Categories

اعلان

Loading…

پرته له سولې ژوند بې خونده او بې رنګه وي

سوله او امنیت یو د بل سره تړلي مفاهیم دي، ځکه چېرته چې سوله وي، هلته امنیت وي او چېرته چې امنیت وي، هلته سوله وي. په همدې اساس په کومه ټولنه کې چې سوله او امنیت وي؛ نو وګړي يې د سوکالۍ او ارامۍ په فضاء کې ژوند کوي، په نسبي ډول د هر انسان ژوند، وقار، مال او حیثیت خوندي وي. په داسې ټولنه کې، هره ورځ د پرمختګ اوي زیري او خبرونه وي، ځکه  څه ډول چې له سولې پرته امنیت ناشونی او ستونزمن دی، په ورته ډول سوله او پرمختګ هم یو له بل سره تړلي دي، سوله د پرمختګ سرچینه او پرمختګ د سولې زیږنده دی.

برعکس د کومې ټولنې وګړي، چې د سولې او امنیت له خواږه الهي نعمت څخه بې برخې وي؛ نو ژوند يې بې خونده، بې رنګه او پیکه وي، په داسې ټولنه کې د انسانانو سربېره، په هوا کې د مرغانو، په دریابونو کې د ژوو او په ځنګلونوکې د ځناورو ژوند هم له ګواښ او ننګونو سره مخ وي. هر وګړی د وېرې، ډار او خطر احساس کوي، هيڅوک د خپل ځان، مال او حیثیت د خونديتوب په اړه ډاډمن او مطمئن نه وي. تقریباً هره ورځ او لحظه داسې ناوړه او هېښوونکي پېښې او کړنې( د چودنو او بمباریو د دردوونکو پېښو صحنې، د باروتو په لمبو کې لولپه شوو انسانانو انځورونه، سازمان شوي وژنې…) ترسره کېږي، چې انسان يې د لیدلو او اوریدلو زغم نه لري او ډېر ځله يې په غبرګون کې یوازې د بې وسۍ اوښکې تویوي. پداسې ټولنه کې د پرمختګ، ترقۍ، خوشالۍ زیري او خبرونه ډېر کم وي، زیاتره اوسیدونکي يې د غربت، فقر، بې سوادۍ،کم سوادۍ، بې اتفاقۍ ترڅنګ، په روحي او رواني ناروغیو اخته وي، چې له بده مرغه زموږ ګران هېواد افغانستان يې څرګنده او حقیقي بېلګه ده.

په ډېر تأسف د ثور د اوومې بدمرغه او له خیانت څخه ډکې کودتا راپه دېخوا، افغانان د سولې او امنیت له ښکلي او ارزښتناک نعمت څخه بې برخې دي، ددې دوو سترو خواږو نعمتونو د نشتوالي له امله، د بې شماره مادي او فرهنګي زیانونو ور اېخوا، په لکونو او ان څه کم دوه میلیونه افغانانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ او له بده مرغه دا بشري ناورین لا هم روان دی.

که ځير شو؛ نو تېرې تاریخې تجربې او عیني واقعیتونه ددې ښودنه کوي، چې په دې څلورو لسیسزو بهرنیو یرغلونو، داخلي جنګونو او کشمکشونو کې هيڅ ډله او هېواد په دې نه دی توانیدلی، چې د ټوپک او وسلې په زور، مخالف لوری په بشپړ ډول له منځه یوسي او د تل لپاره ترې ځان بې غمه کړي.

د بېلګې په توګه پخواني شوروي اتحاد، چې د وخت زبرځواکه استعماري قدرت و، په خپل ټول توان هڅه وکړه، چې هغه تش لاسي مجاهدین له منځه یوسي، چې د دوی پر وړاندې يې جهاد کاوه، ترڅو په افغانستان او سیمه کې خپلې استعماري طرحې او پلانونه پلي کړي.

همدارنګه د اسلامي انقلاب له بریالیتوب څخه وروسته، جهادي تنظیمونو او ډلو د خپلمنځي جنګونو پرمهال، د یو او بل پر وړاندې د هرې شونې وسیلې څخه په ګټې اخېستنې، پرته له دې،چې د کابل ښکلی ښار يې په ګنډوله بدل کړ، په دې و نه توانیدل چې مخالف لوری مات، خپل ګوند او ځان قدرت ته ورسوي.

کله چې طالبانو د شر او فساد له منځه وړلو په نوم له قندهار څخه مبارزه پيل کړه، نو په کم وخت کې يې د جګړې ښکېلې جهادي ډلې له صحنې لرې کړې او د هېواد تقریباً۹۵٪ قلمرو يې تر خپلې والکې لاندې راوست، مګر په دې و نه توانیدل، چې خپل ټول مخالفین په بشپړ ډول وځپي او د خپلې واکمنۍ تر پایه پورې يې خپله زیاته انرژي او بودیجه په جنګ کې مصرف کړه او په جګړه کې بوخت پاتې شول.

د سپټمبر د (۱۱) پېښې څخه وروسته، امریکا متحده ایالاتو او متحدینو په(۲۰۰۱ز) کال کې پر افغانستان برید وکړ او د طالبانو حکومت سقوط وکړ؛ نو امریکایانو په لومړیو څو کلونو کې داسې فکر کاوه، چې نور د طالبانو په ګډون هيڅ داسې مخالف کس یا ډله نشته، چې د دوی پرضد ټوپک او وسلې ته لاس اوږد کړي. همغه وو، چې د خپلو سترايتژيکو موخو د ترلاسه کولو لپاره یې ځينې داسي کړنې ترسره کړې، چې باالاخره د طالبانو اسلامي تحریک او حزب اسلامي  په ګډون يې یو شمېر زیانمن شوي افغانان دېته اړ کړل، چې د بهرنیو ځواکونو او واکمن نظام پر وړاندې وسله واله مبارزه پيل کړي او له همدې حالت څخه په ګټه اخېستنې يو شمېر ګاونډيو او د سيمې هيوادونو ته هم په افغانستان کې د لاسوهنې زمينه برابره شوه او پایله يې دا شوه، چې امریکا او متحدینو يې، نه یوازې داچې خپل مخالفین(طالبان) له منځه یوړل، بلکې ورځ تر بلې ځواکمن او پياوړي شول اوسمهال د ځینو ولایتونو زیاتره سیمې د طالبانو تر والکې او تسلط لاندې دي.

په هر صورت، د پورتنیو جریاناتو او واقعیتونو څخه په ډاګه مالومیږي، چې جګړه د ستونزو دحل لاره نه ده، د سولې پرته هيڅ ډله او هېواد نشي کولای چې خپلو موخو ته ورسیږي.

داچې افغانان سولې ته سخت تږي او اړمن دي؛ نو تېره اوونۍ په مسکو کې د افغان دولت او د طالبانو اسلامي تحریک د استازیو ترمنځ مخامخ او علني خبرو اترو او د سولې په اړه د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وروستیو څرګندونو، تود هر کلی وشو او د خلکو په زړونو او فکرونو کې د سولې د راتلو په اړه هیله مندي پيدا شوې ده. په همدې اساس افغان دولت او طالبان د یو او بل پر وړاندې د جنګ پرځای د خبرو او اترو لاره غوره کړي، ځکه پدې مرغه جنګ کې زیاتره افغانان وژل کیږي او ددې جنګ زیان یوازې او یوازې افغانستان او افغانانو ته رسیږي. په همدې هیله، چې امریکا متحده ایالات، روسیه، پاکستان او نور ښکېل هېوادونه، د سولې په پروسه کې له صداقت او رښتینوالۍ څخه کار واخلي او په افغانستان کې خپلې ګټې د جنګ پر ځای، د سولې او امنیت له لارې تعقیب کړي.

د تلپاتي سولې او امنیت د تأمین په هیله

رباني وحدت

د شیخ زاید پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد

216 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

1 comment

  1. ع.شریف زاد Reply

    سلام
    سوله ،امن، سکون د ژوندانه په ټولو بر خوکې ستر اهمبیت لری . دسولې له لارې په کور،کلی،ښار ،تولنه او هېواد کې بدلون راځی.د انسا نانو تر منځ داخوت او ورورۍ حس پیاوړئ کېږی او نا وړین کرار کرار له منځه خی .بې عدالتی او بې انصافی ځان ته ځای نشی موندلای او دبوهې لاره رابرسیره کیږی. سوله ، صبر، انساننی وقار او شخصیت له مسولیت او رسالت سره په نظری او هم عملی توګه ملګری دی بنا بران له سسولې سره ملګرتیا یوه عالی او پر ځای ښګېڼه ده دا چې دچا خوښیږی یا نه د بحث بل اړخ دی
    سوله کې احساسا تی سیا ست ځای نه لری بلکې دپوهې درایت او اخلاص غواړی . فساد ، فاسد اخلاق، پاسیف دوه مخیتوب ، دروغجن او ظاهری خوی او عادت سره سازس نشی کولی.سوله په پوهه کې عملی کیدا ی شی نو ځکه خو په هسې لافو او باتو باندې هم باور نه لری. کله چې وایو د الهی نعمت دی په معنوی لحاظ خو دا ستره خبره انسان ولې دلته ګونګ او بې مسولیته پاتې کیړی او ل د الهی په وړاددې اوپه دوهمه برخه کې د نعمت به ارزښت که په دې خبره رڼا واچوو بحث اوږدیږی
    اما استاد محترم ستا خبره سمه ده زموږ ټولنه خو دغوایی کودتا له راتلو سره تباه تباه شوه کوم اړخ یی سم دی دنړۍ کومې تولنې سره په بهرنیو او کورنیو بر خو کې د مقایسې وړ دی؟ ددې ښکرور غوا یی توفان لا ادامه لری څوک یی منی او څوک برر ویاړی مظلوم ولس !!! حیف ددی باتورې خاورې۶
    مخکې له هر څه نه موږ باید دسولې له لارې په خپل کورکې یوط بشپړې بایلې ته لاره و مموو د مفاهمې اوعادلانه مکانیزم تګلاری غوره کړو د بن د منحوسې معاهدې کمزورتیاوې تکرار نه کړو زوړ سیاست په نوی بدل کړو خکه اوس بل وخت دی او بل ډول ستراتژی غواړی په عین زمان کې بیا باید دنړۍ له نورو هېوادونو سره په لوړه دبلو ماسی خپل روابط له ښو نه ښه متمرکز کړو دا دولس په ګټه وی او ضرر نه لری
    دا اوس پرېږدو چې ته ما ستایې او زه تا یا داچې تنظیمی هیا هو په دې نغری او هغه نغری کطدیر داغ دی ښه به داو ی
    چې دملت زعاامت لپاره د رښتینی،مناسبې،هراړخیزه افغانی سولې ماهیتت ته اولویت ورکړو او له د ې نه د شپانه او لیوه کیسه جوړه نه کړو پردی موږ ته سوله نشی راوستلای خو دا دا مانا نه لری چې له نړۍ خان جلا کړو بلکی موږ کولای شو چې له تولو هیوادونو سره علنی دوستانه اړیکی ولرو
    زما هدف له تبصری نه د نظر شریک کول او د متقا بل اخلاق بر خورد دی شخصی انګیزه نه لر ی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *