Categories

اعلان

Loading…

د ارزيابۍ کره کتنه؛ نړيوال اسلامي پوهنتون | وحيدالله مصلح

له هغه مهاله چې د نړيوال اسلامي پوهنتون لپاره ننګرهار غوره شوی، په کابل کې پټو لاسونو د دغه پروژې د ځنډولو او بالاخره ناکامولو هڅې پيل کړې، هغه مهال چې پرېکړه کړه کېده؛ پوهنتون بايد په ننګرهار کې اباد شي، دا يوازې يوه تخنيکي پرېکړه وه، هيڅ راز سمتی ميلان په کې نه وو شامل، دغه مهال د ننګرهار مدنيانو، نخبه ګانو او ولسونو له حکومته دغه پروژه نه وه غوښتې. اصلاً افغان حکومت د نړيوال اسلامي پوهنتون لپاره په کابل کې زمکه نه شوه پيدا کولی، کابل يې ولټاوه، کندهار يې ګز کړ، پروان يې وکتلو او دوی چې کله پای نامراده وو، په ننګرهار کې ورته د غازي امان الله خان ښارګوټي سره هواره زر جريبه زمکه په نظر راغله او په دې ډول له مجبوريته پوهنتون د مشرقي مرکز ته ولېږدول شو. اوس چې بيا ځل د ياد پوهنتون د انتقال خبره مطرح کېږي، دا ځل نو دا تخنيکي قضيه نه ده، بلکه د دې خبرې تر شا سليقوي برخوردونه پراته دي.

په دغو سليقوي برخوردونو کې د بهرنيو چارو وزارت او لوړو زده کړو وزارت ځېنې ادارې ځانګړې توجه لري، په همدې سلسله کې د بهرنيو چارو وزارت د فرهنګي روابطو رياست له خوا په (۱۳۹۷/۱/۲۷) نېټه د (ف- ۳۱۴۶) ګڼه مکتوب له لارې د لوړو زده کړو وزارت ته يوه لس مخيزه ارزونه له نورو ضمايمو سره ورلېږل شوي، د لوړو زده کړو وزارت هم پرته له دې، چې په دې اړه هر اړخيزه څېړنه وکړي، جمهوري رياست ته يې له همدې موادو درې مخيز پيشنهاد لېږلی او پای د همدې معلوماتو په لېږد رالېږد کې کابينې او وزيرانو شورا له ننګرهاره د نړيوال اسلامي پوهنتون د پروژې د اخېستلو پرېکړه کړې. له همدې امله اړينه ده، چې هغه ارزونه وڅېړل شي کومه چې د بهرنيو چارو وزارت د فرهنګي رياست له ادرسه د لوړو زده کړو وزارت ته لېږل شوې ده.

د نړيوال اسلامي پوهنتون جانبداره ارزونه!

مخکې له دې چې په وزيرانو شورا او کابينه کې له ننګرهاره د پوهنتون د انتقال موضوع بيا ځلې تصويب شي، د دغه پوهنتون په اړه يوه ډېره سليقوي او جانبداره ارزونه تر سره شوې ده، دا ارزونه د ميز تر شا د ځانګړو فکرونو له تيارو کونجونو راوتلې، هيڅ راز علمي ميتودولوژي په کې نه ده کارېدلې، يوازې د څو مريضو سوچونو د فکر خيري په کې راټول شوي.

په دغه ارزونه کې د بې طرفۍ اصل بېخي نه دی نيول شوی، دوی ارزونه د Prejudge (پيش داورۍ) په ډول کړې ده، دغو ارزوونکو مخکې له مخکې خپلو ځانونو ته دا هدف ايښی، چې په هر ډول وي بايد نړيوال اسلامي پوهنتون له ننګرهاره اختطاف شي، که نه دوی ولې په دغه ارزونه کې د ننګرهار ټول ظرفيتونه او منابع ناديده ګڼلي، دوی ولې د نړيوال اسلامي بانک امکاني مطالعه باندې استدلال نه دی کړی، دوی ولي نه دي ويلي چې IDB په ننګرهار کې نوموړي پوهنتون ته ماسټر پلان جوړ کړی، کانسيپچول ماسټر پلان يې ورته جوړ کړی، بزنس پلان يې ورته جوړ کړ او په مجموع کې نوموړې مطالعې ننګرهار د نړيوال اسلامي پوهنتون لپاره مناسب چاپېريال بللی.

دلته به د دې ارزونې بېلابېلو دعوو ته کره کتنه وشي:

پوهنتون او د فدرالېسم ارمانګرايي!

ارزوونکي وايي: (فرضاً اگر سازمان همکاری اسلامی بپذيرد که پوهنتون در يکی از ولايات تاسيس شود، اين موضوع اغاز درد سر جديد برای OIC خواهد بود، چون کشورهای افريقايی که عضو OIC می باشند تقريبا مبتنی بر نظام سياسی فدرال و تقسيمات قبيله ای مديريت می شوند و امکانات زيادی وجود دارد که در آينده هر کدام از مناطق کشورهای نام برده از سازمان همکاری اسلامی بخواهد برای آن مرکزی، پوهنتونی يا نهادی مستقلانه تاسيس نمايد که چنين موضوعی برای سازمان همکاری اسلامی در آينده درد سر بزرگی خواهد بود، و برای OIC پذيرفتنی نيست).

هغه څه چې د ارزوونکي په دغه دعوه کې ډېر پاروونکي دي هغه د افغانستان د فدرالي راتلونکي په اړه له اوس نه غور او فکر دی، افغانستان مرکزي دولتي سېسټم لري، فدرالېسم د افغانستان په اوسني سياق او سباق کې له حساسو موضوع ګانو ده، فدرالي طرحه د پدرام طرحه ده او له دغه طرحې سره د افغان ملت قاطع اکثريت مخالفت لري. له دې ښکاري چې له ننګرهاره د دغه پوهنتون د راتښتونې تر شا يو لوی عصبيتي جال خور دی، دوی د دې پر ځای چې د اوسني سېسټم په چاپېريال او منطق کې سوچ وکړي، ارمانګرايي کوي او د اوږده راتلونکي په خيالونو کې پلاوونه وهي.

په هر صورت که دوی بيا هم په خپلو هڅو کې بريالي شي او افغانستان فدرالي نظام ولري، نو که افغان زده کوونکي اسلام اباد ته د زده کړو لپاره تللی شي او که بهرني زده کوونکي هغه مهال جلال اباد ته د زده کړو لپاره راتللی شي نو د خپل هېواد اتباع ولې جلال اباد ته رانه شي؟ ايا فدرالي نظام د جلا هېوادونو په معنی دی او که د ګډ دولت د ځانګړې بڼې په معنی؟ دا استدلال څومره خندوونکی دی.

او ولې چور دی څه؟ چې د فدرالي نظام په صورت کې به هر ايالت د جلا پوهنتون جوړولو غوښتنه کوي، دا څومره سپک منطق دوی کارولی؟  

دا منطق له يو بل اړخه هم د نقد وړ دی؛ که چېرې د فدرالي نظام د راتلونکي په خاطر پوهنتون پلازمېنې ته انتقالېږي نو دا خو بيا غير متمرکز سېسټم ځپي او متوازنه وده ټکنۍ کوي، دوی له يوې خوا د متمرکز نظام په غندنه کې بوخت دي، او له بلې خوا کله چې يو پوهنتون د هېواد په ولايت کې جوړېږي نو بيا کوښښ کوي مرکز ته يې راوتښتوي، دوی په خپله نظريه کې د تضادونو ښکار دي، د دوی د منطق له مخې دا پوښتنه وارده ده چې ايا په فدرالي نظامونو کې ټولې لويې پروژې بايد په پلازمېنه کې جوړې شي؟ دوی په سېسټمونو ملنډې وهي.

دلته د ارزوونکي د دعوو تضادونه هم ډېر ښه ښکارېږي، دوی يو ځل وايي چې د اسلامي همکاريو سازمان ټول پوهنتونونه په پلازمېنو کې جوړ کړي او دلته بيا مني چې (که نوموړی سازمان دا هم ومني چې اسلامي پوهنتون دی په يو له ولايتونو کې جوړ شي). دا فقره د دوی د دعوې تذبذب څرګندوي. دلته دوی خپله اقرار کوي چې د اسلامي همکاريو سازمان په ولايتونو کې د پوهنتون جوړېدل مني.

پوهنتون او عصبيتي اړيکه!

د (پيامد های تاسيس پوهنتون بين المللی اسلامی در کابل) تر عنوان لاندې، د دې لپاره چې وښايي له ننګرهاره و کابل ته د نړيوال اسلامي پوهنتونو راتښتول ګټه لري، نو يوه پايله او ګټه يې دا ليکي: از بين بردن بد ګمانی ها و تعصبات سمتی، زبانی و قومی در افغانستان.

دا تصور ډېر خطرناک دی، يعنې که نړيوال اسلامي پوهنتون په ننګرهار کې جوړېږي نو له دې سره سمتي، زباني او قومي تعصبات راپارېږي؟ له دې معلومېږي چې د دغه پوهنتون د را انتقالولو تر شا يوه متعفنه او عصبيتي حلقه لاس لري، دوی اصلاً د همدې ناحيې نه دردېږي او دا نور دلايل يې د دغه مرضي غوښتنې لپاره ممد راوړي.

د پوهنتون د تاخير قضيه!

د (پيامد های انتقال پوهنتون بين المللي اسلامی از پايتخت (کابل) به ولايات) تر سرليک لاندې يو لوی پيامد (تاخير در تطبيق پروژه) يادوي.

د پروژې د تطبيق په تاخير کې بايد حکومت ځواب ووايي، چې په ننګرهار کې ولې د پوهنتون کار وځنډېد، نړيوال اسلامي بانک خو امکاني مطالعه وکړه، ايا د افغانستان حکومت له OIC او نړيوال اسلامي بانک څخه د مرستو او بودېجې رسمي ليکنۍ غوښتنه کړې ده؟ له کتنو خو همداسې ښکاري چې په حکومت کې يوې عصبيتي او پرديپالې کړۍ له پيله د دې هڅه کوله چې د پوهنتون دغه لويه پروژه دغسې وځنډېږي او سرته ونه رسېږي. همدلته د يوې پېښې يادونه اړينه ده:

څو کاله مخکې چې د هغه مهال لوړو زده کړو سرپرست وزير په ننګرهار کې د نړيوال اسلامي پوهنتون په اړه ستونزې پيدا کولې، د مشرانو جرګې رئيس ښاغلي فضل هادي مسلميار نوموړی خپل دفتر ته راوغوښت او ورسره يې د نوموړي پوهنتون د ستونزې حلولو په اړه خبرې اترې وکړې، د مشرانو جرګې رئيس حتی نوموړي ته وويل، چې د نړيوال اسلامي پوهنتون لپاره بل ځای زمکه نه پيدا کېږي، که تاسو هر چېرته زمکه پيدا کولی شئ زه يې درسره د بنسټ ډبره ږدم. سرپرست وزير لاړ خو ارام نه شو، او بيا ځل چې کله د مشرانو جرګې دفتر ته راوغوښتل شو؛ نو دا ځل ورسره د مشرانو جرګې رئيس پر ياده موضوع ډېر جدي او توند برخورد وکړ، سرپرست وزير له ياد برخورده ارګ ته شکايت وکړ او ولسمشر حامد کرزي بيا د مشرانو جرګې رئيس او د لوړو زده کړو سرپرست وزير له نورو ذيدخلانو سره ارګ ته راوغوښتل، د بحث په پای کې حامد کرزي د لوړو زده کړو سرپرست وزير ته وويل، چې که له ننګرهاره د پوهنتون د انتقال په اړه قوي دلايل لرئ خو ويې وايئ او که نه وي نو کار پرې پيل کړئ. تر دې وروسته بيا هم د پوهنتون د کار څرک ونه لګېد.

نو ځکه چارواکي بايد دا واضح کړي چې په ننګرهار کې د ياد پوهنتون چارې ولې په لوی لاس دومره ځنډنۍ شوې؟ دوی بايد د دې سليقوي برخورد نوغی پيدا کړي.

دغه څو ورځې مخکې مو له يو شمېر مدني فعالانو سره يو ځای د نړيوال اسلامي پوهنتون د قضيې په اړه د مشرانو جرګې رئيس ښاغلي فضل هادي مسلميار سره کتنه درلوده، کره معلومات مو ټول شريک کړل، مسلميار صاحب د پروژې په اړه خپل موقف په ډېرو واضح ټکو ووايه او په ننګرهار کې يې د نوموړي پوهنتون د کلک مدافع په توګه ټټر وواهه. دوه درې ورځې وروسته مو چې د مشرانو جرګې په وېبپاڼه کتل د مشرانو جرګې لومړي نايب د بهرنيو چارو وزارت کارمندانو ته تقديرنامې ورکولې، په دوی که هغه تن هم وو چې د لوړو زده کړو وزارت ته يې دغسې له تومتونو ډکه ارزونه لېږلې وه. له دې يوې کيسې د سليقو بلا برخوردونه قياس کړئ.

ارزوونکی بايد په سند ثابته کړي چې د ننګرهار موقعيت د نړيوال اسلامي پوهنتون پروژه له ځنډ سره مخ کړې ده، د دغه ځنډ نوعيت او کيفيت هم بايد واضح کړي، که OIC يا نړيوال اسلامي بانک دغسې ځنډ رامنځته کړی وي، يا يې ويلي وي چې مونږ په ولايت کې پانګونه نه کوو، نو لطفاً دې يې په شواهدو واضح کړي. د نړيوال اسلامي بانک افغانستان استازي ښاغلي عطاالرحمن دراني خو د مشرانو جرګې له رئيس سره په خپله کتنه کې له دې انکار وکړ، چې ګنې دا د نړيوال اسلامي بانک غوښتنه ده، چې پوهنتون دې له ننګرهاره پلازمېنې ته انتقال شي.

د تاخير په اړه يوه اړينه يادونه دا هم ده، کله چې په ننګرهار کې امکاني مطالعه شوې او عملاً کار پرې پيل شوی، احاطه يې په راټولېدو ده، نو چې په دغسې يو حالت کې د پوهنتون موقعيت پلازمېنې ته تبديليږي، په کابل کې به بيا ځل امکاني مطالعه تر سره کېږي، د دې مطالعې لپاره به د تمويلوونکي موندل څومره وخت نيسي؟ او بيا به مطالعه په څومره وخت کې سرته ورسېږي؟ تر مطالعې وروسته به بيا د اسلامي همکاريو سازمان او نړيوال اسلامي بانک د مالي سرچينو د موندلو هڅې پيلوي او دا چې دغه مالي سرچينې به په کومه اندازه او څه وخت ترلاسه شي؟ يعنې هغه کار چې په ننګرهار کې عملاً پيل شوی او تر يو حده رسېدلی، په کابل کې به له صفر نه شروع کېږي او داسې به دا پروژه يا بېرته څو کلونه شاته غورځېږي او يا به لغوه کېږي. نو اوس دې چارواکي دا جواب ووايي چې د دغه پروژې د ځنډ مسئوليت چا ته راجع دی؟

پوهنتون او پايتخت!

په دغه ارزونه کې ويل شوي چې (از نظر عملی همه پوهنتون های که از طرف سازمان همکاری اسلامی تاسيس شده اند “مانند پوهنتون اسلامی بنګله ديش، اسلام آباد، کوالالمپور، موزمبيق، نيجر” در پايتخت های کشور های مورد نظر می باشند نه در ولايات).

والله جالبه ده، ارزونه به همداسې وي؟ دلته څو نوعه دروغ ويل شوي دي؛ لومړی دا چې موزمبيق بېخي نړيوال اسلامي پوهنتون نه لري. دويم دا چې د نايجيريا نړيوال اسلامي پوهنتون په پلازمېنه ابوجا کې نه، بلکه په کاټسينا کې دی، کاټسينا له پلازمېنې سره ۴۵۰ کيلومتره واټن لري. د نايجيريا نړيوال اسلامي پوهنتون په ۱۹۸۷ کې د OIC له خوا جوړ شوی، او په ۲۰۰۵ کې د نوموړي پوهنتون نوم القلم يونيورسېټي ته واوښت.د دغه پوهنتون وېبسايټ په لاندې ډول دی:

http://www.auk.edu.ng/

او که موخه يې په نايجريا کې د Islamic University of Niger (Oum Al-Qura University ) وي، نو نوموړی پوهنتون هم په سۍ نايجر کې دی، چې له پلازمېنې په ۹۵۰ کيلومتره واټن کې پروت دی.

همدا راز د بنګله دېش نړيوال اسلامي پوهنتون په پلازمېنه کې نه، بلکه د بنګله دېش د جنوب ختيځ په چېټاګانګ کې واقع دی، چيټاګانګ له پلازمېنې ډهاکې څخه ۲۴۴ کيلو متره لرې دی. د دغه پوهنتون وېبپاڼه په لاندې ډول ده:

https://www.iiuc.ac.bd/

همدا راز د يوګانډا نړيوال اسلامي پوهنتون په پلازمېنه کامپالا کې نه، بلکه په ايمبالا کې دی، امبالا له پلازمېنې څخه په ۲۰۰ کيلومتره واټن کې پروت دی.د يوګانډا اسلامي پوهنتون وېبپاڼه په لاندې ډول ده:

https://www.iuiu.ac.ug/

نو په دغسې نا موثقو او غلطو ارقامو دغه ارزونه ترسره شوې او بيا په دغسې خطاکوونکې ارزونې کابينې او وزيرانو شورا پرېکړه کړې .

يوازې دا نه بلکه په دې اړه بايد د اسلامي همکاريو سازمان سندونه ولټول شي، چې ايا د هغوی د اصولو له مخې دا حتمي ده چې پوهنتون دې د هر هېواد په پلازمېنه کې جوړ شي، که د اسلامي همکاريو سازمان افغانستان څانګې له خوا دا وويل شي، چې د اسلامي همکاريو سازمان له اصولو سره سم نړيوال اسلامي پوهنتون بايد په پلازمېنه کې جوړ شي؛ نو بايد سند ترې وغوښتل شي، او ورسره بايد استدلال وشي چې ايا دا اصول يوازې د افغانستان لپاره دي او که په نورو هېوادونو کې هم تطبيقېږي؟ په بنګله دېش، نایجريا او يوګانډا کې ولې دا اصول نه شته؟

په افغانستان کې د اسلامي همکاريو سازمان د استازي په اړه داسې ويل کېږي چې نوموړی دلته د يو ځانګړي افغاني تنظيم سره زاړه علايق او ارتباطات لري، د نوموړي د دفتر د يو مهم افغان کارکوونکي په اړه هم ويل کېږي چې د همدغه ګوند مهم غړی دی، نو داسې انګېرل کېږي چې پر استازي دغه علايق او ارتباطات زورور دي، نو که احياناً نوموړی پر پلازمېنه ترکيز کوي، بايد د اسلامي همکاريو د رسمي او اصولي موقف سند ترې وغوښتل شي، او دا هم بايد ورته ياده شي چې په بنګله دېش، نايجريا او يوګانډا کې نړيوال اسلامي پوهنتونونه په کومو ښارونو کې دي؟

پوهنتون او ډېر مهم مېلمانه!

دا ارزونه وايي: (ريس افتخاری پوهنتون فوق الذکر شخص رئيس جمهور می باشد، اين موضوع به ذات خود ويژګی خاص برای پوهنتون می بخشد و از نظر تشريفاتی زمانی که ريس جمهور يکی از کشورهای عضو OIC به زيارت افغانستان سفر مي نمايد، هر دو رئيس جمهور (مهمان و ميزبان) از پوهنتون بين المللی اسلامی ديدار می کنند، بناً از نظر پرستيج و امکانات زمانی و مکانی مناسب و ميسر نيست که روسای جمهور مذکور جهت ديدار پوهنتون نام برده به ولايات سفر نمايند)

په دغه علمي ارزونه! کې دا ځای نو بېخي په تکلف بار شوی، لومړی خو حتمي نه ده چې هر مېلمه جمهور رئيس دی له مېزبان جمهور رئيس سره دغه پوهنتون ته ورشي، په دې لړ کې دې د لېرې نه بلکه د همدې ګاونډي پاکستان نړيوال اسلامي پوهنتون لږ ارقام راواخلي چې له جوړېدو تر دې دمه هلته څومره بهرني جمهور رئيسان تللي؟ په هر صورت که بيا هم کوم جمهور رئيس نوموړي پوهنتون ته د تللو شوق لري نو جلال اباد څه په کوم مريخ کې پروت دی چې د ناسا ميزايلو ته اړتيا ولري؟ دا په بنګله دېش، نايجريا او يوګانډا کې جمهور رئيسان څه کوي؟ دا نو کوم زماني او مکاني پرستيج او امکانات دي چې په بنګله دېش، نايجريا او يوګانډا کې له پايتخته لېرو پوهنتونونو ته شته خو جلال اباد ته نه شته؟ جلال اباد په ټولو لويو حوزوي ښارونو کې له هغو ښارونو دی چې تر ټولو ډېر پلازمېنې ته نزدې دی.

پوهنتون او د عالي رتبه هيئتونو استقبال!

ارزونه فرمايي: (در مقاطع زمانی مختلف که هيئت عالی رتبه کشورهای عضو و دارالانشای عمومی OIC غرض اجرات و بازديد از پوهنتون بين المللی اسلامی به افغانستان سفر می نمايند، يک بار سفر به پايتخت (کابل) و بار دوم سفر به ولايات مشکلات بزرگ تخنيکی، لوژستيکی و اقتصادی را به بار می آورد، که اين موضوع برای OIC و کشور های عضو اين سازمان قابل قبول نمی باشد).

له دې ارزوونکي يوه ساده پوښتنه؛ کله چې د OIC هيئت په بنګله دېش کې د پلازمېنې ډهاکې پر ځای چيټاګانګ ته ځي، په نايجريا کې د پلازمېنې ابوجا پر ځای کاټسينا ته ځي او په يوګانډا کې د پايتخت کامپالا پر ځای mbale town ته ځي، نو ايا OIC او د دغه سازمان غړيو هيوادونو ته قابل قبول دي که نه؟ که هلته قبول وي نو دلته ولې قبول نه دي؟ په دې علمي ارزونه! کې د غړيو هېوادونو تخنيکي، لوژيستيکي او اقتصادي ستونزې له يو طرفه او دا جمله چې (اين موضوع برای OIC و کشور های عضو اين سازمان قابل قبول نمی باشد) سخت مسخره شيان دي. يعنې دا کومې لوژيستيکي او اقتصادي ستونزې دي؟ او دا پر کوم سند د OIC او غړيو هېوادونو ته يې د منلو وړ نه دي؟

بهرني استادان او امنيتي ستونزه!

ارزوونکی ليکي: (طبق مقررات، اساتيد اين پوهنتون می توانند از کشور های عضو OIC باشند، در صورتی که پوهنتون ياد شده خارج از کابل تاسيس گردد، از نظر امنيتی برای استادان خارجی مشکل خواهد بود تا در ولايات بود و باش کنند). بل ځای فرمايي: (کارکنان ورزيده بين المللي که از کشور های مختلف عضو اين سازمان به حيث استاد يا کارمند اداری در پوهنتون نام برده استخدام می شوند، نيز اماده نخواهند بود که به ولايات سفر نمايند و در آنجا کار کنند)

په افغانستان کې امنيت يوه پروژه يي او تپلې قضيه ده، ناپوهۍ جنګونو ته زمينه مساعده کړې او جنګونو امنيت له منځه وړی، کله چې د نړيوال اسلامي پوهنتون په کچه لوی علمي مرکز په ننګرهار کې جوړ شي دا په خپله د سيمې پر امنيت مثبت اثر غورځوي، دا په اقتصادي، علمي، فرهنګي او اجتماعي ډګرونو کې ثبات او ودې ته زمينه مساعدوي. له بلې خوا کله چې په پايتخت کې د بهرنيو استادانو امنيت خوندي نه وي، نو ايا له پايتخته هم بايد ياد پوهنتونونه خپل بهرني استادان رخصت کړي او يا نوموړي پوهنتونونه بايد وتړل شي؟ ايا په پايتخت کې د امريکايي پوهنتون بهرني استادان نه دي تښتول شوي؟ هغه چې تر دې دمه لا هم د طالبانو په اسارت کې دي.

امنيت د ټول افغانستان ستونزه ده، که د امنيتي ستونزو له امله په ننګرهار کې دغسې لويې پروژې بندېږي، دا په دې معنی چې دلته دې د اوبو بندونه هم نه جوړېږي، لوی حوزوي روغتون دې هم نه جوړېږي، دلته دې د ښاري ميثاق پروګرامونه هم نه تطبيقيږي، او دلته دې د انکشاف دهات په شمول ټول هغه ارګانونه چې په کليو او ښارونو کې پروژې لري بايد بندې او وتړل شي، نو يعنې دلته دې حکومت هر څه پرېږدي، ځکه امنيت نه شته؟؟؟

د امنيت لپاره د سيمې د خلکو اعتماد کې اخېستل او د ولسي حمايت رامنځته کول او همغږي لومړی قدم دی، په دويم قدم کې دولت د نړيوالو بنسټونو د ساتنې ځانګړي امنيتي کنډکونه لري او دوی د ياد پوهنتون د ساتنې مکلفيت لري، نو ځکه د نوموړي پوهنتون د امنيت لپاره حل لارې شته او حکومت کولای شي دغه ستونزه په ډېر ښه ډول مديريت کړي.

د اريانتيا خبره ده؛ مخکې له دې چې پوهنتون جوړ شي، او مخکې له دې چې دوی ولايتونو ته د مجربو استادانو د تللو او يا نه تللو حالت تجربه کړي، دوی وار له مخه قضاوت کوي. له دوی پوښتنه په کار ده چې په بنګله دېش کې ولې دغه ستونزه نه شته او په يوګانډا کې ولې دغه ستونزه نه شته؟ که هلته استادان ولايتونو ته تللی شي نو دلته ولې نه شي تللی؟ که ستونزه د امنيت وي؛ ايا دا بې امني به تر لسيزو روانه وي؟ يعنې حکومت دا منلې چې ننګرهار به د تل لپاره بې امنه وي؟ دا خو بيا په لوی لاس اعلان دی چې حکومت د افغانستان د راتلونکي لپاره يوازې د بې امنۍ پلان لري.

د دوی دا تحليل يو ډول بېګانه پرسته تحليل دی، دوی ولې د بهرنيو استادانو په استازولۍ دغسې منطق وايي؟ تر هغه چې پوهنتون جوړېږي، او درسونه يې پېلېږي کلونه پرې تېرېږي، او په دغه موده کې بايد حکومت د يو سوليز او باثباته افغانستان لپاره فکر وکړي.

پوهنتون؛ بهرني او داخلي محصلين!

دوی ليکي؛ (پوهنتون فوق الذکر بايد از همه کشورهای اسلامی محصل بپذيرد، محصلين خارجی يا بين المللی نمی توانند به سادګی غرض تحصيل به ولايات افغانستان رسيدگی نمايند) بل ځای بيا په ولاياتو کې د اسلامي پوهنتون د ايجاد يو پيامد دا ښايي چې(عدم دسترسی محصلين بين المللی به ولايات افغانستان و همزمان محصلين افغانستان)

دلته څو خبرې مهمې دي؛ لومړی دا چې نوموړی پوهنتون د محصلينو لپاره د پوهنتون په ساحه کې مرفه ليليه لري، نوموړي محصلين په دغه ليليه کې مصئونيت لري. دويم دا چې ننګرهار له کابله نه په دومره لرې مساپه کې نه دی چې محصلين ګنې له کابل نه ننګرهار ته په تلو کې حرج احساس کړي. درېم دا چې حکومت په ننګرهار کې د ملکي هوايي ميدان پلان لري، په همدغه ورځو کې د نوموړي هوايي ډګر اړوند امکاني مطالعې يا Feasibility Study لپاره تابيا نيول کېږي. څو کاله وروسته چې اسلامي پوهنتون د زده کړو تحصيلي کال پيلوي نو تر هغه وخته به د ننګرهار لوی ملکي هوايي ميدان هم جوړ شوی وي، او بهرني محصلين به کولای شي د کابل پر ځای له جلال اباده او جلال اباد ته پروازونه وکړي.

په دا دويمه برخه کې يې چې د افغان محصلينو د عدم دسترسۍ په اړه خبره کړې، دا يې د کومې تجربې له مخې کړې؟ ايا عملاً د افغانستان په ولايتي دولتي پوهنتونونو کې د نورو ولايتونو محصلين زده کړې نه کوي؟ که يې کوي نو بيا نړيوال اسلامي پوهنتون ته ولې عدم دسترسي ولري؟ ښايي دغه بند يې د عصبيتي سوچ زېږنده وي.

د دوه نړيوالو پوهنتونونو فاصله!

ارزوونکی ليکي: (از نظر جغرافيايی فاصله ميان دو پوهنتون که از يک مرجع تمويل و اداره می گردد بايد زياد باشد، پوهنتون بين المللی اسلام اباد تقريباً در دوصد کيلو متری جلال اباد موقعيت دارد که اين موضوع نيز برای OIC قابل قبول نيست)

د ارزوونکي دغسې عموميات د يوې غير دقيقې ارزونې ښکارندوی کوي، دلته څو پوښتنې شته:

ايا OIC واقعاً د دوه پوهنتونونو د ايجاد لپاره کومه مشخصه فاصله ټاکلې؟ که يې ټاکلې څومره ده؟ دلته د (زياد) ليکل د دې څرګندونه کوي چې دغه استدلال په ګومان او عمومياتو بنا دی، که د اسلام اباد او جلال اباد فاصله دوه سوه کيلو متره ده، نو د اسلام اباد او کابل فاصله هم دوه زره کيلو متره نه ده، د يونيم سل کيلو مترو په زياتېدو دوی څرنګه دومره لويه فيصله کوي او له ننګرهاره د پوهنتون د تښتولو لپاره درواغجن استدلال کوي. دلته بيا هم دوی ليکي چې دا موضوع د OIC لپاره د منلو وړ نه ده، خو خپلې دې دعوې لپاره بېخي کوم سند نه ارائه کوي، OIC ته ولې د منلو نه ده؟ دغسې جمله ليکل د درواغو داسې اضافه ده چې دوی په کې خپل نا کره استدلال ته قوت ورکوي، کټ مټ د هغه درواغجن سوداګر په ډول چې د خپلې سودا خرڅولو لپاره په درواغو قسمونه کوي.

د پوهنتون له مرستو محرومېدل!

ارزوونکی په ولاياتو کې د نوموړي پوهنتون د ايجاد په ضررونو کې ليکي: (محروم شدن از کمک پنج ميليون دالری سالانه غرض فعاليت پوهنتون بين المللی اسلامي در افغانستان، در حالی که کشور های که پوهنتون بين المللی اسلامی از سوی OIC در آن ها تاسيس شده است از اين سهم سالانه استفاده می نمايند).

دلته بايد دا ټکی بېخي واضح وي؛ چې د اسلامي همکاريو سازمان او نړيوال اسلامي بانک دواړه د نوموړي پوهنتون لپاره د مشخص مالي رقم تعهد نه لري؛ نو ارزوونکی د کوم سند له مخې دغسې ادعا کوي؟ ايا د اسلامي همکاريو سازمان دا ويلي او تعهد يې کړی چې که نوموړی پوهنتون جوړ شو مونږ به پنځه ميليونه ډالر په کلني ډول مرسته کوو؟ که وي نو په کوم سند؟ ارزونه په دغسې درواغو پسولل شوې ده.

د پوهنتون د لغوه کېدو احتمال!

ارزوونکی ليکي(احتمال قوی ميرود که سال اينده سازمان همکاری اسلامی تصميمش مبنی بر تاسيس پوهنتون بين المللی اسلامی در افغانستان را با اين توجيه که افغانستان در زمينه مشکلات ايجاد کرده است لغو نمايد و روی بديل آن کار کند).

ستونزه دا ده چې کله په حکومت کې دغسې ارزوونکي په خپله د پوهنتون د جوړېدو په وړاندې خنډ کېږي او مشکلات جوړوي نو پړ څوک دي؟ دوی په لوی لاس د پوهنتون چارې ځنډنۍ کړي او دا دی د وروستي ځل لپاره يې بيا د را انتقالولو په بهانه د څو کلونو لپاره شا ته غورځوي؛ نو دوی بايد د پوهنتون د انجام په اړه دغسې وړاندوينه وکړي. کېدای شي دوی ته همدا دنده سپارل شوې وي چې د يوې پيل شوې پروژې د موقعيت په بدلولو سره د دغه پروژې د جوړېدو وروستی چانس له منځه يوسي. افغانستان د دغسې ارزوونکو له لاسه ريښتيا هم ښايي دغه پروژه له لاسه ورکړي.

دلته بيا هم د ارزونې ګومان زنۍ ته ګورئ، دلته قاطع او څرګنده خبره نه ليکي، بلکه خپل ګومان د (احتمال قوی ميرود که…) په احتمالياتو کې څرګندوي.

د پوهنتون موقعيت!

ارزونه د پخواني ولسمشر حامد کرزي د جمهوري رياست پر مهال د پوهنتون د موقعيت بدلولو په اړه وايي، چې (هيچ دولتی از ميان کشور های عضو OIC حق ندارد به تنهايی آن فيصله ها و قطعنامه ها را تغير دهد)

دلته څو خبرې مهمې دي، لومړی دا چې د دې دعوې د اثبات لپاره د اسلامي همکاريو سازمان هيڅ راز قانون، لايحه او کومه ماده او سند نه دی ذکر شوی. دويم دا چې که واقعاً همداسې وي نو بیا په ننګرهار کې د ياد پوهنتون د امکاني مطالعې Feasibility Study لپاره ولې ۲۰۰ زره امريکايي ډالر ورکول کېدل؟ څلورم دا چې کله په ۱۳۹۲  کې کابينې په ننګرهار کې د نړيوال اسلامي پوهنتون جوړېدل تصويب کړل او ولسمشر د پوهنتون لپاره ۱۰۰۰ جريبه زمکه منظور کړه، ايا له دې نېټې تر ۱۳۹۷ پورې د اسلامي همکاريو سازمان له خوا کوم شکايت او انتقاد شوی؟ اصلاً خبره دا ده چې د موقعيت ټاکل يوې مطالعې ته اړتيا لري، د اسلامي همکاريو سازمان څرنګه کولای شي مخکې له دې چې پوه شي؛ کابل کې د دغه پوهنتون لپاره شرايط مساعد دي که نه؟ دغسې يوه پرېکړه وکړي.

په ارزونه کې بلا نورې کيسې هم شته، چې کېدای شي په جلا ليکنو کې نقد شي.

134 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

1 comment

  1. Afghan Reply

    دکرزی صاحب فیصلی د ایرانی کڅوړو تر تاثیر لاندی شوی نو قانونی،شرعی او ملی اعتبار نلری،دادی یو.
    دوهم: دملی ګټو د ساتنی لپاره دمخکینیو حکامو پر ځای فیصله بیا هم د ځینو غیر شرعی روابطو په اساس ،،کرزی لغو او دی پردی پالو ته یی تر نورو زیات امتیازات ورکړل خو اوس دا حضرات د نورو لپاره لوای فاطمیون جوړوی ، غزنی یواځی دری ولسوالیو ته منحصر کیږی او رقص مرده او میخکوبی هم هغه رذیله ابتکارات دی چی انسانیت تری عار لری
    دریم: مشرقی ولایات اوس ډیر آسیب پذیر دی او علاوتا هلته داسی موجودات حاکم دی چی د جهاد تر نامه لاندی په نسوارو پسي ټانګ ذرهی لیږی او تعمیراتی خښتی په هلیکوپتر کی وړی ، د ځنګلونو قطع او قاچاق ماهرین هم کم ندی او د آی –اس-آی لمړنی پروژو او تجربو عمال هم کم ندی مه خپه کیږه، دا پوهنتون د نجونو برخه هم لری چی ځانته محیط او شرایط غواړی
    څلورم: تاسی په ولایت کی د تحصیل او لیاقت پر بنا حتی ولایت کی کم څوک لری نو فکر نکوم چی موجوده حکام مو علم دوسته خلک وی ، منصب او ډالرو ته ترجیح زیاته ده حتی پرونی اخوانیان هم نن د جهاد غله ګرځیدلی
    پنځم: لطفا ته هم ډیر مه کلکیږه د اشرف غنی ملی او علمی هویت تر کرزی ډیر فرق لری ، راځی دا فیصله چی اصل ته رجعت دی ، دابه په خیر دملت او امت وی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *