Categories

اعلان

Loading…

د سولې لپاره د امریکا نوې هلې ځلې | عبدالباري جهاني

داسې ښکاري چي امریکا په افغانستان کي د یوې دوامدارې سولې د ټینګېدلو لپاره، خپلې هلې ځلې جدي کړې دي او سوله، په نژدې راتلونکي کي، ممکنه ښکاري.

د امریکا د معتبرې ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال د نومبر د دیارلسمې له رپوټ څخه مالومېږي چي امریکا ښايي د افغانستان حکومت د وري د میاشتي په پای کي د جمهوري ریاست انتخاباتو ته پرې نه ږدي او د یوه نوي جریان لپاره لاره هواره کړي.

د دې نوي جریان تخنیک لا تر اوسه پورې څرګند سوی نه دی، خو د سولې لپاره د امریکا د خاص استازي ډاکټر زلمي خلیل زاد او د افغانستان د جمهور ریيس اشرف غني له وروستۍ کتنې څخه مالومېږي چي امریکا د افغانستان پر اوسني حکومت باندي خپل باور له لاسه ورکړی دی او د هغه د خوښې په خلاف د یوه موقتي حکومت د جوړېدلو او د یوې پراخې لويې جرګې د رابللو په لټه کي ده.

ارګ ته نژدې سرچینې وايي چي جمهور ريیس اشرف غني به دا ځل سرور دانش بیا هم د دويم مرستیال او عطا نور د لومړي مرستیال په حیث پېشنهاد کړي او په دې توګه به د عطا محمد نور د رایو یو لوی بانک تر لاسه کړي.

جمهور ريیس اشرف غني ځکه پر انتخاباتو باندي ټینګار کوي چي په خپل بري باوري دی؛ او که یو ځل د راتلونکي کال په انتخاباتو کي بری تر لاسه کړي، بیا نو امریکا له یوه انجام سوي عمل سره مخامخ کېږي او د پنځو کلونو لپاره د هغه لیري کول یو لوی سیاسي بحران منځ‌ته راوړي.

امریکا، د همدغه بحران د مخنیوي په منظور، تر هر څه مخکي د انتخاباتو مخه نیسي؛ ځکه چي اشرف غني په هېواد کي د سولې او ثبات په ټینګولو، له اداري فساد سره پر مبارزې او د مخدره موادو د تولید او قاچاق په له منځه وړلو یا لږترلږه یو څه کمولو او حتی د تولید د زیاتېدلو په مخنیوي کي ناکام سوی دی.

د وال سټريټ ژورنال ورځپاڼه لیکي چي د انتخاباتو د ځنډولو لپاره د امریکا یو دلیل دا دی چي نه غواړي له طالبانو سره یې د سولې خبرې بې نتېجې سي.

ځیني امریکايي مقامات وېره لري چي په افغانستان کي په رایه ګیري کي بې نظمۍ او هغه پرله پسې سیاسي ګډوډي چي هر ځل د  رایه ګیري په نتېجه کي منځ‌ته راځي، ښايي د سولي هغه جریان زیانمن کړي چي ښاغلي خلیل زاد روان کړی دی.

ورځپاڼه زیاتوي چي متحده ایالات د سولي د جریان د چټکولو او هغه ته د طالبانو د راوستلو لپاره په کابل کي له مشرانو سره ګوري تر څو د رقیبو سیاسي ډلو ترمنځ یوه مشترکه زمینه برابره کړي.

ورځپاڼه وايي چي ښاغلي خلیل زاد خپلو ملګرو ته ویلي دي چي د امریکا جمهور ريیس ډانلډ ټرمپ ده ته له شپږو څخه تر دوولسو میاشتو پورې وخت ورکړی دی چي باید یوه نتېجه تر لاسه کړي.

که څه هم چي د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په قول په کابل کي حکومتي مقاماتو او سیاستمدارانو د انتخاباتو د ځنډولو سوړ هرکلی کړی دی، خو دا هغه مفکوره ده چي د پخواني جمهور ريیس حامد کرزي مطبوعاتي دفتر د ۱۳۹۶ کال د مېزان د میاشتې د شلمي په مطبوعاتي اعلامیه کي پېشنهاد کړې ده.

ښاغلي حامد کرزي په هغه اعلامیه کي د سولې لپاره د هلو ځلو د چټکولو او په دې برخه کي د امریکا د همکاری غوښتنه کړې ده او پېشنهاد یې کړی دی چي یو دوامداره حل هغه وخت رامنځ‌ته کېدلای او بریالی کېدلای سي چي د هېواد سیاسي مشران، منورین، دیني عالمان او قومي مشران په یوه پراخه عنعنوي لویه جرګه کي را غونډ سي او د افغانستان د راتلونکي په باره کي یوه ګډه فیصله وکړي.

په وروستیو شپو ورځو کي، د امریکا سفیر، د سیمي د هېوادونو سفیرانو او ښاغلي زلمي خلیل زاد د ښاغلي حامد کرزي په کور کي له هغه سره لیدلي دي.

د امریکا او د ښاغلي حامد کرزي د نظر له ورته والي څخه ښکاري چي امریکا پر هغه باندي حساب کوي او د سولي د ټیګېدلو لپاره یې نوې لاره انتخاب کړې ده.

ورځپاڼه وايي چي ډېرو حکومتي مقاماتو د جمهوري ریاست د انتخاباتو له ځنډېدلو سره مخالفت ښودلی دی مګر ځینو عالي رتبه مامورینو خپل رضايیت څرګند کړی او ویلي یې چي که سوله کوو، نو باید چي نرمښت وښیو او د جمهوري ریاست انتخابات د سولي تر ټینګېدلو مهم نه دي.

وال سټريت ژورنال ورځپاڼه د یوه غربي ډیپلوماټ له قوله لیکي، یو بل احتمال چي بحثونه ورباندي کېږي، هغه دا دی چي انتخابات به کېږي، مګر نوی حکومت به انتقالي حیثیت لري، په داسي حال کي چي، د طالبانو په شمول، په جګړه کي لګیا ډلي به د یوه حاکم ايیتلاف پر جوړولو باندي کار کوي چي البته هر اړخ خپل ځان ته ستونزي لري.

وال سټريت ژورنال ورځپاڼه د سیګار له قوله لیکي چي د ۲۰۱۵ کال راهیسي چي اشرف غني حکومت پیل کړی دی، پر ولسوالیو باندي د هغه کنټرول ورځ تر بلي کم سوی دی.

دغه راز د ولسي جرګې لپاره رایه ګیري په ځینو ځایونو کي وځنډېده او ډېرې بې نظمی پکښې ولیده سوې او طالبانو حملې هم وکړې.

اوس نو که د جمهوري ریاست لپاره انتخابات، چي د طالبانو د جنګونو په موسم کي به کېږي، وسي نو چنداني قانونیت به و نه لري.

له بلي خوا، روسیې په داسي وخت کي د افغانستان د سولي ابتکار ته لاس واچاوه چي داسي ښکاري امریکا د افغانستان په برخه کي په خپله پالیسي کي جدي تغییر راوستلو ته ملا تړلې ده.

په داسي حال کي چي هرڅوک په دې پوهېږي چي په دې میدان کي به امریکا اصلي او مهم لوبغاړی وي، مګر ماسکو هم څوک له نظره نه سي غورځولای.

داسي ښکاري چي طالبان په ماسکو کي د سولي په باب له دې وروستۍ غونډې څخه ډېر راضي ول.

د طالبانو د هیات مشري د شیر محمد عباس ستانکزي پر غاړه وه چي په انګلېسي ژبه روانې خبرې کوي او د ډېرو زیاتو غربي خبریالانو او د افغانستان د خبریالانو توجه یې ور اړولې وه.

طالبانو ښايي د شیر محمد عباس ستانکزي په ټاکلو سره، چي فیشني افغاني جامې یې په تن وې او د هغوی د ټولو اصولو په خلاف یې، فیشني او لنډه ږیره درلوده، غوښتل دا وښيي چي دوی هغه طالبان نه دي چي څه کم شل کاله مخکي یې په افغانستان کي قدرت درلود او خلک یې د شلاقو او کیبلونو په زور د اوږدو ږیرو پرېښودلو ته مجبورول.

عباس ستانکزي په مرکو کي د تعلیم او تربیې او د ښځو د حقوقو د مسلې پر موضوع باندي ټینګار کاوه او ضمنا یې دا خبره په هیڅ توګه نه منله چي د طالبانو په صفوفو کي ګواکي بې اتفاقي راغلې ده.

عباس ستانکزي، خپل یوه مولوي ملګري ته، په هغه ټلېفوني پیغام کي چي د افغانستان استخباراتو ثبت کړی او د سرخط ورځپاڼې تر لاسه کړی دی، د سولي له وروستیو خبرو او د خپل استقبال څخه ډېر راضي ښکاري.

هغه په خپل دغه پیغام کي وايي چي د دوی مطبوعاتي کنفرانسونو ته تقریبا درې سوه خبریالان ورغلي ول.

هغه دا هم وايي چي د کابل د حکومت هیات ته چا چنداني توجه نه کوله او هغوی ډېر خړ ګرځېدل.

ستانکزی په دې پیغام کي وايی چي د کابل د هیات مشر حاجي دین محمد ته یې وویل چي تا خو افغانستان ته د امریکایانو، یا د ستانکزي په اصطلاح سرو، په راوستلو کي مرسته وکړه اوس زموږ سره ملا وتړه او د هغوی په ایستلو کي راسره ملګری سه.

ستانکزی وايي حاجي دین محمد ومسل او زما د غوښتني هرکلی یې وکړ.

د روسیې په غونډه کي یوه بله په زړه پوري خبره دا وه چي د افغانستان حکومت تر پایه ویل چي دا غونډه د افغانستان د حکومت نظر نه څرګندوي، بلکې د سولې د عالي شورا کار دی، خو په غونډه کي د جمهور ريیس اشرف غني کاکا ډاکټر قیوم کوچی چي په کابل کي په کوچي کاکا مشهور دی، ناست و او په خپل ګډون سره یې غونډې ته رسمي شکل ورکړی و.

کوچی کاکا چي تقریبا پنځه اتیا کلن دی، له څه باندي دریو میاشتو راهیسي په ماسکو کي د افغانستان د سفارت له چوکۍ څخه برطرفه سوی دی؛ مګر تر اوسه یې سفارت نه دی پرې اېښی او خپلي وظیفې ته یې دوام ورکړی دی.

داسي ښکاري چي د ماسکو په غونډه کي یې د افغانستان حکومت ته له اطلاع ورکولو پرته برخه اخیستې وي.

سرخط ورځپاڼه

1,728 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *