Categories

اعلان

Loading…

د رحمت او انسانیت معراج / ولي الله ملکزی

 د حضرت محمد صلی االله علیه وسلم د میلاد د یوزرو څلورسوه درې نویمې مبارکې کلیزې په یاد او ویاړ.

پداسی حال کې چې د عربي ټاپو وزمې په ختیز کې د فارس او په شمال کې د روم دوو سترو امپراطوریو وزر غوړولی وو او په لویدیز کې د حبشو ټولواک واکمن وو، عربان د جاهلیت او ځان ځانۍ تورې بلا پخپلې غیږې کې ټینګ نیولی وو. هره خوا ترږمی وه، بی وسي وه، جبر وو او فقر. له ‌ډبرو، دړو او خټو څخه جوړو شوو بدرنګو خدایګوټو ته به سرونه ځوړند، لات او عزی ته په سجدو پراته او د هبل په نومونو به نذرانې منل کیدې.

د سیمې خلکو د تمدن، عدل او ټولنیزو ارزښتونو سره هیڅ اشنایي نه درلوده او غلا، شوکې او داړې اچول یی ورځنۍ مشغلا وه. ټول ژوند یی له خرما، کیږدیو، اوښانو او مبتذلو شعرونو پرته بل څه نه وو. کلاسیک رواجونه او ناو په ناو ‌قبیلوي جنګونه او خړاوې وې. ځینو به د شرم له مخې خپلې تنکۍ او ګلالۍ لوڼې ژوندئ خښولې، نورو به د هوا او هوس پخاطر، د حواء د پیغلو لوڼو په کورونو سره بیرغونه درول، آن تر دی چې څه ګاونډیان به د یوې شپې لپاره د ښځو بدلک ته پسخیدل.

د ‌جاهلیت پدی پیر او د بد اخلاقۍ په همدی متن کې، ‌دعام الفیل د ربیع الاول د میاشتې په دولسمه نیټه چې د ۵۷۱ میلادي کال د اپریل له ۲۲مې سره سمون خوري، ‌د مکې د قریشو د یو مهم مشر، عبد المطلب په کور کې د هغه لمسی وزیږید چې نوم یی ورله محمد کیښود. له پیدایښت وړاندي یی پلار، عبدالله په حق رسیدلی وو او په شپږ کلنې کې یی مور، بي بي آمنه بنت وهب له یثرب نه مکې ته په لاره، د الابواء په سیمه کې وفات شوه. په دولس کلنۍ کی یی د سر ستوری او ګران نیکه هم له لاسه ورکړ او خپلو ترونو ابوطالب، عباس او حمزه ته پاتې شو.

په ۲۵ کلنۍ کې یی د مکې د یوې عزتمندې کونډې، خدیجې (رضی الله عنها) سره واده وکړ، ولی د څلویښت کلنې عمر یی د ټول انساني تاریخ لپاره د عطف او بدلون ټکې ګڼل کیږي. د دغه کال د روژې په میاشت کې د حراء د سمڅې دننه، دوئ ته د نبوت ستره دنده ور په غاړه ‌او د بشریت د لارښوونې او ژغورنې دنده پيل شوه. جبرائیل (ع‌) د رسالت د لمړنۍ وحې په توګه، د لیک لوست او د شرک په ځای د وحدانیت أمر له ځان سره راوړ او پدی توګه، انساني ارزښتونو د خپلې معنوي ځلا او طبیعت د ارتقاء خپل سفر پیل کړ.

د الهي نصرت او ښه مشرتابه له برکته، ‌پیغمبر(ع) وکولای شول چې د ګوتو په شمار کلونو کې پدې سرتمبه او سرسبیلې ټولنې کې عقیدوي سمون، سیاسي خوځښت او أخلاقي بدلون رامنځ ته کړي. په کورنیو جنګونو کې بوخته معاشره په یو داسی ستر او تاند امت بدله کړي چې د واک تنابونه یی له کاشغر څخه تر اندلس پورې وغزیدل او د فارس کسری او د روم هرقل، د تاریخ په تاخچو کې  ماضي ته وسپارل شول.

د سیرت النبي او ‌إسلامي تاریخ د دریو معتبرو کتابونو، ابن هشام، ابن اثیر او ‌الطبري د روایتونو له مخې،‌ پیغمبر(ص) تر ټولو زړه سواندی، متواضع او حیاناک انسان وو. تل یی اسانه او منځنۍ لاره خوښوله او چا ته یی سپکه او سپوره خبره نه کوله. په ټول ژوند کې یی هیڅ څوک هم نه ځورولی او نه توهین کړي. هیڅکله یی له خپلو میرمنو او د لاس لاندی خلکو سره بد چلند او ګوزاره نده کړی. تل د مجلس په آخر سر کې کیناستلی او لږې خبرې یی کړیدي. د روغبړ په مهال یی لمړی لاس ورکړی او مقابل لوري ته موسکې شویدی. د هیڅ چا بلنه یی نه ردوله او د هر چا معذرت یی منلو. د یو آزاد قریشي او تور پوستي غلام سره یی په یو دسترخوان ډوډۍ خوړله. هیڅکله یی د چا غیبت، ‌په چا تهمت او په چا بهتان ندی تړلی. په درست ژوند کې یی درواغ ندی ویلي او هیڅکله یی د چا حق ندی خوړلی. تل یی د ظلم مخالفت او د بی وزلي لاسنیوی کړیدی. هیڅکله یی د چا خبره په خوله کې نده پریکړی او په هره ژمنه یی وفا کړیده.

هغه داسی یو خاکساره سالار وو چې کله یی د هجرت په اتم کال د مکې د فتحې په مهال په کعبې سترګې ولګیدې، نو سر یی ټيټ کړ، شکر یی وویست او خپلو ټولو سرسختو دښمنانو ته یی اعلان وکړ چې تاسې ټول معاف او آزاد یاست. هغه داسی څښتن وو چې د بام په سر ولاړې خپلې میرمنۍ ته وایي:‌ عائشې، ځما په اوږه پښه کیږده پورته شه او د دیوال له شا د سیالۍ سیل وکړه. داسی پلار وو چې خپلې لور فاطمې (رض) ته دریږي،‌ هغې ته خپل څادر غوړوي او د هغې لاس ښکلوي.

داسی معلم وو چې په درویشتو کالو کې یی د ابوبکر،‌ عمر، عثمان او علي رضی الله عنهم په شمول په زرګونو داسی شاګرادان وروزل چې هر صحابي یی ددی امت امام او د تقوی او عدالت سمبولونه دي. هغه داسی ګاونډي وو چې په مدینه کې د یو یهودي جنازې ته پاڅیدلی او د یوې نصرانۍ په لاس ګنډل شوې چپن یی په خوښۍ سره منلې ده. په علم غیب نه پوهیده خو (کان خلقه القران) یعنې د یو ګرځنده قرآن په څیر د اخلاقو سرچینه وه. هغه لارښود وو،‌ معجزه وه او د انسانيت معراج.

مګر أمت یی نن د خپل تاریخ په خړ او ګونګ پړاو کې تری تم دی. نن د پرمختللو ټولنو په کاروان پسې په خاړپوڅو روان دی، په نړیوال سټیج یی ستونې وچ، غږ یی تت، دریځ یی پیکه او کم رنګه دی. هویت یی د پوښتنې لاندی او د درویزې او قرضونو کچکول یی په غاړه دی. شمیر یی له یو نیم ملیاردو څخه اوړي، خو وزن یی د سیلاب له ځګونو دروند ندی. د معاصرې نړۍ په نخچه کې، د ټولو جنګونو لمبې او لوخړې دده له خاورې پورته کیږي، خو د ورور وژنې لپاره کارتوس، باروت او بمونه له نورو أخلي. افراد یی یو په بل د کفر ټاپو لګوي، اورونه دي او قتلان دی.

نن هغه هیوادونه او ملتونه منلي او ښاغلي دي چې د ټکنالوژۍ میدان یی ګټلې، ‌اقتصاد یی پخپلو پښو ولاړ دی او د سیاسي لوبې مهارت لري.‌ خو دا أمت په شیعه او سني، عرب او عجم، تور او سپین، ترک او تتار، وهابي، ‌بریلوي، اخواني، دیوبندي، صوفي، اثنا عشري، افراطي، منځلاري او په ژبني، سمتي تعصب اخته او په خیلونو باندی تقسیم دی. د محراب، ‌منبر او خانقاه مشران یی پدی ګمان دي چې ګوندی په خطبو، تعویذونو او دمونو به ددی امت تقدیر بدل کړي. دا أمت نن د ساینس، نوښت او صنعت په ډګر کې د فالج مرض وهلي، حتی د استنجا لوټه او برګې تسبیح هم ورله بل څوک جوړوي. نن د اکثرو إسلامي هیوادونو خپلمنځي اړیکې ډیرې بی ښالمې او یو له بله دومره جلا دي، لکه د یو سمندر دوه غاړې چې هیڅکله به هم سره یو ځای نشي.

الله تعالی فرمایي:( إِنَّ اللَّهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُوا مَا بِأَنْفُسِهِمْ – یقینا چې الله د هیڅ قوم تقدیر تر هغې نه بدلوي، ترڅو دغه پرګنې او ولسونه خپل سرنوشت پخپل لاس بدل نکړي) نو د همدي قرآني اصل پر بنسټ، ‌تر هغې به دا أمت د بادارۍ، برابرۍ او عزت مقام ترلاسه نکړي ترڅو پخپل ځان کې یو مثبت او ‌رغنده تغییر رامنځ ته نکړي. خپلمنځي جنګونه بس او د ټوپک په ځای قلم ته ګوتې نکړي.  تر هغې به خوار او زار وی ترڅو یی واکمنان فرعونیت پرینږدي او خپل ولسونه په مال،‌ واک او د سیاسي سرنوشت په ټاکلو کې له ځان سره شریک نکړي. میرمنو ته  د تعلیم په ګډون، د هغوئ شرعي حقوق و نه سپارل شي. ټولنیز عدالت تامین او رعیت ته د غلام او خادم په ځای د هم پله او برابر په سترګه ونه کتل شي.

د دویم خلیفه، عمر فاروق دا خبره د کاڼي کرښه او ددی امت د لارې تلپاتې مشال دی چې وایي:‌( مونږ تر ټولو ذلیل او بی عزته قوم وو خو الله مونږ ته عزت او شوکت د اسلام له برکته را په برخه کړ او  که پرته لدی مو بله لاره خپله کړه، نو الله به مو بیا خوار او سپک کړي) هغه (رض) پوهیده چې ددی امت عقیده په توحید، مینې، ګذشت، لاسنیوي او مساوات ولاړه او پیغمبر یی رحمة للعالمین دی.

216 total views, 4 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *