Categories

اعلان

Loading…

دا افغانستان دی!!!  رحیم خان شيدا 

دلته دا شل کاله کېږي چې ويل کېږي، پنځه زره کلن تاريخ لرو، خو دا تاريخ لا تر اوسه هم نه پنځه زره لسم شوی او نه پنځه زره شلم شوی دی؛ شايد لامل يې دا وي چې دلته د پښتانه و هزاره، ازبک و تاجک او نورو ټولو قومونو خبره، يوه خبره وي او په همدې خاطر دا پنځه زره کلن تاريخ نه کمېدلی او نه زياتېدلی شي!؟

دا افغانستان دی!

دلته حکومت و سياست او مذهب و ادب ته ورته د نورو ارزښتونو په اړه، په درواغو ويلو خلک خوشحالېږي او په رښتيا ويلو نه يوازي خفه کېږي، بلکې له غصي سکروټه کېږي، اور کېږي او د همدې اور په پايله کې له ځان ايرې کولو سره – سره په سيمه کې انسانان و مرغان او حيوانات و نباتات هم ورسره خاورې و ايرې کېږي.

دا افغانستان دی!

دلته چې هر چا نظافت و نزاکت مراعت کړی، دلته چې هر چا انسانيت و محبت ته ارزښت ورکړی، دلته چې هر چا د ژوند په چارو کې، علميت و عقلانيت ته وخت ورکړی او دلته چې هر چا خدمت او د بل عزت کړی، هغه پر ککرۍ – ککرۍ وهل شوی، رټل شوی او آن وژل شوی دی؛ خو ددې برعکس دلته چې څوک هر څومره تر نورو ډير شډل – پډل ګرځېدلی شي، دلته چې هر څوک تر نورو ډيرغل کېدلی شي، دلته چې هر څوک تر نورو ډير وطن ورانولی و سوځولی شي او دلته چې هر څوک تر نورو ډير وطنوال وژلی و ژوبلولی شي، هغو ته هم عزت ورکول کېږي، هم رياست ورکول کېږي او هم د ملت و مملکت قهرمان بلل کېږي.

دا افغانستان دی!

دلته هم د کورو، کالو او ډوډيو ورکولو په ژمنو خلک پر ځان راټولی شئ او هم د اسلام ژغورلو په نوم خلک غولولی شئ؛ دلته هم د مشروع نظام پر ضد بغاوت کولی شئ، هم د وطن پر ضد د وطن له دښمنانو پيسې و وسلې تر لاسه کولی شئ، هم پر همدې پيسو و وسلو وطن ورانولی شئ؛ هم د وطنوالو د اوښکو او وينو بهولو له طريقه شراب و کباب تر لاسه کولی شئ او هم عياشي و بدمعاشي کولی شئ.

له دې ټولو خيانتو و جنايتو سره – سره پرته له انتقالي عدالته د سولې د پروسي په ترڅ کې بخښل کېدلی هم شئ!؟

دا افغانستان دی!

دلته په جووو و پټو کې بوجي کولی شئ، په ويالو و باغو کې واښه ريبلی شئ، له غرو و دښتو لرګي راوړلی شئ، صحرا کې تکي – تنها رمې پوولی شئ، خو مکتب و پوهنتون ته نشی تللئ.

دا افغانستان دی!

دلته د څلورو ديوالو په منځ کې، د کاکا و ماما او خاله و امه له زوی سره د هر رنګه يارانې تار غوځولی شئ؛ زيارتو و هديرو کې هر رنګه نندارې و تماشې کولی شئ، ملايانو و ملنګانو ته تکي – تنها ورتللی شئ، هلته په ساعتونو – ساعتونو ورسره اوسېدلی او آن د دم و چپ په نامه يې په لنګر کې په شپو – شپو پاتېدلی شئ؛ خو د روغتيا د سلامتيا په موخه روغتون ته نه شی تللئ، د حلالي روزي تر لاسه کولو په موخه دفتر کې کار نه شی کولئ او د کور د ضرورتونو د پوره کولو په موخه بازار ته نه شی وتلائ.

هو؛

دا افغانستان دی!

د همدې جانان افغانستان ستونزي او مشکلات دومره زيات دې، چې په ساعتو – ساعتو بحث کولو او لويو- لويو کتابو ليکلو باندي هم پوره نشي تشريح کېدلی؛ ځکه چې:

دا وطن په ظلم دومره ویران شوی
چې فاسد دی له پوښښه تر تهدابه

خو اوس پوښتنه داده چې له دې ټولو ستونزو سره –سره، دلته څنګه ګوزاره کولای او څنګه ژوندي پاتې کېدلای شئ؟

ځکه:

ددې وطن په نصيب نه دې رسيدلې خلګ
چي ميندلي دي په کاڼو يي ويشتلي خلګ 

همدارنګه، څنګه دا ښايسته، خو سرچپه افغانستان ژغورلی او رغولی شئ؟

او يوه بله پوښتنه داده چې څنګه د وجدان له عذاب سره – سره جانان افغانستان همداسي وران و ويران پرېښودلای شئ؟

ځکه:

چې احساس لرم سوځېږم
چې بې حسه سم ورکېږم
نه طاقت مې د سکون شته
نه همت د اضطراب

کابل – افغانستان

۱۳۹۷/۸/۳۰

1,234 total views, 5 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

1 comment

  1. شاهین افغان Reply

    ښه لیکنه ده ، خو یوه ضروري سمونه :
    غوسه پښتو کلیمه ده او په س لیکل کيږي. د عربي غوصه بیا لامبو وهلو ته ویل کیږي. غواص بیا هغه څوک چې لامبو وهی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *