Categories

اعلان

Loading…

نور محمد ترکی څه ډول ووژل شو؟| باړن: امید اڅک

د دې لیکنې لومړۍ دوهمه برخه له دې کبله په ځنډ خپرېږي چې ژباړن زیات مصروف و.

لومړی برخه یې(دلته) لوستلی شئ.


دویمه او وروستۍ برخه…

زما نوم عبدالودود په رتبه تورن یم. لومړی مې د ولسمشرۍ ماڼۍ په ګارد کې د مخابرې د امر په توګه دنده لرله، خو وروسته په لوی درستیزۍ کې د کام (کارګري استخباراتي موسسه) د مخابرې مدیر وټاکل شوم.

دا چې تر دې وخته پورې په ګارد کې زما په ځای بل کس نه و مقرر شوی، نو په همدې خاطر مې په یو وخت کې دوه دندې تر سره کولې.  

یعنې د ورځې به مې په ستر درستیز او مازیګر په ګارد کې دنده تر سره کوله. په همدې دلیل زه ۱۳۵۸کال د میزان د میاشتې په ۱۶/۱۷ تاریخ په ګارد کې نوکریوال وم. دقیق راته په یاد نه دی، خو تقریبآ د ماښام اووه او  یا اووه نیمې بجې به وې چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د ګارد قوماندان جانداد راته ټلیفون وکړ او زه یې ګارد ته وغوښتلم.

جانداد راته په هغه ځای د ترکي د په شهادت رسولو د موضوع په اړه وویل. ما ورته په نیمه شپه کې ددغه موضوع د ناشوني توب او مخکنیو امادګیو نه لرلو په اړه وویل.

جانداد راته وویل چې مخکې له مخکې د روزې او اقبال له خوا ټول ترتیبات نیول شوي دي. هغه وویل:

«ته زه خپله نوکریوالۍ بدله کړه او بیرته راشه.»

زه خپل دفتر ته ولاړم، جګړن ظاهر مې په خپل ځای نوکریوال مقرر کړ او بیرته د جانداد خواته راغلم. روزي او اقبال هم هلته راغلل، جانداد د هغوی له رسیدو وروسته یو ځل بیا د ترکي د قتل  موضوع ته اشاره وکړه او له موږ څخه یې وغوښتل چې باید د حزب د فیصلې په اساس ترکی له منځه یوسو.

ما له هغو اوازو څخه یادونه وکړه، چې ګوندې ترکی د درملنې لپاره روسیې ته استول شوی دی. جانداد وویل، چې د شوروي ددولت د ناکامۍ له وجې حزب تصمیم نیولی چې نوموړی له منځه یوړل شي. روزي هم د جانداد خبرې تائید کړې او وې ویل( موږ د حزب د مرکزي کمیټې او سیاسي بیرو له تصمیم څخه سر غړونه نه شو کولای)  

څو شیبې وروسته موږ په هغه لنډاور موټر کې چې روزي اماده کړی و د کوټې باغچه خواته روان شولو.

په هغه ځای کې دویم پوړ ته د ترکي خواته ولاړو.

لومړی روزي خونې ته دننه شو بیا یې زه او اقبال هم وغوښتلو.

ـ لطفآ روزي او اقبال معرفي کړئ!

روزي د ګارد سیاسي امر او په رتبه کې جګړن و او اقبال لومړی د ګارد د کشف امر و چې وروسته بیا د کام یا د استخباراتو د امر په توګه مقرر شو، چې دی په  رتبه بریدمن و.

کله چې زه او اقبال خونې«اطاق» ته داخل شولو، روزي له ترکي څخه وغوښتل چې له موږ سره راشي. ترکي صیب د خپل جیب کارت وویست او له روزي څخه یې وغوښتل چې امین ته یې  وسپاري. ددې ترڅنګ یې له موږ څخه هیله وکړه، چې دغه تور رنګې بکسه چې پیسې په کې دي، که یې میرمنه ژوندۍ وه هغې ته یې وسپارو.

وروسته بیا ټول لاندې پوړ ته راغلو. په لاندې پوړ کې خي « راسته» خواته یوه وړه خونه وه، چې په هغې کې د خوب یو تخت هم موجود و، چې پښې یې هم نه درلودې. فکر کوم، چې دغه د خوب تخت به د ترکي صیب د خدمتګار او یا د کوم ساتونکي و.

په هر حال، روزي ترکي ته د همدې خونې لارښوونه وکړه او په خپله ولاړ چې د دهلیز دروازه قلف کړي. په همدې وخت کې ترکي را څخه اوبه وغوښتل ما هم اقبال ته وویل چې ترکي صیب ته اوبه راوړي. اقبال وغوښتل چې اوبه راوړي، خو روزي ورته اجازه ورنه کړه او ورته یې وویل:

« چې (اوبه) نه بیر! روجایي واخله لاسونه یې وتړه».   

زه له خونې ووتم او ومې غوښتل چې اوبه راوړم خو ګیلاس مې پیدا نه کړ. کله چې بیرته خونې ته راغلم ومې لیدل چې روزي او اقبال د ترکي لاسونه تړلي دي.

ـ په څه شي باندې یې ورته لاسونه تړلي و؟

ـ په روجایي باندې یې ورته لاسونه تړلي و. همدا رنګه هغوی ترکي ته ویلي و، چې تخت باندې پریوزي.

په دغه وخت کې چې زه ورسیدم په هماغه تخت اوږد ملاست و، روزي په ناڅاپي توګه د هغه په ستوني فشار راوړ او په لاسونو یې کلک ونیوه او اقبال هم د هغه په ټټر زور راوړ، په داسې حال کې چې  اقبال د ترکي سینه او پښې کلکې نیولې وې په همدې وخت کې روزي د ترکي په خوله یو وړوکی بالښت کیښود.

اګر که هغوی له ما څخه هم وغوښتل چې مرستې ته یې ودانګم، خو ما دا کار ونه کړ.  ددې سره سره بیا هم تر هغه ځایه چې زه یې په سر ولاړ وم، نو دا هر څه مې په خپلو سترګو ولیدل.«… لس یا پنځه دقیقې وخت یې ونیوه تر څو ترکی صاحب په شهادت ورسیده. له هغې وروسته موږ درې واړو هغه په یوه سپینه ټوټه کې واچوه او بیا مو کوټې باغچه ته انتقال کړ.

ـ په دغه وخت کې څو بجې وې؟  

تقریبا د شپې یولس نیمې بجې وې، روزي له اقبال څخه وغوښتل چې د جانداد خواته ولاړ شي او کفن راوړي. کله چې اقبال بیرته راغی بیا مو جسد په هماغه موټر کې چې له ځان سره مو راوړی و کیښوده او د ګارد شرقي دروازې خواته مو حرکت وکړ.

په هغه ځای کې جانداد زموږ خواته راغی او روزي ته یې یوه مخابره ورکړه. موږ د ګارد د شرقي دروازې له لارې چې جنګي دروازه هم ورته وایي ووتلو، د نمبر یک قصر څخه تیر د ولایت سړک په لور روان شولو او له هغه ځای څخه لومړی سالنګ واټ او بیا قول آبچکان ته ولاړو.

هغوی ماته د ساتونکي دنده راکړه او په خپله یې لومړی د ترکي جسد له کمپلې او روجایي څخه وویست، بیا یې د کفن په نوم  هماغه سپینه ټوټه کې چې له ځان سره یې راوړی و، کیښوده، بیا یې جسد په داخل د قبر کې کیښود، برڅیره یې پرې وسپنیزې تختې کیښودلې او خاورې ورباندې واچولې.

د کار په خلاصیدو سره روزي د مخابرې په وسیله ددغه ماموریت د پای اطمنان ورکړ، چې په دې ترتیب سره موږ بیرته ګارد ته راغلو.

کله چې د جانداد دفتر ته ننوتلو هغه په خپل چپرکټ کې ویده و، زموږ د راپور د اوریدو څخه وروسته یې د ټیلیفون غوږۍ پورته کړه او د څارندوی د قوماندان علیشاه پیمان سره یې خبرې وکړې. نوموړي چې لومړی یې په روسي ژبه خبرې وکړې د څارندوی له قوماندان څخه وغوښتل چې د ترکي په قبر باندې دې ساتونکي وګوماري.

بیا جاندان موږ ډوډۍ ته دعوت کړو،  خو موږ ټولو د ډوډۍ له خوړلو څخه ډډه وکړه. جانداد موږ ته ډاډ راکړ، چې ددغه قضیې په اړه باید موږ هیڅ ډول تشویش له ځان سره ونه لرو، ځکه چې دا د حزب د سیاسي بیرو او مرکزي کمیټې فیصله وه او موږ په دغه برخه کې هیڅ ډول مسولیت نه لرو.  

ـ کله چې تاسو د جانداد دفتر ته راغلۍ او د ارواح ښاد ترکي خاورو ته د سپارلو ډاډ مو ورته ورکړ دا وخت د شپې څو بجې وې؟

تقریبآ یولس نیمې یا دولس نیمې بجې وې.

ـ له حرم سرای څخه د ارواح ښاد ترکي د کورنۍ  په انتقال باندې رڼا واچوه!

فکر کوم له هغه څخه دوه او یا کیدی شي درې شپې وروسته چې له حرام سرای څخه یې د ترکي ساتونکي وباسل،  زه، د اوپراسیون امر رحمت الله او روزي جانداداد خپل څنګ ته وغوښتلو او موږته یې وویل: « تاسو ولاړ شئ او په ډير درناوي سره، البته دغه لومړنۍ ورځې وې، پرته له ترکي او میرمنې څخه یې  د کورنۍ نور ټول غړي چې تر دې دمه په حرم سرای کې موجود دي کوتي کول ته چې په صدارت کې موقعیت لري انتقال کړئ.» په هغه وخت کې د ترکي سره په حرامسرای کې د ترکي ورور، وریرونه، موټروان، پیش خدمت او یوې نرسې ژوند کاوه.  

موږ باید د شپې له خوا د غه کار ترسره کړی وی، نو بنآ کله چې شپه شوه موږ ولاړو، دروازه مو وټکوله.

خدمتګار یې دروازه خلاصه کړه، روزي ورته وویل چې د ترکي صاحب او میرمنې څخه یې پرته باید د کورنۍ نور ټول غړي د باندې ووځي، ځکه چې هغوی به یا کوتې کول او یا خپل پخواني کور ته ولیږدول شي. له شل دقیقو او یا نیم ساعت وروسته په داسې حال کې ټول له کور څخه د باندې ووتل چې ډيرې لږې جامې او وسایل وسره و.

بیا روزي هغوی بدني تالاشي کړل او د موټر خواته یې ورته لارښوونه وکړه. د ترکي د کورنۍ په غړو کې د ترکي وریرې ملالۍ ډیر ټنګار درلود چې هغې ته اجازه ورکړل شي تر څو د ترکي خواته پاتې شي، مګر روزي دغه مطلب نه مانه. بلاخره زه مجبور شوم چې په دغه اړه له جانداد سره تماس ونیسم او له هغه څخه ددغه موضوع په اړه پوښتنه وکړم.   

جانداد راته وویل چې باید د کورنۍ ټول غړي هغه ځای ترک کړي.  خو یواځې نرسه کولی شي چې په هغه ځای کې پاتې شي. په داسې حال کې چې نرسې ته مو په دغه کور کې د اوسیدلو اجازه ورکړه نور ټول مو په ډیر احترام سره کوتې کول ته انتقال کړل.

ـ ترکی او میرمنه یې کله او په څه ډول له حرم سرای څخه کوتې باغچه ته ولیږدول شول؟

ـ بیا هم دوه یا درې شپې وروسته جانداد  زه او روزي ځان څنګ ته وغوښتلو او راته یې وویل: « تاسو  ولاړشئ، د حرام سرای دروازه ټک ټک کړئ او په ډیر احترام سره له ترکي صاحب څخه غوښتنه وکړئ، چې له حرام سرای  څخه کوتې باغچه ته ولاړ شي. په هغه ځای کې ورته د ژوند ټولې اسانتیا وې یعنې خونه، چپرکټ او نور هر څه تیار دي.»

کله چې موږ حرمسرای ته ولاړو، لومړی مو له خدمتګار سره خبرې وکړې، بیا ترکي  داخل ته وغوښتلو، ترکی له خپلې میرمنې سره یوازې ناست و، خو نرسه هلته نه وه، هغه مخکې له مخکې له هغه ځای څخه ویستل شوې وه.

موږ هغه څه ورته وویل چې موږ ته یې د ویلو قومانده شوې وه. لکه څنګه چې تاسو پوهیږې په داخل د حرمسرای  کې د (سالون شب جمعه ) په نوم یو سالون دی، موږ د همدې سالون له لارې دوی کوتې باغچه ته انتقال کړل. بکسونه یې هم د هغه افسرانو په وسیله چې د روزي له خوا ورته دنده سپارل شوې وه ولیږدول شول.

د کوتې باغچه هغه خونه چې ددوی لپاره په نظر کې نیول شوې وه د  سیم داره چپرکټونو ترڅنګ یوه قالینه هم په کې فرش وه.

کله چې هلته ورسیدلو روزي وویل:  

« همدغه ستاسو د استوګنې ځای دی»!

کله چې د هغوی سترګې په خونه کې په شته وضعیت ولګیدلې، له موږ څخه یې هیله وکړه، چې که موږ ته یو ځل بیا د هماغه لرګینو چپرکټونو یوه قالینه راوړئ!

روزي ورته ډاډ ورکړ چې دغه کار به ورته تر سره کوي. له هماغه شپې څخه وروسته ما له هغوی سره تماس نه درلود، خو کله چې په هغه وروستۍ شپه کې موږ د ترکي خواته ولاړو متوجه شوم چې د هغوی د خوب چپرکټ او قالینه یې بدله کړې وه.  

ـ   داسې شواهد په لاس کې دي، چې د ارواح ښآد ترکي صاحب دوه ساتونکي لومړی اختطاف او بیا له منځه وړل شوي دي، تاسو ددغه قضیې د متهم په توګه له پیل څخه تر پایه پورې وضاحب ورکړئ.!

ـ  ترکي صاحب له ځان سره په داخل د حرم سرای کې د قاسم او ببرک په نوم دوه ساتونکي لرل،  دغه موضوع لوې درستیز یعقوب او د ګارد قوماندان جانداد ته ستونزه رامنځته کړې وه.

د شنبه په ورځ چې د سنبلې د پنځه ویشتمې نیټې سره سمون خوري، یعقوب جاندان ته ټلیفون وکړ، چې  باید یو دلګی سرتیري تیار کړي، تر څو په ډلییزه توګه په حرمسرای باندې حمله وکړي، د ترکي مسلح ساتونکي دستګیر او له هغه ځای څخه وباسي. بیا وروسته جانداد د امین سره تماس ونیوه او په دغه برخه کې د هغه څخه د معلوماتو غوښتونکی شو.  

ـ وبښئ کوم امین؟

ـ امین، هماغه خاین امین چې لوی جنایتونه یې تر سره کړل.

ـ یعنې ستاسو منظور حفیط الله امن دی؟

هو، حفیظ الله امین.

جانداد هغه ته ټلیفون وکړ او د هدایت غوښتونکی شو. امین ورته ویلي و، چې په حرمسرای باندې د ډلییزې حملې په ځای دا ښه ده، چې د ترکي ساتونکو ته په کتبې توګه اطلاع ورکړل شي تر څو د هغه سوقصد په اړه چې مخکې په هغه یعنې امین باندې صورت موندلی و د تحقیق لپاره  د امنیې قوماندانۍ ته حاضر شي.

ددې تر څنګ باید هغوی ته وویل شي چې دغه تحقیق یوازې ددوی لپاره نه؛ بلکه له نورو څخه  هم کیږي.

جاندان په همدې پیغام سره یو خط ولیکه، د یو کس په لاس  چې فکر کوم اشپز و، که خانه سامان و، حرمسرای ته ولیږه. له دیرش یا څلویښت دقیقو وروسته موږ ته احوال راغی چې د ترکي ساتونکي دیته تیار دي، چې د حرمسرای څخه ووځي او قوماندانۍ ته راشي.

مګر بیا هم جاندان ددې لپاره چې تدافعي ترتیبات یې نیولي وي، د تشریفاتو د ټولي قوماندان یې وغوښت او ورته یې هدایت ورکړ، چې د حرمسرای دخولي دروازې مخې ته دې  یو شمیر سرتیري د اماده باش په حالت کې ځای په ځای کړي. یادو سرتیرو دنده درلوده چې که د ترکي ساتونکو په حملې لاس پورې کړ، نو بیا په دغه وخت کې دې دوی هم ورباندې ډزې وکړي.  

ـ د تشریفاتو د قوماندان نوم څه شی و؟

ـ محمد صادق نومیده، نوموړي په همدې کال ترفیع کړې وه، تورن شوی و. په هر حال هغه ولاړ او د جاندان د قوماندې مطابق یې عمل تر سره کړ.

څوشیبې وروسته د حرمسرای دروازه خلاصه شوه او ساتونکي د باندې ووتل، اګر که هغوی خلع سلاح و، مګر دا چې سرتیرو ته هدایت ورکړل شوی و، هغوی د ترکي په ساتونکو حمله وکړه، هغوی یې دستګیر کړل، بیا محمد صادق جانداد ته مخابره وکړه او په بریالۍ توګه یې  دخپل ماموریت د پای ته رسیدو ډاډ ورته ورکړ.

په همدغه وخت کې روزي په تیزۍ سره ځان د نیول شویو ساتونکو څنګ ته ورسوه او په یو روجایي باندې یې ورته لاسونه وتړل.  

له بلې خوا جاندان په همدې وخت کې لوی درستیز یعقوب سره تماس ونیوه او  ددغه ماموریت د بریالیتوب د ډاډ ترڅنګ یې ددغه ساتونکو د سرنوشت په اړه ورڅخه دهدایت غوښتنه وکړه.

یعقوب ورته ویلي و، چې دغه ساتونکي په داخل د ګارد کې په یو ګراج کې بندي کړي، خو جانداد دغه کار ناممکن بللی و، بنآ یعقوب هدایت ورکړی و چې خیر هغوی دې قوای زرهدار ته ولیږدول شي.

جاندان لومړی د اپراسیون آمر او بیا یې فکر بدل شو، ما ته یې هدایت راکړ تر څو دغه افراد قوای چهار زرهدار ته انتقال کړم. نوموړي راته وویل چې دغه وګړي باید د یادې قطعې قوماندان جکتورن احمد ته وسپارم.

د ورځې د نوم له اخیستو وروسته مې د جانداد څخه په داسې حال کې چې سترګې یې تړلې وې د ترکي د ساتونکو د تسلیم اخیستلو وروسته د روزي سره یو ځای  قوای چهار زرهدار خواته ولاړو. په هغه ځای کې مو له جکتورن احمد پرته دوه نورو افسرانو سره هم ملاقات وکړ، چې د یو نوم یې ښایسته او د بل په نوم  له بده مرغه نه پوهیږم. هغوی راسره په موټر کې کښیناستل، موږ یې د شمال خواته یوړو، هغه ځای چې د پولیګون د انداخت ځای دی. له لږ وخت مزل وروسته موټرونه ودریدل او موږ ټول له موټرو څخه ښکته شولو.

په هغه ځای کې نوموړو افسرانو موږ ته وویل « تاسو په همدې ځای کې منتظر ووسۍ»

وروسته بیا هغوی د تر کي د ساتونکو سترګې خلاصې کړې او هغوی ته یې  یوې کندې خواته لارښوونه وکړه. یاد ساتونکي کندې خواته ولاړل او هلته کښیناستل.

بیا هماغه افسر چې ښایسته نومیده خپله تمانچه وویستله، روزي هم خپله تمانچه وویستله چې د یادو ساتونکو په وژلو کې برخه واخلي، خو ښایسته ورته وویل « دا ستاسو دنده نه ده، وظیفه موږ ته سپارل شوې ده».

ښایسته په یو ډز سره قاسم او دوه ډزو سره د ببرک ژوند ته د پای ټکی کیښود.

ـ د هغوی د وجود په کومه برخه یې ډزه وکړه؟

ـ هغوی یې په سر وویشتل.

په هر حال د دغې کندې تر څنګ بیلونه او کلنګونه هم موجود و، چې بیا د یو تعداد افسرانو له خوا  په همدې وسایلو هغه کنده ډکه شوه. له دغې حادثې څخه وروسته موږ د خپلو موټرو سره بیرته ګارد ته راغلو، زه جانداد خواته ولاړم او ورته مې وویل چې هغو د ترکي ساتونکي ووژل.  

هغه راته په ځواب کې وویل چې لوی درستیز یعقوب همداسې هدایت ورکړی و.

نوټ: دغه اعترافات د ۱۳۵۸ کال د جدي د میاشتې په څلور ویشتم تاریخ تر سره شوی و، د قضيې مستنطقین، (سر څارمن عبدالرحیم) او (جمعه خان) نومیدل او د استجواب متن د محمد داود له خوا ټایپ شوی دی.

د دې اعترافاتو متن د انیس ملي ورځپاڼې د ۱۳۵۸ کال د دلوې د میاشتې د اوومې شنبه او اتمې یک شنبه څخه اخیستل شوي دي، بیا لیکنه او تخلیص یې د رنګارنګ ویبلاک له خوا تر سره شوی دی.  

پای

1,995 total views, 15 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

1 comment

  1. MHA Reply

    Noor Mohammad Taraki, during his trip to Moscow, agreed with KGB to get rid of Hafizullah Amin. When Amin survived he killed Taraki. but the killing of the guards was very stupid. Any ways they were communists and not loyal to each other.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *