Categories

اعلان

Loading…

سرخط؛ نور نو وخت راغلی چې پر ښو ترهګرو فکر وشي

د افغانستان لپاره د روسيې استازی ضمير کابلوف وايي، طالب ترهګر د مسکو د دويم کنفرانس لپاره چمتوالی نيسي او تمه شته چې په دويم کنفرانس کې به بيا برخه واخلي.

ده ويلي دي چې امريکا په افغانستان کې ناکامه شوې، د خبرو وخت رارسېدلی او روسيه نه شي کولای د افغانستان په اړه لاس تر زنې پاتې شي.

لاس تر زنې څه مانا او لاس تر خوله تېر څه مانا؟

روسيې چې د افغانستان د سولې په اړه کنفرانس جوړ کړ، په لومړي سر کې يې لا دغه کنفرانس ته جامې د اوداسه نه وې، طالبان او افغان حکومت يې د يو بل د انډول په څېر ورغوښتي ول او بيا چې حکومت رد کړ او د سولې شورا يو پلاوی يې کنفرانس ته ولېږه، روسيې په کنفرانس کې طالبان دومره وځلول چې په تېر کې يې ساری نه ليدل کېده.

د قطر د دفتر مشر ملا عباس اخوند پاکستان ته د وټس اپ په يوه لېږل شوي کليپ کې وايي چې د کنفرانس غړيو په ښکاره غږ وکړ چې په افغانستان سوله غواړي، خو په پټه يې دوی پر شا ټکولي دي چې مخکې دي ځي، دوی يې تر تر شا روان دي.

په دې وروستيو کې د افغانستان په اړه د روسيې پاليسې د سپين سترګي حد ته اوړي او نور نو که افغان دولت بيا هم حوصله کوي، بد کوي.

کابلوف چې وايي، روسيه د افغانستان په اړه لاس تر زنې لاندې نه شي کښېناستلای، څوک شته چې تر ګرېوان يې راونيسي چې لاس تر زنې نه کښېني، نو څنګه کښېنې؟

مالومه خبره ده چې روسيې له پاکستان څخه طالبان اخيستي دي او دلته به يې د نظام پر ضد جنګوي، خو روسيې هېره کړې ده چې له افغانستان سره د ډغرو وهلو له امله يې اوس هم ځينو هډوکو لا کوشير نه دی خوړلی.

کابلوف ښايي هېره کړې وي چې له افغانستان سره ګوتې اړمول ارادي کار دی، خو دا چې بيا بېرته روغ لاس ځنې خلاصوې او جوړې تڼۍ ميدان خوشی کوې، د دې کار اراده له افغانانو سره وي.

حکومت بايد روسيه وپوښتي چې ولې يو په بل پسې د افغانستان پر وړاندې د سپين سترګۍ حدونه ماتوي.

زموږ حکومت همېشه، حتا له پاکستان غوندې دښمن سره هم، په توده جګړه کې د ډيپلوماسي پلو نيولی، خو هلته هم هيڅ کله ښه نه دی ځلېدلی.

نور بايد د ډيپلوماسي په څنګ کې، لږ پر برېتو هم لاس ووهل شي، لږه بدماشي وشي، د زړه پر ځای، لږ له تريخي کار واخيستل شي، که‌نه ګاونډيان به درست وطن تر ستوني تېر کړي او بيا به تر ورخ په اوښتو اوبو پسې بېل وړل، چندان ګټه نه کوي.

که پاکستان کولای شي طالبان په دوو ‌ډلو ووېشي، يوې ته ښه طالبان او بلې ته بد ووايي. که روسيه کولای شي ترهګرو په دوو ډلو ووېشي، طالبان ښه او داعشيان بد وبولي، نو افغانستان ولې نه شي کولای په ځينو مواردو کې ترهګرو په دوو ډلو ووېشي؟

زموږ سربازان د بوټو له بېخه نه دي رااخيستل شوي او نه يې وينه دومره ارزانه ده چې د داعش پر ضد جګړه کې به يې هم وينه بهېږي، د روسيې په وسلو بار طالب به هم ډزې ورباندې کوي او روسيه به چې له داعشه شديده وېره لري، د خير پر غونډۍ ناسته وي.

موږ کلونه دغه جګړه وکړه، هره ورځ مو داعشيان هېوادوال په وينو لمبوي، د سرتېرو پرېمانه امکانات، وسلې او تجهيزات له داعش سره په جګړه کې له منځه ځي، په هغو بلا پسې، د سرتېرو وينې مو بهېږي، د داعش مخه مو نيولې چې منځنۍ اسيا ته لاره پيدا نه کړي او روسيې ته ور نږدې نه شي.

خو په مقابل کې روسيه څه راسره کوي، طالب ترهګر راته پړسوي، نظام مو له پښو غورځوي او هره ورځ نوی ګواښ کوي؟

نور نو حوصله ختمه ده، که حکومت لا هم د نورو هېوادونو د ګټو لپاره د دې وطن د سرتېرو وينې د داعش په جګړه کې تويوي، دا له ولس سره دښمني دي.

هندو ستړی خدای ناراضه.

چې پر نورو مو نېکي نه مالومېږي او سرچپه بړ بړ هم دوی کېږي، نو تر دې وروسته دې ترهګر په دوو ډلو ووېشل شي، ښه ترهګر هغه دي چې په افغانستان کې ډز نه کوي، د روسيې خوا ته دې يې پښه خلاصه وي چې تر کومه ځايه ځي، ځي دي.

بد ترهګر هغه دې چې دلته د نظام پر ضد جنګېږي.

په دې توګه د بدو ترهګرو شمېر هم کمېږي او موږ ته يې پر ضد جګړه هم اسانه کېږي.

له بې‌دينه سره، لا مذهب جوړېږي.

سرخط ورځپاڼه

565 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *