Categories

اعلان

Loading…

په سویلي آسیا کې سیاسي او امنیتي معادلې

لیکوال: شفیع الله شهیر
کابل، افغانستان

په دې سیمه کې د نړۍ نیم بې وزله نفوس ژوند کوي، د انساني پرمختیا له اړخه له ښه حالت څخه نه ده برخمنه، د دې سیمې دولتونه د دې پرځای چې انساني سلامت او پرمختګ ته توجه وکړي ډېره توجه یې نظامي برخې ته ده، چې دا موضوع د انسانانو فقر ته ډیره لاره هواروي.
د بشر تاریخي تجربو او د ټولنیز ژوند ماهیت دا ثابته کړې چې يوازې د امن او سولې په فضا کې بشر هر اړخیز پرمختګ کولی شي. نا امنيو او ګډوډيو له مادي او معنوي اړخه د بشري ټولنو د پرمختګ مخه ډب کړې ده. له اقتصادي اړخه سویلي اسیا نه يوازې د نړۍ له هغو سیمو څخه ده، چې د چټکې ودې په حال کې ده، بلکې دغه سیمه د بېوزله سیمو څخه ګڼل کیږي. په داسې حال کې، چې انساني ځواک یې زیات او سړي سر مصرف یې د نړۍ نسبت نورو برخو ته ډېر کم دی. د دې سیمې ډېری خلک د انرژۍ نويو سرچینو ته ډېر کم لاس رسی لري او د انرژۍ په سنتي سرچینو باندې یې تکیه کړي، دا نه یواې، چې کافي نه دي بلکې د روغتيا او چایپیریال ساتنې په برخه کې ستونزې هم زیږولی شي. د دغې سیمې زیاته وابستګي د نفتو په وارداتو او د انرژۍ د بازار د پرمختیا لپاره د زیاتې پانګې اچونې اړتیاوې، لوی او مطرح خنډونه ګڼل کیږي.

له جیو پولیتیکي اړخه دغه سیمه د اسیا د لويدیځ او ختيځ ترمنځ د یوه تاریخي پل حیثیت لري، چې د سړې جګړې په دوران کې یې د دوو زبر ځواکو په سیالۍ کې مهم رول ولوبوه. د دغې سیمې هېوادونه د سړې جګړې په وخت کې د نړیوال سیاست لوبغاړي نه وو. د سویلي اسیا موقعیت دا په ګوته کوي، چې دغه سیمه به تل د نړیوالو مسایلو مرکز وي. په دغه سیمه کې د دو زبرځواکو ترمنځ ایډئولوژیک او جغرافیایې سیالۍ خلا رامنځ ته کړې، چې دغې خلاء د امریکا متحده ایالتونو او پخواني شوروي اتحاد ترمنځ په دغه سیمه کې د سیالۍ زمینه برابره کړه. هند او پاکستان د سویلي اسیا مهم هېوادونه ګڼل کيږي، چې د خپل سوق الجیشي او ښه ستراتیژیک موقعیت په اساس یې د دوو زبرځواکو ترمنځ د قدرت موازنه برابروله. سویلي اسیا د نړۍ له بحران زېږونکو سیمو څخه ګڼل کيږي. په دغه سیمه کې هند، بنګلادېش، پاکستان، سریلانکا، نیپال، بوتان او مالدیف هېوادونه پراته دي. په یاده سیمه کې د نړۍ نږدې یو میلیارد او دری سوه میلیونه وګړي اوسېږي. په عین حال کې د دغې سیمې نمیايي وګړي بې وزله او تر فقر لاندي ژوند کوي او د نړۍ له وروسته پاتې سیمو څخه ده. دغه سیمه دوه اټومي قدرتونه د پاکستان او هند په نامه لري او د کشمیر په نامه یوه لویه بحراني ساحه په کې پرته ده. د دغې سیمې هېوادونه ډېرې سیاسي بې ثباتۍ اوټولنېزې جدایي غوښتونکي نا امنئ لري. په دغه سیمه کې بنسټ پالنې ( بنیادګرایی) په اسلامي او د هندوئیسم په بڼه ډیري ریښې غځولي دي. دغو مسائلو سویلي اسیا په ډیره خطرناکه سیمه بدله کړي. دا مسائل د دې سبب ګرځیدلي، چې نړیوال هېوادونه او  نهادونه یې په وړاندي حساسیت وښيې. د سویلي اسیا ډیر مسائل لکه نظامي، ټولنیز، اقتصادي، سیاسي او امنیتي اصولأ د پاکستان او هند له اړیکو څخه اغېزمن دي. د دغو دوو هېوادونو اختلاف د کشمیر پر سر په سيمه اېزه او نړیواله کچه بلوک بندي وې رامنځ ته کړي، چې دلته به پرې بحث وکړو. د هند او بنګلادېش، هند او نېپال ترمنځ قومي او نژادي مسايل، په پاکستان او د هند په شمال ختيځه برخه کې قومي لانجې هغه نمونې دي، چې د هند په نیمه لویه وچه کې د داخلي او نړیوال سیاست ترمنځ د اړیکو څرنګوالي په ښه ډول توصیف کوي.

په سویلي اسیا کې سیاسې او امنیتي معادلې په دوو برخو ویشلی شو. الف « پاکستان محوره معادلې: د پاکستان، چین ، میانمار مثلث او د پاکستان، چین، بنګلادېش معادله». ب « هند محوره معادلې: هند، میانمار اوهند، ویتنام». چي په ټولیز ډول دغه معادلې په څلور بروخو هم ویشلی شو. له سیمه اېزې کچې ور هاخوا نورې معادلې هم په دغه سیمه کي شتون لري، لکه د هنداو اسرائیل، هند اوجاپان، هند او امریکا او همدارنګه د امریکا او پاکستان معادلې. خو زموږ د بحث موضوع به په سیمه اېزو معادلاتو باندې وي.

د چین، پاکستان او میانمار مثلث

د چین، پاکستان او میانمار معادله له دری اړخیزو او مهمو معادلاتو څخه ګڼل کیږي، چې په سیمه کې د پاکستان په محوریت رامنځ ته شوه او په قطعي ډول د پاکستان په نړیوال موقعیت کې رول لري. د چین او پاکستان اړيکي په بېلابېلو دلایلو حسنه او استراتژیکې دي. د دغې معادلې بېلابېل اړخونه به وڅیړو

د چین او پاکستان اړیکي:

د سپټمبر د يولسمې پېښي څخه وروسته، د امریکا او پاکستان اړیکي ډېري ګرمي وې خو اوس پاکستان  د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره په چین باندي متکي دی. هرڅومره، چې د اسلام اباد او نوي ډیلي اړیکي  خرابیږي هغومره د پکن او اسلام اباد اړیکي ستراتیژیک پړاو غوره کوي. لکه څرنګه، چې مومخکې هم ورته اشاره وکړه، چې د اسلام اباد او نوي ډیلي اړیکې له نورو هېوادونو سره د دغو دوو هېواونو ترمنځ د حاکم اختلاف څخه اغیزمنې دي. په هر حال چین د پاکستان د غیرې اټومي وسلو اصلي تامین کوونکی  او همدارنګه یې د اټومي وسلو د پروګرام په ډېرو برخوکې خورا مهم رول لوبولی. چین له پخوا څخه د پاکستان د اټومي وسلو او د دغه هېواد د بالیسیتیک توغندیو له پروګرام څخه قوي ملاتړ کړی او پاکستان هم د چین او فرانسې په مرستو د اټومي، هوایې او توغندیو، پروګرامونو پیاوړي کړل.

هغه عوامل، چې د پاکستان او چین د نزدې کېدو سبب ګرځېدلي عبارت دي له:

۱- چین او پاکستان پدې لټه کي دي، چې د هند سټراټېژيکه فضا په سویلي اسیا کې محدوده کړي.
۲- چین له پاکستان څخه غواړي، چې په دغه هېواد کې د اېغور ازادي غوښتونکو په پیژندلو او ټکولو کې ورسره مرسته وکړي.

۳- د چين سمندرېز شتون په ګوادر کي پکن ته دا امکان برابره وي، چې د مالا تنګي د احتمالي بندېدلو په صورت کې لودېځې اسیا ته د لارسي په موخه له ګوادر څخه ګټه واخلي.

۴- په ټوله کې د چین موخه له اسلام اباد سره د اړیکو په ټینګولو کې دا ده، چې له هند او امریکاسره سیالي وکړي.

د پاکستان او میانمار اړیکي:

کله چې د ۲۰۰۱م کال په ډسمبرکې امریکايي چارواکو له القاعدې سره د پاکستان د اټومي وسولو د پوهانو د اړیکو او مرستو څیړنه کوله. دا مالومه شوه، چې د پاکستان د اټومي وسلو دوه پوهان د سلمان اسد او محمد علي مختار پنوم میانمار ته تللي وه. په هغه وخت کې روسیه په میانمار کې د اټومي راکټور په جوړولو بوخته وه داسي ویل کېده، چې پاکستان دا هڅه کوي، چې د روسې د دغه کار له جزئیاتو څخه به مالومات ترلاسره کړي او د خپل هېواد په ګټه به ورڅخه کار واخلي. د پاکستان جمهور رییس جنرال پرویز مشرف له میانمارڅخه له نزدې کتنه وکړه، چې په پایله کې میانمار ورسره ډېري بې ساري مرستي او همکاري شروع کړې، په ځانګړي ډول په سمندرېزه بر خه کې. وروسته ښکاره شوه چې پاکستان د میانمار د وسلو اصلي تامین کونکی ده په ځانګړي توګه اسلام اباد په غیري اټومي وسلو باندي د میانمارد پوځ په سمبالولو او دهغوي په روزلو کي مهم رول درلود.

د چین او میانمار اړیکي:

کله چې په میانمار کې نظامیان واک ته ورسېدل چین لومړنی هېواد وه چي په ۱۹۸۸م کال کي یې ورڅخه خپل ملاتړ اعلان کړ. له دې څخه وروسته د پکن او رانګون ترمنځ اړیکي ډېري ګرمي او نږدې شوې، چې میانمار د پکن له پاره  په ډیرو برخو کې ګټور دی. سربېره پردې پکن له میانمار سره تړونونه د دې له پاره وتړل، چي لویې لاري جوړي او بندرونه له سره نوي کړي. له دغه کار څخه د پکن موخه دا وه، چې له میانمارسره د دغه هېواد د سویل لوديځو ایالتونو په اړیکو کي اسانتیاوي رامنځ ته شي. له هند سره د چین رقابت یو له هغو انګېزو څخه ده، چې چین یي میانمار ته نژدې کړي. هند هم له میانمار سره د پراخو اړیکو د ټینګولو هڅي کوي. چين په میانمار کې د هانګي، کوکو، اکياب او مرګویې سمندري اډو د نوي کولو له پاره کارپیل کړی او د نظامي تړونونو په واسطه، چې له میانمار سره یې تړلي پکن توانېدلی، چي د دغه هېواد له اډو څخه په استفادې سره د هند اقیانوس ډېري برخي تر کنټرول لاندي راولي. دا کار له چین سره مرسته کولی شي، چې خپل نظامي قلمرو تر هغو سیمو پوري، چې د آسیا د اقتصادي نظامونو لپاره اهمیت لري پراخ کړي، دغې مسئلې هند ډېر اندنېښمن کړی.

د سویلي اسیا په معادلاتو کې به د پاکستان له پاره هر ډول امتیاز د هند په تاوان وي، نو د پاکستان، چین او میانمار ترمنځ دری اړخېزه اړیکي د هند د اندنېښنې وړګرځیدلي، چې چین پاکستان ته د ښه او دومداره ملګري په سترګه ګوري. پردې سربېره د هند په شمال ختيځ ایالتونوکې پاڅونونه د میانمار د ګټورې مرستي څخه پرته نشي کنټرو لیدلی. په دې اساس میانماراو له چین، پاکستان سره اتحاد به چې داوړه هېوادونه د هند سخت سیالان دي د هند د کورني امنیت په ټینګولو کې ستونزه را ولاړه کړي. هند ډېري هڅي وکړې، چې د میانمار پاملرنه ځان ته راجلب کړي اما له میانمار سره د چین او پاکستان اړیکي دومره ننوتي، چې دغه دوه هېوادونه کولی شي، چې میانمار هر وخت هند ته د ستونزو د جوړولو لپاره تیارکړي. دغه دری اړخیزه اړیکو ته چینایې او پاکستانې پوهانو، چې میانمار ته یې اټومي راکټورجوړکړی ډېر استحکام ورکړ.

د چین، پاکستان او بنګلادیش  مثلث

دغه مثلث پدې فکر جوړ شوی، چې هند کولی شي د دغه دری واړو هېوادونو دښمن واقع شي. دغه مثلث بیلابېلو سیاسي، اقتصادي او نظامي مرستو ته ځاي ورکړي.

د پاکستان او بنګلادېش اړیکي:

بنګلادېش مخکي د پاکستان ختيځ ایالت وه، چې په ۱۹۷۱م کال کې د پاکستان پوځ د خپلو بنګالي هېوادوالو په عام وژنو لاس پوري کړ ترڅو په ټاکنو کې د بنګالیانو د بریالیتوب مخنیوی وکړي. د پاکستان پوځ دا نشوای زغملی، چې  یو بنګالی د شیخ مجیب الرحمن په نامه د پاکستان لومړی وزیر شي. دغې موضوع داخلي جګړې رامنځ ته کړې، چې پایله یې د بنکلادېش په نامه د یوه خپلواکه هېواد منځ ته راتګ وه. بنګلاېش له لودیځ او شمال څخه د هند او د ختيځ له لوري د هند او برما او له سویل څخه د بنګال خلیج پواسطه احاطه شوی. بنګلادېش له هند سره ۳۹۰۱ کلیومتره په اوږدوالي پوله لري. بنګلادېش د پاکستان په څېر د اسلامي بنسټ پالنې تر اغېز لاندي دی نو هند ته د د ښمن په توګه کتل یې د ثابتي ستراتیژۍ یوه برخه ګڼل کیږي. پاکستان، بنګلاېش د هند پر وړاندي د نیابتي جګړې له پاره د وسلو د ځای پرځای کولو له پاره ښه ځاي بولي، چې دغه کار له ګډو مذهبي، نظامي اواطلاعاتي پیوندونو څخه سرچېنه اخلي. په همهاله توګه په سویلي اسیا کې د چین او پاکستان د ستراتیژیکو پیوندنو اغیز په منطقي ډول بنکلادېش ته هم سرایت کړی. بنګلادېش په تاریخي لحاظ له پاکستان سره ستونزي لري اما د پاکستاني چارواکو دوامدارو بښنو دغه کرکه د ډاکې د چارواکو له زړه څخه اېستلې. پرته له شکه د پاکستان او بنګلادېش همکاري، د هند په وړاندي د اسلام اباد له سټراټيژیکو طرحو څخه دی، چې دغې معادلې ته د اسلام اباد په هڅونه د چین ننوتل د موضوع اهمیت لاډېر کړ. داسي ښکاري، چې پاکستان غواړي له چین او بنګلادېش سره د اړیکو په پراخولو کې د هند سټراټیژیکه پاملرنه له لویديځ (پاکستان) څخه ختیځ (بنګلادیش) ته واړوي، چې دا کار به په اسلام اباد باندي د هند د فشار د کمېدو سبب شي او همدارنګه په پاکستان کې د اسلامې بنسټ پالنې وده د دې امکان رامنځ ته کوي، چې په بنګلادېش کې هم د هند ضد احساسات تحریک او تشویق شي. د هند د سیاسي پالیسۍ جوړونکي دا لارښونه کوي، چې د هند او میانمار ترمنځ دفاعي همکاري باید په داسي ډول رامنځ ته شي، چې رانګون  ته دا جوته شي، چې هند یې په اوږدمهاله کې د کوم سیاسي فشار له اعمال څخه پرته دفاعي اړتیاوې پوره کولی شي.

د چین او بنګه دېش اړیکي:

په ۱۹۷۱م کال کې د پاکستان د کورنۍ جګړو په اوږدو کې چین د بنګه دېش د خپلواکۍ سره مخالف وه. په همدې دلیل پکن تر ۱۹۷۵م کال پوري، چې د بنګه دېش د منځ ته راتګ څلور کاله تېر شوي وه لایی په رسمیت نه وه پیژندلی. د بنګله دېش سټراټیژیک واقعیتونو پاکستان او چین دېته اړ کړل، چې دغه هېواد په خپلواک ډول وپیژني. سټراټیژیک واقعیتونه یې دا دي، چې که چېرته پاکستان او چین له بنګلادېش څخه ځان لري کړي، هند دغه تشه ډکولی شي. دغې مسئلې چین له بنګلادېش سره د اړیکو په پراخولو کې هڅولی. اوس مهال بنګلادېش نظامي تجهیزات له چین څخه ترلاسه کوي. په لنډ ډول ویلی شو، چې چین غواړي بنګله دېش هم د پاکستان په څیر په داسي یو هېواد بدل کړي، چې د اقتصادي برخي ترڅنګ په نظامي  برخه کې هم په چین پوري تړلی وي. سټراټیژیکي شننې ښه یې، چې بنګلادېش له پاکستان او میانمار سره د چین د سیاست یو اړخ دی، چې غواړي هند محاصره کړي.

د چین او بنګله دېش ترمنځ د سټراټېژیکو اړیکو د بدلون لویه نښانه د دغه دوو هېوادونو ترمنځ د دفاعي همکاریو تړون وه، چې په ۲۰۰۳م کال کې  د ډسمبر له ۲۳ څخه تر ۲۷ پوري، له چین څخه د بنګله دېش د لومړي سفر په ترڅ کې لاسلیک شوه. که څه هم بنګله دېش ټینګار کوي، چې له چین سره یې دفاعي همکاري او همدارنګه د چین، پاکستان او بنګله دېش مثلث رامنځ ته کېدل د هند په ضد نه دی.

د ډاکې او پیکینګ ترمنځ د دفاعي همکاریو تړون د لاندي دلایلو په اساس د هند د اندنیښنې وړدي.
۱- د چین او بنګله دېش ترمنځ د دفاعي او نظامي همکاريو د زیاتېدو په اساس به پکن په سویلي آسیا کې سټراټیژیک توجهات زیات کړي.

۲ – د بنګله دېش نظامي پیاوړتیا به د هند له پاره ګرانه تمامه شي، چې دا کار د نوي ډیلي په نظامي طرحو کي د يوې مهمې مسئلې په توګه  باید د پاملرنې وړ وي.

۳ – دا چې د هند او پاکستان او یا د هند او چین  ترمنځ د جګړې پر وخت کې به بنګله دېش څه ډول دریځ غوره کوي، چي دا د هند لپاره ګونګه او اندنېښمنه موضوع ده.

۴ – هند له  دې څخه ډېر اندنېښمن ده، چې له دې وروسته به د چین اغېز(نفوذ) د بنګال خلیج ته د بنګله دېش پواسطه اسانه شي.

۵ – د هند د منځني واټن ویشتونکي توغندي، چې دهند په شمال ختيځ کې يې د چین په وړاندي ځاي پرځاي کړي، د ساتنې اړتیا به یې لا ډیره شي.

د هند، میانمار معادله: د یوې سټراټیژیکي اړیکي د جوړولو هیله

نوی ډیلی له دې څخه وېره لري، چې ګاونډی هېواد میانمار یې له رقیبو هېوادونو سره متحد دی. اما هند هیله لري، چې وبه کولی شي رانګون د خپلو ملګرو هېوادونو دایرې ته ننباسي . په ۱۹۸۸م کال کې، چې کله په برما کې نظامیان قدرت ته ورسېدل د هند دولت باید د دغه هېواد نظامي مخالفانو ته پناه نه وای ورکړي او د بحران د سوله اېز حل لپاره یې باید هڅې کړي وای.  خو چین بیا د هند برعکس کار وکړ او د نظامیانو حکومت یې په رسمیت وپیېژندل. هندي شنونکو د دغه هېواد د وخت د دولت دغه نه سنجول شوي کار چې ترسره یې کړ لویه تیروتنه وبلله، چي دغه عمل د هند بایللو او د چین د ګټلو سبب وګرځېد. هند باید د میانمار موقعیت ته په کتو سره د دغه هېواد له هر حکومت سره نیکي او حسنه اړیکي ټینګي کړي وای. د لاندنیو دلایلو په اساس باید هند له میانمار سره خپلي اړیکي پراخي کړي او د خپلو دوستو هېوادونو دایرې ته یې داخل کړي .

۱ – میانمار د هند دویم لوي ګاوندی هېواد ده.

۲ – د میانمار سمندري ځواکونه او د دغه هېواد د متحدینو ځواکونه د بنګال خلیج په ختیځه برخه کې ځای پرځای دي، چې دا دهند له پاره ګواښ جوړیدلی شي.

۳ – میانمار د سویلي اسیا او سویل ختيځي اسیا ترمنځ ارتباطي پول دی او همدارنګه د هند د شمال ختيځ ایالتونو او د چین د سویلي ایالتونو ترمنځ پرته سیمه ده.

۴ – میانمار له لائوس او ټایلنډ سره ګډه پوله لري، چې د هند همکاري له میانمار سره د هند له پاره دا امکان رامنځ ته کولی شي، چې د شرق لورته خپل سیاستونه عملي کړي.

۵ –  اوس د هېوادنو، ډلو او افرادو په ذهن کې دا سي منفي انځور پروت دی چي هند له ټولو ګاونډیو سره ستونزي لري. میانمار د هغو هېوادونو له ډلي څخه دی چي د اړیکو د رغېدو او ښه کېدو وړتیا لري. هند له دغې لارې کولی شي، چې دغه منفي انځور د نورو له ذهنونو څخه وباسي.

۶ ـ میانمار د طبیعي زېرمو په لحاظ غني هېواد ګڼل کېږي. دغه هېواد د نفتو او ګازو مهمې زېرمې لري، چې هند ورته اړتیاوي لري. سربېره پردې د مسو، سربو، قلعي، فولادو او د طلا زېرمو یې د هند پاملرنه ځانته را اړولي. پورتنیو مسائلو ته په کتو سره، نوی ډیلی هڅه کوي ترڅو له میانمار سره اړیکي جوړي کړي، چې  اصلي موخه یې د چین، پاکستان او میانمار په مثلث کي درز رامنځ ته کول دي.

د هند او ویتنام ترمنځ سټراټیژېکې همکاري: د سیمه اېز توازن د رامنځ ته کولو په هېله

ویتنام د هغو هېوادونو له ډلي څخه دی، چې هند کولی شي ورڅخه د سیمه اېز توازن په رامنځ ته کولو کي ګټه واخلي. د امریکا په وړاندي د هانوي د جګړې څخه د هند ملاتړ د دغو دوو هېوادنو ترمنځ دسټراټېژيکو همکاريو د ټینګېدو ضمانت ډیر کړی. دغه موضوع له هند سره مرسته کولی شي ترڅو له ویتنام سره د سټراټیژیکو همکاریو په رامنځ ته کولو کې کومه ستونزه ونه لري. کېدای شي چي د هند هڅه له ویتنام سره د سټراټېژیکو اړیکو د ټینګولو له پاره له چین څخه اغیزمنه وي. اما پرته له شکه کله، چې سیمه اېزي معادلې رامنځ ته کېږي په پاکستان باندي اغیزي اچولی شي. هند او ویتنام دواړه د چین په وړاندي بد ګمانه دي.
هند او ویتنام کولی شي، چې چین دلاندنیو دلایلو په اساس د ګواښونکي عامل په توګه ثابت کړي.

۱ – هند او ویتنام له چین سره اوږدې پولي لري، چې په وچو او سمندري پولو کې له یو اوبل سره اختلافونه لري.

۲ – په هند او ویتنام باندي په ترتیب سره په ۱۹۶۲م او ۱۹۷۹م کال کي د چین لخوا تیری شوي.
۳ –  د چین لخوا د ویتنام په اسپراتلي جزایرو باندي څو ځلي بریدونه شوي دي.

۴ – د چین سټراټیژیکي اندنیښنې  په ځانګړي ټوګه د هند او ویتنام په اړه، پکن دې ته اړ کړي ترڅو د فشار راوړلو سټراټیژیک ټکي د دغه هېوادونو د کمزوري کولو له پاره په لاس راوړي.

د هند په اړه چین د پاکستان ګواښ رامنځ ته کړی او د ویتنام په اړه چین په کامبوج کي نیابتي مبارزې رامنځ ته کړي. له دې سره سره چين له ویتنام سره په ځمکنیو او سمندري پولو کې خپل نظامي ځواکونه له دغه هېواد سره د مقابلې په موخه ځای پرځای کړي. نو په دې اساس هند او ویتنام طبیعي سټراټیژیکه همپالنه لري هغه دا، چې څرنګه کولی شي چين په ډیپلماټیک لحاظ  ژمن کړي او په راتلونکي کې یې له داسي کړنو څخه مخنیوي وکړي چي تاوترېخوالي زیږولی شي. نوی ډیلی پدې باور دی، چې دا ډول موخې ته د رسېدو له پاره ویتنام باید په یوه ځواکمن هېواد باندي بدل شي. نو په دې اساس هند دغه هېواد په نظامي، دفاعي، سیاسي او اقتصادي لحاظ تقویه کړ. هرڅومره، چې د هند او ویتنام د تعاملاتو کچه لوړه شي په هماغه اندازه د به د ویتنام تعامل له چین او پاکستان سره  کم شي. د سویلي اسیا په امنیتي ترتیباتو کي د هند او ویتنام د اړیکو او مناسباتو پراختیا به د پاکستان موقعیت د کمزوري کېدو سبب شي.

مأخذونه

۱ – مجددی، فضل الله، روابط سیاسی هند و پاکستان، کابل: بنگاه انتشارات میوند، ۱۳۹۱.

۲ – پوریان، رضاحسین، مجتهد زاده، پیروز و زهرا، احمدپوری، بنیان های جغرافیای و ژئوپولیتیکی روابط در شبه قاره هند، فصلنامه مطالعات شبه قاره دانشګاه سیستان وبلوچستان، سال ۱۳۸۹، شماره پنجم.

۳ – عبدی، عبدالله، معادلات سیاسی – امنیتی درجنوب اسیا و تاثیر آن برامنیت و منافع ملی جمهوری اسلامی ایران، مجله اطلاعات سیاسی و اقتصادی، شماره ۱، ۱۳۹۵.

۴ـ وقاری، مجید، استقرار صلح در منطقه جنوب آسیا در ګرو حل اختلافات هند و پاکستان، Pars Today

679 total views, 3 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *