Categories

اعلان

Loading…

باور ورځپاڼه :وزارت ته په تمه ولسمشرۍ ته کاندید

څو تنه د ارګ په تمه دي؟

 ولسمشرۍ ته ۲۷ تنه دیوې میرمنې په ګډون نوماندان را ووتل، که څه هم ځینې مشهورې څېرې په کې هم تر سترګو کیږي، خو داسې ښکاري چې ټول د ولسمشرۍ لپاره لیواله نه دي .

شنونکي وايي، په نوماندانو کې ډیریې داسې دي، چې غواړي له هغو سره امتیازاتو په شراېط ټاکنو ته په نږدې ورځو ټل شي، چې د بریالیتوب چانس یې شته ، د همدې لپاره دغه نوماندان اوس نو په ولس کې ځان ته دکمپاین پرځای هڅه کوي بریالی نوماند وپیژني او ورسره جوړجاړی وکړي.

  له نوماندۍ وړاندې ډېرو نور هم دا ګونګوسي خپاره کړي وو،  چې ګنې د ولسمشرۍ لپاره نوماند دي خو په ډله کې یو شمیر یې له مشهورو څېرو سره هوکړې ته ورسېده او قانع شو، چې هرڅه ترلاسه کوي پرې خوښ دي، له دې ډلې ځینې یې په دې خوارۍ کې کم راغله، چې ځانونه نوماند کړي، ځکه د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له لوري له اچول شوو، پاټکونو وانه وښتل او د کارتونو په راټولولو کې پاتې راغله .

د ولسمشرۍ لپاره د یوه نوماند سلاکار د نوم نه ښودلو په شرط ملي باور ته وویل: د ولسي کمپاین پرځای یې ډیرهڅې په دې دي، چې څنګه وکړای شي له هغو سره معاملې وکړي څوک چې په راتلونکي نظام کې یا خو د سر سړی او یا هم اغیزمنه څېره ده،  د سرچینې له خولې ده، چې د ډېرو نوماندي په همدې تړاو وه  چې ځان مطرح او راتلونکې کې دامتیازاتو خاوندان شي.

   له دې ها خوا مخکې له دې چې د ټاکنو لپاره د نوماندانو د نوم لیکنې رسمي پروسه پیل شوې،  ډېرو دا اوازې خپرې کړې وې، چې غواړي راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته را ووځي.

  خو هغوى، چې د کارتونو په راټولولو کې بریالي نه شول، له نوماندۍ تېر او له هغو سره يې په ټلواله کې د یوځای کېدو لاره ونیوله ،  چې اوس د نورو نوماندانو په څنګ کې د کمپاینرانو په رول کې څرګندیږي او تمه لري، چې په راتلونکي حکومت به کې د واک په څنډوکې پاتې شي.

  د ټاکنو لپاره په دې وروستیو کې لنډمهالې جرګه ګۍ او ټولنې هم راجوړې شوې او یوشمیرکسان له همدې لارې ځان بانفوذه وښيي، په فرهنګي او سیاسي منډو ترړ یې خپلې چارې راټولې کړیدي .

د ټاکنو خپلواک کميسيون د نوم ليکنې له پيله په دې تمه و، چې د ولسمشرۍ ډېرى نوماندان به په همغه لومړۍ ورځ د نوم ليکنې لپاره را وړاندې او رسنيو ته څرګند شي، خو د توقع خلاف يوازې په لسګونو کسانو د نوم ليکنې معلوماتې کڅوړې تر لاسه کړې او رسمي نوماندان سره ورک وو، چې بالاخره په وروستۍ ياني د تلې مياشتې په ١٤مه نېټه په يو ځلي ډول راڅرګند شول.

  شنوونکي او د پوهنتون استاد پوهنمل عبدالله عادل وايي، چې ولسمشريزو ټاکنو ته نوماندان تر خپل وروستي حده په ټاکنيزو چنو او معاملو بوخت وو، څو يوه  د را تلونکي واک په سر يوه جوړ جاړي ته سره ورسېږي. ښاغلي عادل په دې اړه ملي باور ته وويل:(( د دوى ځنډ او په يوه ورځ نوم ليکنه د کومې معجزې لپاره نه وه، نه يې د کومې مرستې تمه درلوده، دوى ټول تر وروستۍ ورځې په دې بوخت وو، چې جوړ جاړيو او اېتلافونو ته سره جوړ شي، خو داسې فکر کېږي، چې تر وروستۍ ورځې سره وېشلي پاتې شول او بالاخره د وخت په خلاصېدو يې يو پاشلى او د زړه له پاسه جوړښت ثبت کړ.))

اشنا ګل بانډه وال چې د ټاکنیزو هڅو خوا اوشا اوسي او د کابل په رسنیو کې یې شننه کوي، ملي باور ته وویل داسې نوماندان پیژني، چې له نوماندۍ یې موخه په حکومت کې د وزارت ترلاسه کول دي،  د بانډه وال، په  خبره ده چې دولسمشرۍ په ۲۷ نوماندانو کې یواځې ۷ تنه یې فکر کوي، چې د ولسمشرۍ لپاره پرې لاس اېښودل کېدای شي .

  که څه هم د نوماندۍ لپاره د نوم لیکنې د رسمي وخت په پای ته رسیدو د ډېرو چانسونه سوځېدلي، چې له دې نومه ګټه پورته کړي، خو دا به راتلونکی په ډاګه کوي، چې شته نوماندان به په کوم دریځ پاتې شي ترپایه ټاکنیزه مبارزه او که د جوړجاړي معاملې.!

307 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2