Categories

اعلان

Loading…

ولسمشريزي ټاکني او عامه غوښتنې | فرهاد داوري

هلمند

د ولس په منځ کي د سياسي قدرت د تر لاسه کولو مبارزه، کرار کرار پر پخېدو ده، عامه افکار د ټاکنيزي مبارزې په اړه د شکل جوړولو په حال کي دي، هغه تجربې چي د تېرو ټاکنو څخه موجودي دي، دېته لاره هواروي چي د فکري جوړښتونو په رامنځته کولو کي ټاکنيزي مبارزې ځانګړی ځای لري، د ولسي لومړيتوبونو پېژندنه د ولسمشريزو ټاکنو په لومړنيو تحقيقي او تحليلي پړاوونو کي په سمه توګه پېژندل کېږي. پوښتنه داده چي په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کي افغانان روايتي تغير غواړي که د راوي تغير غواړي؟

روايتي تغير که د راوي تغير؟

هغه سياسي حکايتونه او د روايتونو اساسات چي په افغانستان کي معمولي دي، ازمايل سوي دي، دا چي کوم روايت د افغانستان لپاره غوره نسخه ده، پدې  اړه ولسي قضاوت او ټکنوکراټيک رسالت مهم دی، په افغانستان کي تر دې مهاله دوه ډوله روايتي سياستونه لرو:

لومړی- د جهادي مکتب روايتي سياست

جهادي روايتي سياستونه چي د وطني کوډونو او اسلامي فرضيو له مخي حرکت کوي، د خلکو د عادي پوهي سره برابر سیاستونه دي، هغه وطني کوډونه چي پدې سياسي روايت کي په کار وړل کېږي، تر ډېره بريده د ولسي رضايت او ملاتړ په جلبولو کي مؤثره ګڼل کېږي. په افغاني ټولنه کي د مذهبي او کلتوري اساساتو استعمال د ولسي رضايت مهمه کيلي ده، په جهادي روايتي سياستونو کي دا کيلي کارول کېږي، په ولس کي د عادي پوهي موجوديت او د علمي پېچومي او غربي ټکنوکراټيکو لارو سره د دوی نا اشنايي هغه څه دي چي ولس مجبوره دی همدې وطني-کلتوري کوډونو ته مراجعه وکړي. په دې لاره کي د روش استعمال د سياسي ټولنبوهني له نظره مؤثره دی، خو له روش څخه د پايلي پر سر فکري اختلاف موجود دي، د بېلګي په توګه د جهادي، اسلامي او کلتوري شعارونو، کړنو او شکلياتو په جوړولو سره ولسي احساسات پارېدای سي، ملاتړ جذبېدای سي، خو وروسته له ملاتړه، هغه لويه دنده چي سپارل کېږي، د هغې دندي پر مخبېول بيا پدې شعارونو او تګلارو نه کېږي، ياني يو د سياسي پست د لاسته راوړلو روش او دوهم د سياسي پست څخه د ګټي اخيستني وړتيا ده، پدې لاره کي روش غوره دی، خو وړتيا کمه ده.

دوهم- غربي ټکنوکراټيک روايتي سياست (وارداتي ټکنوکراسي)

افغانستان ته د ليبرال ډيموکراسۍ په راتګ سره غربي ټکنوکراټيکي څېرې واردي سوې، تر څو ټکنوکراسي په لاس کي واخلي او سيستم  ليبرال ډيموکراسۍ ته برابر کړي، دا څېرې پر ټکنوکراټيکي تخصص سربېره سياسي صحنې ته هم داخل سوه، دوی هڅه کوي چي د ولسي رضايت روش په کار واچوي، تر څو سیاسي قدرت په لاس کي واخلي، خو دوی په روش کي ستونزه لري، هغه وطني-کلتوري کوډونه چي ولسي رضايت تر لاسه کېږي، په سمه توګه يې ندي پېژندلي، د دوی د ولسي پارېدني فرضيې د عامه افکارو سره سر نه خوري، دوی هڅه کوي چي د همدې کوډونو لپاره وطني تخصصي ټکنوکراټان وکاروي، د هغوی د کلتوري او وطني پوهي څخه په ګټه اخيستلو سره روش سموي، تر څو نتيجه لاسته راوړي، دا کسان د قدرت په استعمال کي هم له وطني روشونو څخه پوره ګټه نه اخلي، د ليبرال ټکنوکراټانو په تخنيکي شکل مخته ځي. د دوی روش ناقص او وړتيا يې زياته ده.

پورته دوه ډوله روايتي سياستونه د يوه او بل په مقابل کي ولاړ دي، د قدرت په لاسته راوړلو کي له خپلو تخنيکونو څخه ګټه اخلي، پداسي حال کي چي د دې دواړو روايتونو څخه د ولسي رضايت کچه کمه ده، ولس ته درېيم انتخاب ندی ورکول سوی، ولس په مجبورۍ د همدې دوو روايتونو په منځ کي انتخاب کوي.

له تېرو ۱۷ کلنو روايتي سياستونو له تطبيق څخه وروسته ولس درېيمه لار غواړي، د ولسي فکري اساساتو له مخي د شرايطو غوښتنه داده چي روايت بايد بدل سي، د راويانو په تغير سره عامه افکار نه راضي کېږي، د بېلګي په توګه په جهادي روايتي سياستونو کي که راويان(اشخاص) هر څومره تغير سي، نتيجه يې زيات تغير نه کوي، ځکه هغه حکايت چي د حاکي په لاس کي دی، يو شان دی، ولس د متن تغير غواړي نه د لوستونکي تغير. دوهم غربي ټکنوکراټيک سياسي روايت دی، پدې روايت کي هم د ولسي ښګڼو سمه نسخه نه تر سترګو کېږي، پدې لاره کي هم ولس متني تغيرات غواړي، نه د لوستونکو تغير.

د ولسي  غوښتنو درېيمه نسخه څه غواړي؟

د پورته دوو روايتونو په تغير سره بديل څه دی؟ د نوو نظرياتو له مخي ولس روش او وړتيا دواړه غواړي، د روش وطني کول او د ملي ارزښتونو له مخي د قدرت لاسته راوړل، ولسي اړتيا ده، همدارنګه د قدرت استعمال د ټکنوکراټيکو او ولسي غوښتنو له مخي هم د ولس اړتيا ده. ددې لاري مهم تيوريسن ډاکتر فرامرز تمنا دی، دده په آند ((موږ وطني ټکنوکراټانو ته اړتیا لرو، وطني ټکنوکراټان د جهادي روايتي سیاست او غربي ټکنوکراټيک سياست د وصل نقطه ده، ځکه دوی په وطني روشونو او د غربي ټکنوکراټيکو سره په ګډه د اداري ټکنوکراسۍ تجربه لري، دا وطني ټکنوکراټان د ولسي غوښتنو په پوره کولو توانيږي)).

زه د ډاکټر فرامرز تمنا سره همږغی يم، زما نظر هم دېته ورته دی، زما په آند د افغاني ستونزو د حل لپاره بايد د افغاني ارزښتونو پر بنسټ د افغاني فکري جوړښت له مخي نسخه وړاندي سي چي دا نسخه همدا وطني ټکنوکراټان وړاندي کولای سي، ځکه دوی له يوې خوا په وطني ارزښتونو پوهېږي، د وطن په غېږ کي يې زده کړي کړيدي، د ولسي ارضا کوډونه ور معلوم دي، له بل پلوه په تېرو ۱۷ کلنو کي يې د غربي ټکنوکراټانو سره په اداره کي مشترک کار کړی دی، دا وړتيا لري چي اداره په سمه توګه وچلوي.

دا کسان که چيري په سياسي جرياناتو کي رامخته سي، په تيوريکي لحاظ ولس قانع کړي، په سياسي جريان کي په ښه ډول مخته تلای سي، له بلي خوا ځوان نسل د خپلي لاري په تعين کي بايد مهم رول ولوبوي، ځکه جهادي لار او غربي ټکنوکراټيکه لار د افغان ځوانانو لاري ندي، ددې لارو ماهرين او کاشفين معلوم دي، افغان ځوان د يوې وسيلې په توګه پکښې کارېدای سي، د مالک په توګه رول نسي لوبولای، همدارنګه هغه ارمان او لاره چي ځوان ټاکلې ده، پدې کي د تطبيق زمينه نه ورته مساعديږي.

111 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *