Categories

اعلان

Loading…

د تاند نظرپوښتنه: په سلو کې ۷۴ افغانان راتلونکې ته هیله من دي

تاند- د سروې یا نظرپوښتنو نړیوالې موسسې ګلپ (Gallup) په یوه نظرپوښتنه کې ویلي و چې اکثره افغانان د راتلونکې په اړه سخت نهیلي دي.

د دې موسسې د نظرپوښتنې پر اساس د نړۍ هیڅ ملت د افغانانو په شان راتلونکې ته نهیلي نه دي. د دې نظرپوښتنې د پایلو له اعلانه وروسته تاند د فېسبوک له لارې ورته پوښتنه له خپلو لیدونکو وکړه.

د تاند په نظرپوښتنه کې تر ۱۰۰ زیاتو کسانو برخه اخیستې او اکثرو د ګلپ خلاف راتلونکې ته خوشبیني ښکاره کړې ده.

د دې نظرپوښتنې د ځواب ویونکو په سلو کې ۷۴ راتلونکې ته مثبت نظر ښکاره کړی او یوازې په سلو کې ۲۶ ته راتلونکې تیاره ښکاره شوې ده.

تاند له خپلو لوستونکو پوښتلي چې « تاسو څه فکر کوئ چې په راتلونکو ۵ کلونو کې به افغانستان ښې خوا ته لاړ شي او که بدې ته؟»

640 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

2 comments

  1. عبدالله Reply

    انشآالله تاندوالو ورونو همداسی ده زمونږ راتلونکی روښانه ده او روښانه به وی ځکه ځمونږ دخاوری بی شماره کورنی اوبهرنی دښمنان نور په ذوال او لړزان کی دی

    تل دی وی افغانستان
    ژوندی او پیاوړی دی وی ځمونږ دخاوری صادق او ریښتینی افغانان

  2. Nash Reply

    Your respondents must have been out of Afghanistan. How on earth one can be optimistic if they live like us in Kabul.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸