Categories

اعلان

Loading…

خلیلزاد، ښه به دا وي چې تر انتخاباتو مخکې له طالبانو سره سوله وشي

تاند- د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، امریکا د افغانستان سولې ته بیړه لري او ښه دا ده چې د افغانستان د ولسمشرۍ تر انتخاباتو وړاندې سوله وشي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ولسمشرۍ انتخابات به په ټاکل شوي وخت، یعني د راتلونکي کال د حمل په ۳۱ مه نېټه ترسره شي.

زلمي خلیلزاد له پي بي ایس نیوز تلویزیون سره په مرکه کې وویل«دا به ایډیاله وي چې لومړی له طالبانو سره سوله وشي او بیا د ولسمشرۍ انتخابات ځکه چې طالبان به هم په انتخاباتو یا هرې بلې طرحې کې ګډون وکړای شي.»

ده همداراز وویل، امریکا باور لري چې د طالبانو په ګډون د افغانستان په جګړه کې شاملې خواوې د جګړې له لارې بریالۍ کېدای نه شي او جګړه د خبرو له لارې پای ته رسېدای شي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په وینا هر څوک غواړي چې د افغانستان جګړه پای ته ورسېږي، او د ښکېلو خواوو ترمنځ سوله او پخلاینه وشي.

ده همداراز وویل، امریکا د داسې سولې په لټه کې ده چې د افغانستان د تېرو ۱۷ کلونو د قربانیو ارزښت ولري او دا هیواد بیا د امریکا او نورې نړۍ لپاره د نړیوال تروریزم د ټوپ پر تختې بدل نه شي.

خلیلزاد د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل«هو، موږ د افغانستان د تراژیدۍ پای ته رسېدو ته بېړه لرو. افغانان د سولې مستحق دي. دوی له ۴۰ کلونو راهیسې په جګړه کې دي، خو موږ په عین حال کې ریالیست یوو.»

ده وویل چې امریکا د داسې افغانستان غوښتونکې ده چې په ځان متکي وي، د تروریزم ګواښ پکې نه وي او د بهرنیو پوځیانو حضور ته اړتیا نه لري.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې پاکستان له دې سره سره چې پرې فشار راوړل شو، خپل دریځ ولې بدل نه کړ، خلیلزاد وویل«موږ غواړو چې دوی ته ډاډ ورکړو او ما له دوی سره خبرې کړي چې موږ د سیاسي روغې جوړې په نتیجه کې د داسې افغانستان په لټه کې نه یوو چې هغه له دوی سره دښمن وي. موږ غواړو چې نه یوازې په افغانستان کې سوله وي بلکې له ګاونډیانو سره هم په سوله کې وي او موږ ته یې هم د تروریزم خطر نه وي.»

خلیلزاد دا څرګندونې په داسې حال کې وکړې چې وسله والو طالبانو نن /پنجشنبه/ یو وار بیا وویل چې د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرې نه کوي.

1,717 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

1 comment

  1. A. Halim Hakimi Reply

    “د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په وینا هر څوک غواړي چې د افغانستان جګړه پای ته ورسېږي، او د ښکېلو خواوو ترمنځ سوله او پخلاینه وشي.”

    If ” هر څوک ” wanted the end of fighting in Afghanistan, the country would have had peace a long time ago. The arm conflict goes on in Afghanistan, because it benefit some and harm the interest of opposite some. By far, the continuation of conflict in Afghanistan is rooted outside of its borders and unless addressed as such, no domestic solution will end it.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸