Categories

اعلان

Loading…

ولټر | نورالله زهير

د استاد مصطفی صفا دي قلم ګړندی او پر ګوتو برکت وي چي نړيوال ادبيات کتاب ئې په خوږه، روانه او اسانـه ژبه ليکلی، ګودر خپرندويه ټولنه دي هم ودانه وي چي دا کتاب ئې پـه ښکلي صحافت چاپ کړی او  زموږ تر لاسونو ئې راورسـوه.

د ولټر پـه اړه مي پـکي ولوستل:
فرانسوا ماري ولټر د فرانسې نوميالی، متفکر، شاعر، طنزليکونکی او فيلسوف و چي څېړونکو د خندان فيلسوف په نوم هم ياد کړی دی. مشهور امريکايي مورخ«ويل ډورانټ» د ولټر په هکله ليکلي:« که ايټاليا د رنسانس دوره لري او المان د سمون عصر، همداسي فرانسه هم دا وخت تر دوی وروسته نه ده ځکـه دوی ولټر لري.»

د ولټر له کورنۍ سره په ګاونډ کي يوه مشهوره ښځه د «دولانکو» په نامه اوسېدله؛ هغې چي کله  ولټر په کوچنيوالي وليد نو وئې ويل:«دا هلک نابغه دی» په دې توګه ئې وصيت وکړ چي زما له مرګ نه وروسته به دوه زره فرانکه زما له شتو څخه دغه هلک ته د دې لپاره ورکوئ چي ځانته کتابونه ورباندي واخلي.  ولټر  خپل لومړني معلومات له همدغو کتابونو، ښوونځي او له يوه کشيش څخه تر لاسه کړل.

په دې ترتيب د نورو مطالعاتو او د خپل پلار له پرلپسې ټينګار له امله د يوه اورژبي، ټوکمار او هوښيار ځوان په بڼه راښکاره شو تر دې چي قلم ته ئې لاس کړ او وئې ويل: «تر څو چي د ادب قلم زما په لاس کي وي د بادشاهۍ د تاج پروا هم نه لرم.»

ولټر په خپل ژوند کي ۹۹ کتابونه وليکل… د خپل سرشوخه ژوند تر څنګ يو زيات کاره انسان و او په دې اړه به ئې ويل:«کار نه کول، له ژوند نه کولو سره برابر دي.» همدا سبب و چي د ۸۴کلونو په عمر مړ شو نو څېړونکو به ويل چي ولټر په خپلو کارونو دومره بوخت و چي د مړيني لپاره ئې وخت نه درلود.

د ولټر د جنازې په مراسمو کي «يو لک» تنو ګډون درلود او «شپېتو لکو» نورو کسانو ئې له کوڅو، واټونو او بامونو څخه ننداره کوله او پاريس ته ئې د جسد د وړلو پر مهال تابوت ليکلي وو:(دغه سړي د بشر ذهن ته ټکان ورکړ او زموږ لپاره ئې ازادي جوړه کړه.)

د ده د قبر په تيږه يوازي دا درې کلمې ليکل شوي دي:
(دلـتـه  ولټـر ويـده دی)

746 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2