Categories

اعلان

Loading…

د بې درکه شویو بلوڅانو خپلوان په اسلام اباد کې پرلت پیلوي

تاند- د زرګونو بې درکه شویو بلوڅانو خپلوان، چې په کوټه کې د دوی د ورځو – ورځو پرلتونو ته نه چارواکو او نه رسنیو پام اړاوه، غواړي چې په اسلام اباد کې احتجاجي پرلت پیل کړي.

دوی وايي، د دې لپاره چې په کوټه کې یې چا ږغ وانه ورېده ویې غوښتل چې په اسلام اباد کې د لوړې محکمې مخته احتجاجي پرلت وکړي خو پولیسو یې مخه ونیوله.

پښتانه او بلوڅ وايي، د پاکستان پولیس او امنیتي ځواکونه د پنجابي او سندي ګوندونو د احتجاج مخه نه نیسي خو دوی ته اجازه نه ورکوي.

تر دې وړاندې د پاکستان امنیتي ځواکونو په ځلونو د پښتون ژغورنې غورځنګ د اعتراضونو مخه نیولې او یا یې له احتجاجه وروسته د دې غورځنګ ګڼ شمېر پلویان نیولي دي.

د زرګونو بې درکه کړای شویو بلوڅانو د خپلوانو وضعیت تر پښتنو هم بد دی.

بلوچ مېرمنو د هغو بلوچ ځوانانو عکسونه په لاسونو کې نیولي چې د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارو له
خوا تښتول شوي او ورک دي

سره له دې چې نن /دوشنبه/ د بې درکه شویو بلوڅانو د کورنیو غړي پرې نښودل شول چې په اسلام اباد کې د لوړې محکمې مخته پرلت وکړي خو دوی وايي چې له خپل پلانه لاس نه اخلي او له کوټې څخه به په اورګاډي کې تر اسلام اباده پورې لاریون وکړي.

پښتانه او بلوڅ وايي چې د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارو په لسګونه زره پښتانه او بلوڅ نیولي، شکنجه کړي او په خورا بې رحمۍ وژلي دي.

دا هم ویل کېږي چې یو شمېر بې درکه کړای شوي کسان په داسې حال کې موندل شوي چې د بدن غړي یې پرې شوي وو.

1,195 total views, 3 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *