Categories

اعلان

Loading…

 د انتخاباتو لپاره د لوی ملي ایتلاف اعلان | عبدالباري جهاني

د افغانستان  لوی ملي ایتلاف، چي د هیواد تر ټولو بدنام غله، داړه ماران او جنایتکاران پکښي را ټول سوي دي، اعلان کړی دی چي ډېر ژر به د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو لپاره، د یوه کاندید پر ځای، د اتو مقامونو لپاره خپل کاندیدان اعلان کړي. د دې ایتلاف یوه مشر ضیاء مسعود، چي په افغانستان کي له یوه سیال څخه هم په غلا، رشوت، او اداري فساد کي پاته نه دی، اعلان کړی دی چي دوی به د جمهورریس، د هغه د دریو مرستیالانو، صدراعظم او د هغه د دریو مرستیالانو کاندیدي اعلان کړي. ده په خپل اعلان کي دا هم ویلي دي چي د جمهوري ریاست چوکۍ به یوه پښتانه ته، چي حتما باید په غلا او جنایتونو کي د ایتلاف د نورو مشرانو سره برابر او یا بدتر وي، ورکړي او باقي پاته چوکۍ به د نورو قومونو ترمنځ ووېشي. ضمنا به د جمهورریس صلاحیتونه کم کړي او په عوض کي به د صدراعظم او د هغه د دریو مرستیالانو صلاحیتونه زیات کړي.

دا چي دا اعلان د چا له خولې راوتلی او د چا استازیتوب کوي د ټول اختصار سره سره یې د شرارت او فساد ټول تفصیل څرګند دی؛ هغه خبره دي یوې خواته پاته وي؛ ځکه زه یقین لرم چي دا ایتلاف به په خپلو شومو اغراضو کي ځکه بریالی نه سي چي لومړی خو به یې نور کسان بري ته پرې نه ږدي او دوهم به په انتخاباتو کي له برخي اخیستلو څخه مخکي، د بل هر ځل په څېر، د ګټو د وېشلو پر سر، د لېوانو په څېر، سره بې اتفاقه سي او یوه بل ته به خولې واچوي. خبره په دې کي ده چي دااوسنی نظام خو د ایتلاف د همدغو مشرانو په مرسته منځته راغلی او دا مشران د همدغه نظام له برکته اوس د سوونو او حتی زرونو میلیونو ډالرو څښتنان سوي دي. د جمهوري ریاست، پارلمان، لويي جرګې او ولایتي جرګو د انتخاباتو قوانین او اساسي قانون او نور فرعي قوانین خو د دوی په مشری منځته راغلي دي. دوی اوس څرنګه د خپل تصویب کړي اساسي قانون په مقابل کي درېږي؟

خبره بیرته هغه پخواني ځای ته رسېږي چي « ورانه ده خو له خانه ده» که اشرف غني، یوازي او یوازي د جمهورییس کېدلو او د قدرت په نشه د مستېدلو او زړه سړولو په منظور، د امریکا د خارجه وزیر جان کېري امر ته غاړه نه وای ایښې او د هیواد د اساسي قانون د ټولو موازینو په خلاف یې د اجراییه ریاست ایجادول نه وای منلي او په لوی لاس یې دوه سری حکومت منځته نه وای راوړی نن به د لوی ایتلاف د غلو مشرانو، د اساسي قانون په خلاف، د دومره لويي سرغړوني جرأت نه وای کړی. د ایتلاف داړه مارانو ولیدل چي که پرون سرغړونه کېدلای سوای او د اجراییه رییس او د هغه د دوو مرستیالانو او له هغوی سره د سل هاوو نورو مامورینو پوسټونه ایجادېدلای سوای نو د اتو تنو کاندیدانو پېشنهادول او په انتخاباتي مبارزه کي برخه اخیستل څه تاوان لري؟

په افغانستان کي، په وروستیو څه کم سلو کالو کي، له اساسي قانون او نورو ملي موازینو او نوامیسو سره دومره لوبي سوي دي چي ښايي په سیمه او حتی نړۍ کي مثال ونه لري.

افغانستان د امیر عبدالرحمن خان تر زمانې پوري لیکلی عصري قانون نه درلود او ټول اجرآت زیاتره د دیني علماوو د فتواو سره سم کېدل. امیرعبدالرحمن خان د حکومتي اجرآتو لپاره د « قانون کارګذاري درمعاملات حکومت و تعین جرایم و سیاست» په نوم په ۶۱ مادو کي یو قانون خپور کړ. که څه هم چي دا قانون، په خپل ذات کي، ډېر ظالمانه وو؛ ځکه چي په نهه پنځوسمه ماده کي وايي چي که چېري قاتل د مقتول ورثې او حکومت ته دیت او جریمه نه سوای پوره کولای نو د هغه له مور، پلار، خور، ورور، کاکا، عمه، خاله، د کاکا له زوی، د عمه له زوی او د خاله له زوی څخه دي دیت واخیستل سي. ګواکي له مجرم سره د هغه بېګناه نیژدې او لیري خپلوان، هسي په ناحقه، په جرم کي شریک ګڼل کېدل. خو په هر صورت، تر نه قانون همدا ظالمانه قانون هم ځکه بهتر وو چي په وروسته کي د نورو بهترو قوانینو لپاره یوه مقدمه وه.

امیرعبدالرحمن خان دغه راز د « اساس القضات » په نوم یو بل قانون په ۱۳۶ مادو کي منظور او خپور کړ او دا قانون، لکه له نوم څخه چي یې ښکارېږي، خاص او یوازي د قاضیانو د اجرآتو لپاره وو. په زړه پوري خبره دا ده چي امیر دا دواړه قوانین ماده په ماده تر نظر تېر کړي او د هري مادې په پای کي یې لیکلي دي چي صحیح است فقط.

له امیرعبدالرحمن څخه وروسته، اعلیحضرت امان الله خان د هیواد لپاره لومړنی اساسي قانون تصویب او خپور کړ. په دې قانون کي د پاچا او رعایا پر حقوقو باندي په څو مادو کي بحث سوی دی. دغه راز یې بې شمېره نظامنامې تصویب او خپرې کړې. ګواکي د هغه په زمانه کي  د قوانینو مسلې ته تر بلي هري اجتماعي چاري زیاته توجه وسوه. له اعلیحضرت امان الله خان، او په تېره بیا اعلیحضرت محمدظاهرشاه څخه وروسته، هر مشر او واکمن، د خپلي خوښي سره سم، اساسي قانون جوړ کړی او له ځان څخه وروسته واکمن ته یې، د بشيړتغییر لپاره، په میراث پرې ایښی دی.

بیرغ همداسي درواخلی. د افغانستان په معاصر تاریخ کي، یعني له احمدشاه بابا څخه تر اوسه پوري، بیرغ پنځه ویشت ځله تغییر کړی دی. یوازي اعلیحضرت امان الله خان، په خپله لس کلنه دوره کي څلور ځله تغییر پکښي راووست. پر افغانستان باندي د امریکا او ناټو د یرغل راهیسي بیا تر ۲۰۱۳ کال پوري څلور ځله تغییرات پکښي راغلي دي.

په بانکنوټونو کي، چي د بیرغ په څېر، د یوه هیواد د هویت شکل لري او یو هیواد ورباندي پېژندل کېږي، خو لکه د لوبو سامان، هر نظام او هر واکمن جلا جلا او له خپلي خوښي سره تغییر راوستلی دی. ملي سرود هم تر بیرغ پاته نه دی او هر واکمن د خپلي خوښي سره سم انتخاب کړی او رواج کړی دی. په زړه پوري خبره خو لا داده چي اوسنی ملي سرود، چي د منظورېدلو او خپرېدلو یې څه باندي دوولس کاله کېږي، ډېر زیات حکومتي مقامات او لوی سفارتونه په رسمیت نه پېژني. دا خبره مو باید په یاد وي چي د افغانستان نوم هم یو وخت افغانستان، بیا مملکت خدا داد افغانستان، د افغانستان شاهي دولت، د افغانستان جمهوریت، د افغانستان ډیمکراټیک جمهوریت، د ولت اسلامي افغانستان، د افغانستان اسلامي امارت او د افغانستان اسلامي جمهوریت ته تغییر کړی دی.

داسي ښکاري چي موږ، له بده مرغه، یوازي په اداري فساد او د مخدره موادو په تولید کي په نړۍ کي لومړی مقام نه دی ګټلی بلکه په ډېرو نورو بدیو او کمزوریو کي هم له سیالانو څخه وړاندي یو. کله چي د یوه هیواد واکمنان او د واک نیولو لپاره کاندیدان  خپل هغه اساسي قانون چي دوی پخپله تصویب کړی او توشېح کړی دی نه رعایتوي نو سړی نه پوهېږي چي دا واکمنان به نورو کسانو ته په کومو سترګو او کوم جرأت له قانون څخه د سرغړونو له امله سزا ورکوي.

زه یوه خبره کوم، چي زه یقین لرم د ډېرو زیاتو کسانو، په تېره بیا منورینو به خوا راته بده سي. زموږ په ګاوڼد کي پاکستان پروت دی چي زموږ منورین یې مصنوعي او بې تاریخه هیواد بولي او نور یې په داسي نومونو یادوي چي په مضمون کي د لیکلو نه دي. خو که حقیقت ته ځير سو. د ۱۹۴۷ کال راهیسي، چي پاکستان له برټانیې څخه خپلواکي اخیستې او له هند څخه بېل سوی دی پاکستان نومېږي. یو ملي سرود لري. یو بیرغ لري. یو بانکنوټ لري او یو اساسي قانون لري، چي تعدیلات د نړۍ د هر هیواد په قوانینو کي راغلي او دا یو طبیعي کار ګڼل سوی دی.  له پنجابي لیاقت علي خان څخه نیولې، تر پښتانه مارشال ایوب خان، تر سیندهی ذوالفقار علي بهټو، تر بلوڅ آصف علي زرداري، بیا تر پنجابي نوازشریف او پښتنو ته منسوب یا پښتون عمران خان پوري چي هر یو قدرت ته رسېدلی دی ټول پاکستانیان دي او هر یو د خپل پاکستان تر ګټو سرونه قربانوي. په مقابل کي زموږ سیاستمداران او قومي مشران د افغانستان له نامه سره مخالف دي هغوی دا نوم په خراسان بدلول غواړي او په تذکره کي د افغان پر نامه باندي اعتراض لري. داسي ښکاري چي موږ، له بده مرغه، د ملت کېدلو او ملي یووالي په اساس د هیواد له جوړولو څخه اوس هم ډېر لیري یو. که څه هم چي د افغانستان د شمال لوی ایتلاف یا د غلو او داړه مارانو غدی په هیڅ صورت د افغانستان د عظیم هیواد استازيتوب نه کوي خو د خطر د یوه زنګ په حیث باید په نظر کي ونیول سي.

3,335 total views, 5 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

1 comment

  1. Dr.HamidUllah Z.Safpi حمیدالله زړور صاپی Reply

    سلامونه،
    جهاني صاب ،په قلم مو برکت . په ریښتیا چې ډیر حقایق مو بربڼډ کړي دي.
    زه به یوڅو ټکي ور اضافه کړم:
    – اول خو دا لوی ملی ایتلاف نه دی بلکه( کوچنی فارشیستي او غیر ملی اختلاف!)دی. د شیتانستاني مثلث له خوا شخوند وهل کیږي.
    -دا چې دوی ویلي ۸ کاندیدان به د یو پشتون په مشرۍ ټکټ!کوي >> پشتون نه به ېې کوم تش په نامه پښتون لکه کرزی او م.اشرف خان ؛او یا اوریا،همایون ه.،ظاهر قدیر، ….. هدف وي چې د دوی زور+تزویر+زر ته وګډیږي ، او د دوی خبره خود کش بیګانه پرست اوسي، …
    -د پوکستاین !چې تاسو ویلي ، په سب سې پهلې پ.! خو ېې صحیح ؛مګر راسئ د پي.ټي.ایم او کروړونو پښتنو+بلوڅانو ،سندهیانو، کشمیریانو ،او بلتیستانو مړي او ورک وپوشتئ ! بیا به دا ومنو چې دا د هندوې مور، برتانوي انګریز پلار او امریکاني دادا!!! ناسلفه او نا خلفه هرمونی هم کټ مټ همدا ملی اختلاف د غلاوو، قتلونو پر تزویر+زر+زور له سنټو او سیاتو نیولې تر یو.کې. او یانکي جمع د آل-سعود شیخانو په دراهمو سا باسي ؛
    ګنې: اتفاق په پښتانه کښې پیدا نه شو+++ ګنې مابه د مغول ګریوان پاره کړ!خ.خ.خ.بابا
    – دا دعاوې به وکړو : لویه خدایه!
    افغانانو او پښتنو کې اتحاد او اتفاق پیدا کړې . او څوک چې د یو افغان وینه، ناموس،مال حال ته تاوان او ضر ر رسول غواړي پخپلو کې ېې سره لیوان، ګیدړان، وزګوړي ، او موشخرما ګان کړې لکه همهاغه موژکشیران!!!
    ستاسو له توجه او لیکنو مڼنه.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *