Categories

اعلان

Loading…

د ژوند سټنډرډ او ټولنیز وضعیت | پوهاند محمد بشیر دودیال      

 بیوزلي نه یواځې دا چې د یوه وګړي فردي مشکل دی، بلکې تر دې هم مهمه دا چې بیوزله ټولنه لا زیاتو ستونزو سره مخامخ وی او بالاخره د ځان او د نورو دښمنه ګرځي. بیوزلي هغه ناوړه حالت دی چې یو وګړی(یا هم یوه ټولنه )د ژوند حد اقل امکانات ونه لري. په دې حالت کې وګړي عادی  وضعیت او روحي ثبات له لاسه ورکوي او پریشانی، له ژوند څخه زړه توروالی، موهوماتو او خرافاتو ته مخ اړول، یو پربل یرغلونه، فزیکی ناتواني او یوپربل بی باوري مسلطه کیږی. په دې حالت کې وګړي ډیر ژر تحریک کیږی، زغم له لاسه ورکوی، افراطی عمل کوي او په پای کې آن د ځان او نورو ژوند ورته بی توپیره وي. د ډیرخپګان خبره داده چې د بیوزلو دریځ او حیثیت هم ځوروونکی وي. دوی ذاتی غرور له لاسه ورکړی وي او د نورو لاس ته ګوري؛ بده خو داده چې په آسانه د نورو دلاس وسیله ګرځي.

د بیوزلي برعکس؛ هوساینه او اقتصادی ځواکمنی کې نه یواځې داچې پورته ناوړه حالات نه وي، بلکې وګړی دمتعالي ارزښتونو خواته ځي، روحي او جسمی صحت ډادمڼ وي، نشاط او نوښت وي، هیلې په غوړیدو وي او فرد دټولو او ټول دفرد سلامتی غواړي. هوساینه یو نسبي  مفهوم دی، یعنې کیدای شی یو وګړی نطر بل یا یوه ټولنه نظر بلې ته هوسا وي. یا کیدای شی یو وګړی نظر یو پخوانی وخت ته، په اوسنی وخت کې هو سا وي. هوساینه یعنې د دژوند اړتیاوو ته  لاسرسی.

 دا چې د ټولنې وګړي  تر کومه بريده پورې له يو شمېر ضروري توکو، خدمتونو او اسانتياوو  څخه برخمن دي او د هېواد نا خالص کورني توليد څخه څومره هريووګړی ګټه پورته کولاى شي، د ژوند کچه  يا سټنډرډ ( Living standard)بلل کېږي. دا يو نسبي مفهوم دى چې هره ټولنه کې توپير لري.

نن ورځ خدمتګار، بادرایته، مسئول، د تخصص لرونکو مدبرو مدیرانو لرونکي حکومتونه  د ژوند د ستندرد د ترلاسه کولو لپاره کار کوي. دوی په دې پوهیږي چې د یوې روغې- رمټې ټولنې دلرلو لپاره باید ټاکلو ستندردونو ته ورسیږی، ترڅو په ټولنه کې وفاق، عدالت،ثبات او باور رامنځته شی. د انسان د مادي اړتیاوو پوره والی، د ده پرشخصیت او معنوی بُعد اغیز لری. نو د دې لپاره چې د ټولنې وګړي مو د انسانی عالی سجایاوو لرونکي، مهذب، عاطفي، متعادل، خوښ او سالم وي، باید دغه ستندردونه او معیارونه ورته چمتو کړو.

دلته  د انسانی  ژوند د ستندرد یو څوهغه معيارونه او علايم چې د پرمختيا په پايله کې راڅرګندېږي په لاندې توګه په لنډ ډول لست کېږي:

١ . د یو هیواد په مسلط او اصلی اقتصادی سکتور کې د دوی دمادی نعماتو د تولید اندازه : دبیلګی په توګه د برازیل اساسی اقتصادی تولیدات اوسکتور د قهوی یا ربړو تولید دی، دخلیج د هیوادو اساسی سکتور نفت دي او داسې نور. په اوسنیو شرایطو کې چې لا موږ نوي زیږیدلی او نوي په پښو دریدلی صنایع ( infant industry)هم نلرو، او لا اوس مو هم کرنه عمده تولیدی سکتور دی، نو زموږ لپاره د کرنې په سکتور کې د يو تن زراعتي کارګر د توليد د اندازې لوړوالى، یو شرط دي. دا چې زموږ د کرنې د وزارت او دغه سکتور کې د کار کوونکو د کار اغیزمنتیا، د دغې ادارې ستراتیژي، تخصصی کیفیت او بالاخره  دکار پایله څه ده، ټولنه ورباندې قضاوت کولای شي. خوراک د انسان لومړنې فزیولوژیکی اړتیا ده؛

٢ . د سړي سر د بريښنا د لګښت اندازه : انرژیکی سرچینی او د انرژی مهیاوالی د ژوند مهمه اړتیا ده، په تیره بیا نن ورځ تر نیمایی زیات ضرورتونه د بریښنا په واسطه پوره کیږی. په هغه ټولنه کې چې لا هم په یوویشتمه پیړۍ کې ښارونه بی بریښنا او خلک تورتم کې وي، یا بریښنا په لاسي توګه پرانسانو درول کیږی، نو د دوی د ژوند معیار به په کوم برید کی وارزوو؟

٣ . د ډبرو د سکرو يا کومې بلې انرژيکي منبع لګښت : د مدبرو رهبرانو او خدمتګزار دولتونو لرونکو ټولنو له بریښنا پرته کافی اندازه نور منابع هم تدارک کړی، لکه د ډبرو سکاره، نفت، سون ګاز، سولرانرژي او نور. په دې برخه کې د دوي لګښت د دوی داړتیاوو پوره کوونکی دی. هغه ټولنه چې لا اوس یې هم ښځې او ماشومان پچې جارو کوی یا له غرونو بوټي راکوزوی، لا هم تر دې معیار پورې د رسیدوډیر واټن لري؛

۴.دڅښاک لپاره پاکې اوبه لرل: د بیوزلو ټولنو یو ستونزه د ناپاکه اوبو د څښلو لامله د هغو ناروغیو شتون دی چې په پرمختللو هیوادو کې لا د مخه له منځه تللی دي؛

۵ . د وګړو د عمر اوږدوالى : موږ به څه ووایو چې نورو هیوادو کې د عمر توقع کیدونکی اوسط حد ۷۴کلونه او دلته زموږ ټولنه کې ۴۷ کاله دی ؟؟؟

۶ . د سړي سر حيواني پروتين لګښت: الله(ج) خپلو بندګانو ته نعمتونه لورولي دي. لومړنی نعمت ایمان دی. نور نعمات هغه دي چې د دوی شاوخوا موجود دی، وریځې، سمندرونه او بادونه یې دوی ته مسخر کړی، په هغو کې یې شته منابع د دوی درزق وسیله ګرځولی، دوی ته یې هغه  روا ګرځولي، دوی یې هڅولي چې په خپل مشروع کار او هڅو سره دغه نعمات تحصیل او ورڅخه کار واخلي او د پاک پروردګار شکر ادا کړی. خوارځواکي، نورو ته د یو مړی وچې ډوډۍ لپاره لاس نیول د قوی مومن صفت نه دی، دا عزت نه بلکې ذلت دی. هغه څه چې الله پاک فرمایی چې تر ذلت عزت غوره دی او تر ضعیف قوی  ستایلی دی. مرفه ټولنو خپلو وګړو ته د ورځې تر ۳۰۰۰کالوری انرژی مهیا کړی، خو د افغانستان خلک لا هم په تیاره کې یوبل سره په جګړه دي، دجګړې په لوګیو کې یې دشکران پرځای کفران کړی او په ډیر مشکل یې د ورځنیو مهیا کالوریو اندازه تر ۱۵۰۰ رسیږی، هغه هم په شک کې ده. د دوی د پروتین منبع تر ډیره نباتی ده، نه حیوانی؛

۷ . په ښوونځيو کې د ماشومانو د شموليت سلنه: د دې معیار په هکله آن زموږ په ډیرو لرې پرتو کلیو کې خلک تر هرچا لازیات ښه پوهیږی، چې دښوونځیو څه حالت دی، څومره ښوونځی یې سوځول شوی او څومره ماشومان د تعلیم له حق څخه بی برخې دي. دا ثابته خبره ده چې منکرات هغو حالاتو کې زیاتیږی چی بیوزلی او ناپوهی د خپریدو په حال کې، ښوونځی تړل شوی او خلک وږي او وزګار وي؛

۸ . د اوسېدو په يوه کوټه کې د وګړو وسطي شمېر: لا اوس هم په یوویشتمه پیړۍ کې، په یوه کوټه کې ۸-۱۲  تنو پورې له څاریو سره اوسیږي ؛

۹ . د هرو زرو تنو لپاره د ورځپاڼو شمېر: لا هم په لویو ښارونو کې خلکو ته اخبار ندی مهیا، ډیر خلک لا دولتی اخبار(انیس، هیواد، اصلاح ) نه پیژنی. هر کورته کومه ورځپاڼه نه رسیږي، دمطالعې کلچر ډیر ضعیف او له واقعیتونو او اطلاعاتو وقوف تر ټولو په ټیټه کچه کې دی، حال داچې یو- دوه غرونه ها خوا زموږ ګاونډيو هیوادوکې، آن  د لرې پرتو سیمو هر کورته هر سهار ۸-۹ بیلابیل اخبارونه استول کیږي، یا اقلاً په هروزرو تنو کې ۷۰۰-۸۰۰(په سلو کې ۷۰-۸۰)وګړی ورځپاڼو ته لاسرسی لري؛

۱۰ . د دوکتورانو شمېر: یو دوست کیسه کوله چې دکابل هوایی ډګر کې کابل ته راغلی یو بهرنی د هندی کمپنۍ الوتکی ته پورته شو،چې ډیلی ته ولاړ شي، کله یې چې شاخوا په سیټونو نظر ولوید، سوال ورته پیدا شو چې ایا دا امبولانس ده که الوتکه ؟

۱۱. د ښارونو پاکي، نظم، سهولتونه او د ښاري خدماتو وسعت: کله که یو بهرنی کابل ته راځي، په مشکله سره باور کولای شی چې دا ښار به د یوه دیرش میلیونه لرونکی هیواد پلازمینه وی!  کابل ښار یو لومپن ترین ښار دی، د وطن نور ښارونه هم همداسې درواخله؛

١۲ . د اجتماعي تحرک درجه: له بده مرغه اوږدو جنګونو دملت روحیات ځپلي دی، له همدې امله ټتولنیز تحرک، د خلکو ترمنځ خپلمنځي صمیمیت، درناوی، معاشرت، نوښت، تخلیقات او ایجادیات نه لرو؛

١۳ . د ليک لوست لوړ نسبت:  لا هم افغانستان هغه هیواد دی چې بیسوادی پکې زیاته ده؛

١۴ . د عصري ژوند له بېلګو سره اشنايي: په ډیر زحمت مو وروسته تر ډیره مودې څه ناڅه خلک د عصری ژوند له بیلګو سره آشنا شول، خو بل شرط دا دی چې له عصری تکنالوژی سره سره یوځای د دغې تکنالوژۍ کلتور او د هغی د استعمال طرز هم زده شي؛

١۵ . د مطبوعاتو د ازادۍ درجه: له نیکه مرغه دې برخه کې بریالیتوبونه لرو، خو لا هم ویره ده چې د ثواب تر نوم لاندې له دې آزادی بی برخی شو؛

١۶ . د بهرنۍ سوداګرۍ  جوړښت: افغانستان هغه هیواد دی چې بهرنۍ سوداګری کې یې صادرات په سلو کې پنځه او  واردات په سلو کې پنځه نوي دي،

١۷ . د بشري کار ځواک ورځ په ورځ ښه والى: ترڅو د ماهر، نوښتګر اومتخصص کارځواک روزنې ته لومړیتوب ور نکړل شی او چاری تجربه لرونکواو پوهو کارکوونکو ته ونه سپارل شی، پرمختیا او د ژوند لازم ستندرد ته رسیدل نا ممکن دی؛

١۸ . د مالي او پولي مؤسساتو اغيزمنتوب: د دغه ډول موسساتو غوره مدیریت، اعتبار او ګټور فعالیت د ټولنې مادی شتمنی او د هغې ګټه تضمینوی ،

١۹ . نوې تکنالوژي: په صنعت، کرنه، کانونو، ترانسپورت، ښوونه او روزنه، ودانيزو او نورو بنسټيزو برخو کې د تکنالوژۍ عصريوالى د وګړو د هوساینی او ملی تولید د زیاتیدو ضروري شرط دی،

۲۰ . د سړي سر ګټې وده،

٢۱ . سياسي استقرار او د وضعیت ثبات: دا شرط د بشپړ امنیت او د قانون د حاکمیت معنا لري،

٢۲ . د اداري د کفايت درجه : د بی کفایتیه، فاسدې او ناکاره ادارې څخه د خلاصون په معنا ده،

٢۳ . د ګوندونو ازادي : د ملی او مترقی ارمانو لرونکو احزابو شتون، د مدنی ارزښتونو، د وګړو د سیاسی شعوردپوخوالي او ولسواکی یو شرط دی؛

٢۴ . د تفريحي، کلتوري او اموزشي مرکزونو شمېر او دې برخو کې اسانتياوې او د فکر تعالی.

دا کافی نده، چې وګورئ دپخوا په پرتله مو کوڅه کې ۲۰-۲۵ ګاونډیان د شخصی موټرو خاوندان شوي، مهمه  دا ده چې د ملی شعور، ملی یووالي، مدني چلند، دواحد ملت کیدو تلاش او فرهنګی بنچمارکونه (عقربې)څه ډول دي، مهمه دا ده چې آیا دغه نوي د شخصی موټرو لرونکی شوی ګاونډیان موله کوم مدرکه د موټرو خاوندان شول، د چاپیریال د ستونزو، ښاري فرهنګ، دګاونډیتوب د حقوقو، د خپل اولاد دراتلونکی، ورځینو پیښو او نورو سبانیو مسایلو په اړه څه او څومره فکر کولای شی او د غالیو،تلویزیون او موټر  تر څنګ یې کور کې کوم کتابتون هم جوړ کړی که نه؟

دا وسنجوئ چې عامه خدمات چې د ژوند دستندرد یو معیار دی، دهیواد ټولو وګړو او لرې پرتوسیمو ته په عادلانه او مساوي ډول رسیږي؟

له نیکه مرغه لا هم فرصت شته چې دغه ډول مسایلو ته لار- چارې وسنجوو.

هر هغه نظام چې د پورتینو ستندردونو د ترلاسه کولو لپاره پروګرام ونه لري، د سیاسی واک هرهغه علاقمند چې پورته اهدافو ته درسیدو په لارو- چارو ونه پوهیږی، د زعامت هر هغه مدعی چې د پورتنیو ستندردونو په ارزښت نه وي خبر، هغه د ټولنې د چارو د واک د ترلاسه کولو وړتیا نه لری. دوی به هیواد د آزادۍ او آبادۍ پرځای غلامۍ، بیوزلی، بی عزتی او تدریجی تحلیل او تجزیې خواته بوځي.

667 total views, 9 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *