Categories

اعلان

Loading…

زموږ ښوونیز سیستم د یووالی قاتل | عماد الله

په ۲۱مه پېړۍ کې ګډ کار، ورورولي او صمیمت د زده کړو یوه مهمه پایله او لاس ورکړه یو کلیدي مهارت ګنل کیږی. مګر دلته پښتون ، تاجک او هزاره متعصب استاد/ ښوونکی د محصلینو/متعلیمینو ترمنځ د ګډ کار او ورورۍ د پیاوړې کولو پر ځای د هغوی تر منځ  نفاق او تعصب ته لمن وهي.
نن چې پښتون ، تاجک او هزاره په پوهنتون کې د صميمت په فضا کې ګډې زده کړې نشې کولاي نو سبا ورځ به په بهرنيو چارو ، اقتصاد او نورو وزارتونو کې څنګه ګډ کار وکړي؟
په پرمختللو ټولنو کې د  څیړنو او تازه سروې ګانو موندنې ښیي چې د ګمارنې رهبري هیئت  د کارکوونکو د مهارتونو ترمنځ ګډکار او لاس ورکړه تر ټولو مهم مهارت او فکتور ګني او ورته  لمړیتوب ورکوی. د هارټ څیړنیز اسوسیشن د امریکی کالېجونو او پوهنتونونو د اتحادیې لپاره په ۲۰۱۵کال د انلاین سروي چی ۴۰۰ سازمانونو د رهبرانو چی د کارکوونکو تعداد یی د ۲۵ کسانو زیات و ترسره کړه ، ۸۳ سلنه په ټیم ورک باندې ټينګار کولو او د تازه فارغینو لپاره یی لاسنیوی او همکاري کول  یو اړین مهارت ګاڼه.
د یوې بلې څیړنې پایلې ښايي چې ۸۰ سلنه سازمانونه د ګمارنې په وخت د هغه شواهدو په لټه کې وي تر څو معلومه کړي چې د دندې کاندید په یوه ټیم کې کار کولی شی او کنه.
سره له دی چې ټيم ورک او همکاري مهم مهارت دی ، بیا هم ،زموږ ښوونیز سیستم  نه توانیږي چې  محصلین دې کافی د همکارۍ/ لاسنیوي مهارتونه ولري تر څو په دنده کې بریالی شي‎. دلته د اتقاق او ورورۍ لپاره د ښوونکو او محصلینو ترمنځ د شته واټن له منځه وړلو ته هېڅ توجه نه کیږی.
فکر نه کوم چې د هیواد په ټولو پوهنتونو کې سږکال  به په ګډه د ستونزو حلولو مهارتونو ته د ودې او ملې او ټولنیزو اهدافو د تعقیبولو په اړه کوم علمي سیمنار نیول شوی وي.
فکر نه کوم چې  کوم دولتي/ خصوصي  پوهنتنون په کریکولم کې د په هیواد کې د  ورورۍ او ګډ کار کولو ته د ودې ورکولو لپاره د د شخړو د حل ، هدف ټاکنه ، د کارګردګي  مدیریت ، پلانګذارۍ ، د دندو همغږي کول  او ورته نور موضوعات ځای ولري.
 دلته په ټول ټولګې کې دوه یا درې زده کونکي د خدای ورکړي لیوالتیا او کورنۍ انګیزې پر مټ ښوونځيو او پوهنتونو ته په شوق سره ځي او یو څه زده کوي مګر هغوي  هم ښوونکي / استادان له یوه بل سره د اول نمره ګۍ په سیالۍ لګیا کوي کله چي فارع شی او دنده واخلي نو په کاري چاپېریال کې هم د همکارۍ پر ځای سیالي غوره کړي او د خپلو همکارانو د لاسنیوي پر ځای د هغوي پښې وهي او د ملي ګټو په ځای قومي او سمتي ګټې پالي.
د زده کړو بل مهم مرکز چي  مذهبي مرکزونه او او جوماتونه دي هغه له پوهنتون او ښوونځي بدتر دي ، هلته د ټولنې د سمون په موخه اسلامي تبلیعات هیڅ نشته ، هلته  نیصحت یوازې د جمعې تر لمانځه محدود وي ، هغه هم د ادم ع په کیسو او د انسانانو سره په کرکې او کینه سرخي،  په یو کلی کې شل جوماتونه جوړ شوي دي ، زموږ کلی کې به پخوا د اختر شریک لمونځ کیدلو اوس لس ځایونو کې کیږی.
او زده کړو بل تر ټولو غښتلي او مهم مرکز کلتور او رواج مو سر تر پایه په تربګنۍ، نا سالم رقابت او کینو ولاړ دی ، د تره زوي سره د سیالۍ لپاره د زیاتو وادونو کول ، په وادونو او جنازو کې د تربور سره د تربګنې په پار مصارف ، ولور او …. نه پوهېږم د کومې بدبختۍ به سړی یادونه وکړي.
د پوهنتون استاد/ښوونکی باید د راتلونکی اکاډمیکو او کاري فعالیتونو ترڅنګ ځوانو محصلینو ته د لاس ورکړې ، ورورۍ او د همکارۍ مهارتونو د لوړلو هنر ورزده کړئ ،تر څو مدني ژوند ولرو او سالمه دېموکراسي وده وکړي .
په ټوله کې هر فرد باید د نورو له پیغورنو څخه تېر شي  او دغه مړ ژوندي یووالي ته ساه ورکړي،  پوهنتونونه او ټول کلتوري او مذهبي بنسټونه او سازمانونه د نقاق او تعصب پاک کړي او د مینې ، صمیمیت او ورورۍ په چاپیریال بدل شی.

158 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *