Categories

اعلان

Loading…

سوله، اندېښنې او هيلې | شېرعلم امله وال

افغانستان له تېرو څلورو لسيزو راهيسې د پرديو د جګړو، سياليو، ستراتېژيو، موخو، سياليو او تربګنيو قرباني هېواد دى چې هره ورځ يې قرباني افغانان ورکوي او ګټه يې د سيمې او نړۍ زبرځواکونو او ګاونډيو هېوادونو ته رسېږي. په دې ليکنه کې غواړم اندېښنې او د ځينو هېوادونو ګټو او لېوالتياوو ته نغوته وکړم.

اندېښنې:

١- پاکستان: په معاصر تاريخ کې د نړۍ په سياسي نقشه کې د انګريزانو لخوا د هند او افغانستان له بدنې څخه د پاکستان په نامه هېواد رامنځته شوى د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنې شروع کړي دي، چې د پاکستان سياسي پوځي دوکتورينو له انده له هند سره د سيالۍ د ځان بسياينې او پايښت لپاره هڅه کوي، چې د افغانستان جغرافيه او ملت د خپلې خاورې تابع او د حاکميت برخه  وګرځوي اويا هم د پاکستان لا سپوڅى حکومت ولري. يا هم حد اقل بهرنى سياست يې د پاکستان د سياست تر چتر لاندې وي او که نه مداخله، لاسوهنه او جګړه به دوام پيدا کوي او د وخت د حکومتونو د مخالفينو د روزلو، سنبالونې او هڅونې ستر مرکز به وي همدا ډول په اقتصادي لحاظ هم پاکستان نه غواړي، چې افغانستان په ځان بسيا هېواد وي، ځکه کله چې افغانستان په کور دننه د خپلو توليداتو او صنايعو څښتن شو د پاکستاني توليداتو مارکېټ له مېنځه ځئ معنى دا چې د پاکستاني توليداتو او کاليو ښه بازار او مارکېټ افغانستان دى په دې ډول هم نه غواړي چې اقتصادي ګټې له لاسه ورکړي، په دې ډول به په شکل د  اشکالو د جګړې اور ته لمن وهي او په مختلفو عنوانونو د وخت د دولت مخالفين تمويلوي.

٢. ايران: د ايران اسلامي جمهوريت په سيمه او نړۍ کې ځان د سعودي عربستان سيال ګڼي او د شيعه اسلام مشري کوي او په منځني ختيځ او مرکزي اسيا کې له سيمه ييزو ځواکونو سره سيالي کوي او په نړيوال ډګر کې د امريکا د متحده اياليتونو دولت غليم دولت دى او د اسلامي انقلاب تر بريا وروسته د شيعه اسلام د خپرونې او د سياسي اقتصادي ګټو د خونديتوب لپاره د پراختيا غوښتنې سياست پرمخ وړي. د نورو ګاونډيو ترڅنګ د افغانستان په کورنيو چارو کې په ښکاره او منظم ډول لاسوهنې کوي، د ايران  دولت نه يوازې دا چې د افغانستان د دولت ځينو مخالفينو ملاتړ کوي، بلکې د افغانستان په موجوده دولت کې هم پلويان او متحدين لري، چې تر ډېره د ايران ګټو ته ژمن دي او د ايران اجنداوې په پلازمېنه کابل او د هېواد په شمالي او لويديځو ولايتونو کې پلي کوي اود جګړې اور ته لمن وهي، هم جګړه تمويلوي او هم د نظام او دولت په داخل کې خپل پلويان د ايران دولت د اسلامي نړۍ، منځني ختيځ او مرکزي اسيا د کنترول پر سر له اسلامي هېوادونو د امريکا سره په سيالۍ او ټکر کې واقع دى. له بلې خوا د ايران دولت په افغانستان کې نوي راټوکېدلې سلفي افراطي ډلې ( داعش) له ويرې هم کوښښ کوي، په افغانستان کې جګړه دوام وکړي او ځان له نوي شر څخه وژغوري همدا ډول  په افغانستان کې د پلي کېدونکو سترو پروژو مخنيوى کوي او هڅه کوي چې له خنډو ځنډ سره يې مخ کړي، ځکه د هغوى له انده دا سترې پروژې او له بلې خوا د امريکا دايمي حضور او د افغانستان پياوړتيا او ځواکمنتيا راتلونکي کې د ايران په زيان دي نو همدا يې ستره تګلاره ده، چې جګړه دوام وکړي او افغانستان بې ثباته وي.

٣- روسيه: د تزاري روسيې له مهاله تردې دمه روسيه د پراختيا غوښتنې سياست پرمخ وړي او افغانستان په خپل ګاونډ کې د خپل نفوذ سيمې په توګه ويني او په دې کې خپل هيڅ لويديځ او نا لويديځ سيال او غليم نه شي ليدلى حال دا چې نن سبا د روسيې ستر سيال او نړيوال زبر ځواک امريکا او متحدين يې چې اکثريت يې د روسيې مخالفين دي په افغانستان کې پوځي، سياسي حضور لري او له بلې خوا په افغانستان کې نوې رامنځته شوې داعش ترهګريزه ډله چې تر ډېره ويل کېږي د روسيې د مهارولو او فشار لپاره امريکايي جنګي پروژه ده، د روسيې ملي ګټو او ځمکنۍ بشپړتيا لپاره خطر ګڼي په همدې منظور د افغانستان دولت وسله والو مخالفينو (طالبانو)  سره اړيکې پالي چې دا اړيکې د مسکو په کوربتوب د افغانستان سولې کنفرانس دايرول، چې لومړي ځل لپاره د طالبانو رسمي استازو په يو نړيوال کنفرانس کې برخه واخيسته چې په سياسي او ډيپلوماتيک لحاظ د طالبانو او روسيې پر ځواکمنتيا دلالت کوي، روسيه نن سبا په نړيوال سياست کې د امريکې پر سيال او غليم دولت بدل دى، د اوکراين او سوريې په مسايلو کې د روسيې بريا د دې لامل شوې، چې روسيه دې د افغانستان په مسايلو کې هم اغېزناک رول ولري او لېوالتيا يې زياته ده، که افغان سوله او جګړه د روسيې د ملي ګټو په زيان وي، روسيه مجبوره ده، چې د خپلو ګټو په رڼا کې په افغانستان کې د امريکا او د متحدينو ګټې وننګوي په دې توګه  که په افغان سوله کې د روسيې د ګټو عملي خونديتوب ضمانت موجود نه وي او روسان به هيڅکله په دې سيمه کې امريکايي پروژې چې د روسيې په زيان وي اجازه ورنکړي او د جګړې شدت اورته به نور هم تېل وپاشي.

٤- چين: د چين سوسيالستي دولت که څه هم تر ډېره دانزوا سياسيت مخته وړي خو اوسمهال په اقتصادي ډګر کې د امريکا د سيال په توګه راڅرګنداو ترمنځ يې سوداګريزه  جګړه روانه ده او افغانستان يې ګاونډى دى، دا ورته ګرانه ده، چې سيال يې په ګاونډ کې سترې اقتصادي او سياسي پروژې عملي کوي او د چين ګټې ګواښل کېږي له بلې خوا په ختيځ ترکستان کې ايغور بېلتونپاله مسلمانانانو شتون او په افغانستان کې د ترهګريزو ډلو شتون چين د ځان په زيان ويني او له بلې خوا چين غواړي په افغانستان کې سترې اقتصادي پروژې پيل کړ او هم يې په ګاونډ پاکستان کې زياته پانګونه کړې، چين هم د خپلو ملي ګټو په رڼا کې د افغانستان په مسايلو کې لېوالتيا لري چې اغېز يې په جګړه او سوله کې جوت دى.

همدا ډول سعودي عربستان ، ترکيه ، هند او نور عربي هېوادونه هم د خپلو ګټو او لېوالتياوو ته په پام سره د افغانستان په مسايلو کې ښکېل او لېوالتيا وې لري چې د امريکا، انګلستان ، ناټو، روسيې او نورو سيمه ييزو ځواکمنو دولتونو په شمول د ټولو خواوو ترمنځ د افغانستان د سولې او جګړې په باب يوه هر اړخيزه اجماع نه وي رامنځته شوې يا په بل عبارت د ټولو ښکېلو خواوو ګټې نه وې خوندي