Categories

اعلان

Loading…

د طالبانو معنوي پلار مولانا سمیع الحق ووژل شو

تاند-د جمعیت علمای اسلام د یوې ډلې مشر مولانا سمیع الحق نن /جمعه/ د نامعلومو وسله والو له لوري په راولپنډۍ کې ووژل شو.

د ده زوی حامد الحق وايي چې کله چې کور ته لاړ نو خونه له وینو ډکه وه.

د سمیع الحق زوی او د جمعیت علمای اسلام ګوند د پېښور څانګې مشر د مولانا سمیع الحق وژل کېدا تایید کړه.

مولانا سمیع الحق د جقانیه دارلعلوم مشر هم و.

د سمیع الحق زوی حامد الحق وايي چې سمیع الحق له اکوړه خټک څخه د یوې عیسوۍ ښځې د اعدام د سزا د لغوه کېدو په اعتراض کې په مظاهرو کې د ګډون راغلی و. ده غوښتل چې اسلام اباد ته لاړ شي خو لاره بنده وه نو یې د راولپنډۍ په کور کې استراحت کاوه چې حمله پرې وشوه.

راپورونه وايي چې سمیع الحق په خپل کور کې په چاقو وهل شوی و او سخت ټپي شوی و خو کله چې په موټر کې روغتون ته وړل کېده، پر موټر یې بله حمله وشوه او ووژل شو. د ده ساتونکی او د موټرچلوونکی ژوبل شوي دي.

خو ځینو پاکستاني رسنیو ویلي چې سمیع الحق په کور کې په چاقو وهل شوی او وژل شوی دی.

د ده په دارلعلوم کې په زرګونو سختدریځي روزل شوي دي.

سمیع الحق، چې د افغان طالبانو معنوي پلار ګڼل کېده، څو ورځې وړاندې هم په افغانستان کې د وینې بهېدا ملاتړ وکړ.

مشهور پاکستانی ژورنالیست حامد میر د مولانا سمیع الحق په ستاینه کې وايي چې نوموړي هیڅوخت په پاکستان کې جګړه تشویق کړې نه ده.

2,128 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

4 comments

  1. ګ ص Reply

    الحمدالله چي دا د اسرایلو بچي او د شیطان لعین پایروان د اسلامي غازیانو له خوا مردار سو جهنم دوژخ دي یی تر عابده ځاي وي

  2. ذبیح الله Reply

    ډيرزیات ښه ۇشو دادزرګونوافغانانو قاتل ۇ د ای ایس ای په اشارو باندی زیات افغانان یی شهیدان کړ خدای
    ج دورته سزاورکړی

  3. Fahim Reply

    سپى مر شو
    دوزخ دى كور دى

  4. عبدالله Reply

    مرګ حق دی او له مرګه هېڅوک هم نه خلاصیږي. اما داسې مرګ چې په میلیونونه مظلوم انسانان یې په وژلو خوشحاله او له لوی او لایزال خدای نه د داسې یو ظالم له خلاصونه یې د شکرانې لمونځونه اداکړل شي ډېر لږ وي. په معاصر کې تاریخ کې د جرنیل ضیاالباطل او د مولانا سمیع الحق وژل یادولی شو.
    جهنم یې ځای او له الله ج نه دغه مکار او جابر ظالم ته د دوزخ ابدي اور او اسفل السافلین غواړو.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸