Categories

اعلان

Loading…

کندوز کې د نږدې لس نیم میلیونه افغانیو په ارزښت درې پروژې پيل شوې

کندوز ښارکې د شاوخوا لس نیم میلیونه افغانیو په ارزښت د ۳ فرعي سرکونو   او ویالو  د اساسي جوړیدو کار پيل شو :

نن د کندوز والي او مسؤلینو له لوري د بنسټ ډبرې په کېښودل سره  د شاواخو لس نیم میلیونه افغانیو په ارزښت په کندوز ښار کې د درې فرعي سرکونو   او ویالو د اساسي جوړیدو کار پيل شو.چې د یادو ۳ واړو پروژو  ودانیزې چارې به یو په بل پسې  په درې میاشتو کې بشپړې او رسماً به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د دغو درې پروژو کارونه په داسې حال کې پيلیږي چې همدا نن د عسقلان په دښته  کې د قالین اوبدلو د شهرک دلومړۍ برخې کارونه د ۴۶ میلیونه افغانیو په ارزښت هم پيل شوې.

کندوز والي د دغو پروژو دپيل پرمهال  وویل(( ټولګټې پروژې د خلکو دي او خلک دنده لري چې دټولګټو پروژو څخه په کله ساتنه او حمایت وکړي او د پراختیايي پروژو تطبیق ته زمینه برابره کړي او پرینږدي چې د پرمختګ ،سولې او ابادۍ دښمنان عامه پروژې زیانمنې کړي))

۱۳۹۷-۸-۱۷

د کندوز ولایت د رسنیو او اړیکو دفتر

128 total views, 12 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *