Categories

اعلان

Loading…

ښارو | عصمت الله صالح

سړي غځېدلې پښه ورټوله کړه، پر تندي یې ګونځې پیدا شوې، ټیلېفون یې پر غوږ تخته کړ، له هرې خبرې سره یې لاړې بادېدې، وړاندې یې وکتل، د چایجوش له سرپوښ یې ګوتې تاو کړې، د کړکۍ ترڅنګ ناست ماشوم یې پر سر وویشت، غوسه یې زیاته شوه. له سپینې چایجوشې کړۍ- کړۍ تاو پورته کېده…

ښځې د بوډۍ وروستۍ کمڅۍ بشپړه کړه، لاس یې څنګ ته کړ، تور کتاني ټکری یې د بوډۍ پر اوږو ور‌واچاوه، په نرمه یې وویل:

ـــــ مورې خلاص شو، ځه کوټې ته چې یخ دی، اوس به تَبۍ ګرمه وي.

بوډۍ د ښځې په لاس کې له سپینو وېښتو ډکې ږمنځې ته وکتل، شونډې یې بوڅې کړې، په مغرورانه انداز یې ورغبرګه کړه:

ـــــ نجلۍ، دا وېښته سم پاک کړه، چې په مړۍ کې مو تېر نه‌شي، بسم الله…

ور خلاص شو، ماشوم ژړغونی له کوټې راووت، بوډۍ د ماشوم په لیدو بېرته راوګرځېده، په نیولې سا یې وویل:

ـــــ والکه څه چل دی، چې بغارې دې شروع کړې!…

ماشوم انا ته د ځواب پر ځای د مور تر غاړې لاسونه تاو کړل. ښځې د ماشوم په لامده غومبوري  شونډې کېښودې، خوله یې غوږ ته ورنږدې کړه:

ـــــ زویه، ولې ژاړې؟

ماشوم د سر پر زخمي برخه لاس کېښود، خو څو چې یې څه ویل، د کوټې په وره کې یې د پلار پر ګونځې مخ سترګې خښې شوې.

ښځې هلک له غېږې ښکته کړ، پاڅېده د سړي راوتلو سترګو ته ځیر شوه، په ورخطایۍ یې ترې وپوښتل:

ـــــ سړیه بیا څه شوي، چې د هلک سر دې ور مات کړ!؟

ـــــ غږېږه مه د نه سړي لورې، ستا د بدماش ورور له لاسه زما نازولې خور هره ورځ په سره اور کې ولاړه وي، خوله دې در پټه کړه، ګېني مرداروم دې!!!

بوډۍ د دې خبرې په اورېدو پورته وکتل، د نوي کتان ټکري پلو یې ونیو، په مکرجنو الفاظو یې خوله پرانیسته:

ـــــ خدایه بخت مې سپېره دی، چې نازکه بچۍ مې د لېوانو کور ته ولېږله. اخ زما ښارو لورکۍ خدای دې، د دې شغالانو له چغو وساته!.

319 total views, 9 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *