Categories

اعلان

Loading…

د جمعیت علمای اسلام د وژل شوي مشر مرستیال تښتېدلی

تاند- پاکستاني رسنۍ وايي چې د جمعیت علمای اسلام (س) ګوند مرستیال په مشکوک ډول بې درکه شوی دی.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د سمیع الحق زوی احمد الحق ویلي چې د ده د پلار د وژل کېدو له ورځې د ګوند مرستیال احمدشاه اکوړه بې درکه دی.

ده د احمدشاه اکوړه د بې درکۍ د علت په اړه وویل، داسې هیڅ کره سند او شواهد نشته چې وښيي نوموړی ولې باید بې درکه شي.

احمد الحق همداراز وویل«باید ومنو چې احمدشاه اکوړه تښتېدلی او په نامعلوم علت یې ځان پټ کړی دی او له دې کبله پر نوموړي شکونه زیاتېږي او یا دا چې د پاکستان استخباراتي ادارې د تحقیقاتو لپاره نیولی او کوم ځای ته یې بیولی دی.»

ادعا کېږي چې د پاکستان استخبارات د محکمې او څارنوالۍ له اجازې پرته عموماً مشکوک کسان یا د دې ادارې مخالفان نیسي او په مرموز ډ‌ول یې وژني.

پښتانه او بلوڅ فعالان وايي، دې ادارې په تېره یوه لسیزه کې په لسګونو زره پښتانه او بلوڅ ځوانان وژلي دي.

د پاکستان پولیسو ویلي چې احمد شاه یې نیولی نه دی.

د سمیع الحق د وژلو د علت په اړه راز راز ادعاوې کېږي او د ده د مرستیال بې درکۍ دا معما نوره هم پېچلې کړې ده.

سمیع الحق دوې اوونۍ وړاندې په راولپنډۍ کې په خپل کور کې د دوو تنو له لوري، چې د ده پېژندوی ول، په چاړو ووژل شو.

پاکستانيانو په ټولنیزو رسنیو کې د سمیع الحق په کور کې د شرابو د بوتلونو عکسونه خپاره کړل او ویې ویل چې دا عکسونه پولیسو د سمیع الحق د وژل کېدو د څرنګوالي د معلومولو لپاره د نوموړي په کور کې د تحقیقاتو په مهال اخیستي دي.

1,344 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *