Categories

اعلان

Loading…

زه د ګاونډ د ښایستونو نندارې ته ناست یم | امید اڅک

تیره شنبه د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د بسم الله الرحمن الرحیم په ویلو سره د ددغه هیواد په جنوب کې د راغون په نوم د نړۍ په کچه د بریښنا د تر ټولو لوی بند پرانیسته وکړه. د معلوماتو له مخې د بریښنا په دغه بند باندې 3.9 میلیارده ډالر لګښت راغلی دی. راغون بند به د 3600 میګاواټه بریښنا د تولید ظرفیت ولري ( له نغلو څخه ننګرهار او لغمان ته د بریښنا ټول ظرفیت 32 میګاواټه دی).

ویل کیږي چې په راتلونکو لسیزو کې به د 335 متره لوړوالي سره د نړۍ په کچه له مهمو لوړو بندو څخه وشمیرل شي. ددې بند په جوړیدو سره تاجکستان د بریښنا په برخه کې په ځان بسیا شو. د تاجکستان خلکو په همدغې ورځ  د الیکټریکي خودکفایي د جشن نمانځنه وکړه. د شوروي اتحاد څخه د تاجکستان د خپلواکۍ د اخیستلو درې لیسزې نه دي پوره شوي، خو په همدې لنډ وخت کې په دې توانیدلي چې د نړۍ په کچه دداسې لویو پروژو په پرانیسته وکړي.

کله چې د ټلویزیون له لارې د تاجیکستان ورځنۍ برنامې ګورو نو د نویو پروژو له پرانیستو څخه پرته په کې بل څه نه  وینو، خلک یې خوښ، راتلونکي ته هیله من او د بنسټیزو پروژو په پلي کولو سره د روښانه راتلونکي لپاره په هلو ځلو بوښت دي. که تاجیکستان همداسې د پرمختګ په حال کې روان وي نو لرې نه ده، چې په نږدې کلونو کې به یې  د خلکو د ژوندانه په هر اړخیزه برخه کې ډير پرمختګونه ولیدل شي او تاجیکستان به د نړۍ په کچه د ښکلیو او پرمختللو هیوادونو څخه وشمیرل شي.

دا یوازې تاجکستان نه دی، چې د خپلو ورځنیو پرمختګونو سره د خپلو سیالانو په منځ کې د ثبات مرحلې ته ځان رسوي؛ بلکه زموږ ټولو ګاونډیانو زموږ څخه  یوه پیړۍ پرمختګ کړی دی.

اوس به راشو خپل هیواد او خپل ملت ته!

د ظفر حسن په نوم د یو هندي محصل خاطرې مې مطالعه کولې، ظفر حسن یو له هغه محصلینو څخه و، چې د امیر حبیب الله خان په وخت کې له هند څخه د لوی برطانیي پر وړاندې د مبارزې په موخه افغانستان ته پناه راوړې وه.

د مولانا عبیدالله سندي او د امیر امان الله خان په وخت کې افغانستان ته د هندي مسلمانانو د ډله‌ییز مهاجرت واقعه خو ټولو ته معلومه ده، په هر صورت اوس به اصلي مطلب ته راشو.

ظفرحسن په افغانستان کې د یو څه وخت په تیرولو سره د امیر امان‌الله خان پام ځانته اړوي او امیر امان الله خان یې د نظامي تجهیزاتو د تنظیم او راوړلو لپاره د روسیې له لارې ترکیې هیواد ته په رسمي سفر استوي.

حسن په خپل کتاب کې ترکيې ته د تګ  راتګ ټولې خاطرې لیکلي دي، نوموړي د ترکیې څخه د ایران له لارې افغانستان ته راځي او د لارې په اوږدو کې د تهران د هغه زمانې پرمختګ د افغانستان د هرات ولایت سره پرتله کوي، په هغه وخت کې د افغانستان هرات د ایران د پلازمینې تهران څخه دومره پرمختللی و، لکه اوس چې تهران له هرات څخه پرمختللی دی.

نورو هیوادونو له هر فرصت څخه ګټه پورته کړه، خپل هیوادونه یې وساتل، خپل ملیتونه یې له ژوبلیدو څخه وژغورل، استعمارګر هیوادونو یې لکه غوا داسې ولوشل، خپلې بنسټیزې پروژې یې پري ورغولي، تر څو یې چې ترې کار اخیستی شو، کار یې ترې واخیست، چې وخت یې راغلی بیا یې ځواب کړل.

زموږ د ټولو ګاونډیو هیوادونو مثال همدا دی، له هند او پاکستان څخه نیولی تر ایران او منځنۍ اسیا هیوادونو پورې ټولو یې استعماري هیواونو ته  په خپل وخت کې ښه راغلاست ویلی دی، اوس چې ورته ګورو نه یې دین تغیر کړی دی او نه یې ټولنیزو جوړښتونو.

او موږ؟

موږ ته چې هر فرصت په لاس راغلی دی، په لغته مو وهلې، د نړۍ له ډيرو سترو زبرځواکونو سره مو ډغرې ووهلې، لویې نړۍ ته مو د خپل وړوکي فکر په زره بین وکتل، په هر فکري تګلاره کې مو له نړیوالو سره په یوه لاره مزل ونه وهه که هغه مسلمان و او که غیر مسلمان، پایله یې دا شوه چې هر څه مو له لاسه ورکړل، د مادي زیانونو سره سره مو خپل ټول ارزښتونه هم له سوال سره مخامخ کړل. د دین او سپیڅلي جهاد په نوم مو خپل ښوونځي، روغتیایي مرکزونه، سړکونه، پلونه  او ټول ارزښتمن بنسټونه دړې وړې کړل، اخر تر کومه؟.

دغسې بې‌فکره او بې‌سنجشه احساساتي تصمیمونو نن دداسې حالت سره مخامخ کړو چې د ژوندانه په هره برخه کې مو د بقا کچکول په غاړه دی،  دا به ومنو چې له پخوا څخه بیوزله و، خو اوس مو ورسره هغه ټولنیز حیثیت هم له لاسه ورکړ.

په هغو ملتونو به مو چې د غلام او له منځه تللو ملتونو په توګه ملنډې وهلې، نن د هماغه ملتونو ددروازو شاته د سوال غوښتلو په پار ولاړ یو او خیراتونه ځینې غواړو، د چا پسې مو چې پرون توره اخیستې وه نن یې د پټو دروازو شاته مشورو ته غوږ نیسو، دا راسره نه منۍ؟

دا هر څه مو په معاصر تاریخ کې د قلم په تور رنګ لیکل شوي دي، سپیڅلي ذات په خپل قرآن کې فرمایلي، چې ( فاعتبروا يا أولي الأبصار) نور خو د هیچا نه منو، که د مسلمان په توګه حد اقل په همدې لنډ ایت فکر او عمل وکړو نو له شکه پرته چې  د نورو څخه په عبرت اخیستنې سره به مو ټولې ستونزې په لنډ وخت کې حل شي.

دا باید په رڼو سترګو ووینو او فکر پرې وکړو چې زموږ ګاونډي هیواد  تاجیکستان په څه ډول او کومې تګلارې سره د خپلو پرمختګونو انګازې تر موږ او ټولې نړۍ ورسولې؟ همدا فکر، همدا لید او همداسې عمل به مو د ژوند په ټولو چارو کې د ستونزو له ګردابونو څخه وباسي.

نوټ: دغه لیکنه د ننني افغانستان اونیزه کې هم چاپ شوې ده       

1,308 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *