Categories

اعلان

Loading…

حکمتیار وايي، که طالبان جنګ ودروي بهرني پوځیان وځي

تاند- د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار وايي، د طالبانو استازو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په وروستۍ کتنه کې له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو د وتلو غوښتنه کړې ده.

«طالبانو له زلمي خلیلزاد سره په کتنه کې له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو د وتلو غوښتنه وکړه، خو امریکا له طالبانو وغوښتل چې داسې شرایط برابر کړي چې په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو حضور ته اړتیا پاتې نه شی.»

ده وویل چې د زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ په خبرو کې تراوسه پورې نوي څه نشته خو د دوی ترمنځ د خبرو پیل یو ښه پرمختګ دی.

حکمتیار ټینګار وکړ، هغه وخت راغلی چې طالبان جګړه پای ته ورسوي او سوله وکړي چې بهرني پوځیان له افغانستانه ووځي.

«اوس توپ د طالبانو په لاس کې دی، دوی باید بهرنیو پوځیانو ته د وتلو لار هواره کړي، که طالبان جنګ ودروي، بهرني پوځیان به ووځي.»

د اسلامي حزب مشر په عین حال کې وویل چې دوی د طالبانو له مشرانو سره مستقیم او غیرمستقیم تماسونه لري او د بهرنیو پوځیانو د وتلو مهالوېش هغه مسله ده چې دوی له طالبانو سره پرې پر له پسې خبرې کړي دي.

حکمتیار وویل چې طالبان نه غواړي چې د افغانستان له حکومت سره خبرې وکړي.

1,383 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

1 comment

  1. "ولی احمد شیرزاد "یار Reply

    کله چې روسیان د ملک څخه ووتل نو تاسی ولی رانغلی ځکه صلاحیت مو نه درلود غلامان وی اوس نو طالبان ولی راشی هغوی هم نشوی کولای د پاکستان پخوانی نسخه چې په تاسی بی ننګه انسانانو يی تطبیق کړه پدوی هم تطبیق کوی. د خارجی په وتلو به طالبان راش او ستاسی په شان به د ملک ټولی اقتصادی، نظامی او سیاسی زیربناوی لمنځه یوسی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2