Categories

اعلان

Loading…

د بايزيد روښان او اخوند درويزه مخالفتونو ته يو لنډ نظر

ټولنپوهنيز – فرهنګي بحث:

كله چې د پښتنوپه ټولنيز، سياسي او په تيره كلتوري تاريخ خبرې كوو، نو له لږې اولنډې سريزي وروسته ارو مروپه روښاني غورځنگ تم كيږو. روښاني غورځنگ چې د بايزيد انصاري له خوا  چې د روښان په نوم مشهور دى، پيل شو. د پښتنودهويت او تشخیص له پاره دعطف ټكى دى. په دې معنا چې دغه نهضت داسې څه پښتنو ته وركړه چې د مخه يې نه درلودل:

د مثال په توگه بايزيد روښان د يو متفكر په توگه يو لوى ذهني اوفكري انقلاب راووست. دى پوره زړور سړى و، چې په پوره زړورتيا يې وكړاى شول د مذهبي او عرفاني پوهي په رڼا كي يو مشال بل كړي، او د پښتنو د برم او عظمت د را ژوندي كولو له پاره جنډه پورته كړي.

نوموړي د خپلو مخالفينو دهيڅ راز تبليغاتو او پروپاگندونو پروا ونه كړه، اوپه پوره متانت يې هغه څه (هم په مذهبي لحاظ اوهم په سياسي لحاظ) وويل چې د مخه چا نه  و ويلي.

بله داچى پيرو روښان اودهغه پيروانو وكړاى شول په پښتو ژبه كې د لومړي وار له پاره پوره اوبشپړ ديوانونه ايجاد كړي، چې د مخه نه و.

همدارنگه روښان پير د خيرا لبيان په ليكلو سره په پښتو كې داسې يو خط ايجاد كړ، چې پښتو يې د دوزخ د ژبې پرځاى د جنت ژبه اود الهياتو ژبه وگرځوله.

په خيرالبيان كې د انسان هغه تهور او جرات وينو چې په نورو نړيوالو اسماني كتابونو كې شته. روښان اود هغه پيروانو په خپلو اثارو كې شرقي فلسفه اوتصوف اود هغه په رڼا كې د انسان يونيورسل ستونزه مطرح كړه.

اوبله داچې روښان يو سياسي شخصيت هم و چې ټولې ستونزى ورته له همدې زاويي ورپيښي اوځان يې په خپله لار كې فدا هم كړ، كنه نو دى هم ملا وو، په الهياتو له هر چا ښه پوهيده ٬ او د حالنامې په قول چې قاضې خان ورته وايي: (( ته په دغه جاهل (!) قوم ( معنا يې پښتانه دي) څه كوې راځه اوله موږ سره كار وكړه. روښان په ځواب كې وايي: زه خداى پاك د همدې قوم لارښووني ته پيدا كړى يم.)) جوتيږي چې هغه په خپل سر كې ډيري سوداوې درلودې، چې په دې بحث كې يې ځاى نشته.

د دبستان مذاهب مولف ليكي:

وى با حضرت ميرزا محمد حكيم بن حضرت همايون پادشاه معاصر بود. نامه نگار از ميرزا شاه محمد مخاطب به غزنی خان شنيده بود كه گفت: (( ميا روشان درنهصد وچهل ونه قوی شد. مذهب اوروايی يافت. پدرم شاه بيگ خان ارغون مخاطب به خان دوران ميا بايزيد را ديده بود. ميگفت: پس از خروج وى را به مجلس ميرزا محمد حكيم خان اوردند. علما از مناظره او باز ماندند، لاجرم اورا رخصت انصراف ارزاني داشته دراوايل سنه اربع وتسعين وتسعمايه خبر شنقار شدن حضرت ميرزا حكيم از كابل به سمع حضرت عرش اشيانی رسيد)) وقبر ميان بايزيد دربهته پور است ازكوهستان افغانان ٠ ۲۸۴ م: دبستان مذاهب.

راځو بلي مسالي ته اوهغه د روښان سره د پرديو زرخريدو ملايانو دوښمني وه.‏ په دې بحث كې په همدې مساله تمركز كوو.

ځينې خلك وايي چې د روښان اواخوند درويزه مخالفت صرف مذهبي جنبه درلوده، خو دا خبره اوس په ډاگه ده چې د روښاني غورځنگ سره د سياسي جنبش په توگه د مغلو د امپراتورۍ د پلويانو له خوا مخالفت كيدلو.

درويزه وايي:۰(( درويزه چې څه بيان كا واړه دين دپاك نبي بيانوينه ٬ پښتانه په بله ژبه نه پوهيږي ٬ ځكه دى يې په پښتو وروښيينه، واړه دين دپاك نبي بيانومه ٬ وپوهيږئ مومنانو ددې پاك نبې له دينه په دا خپله ژبه پوه شئ افغانانو بل غرض مې په كې نشته مگر داچې شفقت كړم پر عاميانو، هر چې دا باور يې نه وي څه تهمت راباندې وايي، هغه كس دې ودريږي له بې دينو له بې ايمانو. ))

سيد علي ترمذي مشهور په پير بابا او د ده مريد اوخليفه اخوند درويزه د بايزيد روښان پر ضد د مخالفت جنډه پورته كړه. سيد علي ترمذي د گورگانيانو خوريي او د گورگاني پاچاهانو له مقربينو اومعتمدينو څخه و. كه چيرې دا خبره يعنې سياسې مخالفت نه وي نو ولې كله چې جلال الدين روښاني ماتې وخوړه اخوند درويزه هم خپلې ليكنې بس كړې. تر دې وخته پورې اخوند درويزه د مخزن الاسلام نه علاوه دارشادالطالبين، تذكره الابرار والاشرار اوارشادالمريدين په نامه كتابونه ليكلي وو.

سيد تقويم الحق كاكاخيل مرحوم اوځينې نور پوهان په دې باور دي چې:

سره له دې چې ځينې كسان په دې باور دي چې اخوند درويزه بالكل په حقه وو اودده ټول تبليغ داسلام دمدافعيت له پاره و، ليكن ځينې نور داسې عوامل اوخبرې منځ ته راغلې دي چې دهغو په وجه نن بعضې خلك داخوند درويزه اودهغه دپير طريقت پير بابا دغه ديني خدمتونو ته خالص په ديني نقطه نظر سره نه گوري، بلكې په دې وجه چې بايزيد انصاري پښتون و اوپه مقابل كې اخوند درويزه اوپير بابا دواړه پښتانه نه و اوبل خواته بايزيد دهغې زمانې د مغول حكمرانانو په خلاف سياسي جد وجهد كولو، نو دا بعضې خلك دا خيال كوي چې كه اخوند درويزه دبايزيد انصاري مخالفت نه واى كړى نو بايزيد به د مغولو په مقابل كې د پښتنو د خود مختاره حكومت په جوړولو كې بريالي شوي واى، اوهم په دې خيال نن ورځ د اخوند درويزه په هكله نامناسب الفاظ هم استعمالوي.

د اثارواو شواهدوله  مخې: سيد علي ترمذي شاه صاحب په اصل كې د تركستان و، پلار يې د همايون پاچا په پوځ كې صاحب منصب و، كوم وخت چې شيرشاه همايون ته ماتې وركړه اوهمايون در په در گرځيده نو د سيد علي پلار هم ورسره ملگرى و، ده  د اشرفيو ډكه هميانۍ خپل زوى (سيدعلي شاه ) ته وركړه اوپخپله له همايون سره ولاړ، د شيرشاه سپاهيانو دغه هميانۍ له سيد علي نه واخيسته، بياكوم وخت چې د همايون زوى اكبر پاچا هۍ ته ورسيده، سيد علي د پير روښان سره مقابله شروع كړه (محمد اصف خان تاريخ سوات )

همدا ډول:

د اخوند درويزه تذكرت البرار والاشرار دوهمه برخه د افغانانوپه باب ده اوپه هغو كې د پښتنو د اكثرو پيرانو ته بد ويل شوي د ي اودپښتنو په باب يې هم هر ډول بې مسووليته الفاظ كارولي دي. درويزه په دې خبره سخت تاسف كوي چې دپښتنو غرنۍ سيمې ولي دهغه وخت دپاچا هانو تابع نه دي. او باالمقابل د ملكانو اوپيرانو تر نفوذ لاندې راغلي دي، دا ټول د اخوند درويزه د غوښتنو او هدفونو نماينده گي كوي.

د مثال په توگه په تذكرت الابرار والاشرار كې ليكي:

(( ٠٠٠٠ هم از انست كه در دلهاى افغانان تا اين غايت لطافت ورافت نادر ميباشد بل هر كه از ايشان ديانت ولطافت دينی ورزد اورا بااستهزا پيش ميايند. اهل وقبايل وعيال اورا گم شده ميگويند بل مرده ميگويند. القصه اين مردم افغانانرا از قديم رسم وايين بران بود كه از غايت جهل وصلابت دل درميان همديگر بادشاهی را برخود جايز نداشتند چه ايشانرا تكبر وخود بينی بران داشته كه چگونه درحضور يكی از اقربا خويش عجز وفروتنی كشيم خودنوكر وان ديگر را بادشاه گويم. بل مساوی يكديگر باشيم هم از انست كه افغانان را ملك گويند درعرف وديار ما زيرا كه ايشانرا ملكان ميباشند وبادشاهان كمى باشند هر كدام از خوردك وبزرگ ايشان خودرا ملك ميگويند ٠ ٠٠٠٠٠)) ۸۳ مخ قصه خانه چاپ.

اخوند درويزه نه يوازې يو ځاى بلكې ځاى ځاى پښتنو ته دجاهلو اوعهد شكنو اوپه خپل قول د نه ولاړو خلكو اوداسې نور خطابونه كړي دي.

نوموړي چې په سيده توگه د مغلو د حكومت مبلغ و، په ډيره ماهرانه توگه دا خبره تلقينوي چې گويا پښتانه دخپل حاكميت دجوړولو وس اوتوان نه لري، دا ځكه چې ډير خودخواه دي، حال دا چې پښتانه  د ژوندانه له پاره اصول لري، چې په هغه كودونو اومقرراتو كې هر څه حل دي، خو اخوند درويزه دهغو يادونه نه كوي.

له بلې خوا د اخوند درويزه اود پير روښان په وخت كې نور و اثارو دپير روښان اوافغانانو په باب دا ډول قضاوت نه دى كړى.

په ذخيرت الخوانين نومي كتاب كې چې دجهانگير پاچا ددورې نوابان معرفي شويدي، روښاني نهضت ته داحترام په نظر كتل شوي دي، د كتاب مولف شيخ فريدالدين بكري ددويم باب په سر كې وايي:

(( درتبيين احوال امرايی عاليشان كه در زمان بهجت وسرور حضرت جنت مكانی جهانگير بادشاه عليه الرحمه والغفران بسروری وسرداری رسيده اندة)) له دې څخه ښكاري چې شيخ فريد بكري جهانگير ته خاصه عقيده درلوده خو په عين زمان كې دى د روښانيانو په باب داسي ليكي:

در زمان سابق شخصې هندوستاني باسم بايزيد درميان طبقه اى افغانان روه درامده. كشف وكرامات خود را ظاهر ساخت. اكثر افغانان را مريد خو د نموده عالمي با و گرويدند ومشهور به پير روشنايي گشت وكتاب خيرالبيان نام بزبان پشتو تصنيف كرده وانرا دران مردم رواج داد وان كتاب مدل بر اثبات وحدت وجود است ودلايل وحجت ساطع وبرهان قاطع از روى نص واحاديث واقاويل بزرگان سلف اورده. الحق كتابيست نادر. هر كس بنظر انصاف تامل كند فيضى از اوحاصل مى نمايد وان عزيز دلها بهر كسى كه نظر كرد اورا مطيع خو ساخت وبمبدا رسانيد. )) شيخ فريد بهكري.

ذخيرت الخوانين ص ۱۸۴ ادبي څيړنې.

همدارنگه اخوند درويزه په دې ښه پوهيده چې روښان دپاچا هئ خيال په سر كې لري، لكه چې وايي: (( دى هاله له ځانه خوښ شو چې مهدي شوم، د مهدي چارې به كړمه ٬ لښكرې به كړم بنيادې هندوستان به ونيسمه.

اوازې يې كړلي گډې هر چې اس لري راځي اس په ما پورې باسي داكبر باچا ټانگې واړه زما دي .)) مخزن ۱۲۳ مخ

مشهور خدايي خدمتگار عبدالاكبر خان اكبر ليكي:

دپير روښان اودروښانيانو پر خلاف مذهبي الزامونو اومخالفت كې لوى لاس دگورگاني بادشاهانو و، هغوئ بادشاهي دپښتنو نه اخيستې وه اوپه دې وجهې دهغوئ سياسي دوښمنان پښتانه اولوديان كمزوري اووهل شوي وو. دسرحد اودغرونو پښتانه يو لوى طاقت وو اوازاد وو په يوه مركز ددوى را جمع كيدل يعنې دكاڼې گرم نه تر سوات، باجوړ ه پورې دبايزيد دمريدانو پيدا كيدل اوبيا ليوني مريدان چې په هيڅ اړ نه و دا د اكبر لپاره لويه خطره وه ٠ ٠٠٠٠

حمزه شينوارى د(وركې خزانې ) په سريزه كې خپل نظر داسې څرگندوي:(( پيرروښان دحنفي مذهب مقلد و اومسايل يې تر زياتره دحنفي فقې سره تعلق لري اخوند درويزه بابا په خپله په تذكرت الابرار والاشرار كې ليكي چې پير تاريك قايم اليل اوصايم الدهر دى، ليكن دننه په زړه كې كافر دى. اوس دا فيصله خو به انصاف پسند لوستونكي كوي چې كوم انسان ټول عمر روژه اوټوله شپه په لمانځه ولاړ وي هغه كافر كيداى څنگه شي اودزړه نه يې څوك خبر و؟  زموږ كار خو هغه وخت دپښتو ادب دمعيار اندازه كول دي البته يو د وحدات الوجود مساله داسې شته ٬ چې دغو دواړو ترمنځه اختلاف سبب كيداى شي، خو دا مساله بايد چې دچا دتكفير سبب ونه گرځول شي ځكه چې ډير اوچت اوسپيڅلي مسلمانان ددې مسالي معتقد وو ٠٠ په دې سلسله كې زياتره تحريك دمغولي پاچا اكبر ددين الهى داجرا هم مرهون دى، داسې ښكاري چې پير روښان داكبر دكفر اوزندقئ په وجه توره ويستلي وه. )) ۱۸۷ مخ .ادبي څيړنې.

(ماثرالامرا) چې دصمصام الدوله شاهنواز خان اثر اوپروفيسور محمد ايوب قادري په اردو ترجمه كړى دى، روښاني نهضت دگورگانيانو په مقابل كي بغاوت اوفساد گڼل شوى دى نو له داسې مورخ څخه به څنگه دعيني قضاوت غوښتنه وشي.؟

د قاضي ميراحمد شاه په تحفت الاوليا كې داخوند درويزه نظر تكرار شوى دى.

ديوسف زايي پټان كتاب چې په اردو ليكل شوى دى روښاني نهضت ته دازادئ غوښتنې تحريك ويل شوى دى،  دكتاب مولف الله بخش يوسفي د محمد عبدالشكور په حواله وايي چې بايزيد انصاري يو صحيح مبلغ ٬ رهنما، سياستدان اواديب و، خو حضرت اخوند درويزه د مذهبي تعصب د ذاتي عناد اوسياسي اختلافاتو په وجه ده ته ملحد اوزنديق وويل، مولف داخوند درويزه په باب ليكي چې دهغه اصلي نوم هم چاته معلوم نه دى خو دى په خپله شجره كې وايي چې د مور له خوا تاتاري مغول اودپلار له خوا يوناني يم. دى ليكي چې اخوند درويزه پښتو ژبې ته دپير روښان دمخالفت په بركت ډير خدمت كړى دى.

پايله:

د پښتو ادب يو عمده اولويه برخه د مغلوالې سره دمبارزې انعكاس دى. دبايزيد اواخوند درويزه مخالفت سياسي مخالفت دمذهب په بڼه كې دى. دواړه مذهبې عالمان دي خو توپير يې په دى كې دى چې اخوند درويزه ددربار په خدمت اودپښتنو دازادۍ دټكولو له پاره موظف دى، نو له دې امله په بايزيد روښان اودهغه په غورځنگ دكفر تور لگوي. اوس كه دغه اصل يعنې ازادي غوښتنه او اسارت غوښتنه په فكري لحاظ وڅيړل شې. ان زموږ ددوارن پورې داخوند درويزه ليكه اودروښان ليكه او صفونه سره دوام كوي.

په دې مقاله كې:

د ليكوال ل پر يادښتونو سربيره

له دې اثارو نه استفاده شوې ده:

۱۔ ادبې څيړنې داستاد روهي اثر

۲۔ دبستان مذاهب

۳۔ د خوشال خټك اخلاقي ايديال

۴. روښان ياد

۵۔ د بايزيد روښان عرفاني اوفلسفي څيره ۔

۶۔ د څيړونکي يادښتونه

1,018 total views, 3 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

1 comment

  1. شاهین افغان Reply

    له تاند نه ډېره مننه چې مونږ ته د هېواد او پښتو ژبې یو ډېر زړور ، مبارز ، خدمتګار خدای بښلي بایزید روشان رحمته الله علیه معرفي کړیدی. د هغه اروا د خوشحاله او اته واړه جنتونه یې نصیب شه.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *