Categories

اعلان

Loading…

طاهر اشرفي: د مولانا سمیع الحق مرګ به د افغانستان جهاد پیاوړی کړي

تاند – د پاکستان د علماوو د شورا رییس، مولانا طاهر اشرفي، وایي چې د مولانا سمیع الحق په وژل کېدلو سره به د افغانستان جهاد کمزوری نه بلکې لا نور قوي شي.

ښاغلي اشرفي د پاکستان نیوز تلوېزیوني چینل سره په خبرو کې چې ویډیو یې په ټولنیزو رسنیو خپره شوې، وویل، «هغه خلک چې وایي چې د افغانستان جهاد به د مولانا سمیع الحق په شهادت سره پای ته ورسیږي هغوی په غلط فهمۍ کې دي. په خدای قسم چې د مولانا سمیع الحق شهادت به د افغانستان جهاد دومره پیاوړی کړي چې هلته به هېڅ باطل پاتې نشي،»

طاهر اشرفي په داسې حال کې دا خبرې کوي، چې تر اوسه پورې کومې ډلې د سمیع الحق د وژنې مسؤلیت پرغاړه نه دی اخیستی.

د پاکستان د علماوو د شورا مشر په داسې حال کې په افغانستان کې د جهاد د پیاوړي کېدلو خبره کوي چې ویل کیږي پخپله د دوی په ملک، پاکستان، کې د انګرېز قانون چلېږي، فحشاوې په کې ازادې دي، یوازې یوه د شرابو فابریکه یې په کال کې ۱۰ میلیونه لیتره شراب تولیدوي.

داسې ادعاوې هم شته چې وایي، پاکستان ګڼ شمېر طالب چارواکي او د هغوی عربي ملګري د پیسو په بدل کې په امریکایانو خرڅ کړل.

په دې سربېره ویل کیږي، چې پاکستان د دغه هېواد د شمسي او جیکب اباد هوایي ډګرونه امریکایي ځواکونو ته د پیسو په مقابل کې په واک کې ورکړي وو چې په افغانستان ترې بمباري وکړي، اوس یې پوځیان له روسي عسکرو سره یوځای تمرینات کوي خو ښاغلي اشرفي په خپل هېواد کې د جهاد اعلان ونه کړ.

د پاکستان د جماعت اسلامي او جمعیت علمای اسلام ډلو (ف) او (س) ډلو په هکله ویل کیدل چې دواړو په ترتیب سره په افغانستان کې په پخوانیو تنظیمونو او طالبانو د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارو پروژې تطبیق کړي، او اوس داسې ښکاري چې ښایي اشرفي د دغه رول ترلاسه کولو ته زړه ښه کړی وي.

5,673 total views, 14 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

6 comments

  1. razmohammed mohmend Reply

    PAKISTAN IS HOUSE OF THE WORLD FOR TERRORISM.
    ONE MALOON DIE OTHER ONE COMING UP.

  2. سلطان محمد Reply

    اشرفی که خیر وی دتا وارهم راځی چه جهنم دځای شی الله ج لوی ذات دی ، موږ دخدای له ظالمانو خلاص کړی هغه ظالمان چه دافغانانو خیر نه غواړی او د ای -اس – ای په اشاره افغانستان خرابوی او په افغانستان کی شراچوی

  3. داوو Reply

    دغه اشرفي دووس څو کاله مخکې په پاکستان کې د امریکا له سفارت څخه په شرابو نشه راوتلی ؤ او په سرک باندې ګنګس کرزیده

  4. محمدحسین Reply

    عبرت په کار دي فکر مه کوي هغه خالق به دخپل مخلوق حساب ورسره وکړي او دخپل حق دین حساب به ورسره وکړي چه د خپل نفسي خواهیشاتو لپاره به يي د سیاست قربان کړي وو دا مخلوق او دا دین او شریعت
    حقیقي مالک لري هیځوک دي درغلي نه ورسره کوي د تیښتي لار نه لري

  5. محمدحسین Reply

    داخو ډیره ښه خبره ده چه په افغانستان کي هیڅ باطل پاته نه سي او الله جل جلاله دي همداسي نیک بختي افغانانو ته ورنصیب کړي، خو د افسوس خبره داده چه تاسو به پر همدي بطلان اوپه تور مخ د الله جل جلاله حضور ته ورځي او دمظلومو افغانان حساب به هلته ورکوي

  6. محمدداود Reply

    کوهي مه کنه د بل سړی په لار کی + هسی نه چی ستا به د همدی کوهی په غاړه لار شی
    اشرفیه ستا به هم همدا حال وی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2