Categories

اعلان

Loading…

شاعر او ژباړن نجم الدین مواج په حق ورسېد

تاند- افغان شاعر او ژباړن نجم الدین مواج د ۷۲ کلونو په عمر په مسکو کې وفات شو.

نجم الدین مواج د قاضي علي احمد زوی د ۱۳۲۵ لمریز کال د وري په ۱۲ نېټه د ننګرهار په سرخرود ولسوالي کې زېږېدلی و.

ارواښاد مواج لوړې زده کړې د کابل پوهنتون په اقتصاد پوهنځي کې د لیسانس تر حده کړې وې.

ده د یو شمېر اثارو د کښلو ترڅنګ د یو شمېر لیکوالو اثار له پښتو په دري او له دري په پښتو اړولي دي.

ارواښاد مواج په یوه مرکه کې، چې په تاند کې خپره شوې، د خپلې شاعرۍ په اړه ویلي:

« زما لومړنۍ نظم چې درې بندونه یې د جناب ممنون صاحب په قلم اصلاح شوي وو په (۱۳۳۸) لمریز کال چاپ شو او(۵۰) افغانی حق الزحمه یې هم راته راکړشوه، ما له ډیرې خوښې دا پنځوس ګون د رحمان بابا په دیوان کې خوندي کړاومصرف می نکړ، آن تردې چې په کډوالۍ کې چیرته د رحمان بابا دیوان اوپنځوس ګون هم رانه ترې تم شو.»

1,407 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

1 comment

  1. برمل مواج Reply

    پلار جانه دلوی څښتن تعالی څخه تاسو ته جنت الفردوس غواړمه، سپيڅلی اروا مو ښاده او تلپاتی یاودنه پسرلنی
    برمل مواج

    خاطره

    زه لاړمه او خاطره پاتې شوه
    د ارمان سترګه تکه سره پاتې شوه
    تر سره نشوه لالهنده هیله
    اسره،اسره،اسره،اسره پاتې شوه
    ن،مواج

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸