Categories

اعلان

Loading…

په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کي اړين بنسټونه | فرهاد داوري

د ټاکنو په ستراتيژيک عُمق کي د عامه افکارو تحليل لومړنی شرط دی، د تېرو ټاکنيزو مبارزو په درشل کي ولسي غوښتني او عامه افکار په پام کي په بشپړ ډول ندي نيول سوي، هغه غوښتني چي د خلکو په منځ کي پټي پرتې دي او هغه ارمانونه چي د خلکو په سرونو کي پټ پراته دي، د ټاکنيزو مبارزو په تخليقي څېړنو کي بايد دا ټول را وه ايستل سي او ټاکنيز پلان ورڅخه جوړ سي، تر څو د ريښتنو ولسي اړتياوو له مخي مبارزه وسي، په افغانستان کي د ټاکنيزو مبارزو پر مهال د ډيموکراسۍ پر درېيمي ستني (د بهرنيانو ملاتړ) زياته تکيه کېږي، حال دا چي په سياسي قشر کي د ولسي هڅوني او رضايت پر معيارونو د مبارزې تخليقي لاره نده پيدا سوې، بلکي روايتي او عرفي سياست مخته وړل سوی دی، په راتلونکو ټاکنو کي د ستونزو د حل تګلاره د خلکو په کار ده، که هر ټيم پدې تګلاره کي وطني خلاقيت وکړ او د افغاني ارزښتونو له مخي يې مناسبه تګلاره غوره کړه، ولس به د همغه ټيم وي، ولسي اراده منتظره ده، دا چي څوک دا اراده ګټي او څوک ددې جوګه کېږي چي ولس د ځان کړي، پدې برخه کي د ټاکنيزو ټکيټونو خلاقيت مهم دی.

په ټوليز ډول که چيري هر ټاکنيز ټيم پر لاندي معيارونو کار وکړي، ولسي اراده به تر ډېره بريده د ځان کړي:

۱. وطني ټکنوکراټيک قشر

په افغانستان کي د جهادي روايتي سياست او غربي ليبرال ټکنوکراټيک سياست تجربه وړاندي سوېده، په هر روايت کي د افغاني ستونزو لپاره بنسټيز حل ندی پيدا سوی، ولس ددې غوښتنونکی دی چي ددې دواړو روايتونو متن بايد تغير سي، تر څو درېيم متن پيدا سي، په درېيم متن کي هغه فکري بنسټونه چي په افغانستان کي جوړ سوي دي او د ليبرال ټکنوکراټيک قشر سره يې د ګډي تجربې له مخي ټکنوکراسي زده کړې وي، بايد پياوړی ځای ولري، تر څو خپلي ستونزي د خپلو ليدلورو څخه په کلتوري او منل سوو اغيزناکه تګلارو سره حل کړي. دا قشر زياتره ځوان دی او د اوسني وخت روشنفکره قشر هم ددې ځوانانو څخه جوړ سوی دی، دوی د ټولني نورو خلکو ته ليدلوری او سياسي هدايت ورکوي، ددې قشر اغېز زيات دی، نو که هر ټاکنيز ټيم په خپل پلان کي دا قشر مالکان کړي، نه شريکان، همغه ټيم به پياوړی سي.

۲. د ښځينه وو رول او پياوړتيا

په افغانستان کي ښځي د درو پياوړو سياسي نظامونو د سقوط لامل سوي دي، د بېلګي په توګه د غازي امان الله خان په وخت کي ښځو ته افراطي حقوق د خلکو غبرګونونه را پورته کړه، د خلق ډيموکراټيک ګوند د واکمنۍ پر مهال چي د روشنفکرۍ درېيم نسل ګڼل کېدی، هم د ښځو پر مسئله لويه ضربه ولېده، همدارنګه د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ښځو د رول او حقوقو په اړه د تفريط څخه کار اخيستل، هم لويه بدنامي واړول. نو په راتلونکو ټاکنو کي بايد ښځي په ټاکنيز منشور کي ځانګړی ځای ولري، له يوې خوا ښځي پياوړي سوي دي، د خپل حق د غوښتلو څه نا څه وړتيا هم لري، له بله اړخه نړيواله توجه هم دې مسئلې ته زياته ده. همدارنګه د اسلامي او انساني مسؤليت له مخي ښځي بايد په سياسي برخه کي مهم رول ولري او د خپلو حقوقو څخه برخمني سي. نو که هر ټاکنيز ټيم دا اصل په دقيق ډول په پام کي ونيوی او ښځي يې د خپل ټاکنيز ټيم د مهمي رهبری په کچه ومنلې، د هيواد د نفوسو لوی قشر به يې خپل کړی وي.

۳. علمي- اکاډميک قشر

په هيواد کي د علمي مرکزونو په پياوړتيا سره دا قشر له يوې خوا د کميت له اړخه زيات سوی دی او له بلي خوا د اغېز له مخي هم مهم دی، زما په آند خپل تر شتون د ۵٪ څخه تر ۱۰٪ سلنه زيات اغېز لري، همدارنګه دا قشر د علمي سياست او علمي رفتار په ارمان دی، نو ځکه ددې قشر د غوښتنو سره سمه پاليسي جوړول اړينه اړتيا ده.

۴. د مختلفو اقليتونو د ملاتړ اصل

په تېرو ۱۸ کلنو کي د سياسي رفتار محور د اکثريتونو پر اغېز او هغوی ته د ونډي له مخي و، په افغانستان کي اقليتونه د مختلفو معيارونو له مخي موجود دي، د بېلګي په توګه سمتي اقليتونه په سیاسي رفتارونو کي ځپل سوي  دي، لکه په جنوب او جنوب غرب کي ارزګان، هلمند، زابل، نيمروز، فراه، غور، بادغيس، په ختيځ کي لغمان، کنړ، نورستان، په شمال کي جوزجان، تخار او نور ولايتونه سمتي اقليتونه دي، همدارنګه فکري اقليتونه هم ځپل سوي دي، نو دا ټول اقليتونه چي په تېرو سياستونو کي ځپل سوي دي، که چيري ددې لپاره تخليقي ټاکنيز پلان جوړ سي او دوی خپل ځانونه پکښې وويني، دا ټيم به ځواکمن وي.

۵. د جهادي حرکتونو او څېرو سره د معاملې اصل

په کابل کي د ناستو جهادي ټيمونو ټول تمرکز پر معاملې دی، دوی پدې هڅه کي دي چي په ټاکنيز ټيم کي خپله ونډه بايد ولري، د ونډي له مخي دوی ملاتړ کوي، د بېلګي په توګه سياف، حکمتيار، عطا نور، مجددي، ګيلاني، محقق او نوري جهادي څېري مخکي له مخکي د ټاکنيزو ټيمونو سره معاملې کوي او بيا ددې معاملو له مخي ملاتړ کوي، نو که چيري دا معامله داسي وسي چي د ولس زيات زيان نه وي پکښې، د ټيم د بريا لپاره چانس لري، خو که نور بنسټونه پياوړي سي، بيا دې بنسټ ته زياته اړتيا نسته، يوازي پر هغو جهادي څېرو بايد تمرکز وسي چي په واقعي ډول ولس ورسره ولاړ دی، لکه محقق او کمونيستي-جهادي څېره دوستم، دا کسان د رايو بانکونه لري، کولای سي چي د زياتو خلکو ملاتړ را جلب کړي.

۶. د سياسي طالبانو او علمي ملايانو سره د سیاسي همکارۍ توافق

د افغانستان ځيني سيمي د طالبانو تر مستقيمي او غير مستقيمي ولکې لاندي دي، په ځينو سيمو کي په خپل امر په ټاکنو کي د ګډون او د ارادې استعمال کنټرولولای سي او په ځينو سيمو کي د نفوذي اعمالو له مخي کولای سي چي ولسي رضايت جلب کړي، که څه هم طالبان په ښکاره په ټاکنو کي د خلکو ګډون نفي کوي، خو د پټي سياسي موافقې له مخي کولای سي چي د ولسي هڅوني په برخه کي مهم رول ولوبوي، که په هر سياسي ټيم کي د دولت د سياسي مخالفانو افکار او غوښتني تر يو بريده منعکسي سي، کولای سي چي ددوی ملاتړ را جلب کړي، همدارنګه ځيني علمي ملايان(علما) چي په ښارونو او کليو کي لويي لويي مدرسې لري، د ممبر پر سر خلکو ته وعظ کوي، دا قشر هم د خلکو په جلب کي مهم رول لري.

۷. د نړيوالي ټولني ملاتړ يا د اعتراض نفي

نړيواله ټولنه د افغانستان په مهمو سياسي مسئلو کي په مستقيم ډول ښکېله ده، ځيني سياستوال بيا داسي نظر لري چي دوی په تصميمونو کي رول نلري، يوازي د ناظرينو په توګه رول لري، خو حقيقت دادی چي د افغاني ډيموکراسۍ درېيمه ستنه همدا بهرنيان دي، که چيري لومړی نظر تائيد کړو چي دوی زموږ په تصميمونو کي رول لري، نو بايد ټاکنيز ټيم د نړيوالي ټولني ملاتړ خپل کړي او هغه يې تائيد کړي او په ملاتړ يې خپل رول ادا کړي او که چيري دوهم نظر تائيد کړو، نو بايد ټاکنيز ټيم دومره کار وکړي چي د بهرنيانو تر اعتراض لاندي را نسي او هغو ته منلی وي.

پورته اوه بنسټونه د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره اړين دي، هر ټاکنيز ټيم که وکولای سوه چي دا بنسټونه پياوړي کړي، هغه ټيم به بريالی کېږي، د ولس لپاره هم مهمه ده چي د هر ټاکنيز ټيم پورته اوه ګوني بنسټونه تحليل کړي، وروسته يې ملاتړ وکړي.

300 total views, 3 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *