Categories

اعلان

Loading…

محمد یونس فدا: نه حکمتیار او نه هم اسلامي حزب د سمیع الحق په مرګ خواخوږي ښودلې ده

تاند – د افغانستان د اسلامي حزب د مطبوعاتي او فرهنګي کمېسیون غړی محمد یونس فدا وایي چې نه د هغوی ګوند او نه یې هم مشر د پاکستان د جمعیت علمای اسلام د مشر ملا سمیع الحق په مرګ څه نظر ورکړی دی.

ښاغلي فدا دا وینا په خپل فیسبوک خپره کړې او لیکلي یې دي، «نه حکمتيار او نه هم حزب اسلامي د سميع الحق د مرګ په اړوند نظر ورکړی او نه دا هم دومره مهمه مسله ده چي مونږ پري تبصره وکړو،»

فدا له تاند سره په خبرو کې خپل نظر تکرار کړ، او ویې ویل چې نوموړی د حزب د رسنیو د کمېسیون غړی دی او هغوی داسې هېڅ بیان نه دی خپور کړی.

ښاغلي فدا وویل، «حزب اسلامي افغانستان او امير يي تر اوسه د مولانا سميع الحق د ترور په اړوند هيڅ رسنۍ ته نظر نه دی ورکړی او نه هم د هيواد او نړۍ په پيچيده قضاياوو کي دا ډيره مهمه مسله بولي. هر رسنيز چينل چي ورته خبرونه خپاره کړي د مهربانۍ له مخي دي ووايي چي مشر له کومې ليارې دوی ته نظر ورکړی. آيا غږيز پيغام يي ورليږلی، انځوريز پيغام يي ورليږلی او که يا هم کوم ليک يي ورليږلی، دا دي ځانګړی کړي. حزب اسلامي افغانستان د رسنيو دا خپل سري راپورونه د رسنيزو نزاکتونو نه رعايت بولي او دا پر دي تعبيروي چي ګويا رسنۍ خپلواکې نه دي او د نورو تر اغيزې لاندي دي،»

د شنبې په ورځ /د نومبر ۳مه/ د پاکستان له کراچۍ ښار څخه د مذهبي افراطیانو اړوند، امت ورځپاڼې، چې ویل کیږي د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارو له خوا حمایه کیږي، په یوه خبر کې لیکلي وو چې د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار د ملا سمیع الحق په مړینه خفګان ښودلی او د نوموړي زوی حامد الحق سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.‌

امت د ښاغلي حکمتیار له قوله لیکلي چې سمیع الحق له افغان عوامو سره ښه کړي او څو چې دنیا وي د افغانستان په جهاد کې به د هغه نوم ژوندی پاتې وي.

سمیع الحق د جمعې په ورځ /د نومبر ۲مه/ د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې ووژل شو او وروسته پاکستاني رسنیو د هغه د وژل کېدلو په کوټه کې د شرابو بوتل او یو شمېر نور نامأنوس توکي وښودل.

2,251 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2