Categories

اعلان

Loading…

دا انځور په ۹۰ ملیون ډالره وپلورل شو

تاند- د نړۍ د لیلامونو په ستر مرکز (کریستي) کې د یوه انځورګر یوه تابلو په ۹۰ ملیون ډالره وپلورل شوه.

ځینې انځورنه تر دې په ډېره لوړه بیه پلورل شوي خو د دې انځور بیه په دې خاطر بې سارې ده چې د هغې کښونکی لا هم ژوندی دی.

اټکل شوی و چې د بریتانیايي انځورګر په لاس دا کښل شوی انځور به د نیویارک په کریستي لیلامخونه کې شاوخوا ۸۰ ملیون ډالره وپلورل شي.

کله چې د انځور بیه د بولیو په ترڅ کې ۸۰ ملیون ډالرو ته ورسېده، دوه تنه ودرېدل او ۱۰ دقیقې وروسته یو تېر شو خو بل حاضر شو چې دا انځور په ۹۰ ملیون ډالره رانیسي.

تر دې وړاندې په ۲۰۱۳ م کال د یوه ژوندي انځورګر په لاس کښل شوی انځور په ۵۸ ملیون ډالره پلورل شوی و خو دې یوه د ټولو ژوندیو انځورګرانو ریکارډ مات کړ.

1,274 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *