Categories

اعلان

Loading…

طالبانو د سولې لپاره خپل شرطونه او د سولې د لارې خنډونه اعلان کړل

تاند- وسله والو طالبانو د مسکو له غونډې وروسته په یوه اعلامیه کې د سولې لپاره خپل شرطونه او په دې لاره کې ستونزې تشریح کړي دي.

دې ډلې ویلي چې د اعتماد رامنځته کول ډېر مهم دي او لومړی باید امریکا او د افغانستان حکومت بندیان خوشي کړي.

دې ډلې همداراز له تور لیسته د طالب مشرانو د نومونو د ایستلو، د طالبانو د قطر د دفتر د رسمیت پېژندلو او د طالبانو خلاف د منفي تبلیغاتود پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده او ویلي یې دي چې دا اقدامات د سولې د خبرو لپاره د طالبانو هغه شرطونه دي چې باید د سولې د خبرو تر پیلېدو مخکې عملي شي.

دې ډلې د بهرنیو پوځیانو حضور، د اسلامي نظام نشتوالی، د سولې د احتمالي موافقې د تطبیق لپاره د باوري ضمانت نشتوالی، اساسي قانون او د امریکا له لوري د جګړې دوام په افغانستان کې د جګړې د عواملو په توګه یاد کړي دي.

دې ډلې د ملګروملتو، سترو قدرتونو، د اسلامي کنفرانس د غړیو او نورو همکارو هیوادونو له لوري د سولې د احتمالي تړون د تضمین غوښتنه کړې ده.

طالبانو د اساسي قانون په اړه ویلي چې د افغانستان اوسنی اساسي قانون له لوېدیځ څخه کاپي شوی او د افغانانو غوښتنو ته ځواب نه شي ویلی خو دې ډلې په عین حال کې د درې ګونو قواوو تفکیک او توازن تایید کړی دی.

طالبانو د ښځو په اړه ویلي چې د ښځو د کار، تعلیم، تجارت، ملکیت، میراث، د خاوند د انتخاب، امنیت، روغتیا او د ښه ژوند د انتخاب حق مني.

طالبان که څه هم په قطر کې اوس دفتر لري او د همدې دفتر غړیو د مسکو په کنفرانس کې ګډون وکړ خو دوی وايي چې د خبرو د ځای او د تماسونو لپاره دفتر د سولې لپاره ضروري دی.

دا ډله وايي چې اوس یو ښکاره او رسمي دفتر نه لري چې په هغه کې خبرې وشي.

7,911 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

3 comments

  1. Qasim Zazai Reply

    اسلامي نظام خو غوښتل خو زمونږ د ټولو افغانانو هيله او ارزو ده خو چي کاشکي تاسي خو هو همدومره کلک مسلمانان وائ او خپلواک وائ
    د معنوي پلار سميع الحق له اطاقه مو قيلونونه او شراب را ووتل
    داسي بلاوي تاسي کي همدا اوس هم شته چي مونځ يي نده زده
    فرض سنت کليمه او تسميه نه پيژني
    قتل او قتال کي دي کوټی دي شورا په خله چي هفوئ په غياب کي فيصلي کوي. لو تاسي يي دلته په پټو سترګو او ړوند عقل وژنئ
    ايا اسلامي قانون به همدي ته وايي نو ؟

  2. سلیمان Reply

    طالبجانه وروره که اوسني دولت اساسي قانون تر پښو لاندې کړی دا یې اشتباه ده مګر دا قانون د غرب کاپي نه بلکې د افغانانو د جرګو او مرکو وروسته تصویب شوی. پدې کې شک نشته چې تعدیل او تغیر پکې د ټولو افغانانو په موافقه ممکن دی. اوس به راشم تاته، د شریعت او انساني حقوقو چیغې وهې مګر اسلام دې هم د پښو لاندې کړی او انساني حقوق خو بیخي منې نه. ښځې خو درته د خدای پيدا نه ښکاریدې، د خلکو وژل درته د حیوان نه اسان دي، ځان وژنه چې د هر کتاب او بشریت د قانون خلاف کار دی تا رواح کړی او د بل غلامي د اسلام خلاف دي مګر ته یې کوې. نو ته څنګه اوس شرطونه ږدې، ښه موقع الله په لاس درکړې استفاده ترې وکړه ګنې نابودي دې نژدې ده.

  3. حیات الله Reply

    طالبه ته خو هم ځان په اسلامی کړنو برابر کړه په جګړه کې زمونږ د خوږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم لارښونو څخه خو ځان خبر کړه او بیا ته خو هم ورته کړنې تر سره کړه لکه اوربند وکړه ځان ثابت کړه که مسلمان یې نو د مسلمان په څیر د سولې غږ وکړه ستا د لاسه افغانستان ته ډیر کرغیړن لاسونه رااوږده شوی دی او فغان وژنه یې ستا په لاس پیل کړې دغه دسېسې شنډې کړه چې په غږ بهرنیان له افغانستان څخه بهر کړو که خپلواک یې او بیا هم ټولو افغانانو ته لکه د لمر ښکاره یې.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2