Categories

اعلان

Loading…

خلیلزاد افغان مشرانو ته ډاډ ورکوي چې د سولې په پروسه کې به څنګ ته نه پرېښودل کېږي

تاند- رویټرز خبري اژانس نن /جمعه/ په یوه راپور کې د چارواکو په قول وویل، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازی زلمی خلیلزاد هڅه کوي چې د افغانستان حکومت ته اطمینان ورکړي چې له طالبانو سره د سولې په پروسه کې به یې څنګ ته نه پرېږدي.

زلمي خلیلزاد پرون په دوحه کې د طالبانو له استازو سره له کتنې وروسته نن په کابل کې له یو شمېر افغان سیاستوالو او مشرانو سره وکتل.

ده تېره میاشت هم په دوحه کې د طالبانو له استازو سره کتلي و او وروسته داسې راپورونه خپاره شول چې ګواکي ولسمشر غني ته یې د خپلو خبرو جزییات نه و څرګند کړي چې دا مسله د ولسمشر غني له عکس العمل سره مخامخ شوې ده.

رویټرز خبري اژانس وايي چې د ولسمشر غني یوه سلاکار ورته ویلي چې خلیلزاد افغان سیستوالو، ښځو او د مدني ټولنې استازو ته په زغرده ویلي چې امریکا به د سولې د خبرو په بل پړاو کې افغانان څنګ ته پرې نږدي.

اژانس وايي چې ارګ په دې اړه په رسمي ډول له څه ویلو ډډه وکړه.

1,053 total views, 5 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *