Categories

اعلان

Loading…

له مینې وروسته | عبیدالله هاشمي

د نړۍ پر مخ تر ټولو ښکلی نوم دی، ځکه مینه خدای دی، مینه د خدای زېږنده ده، مینه د خدای ډالۍ ده، انسان هم د مینې لپاره پیدا شوی.که پۀ لنډو کې یې ووایو:  “مینه ژوند ده “
دا ژوند خو زمونږ کم د محبت لپاره هم دی
حیران یم چې نفرت ته وزګارېږي خلک څنګه؟
الله ج په دې نړۍ که ټول مخلوقات د “مینې “لپاره جوړه، جوړه پیدا کړي.
خو زۀ دلته غواړم چې د مینې پۀ ارواپوهنه باندې لنډې خبرې وکړم.یعنې څنګه کولای شو چې د مینې لۀ ماتې وروسته بیرته خپل ژوند ته را وګرځو؟
مونږ ټول پۀ ژوند کې خامخا پۀ یو چا زړۀ بایلو، غواړو هغۀ/هغې سره مینه وکړو، د ژوند ملګری یې جوړ کړو او همداسې پۀ مینه کې تر پایه پاتې شو.
خو دغه سپیڅلي ارمان ته کم خلک رسېږي او ځینې نور بیا نشي کولای چې خپله لومړنۍ مینه تر لاسه کړي. زړۀ یې مات شي، هیلې یې ونړېږي او داسې احساس کوي چې لۀ هر څۀ خالي دی، هیڅوک نۀ لري، بس هر څۀ پای ته ورسېدل…
آیا رښتیا هر څۀ پای ته ورسېدل؟ ژوند تر همدې ځایه ؤ؟
که پۀ لنډو یې ووایم “نه ” بالکل ژوند نه دی تمام شوی.
که لږ ځان ته متوجه شو او بیرته خپل فکر منسجم کړو نو مونږ صرف یو انسان د لاسه ورکړی چې نوم یې جانان ؤ.
هغه څوک چې بې لۀ حده پۀ چا ګران شي
عام انسان وي خو بس نوم یې د جانان شي
اروا پوهنې ثابته کړې ده چې لکه څنګه چې یو انسان وروسته لۀ یوې ماتې، یا لۀ خفګان وروسته بیرته کولای شي چې عادي ژوند ته را وګرځي، هغه چا چې پۀ مینه کې ماتې خوړلې دوی هم کولای شي چې دا هر څۀ هېر کړي او بیرته خپل عادي ژوند ته را وګرځي.
ځکه مینه یو عاطفي احساس دی چې یو چاته مو پۀ زړۀ کې پیدا شوی، دا عاطفه او خاطره کولای شو چې لۀ منځه یوسو.
داسې حالت کې باید مونږ لۀ ځان نه وپوښتو چې آیا ژوند تر همدې ځایه ؤ؟ آیا زۀ نشم کولای چې د هغۀ کس نه بغېر ژوند وکړم؟ او لکه څنګه چې لۀ میینېدو نه وړاندې ما دغه کس ته پۀ زړۀ کې مینه نه وه نو هلته ما کوم کمبود درلود؟ یا اوس چې نشته آیا زۀ نیمګړی یم؟ مونږ هر یو کولای شو چې پۀ مثبتو انګیرنو سره د هغۀ تللي کس یاد لۀ ذهنه وباسو او یو شکلی ژوند ځانته جوړ کړو.
ځکه هغه چې لاړو نو بیرته خو نۀ را ګرځي او پۀ یادولو سره مونږ نشو کولای چې هغه راولو. دلته مو دوه تاوانه وکړل. لومړۍ مو خپل حال پۀ ماضي فکر سره خراب کړ او که دا حالت همداسې دوام وکړي نو راتلونکی به هم لۀ منځه یوسو.
نو ددې پر ځای چې مونږ د خپلې تېرې مینې پۀ هکله فکر وکړو چې تېر حالت پۀ یادولو سره هیڅ کله هم بیرته نشي راتلی نو ولې پر ځای یې راتلونکي ته فکر نۀ کوو؟
ولې لۀ ځان نه پوښتو چې زما د پیدا کیدو اساسي هدف څۀ شی دی؟ او زۀ د څۀ لپاره پیدا شوی یم؟
هغه چې لاړو نو لاړ آیا زۀ نشم کولای چې خپل ژوند مې لۀ سره ورغوم او بل د ژوند ملګری را پیدا کړم؟
دا هم باید لۀ ځان نه وپوښتو چې آیا یوازې زۀ یم چې پۀ مینه کې مې ماتې خوړلې؟
یواځینی کس چې کولای شي زمونږ ژوند ته تغیر ورکړي هغه مونږ پخپله یوو. ژوند زمونږ دی او زمونږ پۀ لاس کې دی کولای شو چې یو روښانه راتلونکی ځانته جوړ کړو.
مولانای روم به ویل چې: څۀ چې تۀ لټوې، هغه تا لټوي.
او همدارنګه که دې فکر وکړو چې کولای یې شې نو هم برحقه یې او که فکر کوې چې نشې یې کولای نو هم برحقه یې. ځکه  “ژوند هغه دی چې فکر یې کوو “.
زمونږ فکر او حواس زمونږ پۀ روان باندې تاثیر لري که مثبت و انګیرو تل به خوښ وو، او چارې به ښې پر مخ روانې وي او که منفي فکرونه وکړو نو تل به خفه وو، هر څۀ به ناسم روان وي او سا به مو پۀ وجود کې تنګه وي.
مثبت فکر مثبتې پایلې لري، منفي فکر منفي پایلې لري. نو داسې حالت کې چې پر ځان ژاړو او ځان تنها احساسوو ولې لږ فکر نۀ کوو چې زما شاوخوا نور څومره مینه ناک انسانان دي. ولې خپل راتلونکي ته پام نۀ کوو؟ او ولې د یوې پېښې پۀ نتیجه کې خپل ټول ژوند لۀ لاسه ورکړو!؟؟؟
نو …
ځان وپېژنه، ځان ته اهمیت ورکړه، ځان ته مینه ورکړه، لۀ ځان نه غېږه تاو کړه،
داسې به شاید لږه پۀ قرار ځمکه درباندې تاو شي،
او ستا بۀ د پخوا پشان سر نۀ ګر ځي.
که دې خپلې غېږې تاته سکون درکړ …
نو بیا به،
ډېر د سکون لېوني،
ستا غېږې ته ځانونه اچوي.
پۀ مینه!

2,704 total views, 3 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *