Categories

اعلان

Loading…

 د نوښت وژنه | محمد خالد

د زده کړو سیستم باید داسې ترتیب شي، چې د زده کړیال یا زده کوونکي فکر او ماغزه پۀ خوځښت راولي. د کتاب د مطالعې تر څنګ ورته د خپل فکر کولو چل ورؤښودل شي. صرف د یو غږ ثبتونکي یا ریکاډر حیثیت خپل نۀ کړي، بلکې د مالوماتو د راټولو تر څنګ باید هغه خپله تجزیه او وشني او د دې توان او جرائت پکې پیدا شي، تر څو خپله ارزؤنه وکړي او د خپل فکر پۀ رڼا کې د یو پېژاند او یا نظر پۀ اړه خپل نظر وړاندې کړي. صرف اوریدونکی ونۀ اوسي، بلکې یو ښۀ غږېدونکی هم شي. د فکر کولو علمي لارې چارې ورؤښودل شي، چې دا کار به زده کړیال یا زده کوونکي کې د نوښت ځانګړنې پیدا کړي.

لۀ بدمرغه د افغانستان اوسنی د زده کړو سیستم په دې برخه کې بیخي نیمګړی ده. اذهانو او فکرونو ته د ژوند او خوځښت ورکؤلو پر ځای مرګ او کنګلتیا وربښل کیږي. زده کړیال تر چپټر او کتاب محدود پاتي کیږي او تر هغې ایخوا د فکر کولو هیڅ ځواک او توان نۀ لري. هاغه پېچلې او نازکې پوښتنې چې یو زده کړیال یا زده کړیاله یې د فکر د خوځښت لۀ امله پنځؤلی شي، هیڅ نشته او که وي هم؛ بیخي کمې چې پۀ نش یې حسابؤلی شو. همدا لامل دی، چې نن هر ډؤل نوښت د غرب څخه نورې نړۍ ته خپریږي. غرب د زده کړیالانو فکر او ذهن ته خوځښت ورکوي. زده کړیاله تر کتابه محدود نۀ پاتیږي، بلکې د خپلو نظریاتو او الاتو جوړؤلو ته هڅؤل کیږي، چې پایله یې تاسو خپله حس کولای شئ. هغوی د زده کړیالې د حافظې څخه د هغې ذکاوت او ځیرکتیا ته ډېر اهمیت ورکوي، نو ځکه نن زمونږ هېوادونه د هغوی د مقابلې وړ ندي.
بله د حس وړ خبر، چې غرب لۀ مونږ څخه پۀ هر برخه کې ځانګړی کوي، دا ده چې غرب شپه او ورځ د مثبت بدلون پۀ فکر کې دی. یانې پۀ اوسني سیستم اتکا او ډډه نۀ لګوي؛ بلکې لا د ښۀ والي او بدلون کوښښ او هڅه کوي، چې د اوسني سیستم څخه بل نوی او پرمختللی سیستم وپنځوي، خو لۀ بدمرغه زمونږ هېوادونه د دغسې مثبت بدلونونو هیڅ فکر هم نۀ کوي.
هماغه زوړ ملا او زړې تاراوې!!
زۀ دا هم نۀ وایم، چې زده کړیال دې کتاب او چپټر نۀ لولي، بلکې وایم چې د یو کتاب پر ځای دې زده کړیال ته دا ورؤښودل شي او موقعه دې ورکړل شي چې اړوند لس کتابه نور ولؤلي، کنه بغیر لۀ مطالعه هم نوښت نشته. ځکه مطالعه ذهن غني کوي او دا توان پکې اچوي، چې د سته مالوماتو د شننې او تجزیې څخه پس نوی فکر راوزېږوي.
لکه تاسو د حقوقو لس پېژاندونه لؤلئ، پس لۀ هغې کولای شئ پۀ یوولسم پېژاند خپل ذهن ستړی کړي او د هغو لسو پۀ رڼا کې یوولسم پېژاند وپنځوئ او دا چې ته حقوق بیخي نۀ پېژنې؛ د حقوقو پۀ اړه نوښت څۀ چې فکر هم نشې کولای.
د ازموینو دا زوړ او لۀ کاره لوېدلی سیستم هم د زده کړیالې فکر او ذهني خوځښت وژني. ځکه دلته زده کړیالانې دا فکر اخلي، چې ګوندې ازموینه او نمبرې اخیستل ډېر اړین دي او هاغه داسې چې صرف د کتاب نه زده کړه او بېرته هماغه زده کړي شیان د ازموینې پاڼه کې لیکل، چې دا کار سخت فکري کنګلتیا رامنځته کوي. د بیلګې پۀ پار زمونږ د ادارې او مدیریت د مضمون ازموینه وه. سوالونه ټول لۀ کتابه راغلي وو او مونږ هم ورته د کتاب هماغه زده کړي شیان ولیکل، ولې لۀ بدمرغه یو هم داسې سوال نۀ وو، چې زده کړیال فکر کولو ته اړ کړي او یو فکري نوښت رامنځته شي.
لکه باید یو سوال داسې هم راغلی وی:
د ادارې د ښۀ نظم لپاره تاسو کوم اصول او مقررات ټاکلی شئ، لطفن یو څو اصول ولیکئ؟
دا سوال هسې یؤه بیلګه ده. کولای شو د زده کړیالې د ذهن د خوځښت لپاره ښۀ سوالونه او پوښتنې جوړې کړي وو.
د نوښت دا نشتون او د فکري کنګلتیا یو دا زیان نۀ دی، بلکې نور د لمس وړ زیانونه لري. لکه: زده کړیاله داسې عادت اخلي، چې څۀ کتاب او استاد وایي هماغه سم دي او علمي کوي، چې دا کار سخت زیانمنوکی تمامیدای شي. زمونږ د همداسې فکري کنګلتیا لۀ وجې که یو څوک عالم یا ملا هره خبر وکړي، مونږ یې بې لۀ پلټنې او ارزونې منو، چې خطرناک تاوانونه یې رامنځته کړي. اوس که یو عالم چاته ستا د مرګ فتوا ورکړه، فتوا اخیستونکی بې لدې چې د د وژلو د فتوا لاملونه وپوښتي، سیده راځي تا وژني؛ چې لۀ دې لل غټ تاوان نشته.
ایله: فکري او ذهني کنګلتیا ختمؤل او پر ځای یې مثبت خوځښت رامنځته کول، زښتې زیاتې ګټې لري. هېواد مو د نړۍ د هېوادونو پر هره برخه کې سیال کولای شي. همدارنګه سترې سترې ټولنیزې غمیزې هم لۀ منځه وړي.

نوټ: شهېده فرخنده هم د همدې فکري او ذهني کنګلتیا لۀ وجې د بدترین وحشت ښکاره شوه!!

722 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *