاوه، پوښتنه يې وکړه. ایا پوهېږي، چې د هغه د اوسېدو له ځايه څومره پيسې چې لږ مال و متاع لري سپېڅلې محکمې ته ورکړل شوي دي؟ ساتوونکي نه پوهېده؛ خو وعده يې وکړه، چې وپوښتي. زنداني پوښتنه وکړه : «مېړه دې څرنګه دى ؟» بيا يې مخ بوډۍ ته واړولو، ګويا غوښتل يې چې بياځلي سره وګوري او کاملاً عادي ملاقات وکړي. زړه بوډۍ چې د کوچني سړي له مهربانۍ او محبت نه ټکان وخوړ، تر شونډو لاندې يې وويل، د مېړه حالت يې ښه دى او تر اوسه لا د هډوکو له درد سره جوړجاړى کوي.

ښځې له دوو ورځو وروسته بياځلي سپېڅلې محکمې ته ولاړه. د شرايطو په پام کې نيولو سره يې غوره وبلله د محکمې مامورينو ته د «برونو» د موجودۍ د ټاکلو لپاره وخت ورکړي.

يو وار بيا يې له زنداني سره د ملاقات اجازه واخيسته. له يو ساعت نه زيات په هغه کې کوچنۍ کوټې له وسپنيزو پنجرو سره چې قفس ته ورته وې، انتظار وکړ، دا ځکه چې «برونو» د پوښتنې او تحقيق لاندې و.

بالاخره زنداني ستړى ستومانه ساه وتيګه کوټې ته را ننووت. هلته څوکۍ نه وه. دېوال ته يې تکيه وکړه، په چټکۍ سره اصلي مطلب ته راغى. په کمزوري اواز يې وويل، له بده مرغه په داسې حال کې نه دى چې وکړاى شي د بالاپوش پيسې ورکړې او په جيب کې يې هېڅ پيسې نه شته؛ خو ډېر لږه هيله هم لري، دا ځکه چې په دې موده کې يې زيات فکر کړى دى او په ياد يې راغلل چې په فرانکفورټ ښار کې يې له يوه سړي سره چې د هغه کتابونه چاپو،ي کېداى شي لږې موجودي وي او که اجازه ورکړي هغه ته به ليک واستوي، د اجازي اخيستو لپاره به سبا اقدام وکړي، دا ځکه چې نن ورځ به له هغه پوښتنه وشي او ښه فضا هم نه وه موجوده. په همدې دليل يې هم غوښتنه نه وه کړې چې ښايي ټول شيان ويجاړ نه شي.

په داسې حال کې چې سړي خبرې کولې، بوډۍ په تېزو سترګو چې هغه يې سخت تر اغېز لاندې راوستی و، وروکتل. هغه له بد قوله پوروړو له دروغو ډک عذرونه او وعدې چې د هغه په اعمالو باندې سرپوښ کېښودل و وپيژانده. دا ډول خلک هېڅ هڅه نه کوي، چې خپله دنده ترسره کړي خو که يو شخص پرې فشار راوړي او ګواښ ورته وکړي؛ نو داسې چلند کوي، چې ګويا ځان اور ته اچوي او خپله ټوله هڅه کوي. بوډۍ په بد اکر او قهر وپوښتل: «څه کاره واست چې د پيسو د ورکړې وس مو نه درلود او بالاپوش مو غوښت؟»

بندي سر وخوځاوه، چې داسې وښايي چې د هغي فکري مسير تعقيبوي. ځواب يې ورکړ:

«ما د کتابونو د پلورلو او د درس ورکولو له لارې عايد درلود؛ نو فکر مې کاوه چې زما کار به دوام وکړي، فکر مې کاوه چې بالاپوش ته اړه لرم او ګومان مې کاوه چې يوې او بلې خوا ته به ازاد ولاړ شم.»

هغه په ارامۍ او له هر ډول نارامۍ پرته دا خبرې وکړې چې د پوروړې بوډۍ ځواب نه و. بوډۍ په قهر او کرکې سره سر تر پايه وکتل او په دې پوهاوي سره چې نه بايد احساساتي شي، مخ يې بلې خوا ته واړاوه او له کوټې په چټکۍ ووتله.

مازديګر مهال چې په خپل تخت غځېدلې وه، مېړه ته يې مخ ورواړاوه او په قهر يې ورته وويل: «څوک داسې یو سړي ته چې د عقايدو د پلټنې محکمه کې محاکمه شي، پور پيسې ورکوي؟»

دا مهال بوډا د مذهبي محکمې له دريځ نه ډاډه و؛ خو په عين حال کې يې د خپلې مېرمنې د پرله پسې هڅو سره چې د طلب له حصول سره هم موافق نه و، په غرېدلې اواز وويل: «په ډاډ سره چې هغه اوس ډېر مهم مسايل لري، چې بايد پرې فکر وکړي.»

بوډۍ نور څه ونه ويل:

پرته له دې چې نورې ډېرې خبري د دې ازاروونکې کيسې په اړه څه واوري ډېرې مياشتې تېرې شوې وې.

«زيګنوريا» د جنورۍ په لومړيو کې په دې فکر کې شو، چې د پاپ اعظم وړانديز ته ارزښت ورکړي او مرتد انسان ولېږدوي. له هغه وروسته د «سونتو» کورنۍ ته د سپېڅلې محکمې له خوا د نوې احضاريې خبرداری ورسېد. په احضاريه کې د مشخص ساعت يادونه نه وه شوې؛ نو مېرمن «سونتو» يوه ورځ وروسته هلته ولاړه، البته هغې د تللو مناسب وخت نه و غوره کړى. بندي منتظر و چې د خلکو له کل اختياره استازي سره ليدنه وکړي، هماغه کس چې د «زيګنوريا» له خوا موظف شوى و چې د لېږدولو د مسالې په اړه څېړنه وکړي.

مېرمن د لوړپوړي مامور له خوا حضور ته ومنل شوه. هماغه مامور چې د «نولا» له اوسېدونکي سره يې لومړۍ خبرې اترې کړې وې.

بوډا مامور هغه ته وويل، چې زنداني له هغه سره د ملاقات غوښتنه کوي؛ خو څرنګه چې زنداني د کنفرانس په مهال کې دى چې هغه ته حياتي ارزښت لري؛ نو بايد فکر وکړي، چې ايا اوس ورته د ليدو مناسب وخت دى او کنه؟

مېرمني وويل، چې خپله له زنداني نه پوښتنه بايد وشي.

مامور ولاړ او له بند نه بيرته راستون شو. د دواړو خبرې اترې د والا مقام مامور په حضور کې ترسره شوې.

له هغه تر مخه چې سړى وکړاى شي خبرې وکړي، بوډۍ چې د راننوتلو په مهال کې په ملنډو بدرګه کړی و، په سپکه لهجه يې وويل: «تاسې چې غواړئ یوى او بلې خوا ته په ازادانه توګه ولاړ شئ؛ نو ولې داسې چلند کوئ؟»

کوچني سړي لږ په قهر او حيرانتيا کې مالومېده، په بدل کې هغه درې مياشتې چې هلته و، بې شمېره پوښتنې ځواب کړې او د ګنډونکي له مېرمنې سره يې هغه خبرې چې په لومړې وار يې کړې وې، ترې هېرې شوې وې.

سړي له يوې شېبې چوپتيا نه وروسته وويل: «ما ته پيسې راونه رسېدې… دوه وارې مې ورته ليک واستاوه؛ خو ځواب يې رانه کړ. له ځان سره مې فکر وکړ، ښايي تاسې وغواړئ چې بالاپوش بېرته ورکړم.»

بوډۍ په سپکه لهجه وويل: «پوهېدم چې اخر به داسې وي. بالاپوش چې ما تا ته ګنډلی و، د هېچا په ځان به برابر نه وي.»

سړى په خپګان سره بوډۍ ته وکتل ويې ويل: «دې خبرې ته مې فکر نه وو کړى.»

بيا يې روحاني سړی ته وويل: «نه شي کيداى ټول دار و ندار مې وپلورم او د دغه شخص پيسې ورکړم؟»

هغه چاغ او پلن مامور چې هغه يې راوستى و، په خبرو کې ورولوېد: «دا کار عملي نه دى، دا ځکه چې ښاغلي مکنيګو چې د هغه د مالکيت دعوه کوي، اعتراض به وکړي، چې تاسې زيات د هغه په لګښت ژوند کړى دى.»

بوډا لاسونه پورته کړل ويې ويل: «دا مسايل په رښتيا چې په دې ځاى پورې اړه نه لري، زه فکر کوم چې ښه به وي چې بالاپوش بېرته ورکړې.»

بوډۍ په ټينګار سره وويل: «په دې بالاپوش څه وکړم؟»

د بوډا مامور رنګ سور واوښت، په غلي اواز يې وويل: «ګرانې مېرمنې! تاسې پر مسیح عقیده لرئ؟ که لږې سترګې پټې کړئ، تاسې ته زيان نه دررسېږي. په اوسني حالت کې تورن د خبرو او څېړنې په پيل کې دي، چې هغه ته د مرګ او ژوند مانا لري. تاسې بايد انتظار ونه لرئ چې هغه دې زيات د بالاپوش په باب فکر وکړي.»

بوډې ورته د شک په انداز وکتل. بيا يې ناڅاپه ذهن ته راغلل چې چېرې ده. په دې فکر کې وه چې لاړه شي او که نه؟ ناڅاپه يې د بندي خپه او نیولى غږ واورېد، چې ويل يې: «زما په باور حق لري چې همداسې تمه ولري.»

کله چې بوډۍ خپل مخ هغه ته واړاوه ويې ويل: «تاسې بايد ما د هر څه په باب وبخښئ، داسې فکر مه کوئ، چې ستاسې زيان ما ته اهميت نه لري. په دې اړوند له لوړو مقاماتو ليکلي غوښتنه کوم.»

چاغ او چټل سړي د بوډا په اشاره له کوټې بهر شو. بوډا څو قدمه شا ته راغى، لاسونه يې خلاص کړل ويې ويل: «بالاپوش يې اصلاً دلته نه دى راوړي. کېداى شي، چي هغه مکنيګو له ځان سره ساتلي وي.»

د «نولا» اوسېدونکي ټکان وخوړ؛ خو بيا يې په ټينګو الفاظو وويل: «دا عدالت نه دى، زه به ترې شکايت وکړم.» بوډا سر وخوځاوه ويې وېل: «ښه ده چې خپل فکر هغه خبرو اترو ته چې څو شېبې وروسته پيل کېږي، متمرکز کړي. زه نوره اجازه نه ورکوم چې دلته د څو «سکودي» په سر لانجه وشي.»

د بوډۍ وینې په خوټېدو شوې. کله چې بندي خبرې کولې، چوپه وه او په داسې حال کې چې په ناخوښۍ يې کتل د کوټې څنډې ته ځير وه؛ خو اوس يې د صبر کاسه ډکه شوي ده. چيغه يې کړه: «څو سکودي؟! دا د یوې مياشتې عايد دى. هو، تاسو کولى شئ، سترګې پرې پټې کړئ. تاسو تاوان نه کوئ!»

دا مهال يو مشر راهب په دروازه کې سر راښکاره کړ او په لوړ اواز يې وويل: «کل اختياره استازي خپل تشريف يووړ.» او بيا يي بوډې ته چې چېغې يې وهلې وکتل.

چاغ او ګنده سړي بندې له مټ نه ونیو او له کوټې يې بهر بوتلو. زنداني مخ راواړاوه او تر هغه چې له دروازې پناه کيده، په کمزورو او مړاوو سترګو يې بوډۍ ته وکتل وچې او ډنګرې تنې يې رنګ باېللی و.

بوډۍ په قهر د ودانۍ له ډبرينو زينو څخه کښته شوه. نه پوهېدله، چې څه وکړي، ځکه هغه سړي چې هر څه کولی شوای او په وس کې يې وو، د هغې د پيسو د ورکړې لپاره يې وکړل.

بوډۍ د یوې اوونۍ لپاره د کار ځاى ته ولاړه نه شوه يعنې تر هغه وخته چې چاغ اوچټل سړي بالاپوش راوړ، هغه د دروازې شا ته ولاړه وه او هلته يې واورېدل چې مامور وايي:

«هغه په دې وروستيو وختونو کې په واقعي توګه ټول وخت د بالاپوش موضوع ته ورکړي و چې ويې پلټې. د څېړنې او خبرو په مهال د خلکو د کل اختياره استازي مسوولانو ته غوښتنليک واستاوه او په ښار کې يې له پاپ سره د خبرو کولو غوښتنه وکړه او بالاخره بريالي شوه.

«مکنيګو» اړ شو، چې بالاپوش بېرته ورکړي. زنداني بالاپوش تاسې ته واستاوه په داسې حال کې چې اوس يې بالاپوش ډېر په درد خوري، دا ځکه چې کېداى شي، په همدې اوونۍ کې ولېږدول شي. همداسې وشول دا پېښه دجنورې مياشتې په پاى کې پېښه شوه.

پاى

198 total views, 3 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *