Categories

اعلان

Loading…

د ارواپوهنې بل مهم کتاب چاپ شو

د ارواپوهنې یو مهم کتاب له انګرېزۍ پښتو ته وژباړل شو، چې د ارواپوهنې مینه والو ته زېری ګڼل کېږي. په دې کتاب کې پر روانو ستونزو د غلبې لپاره مهمې لارښوونې او تمرینونه شته.

په ۳۵۰ مخونو کې دغه کتاب د صالح محمد صالح له خوا ژباړل شوی او سروش کتابپلورنځي خپور کړی دی.

لیکوالې د کتاب په وروستیو کې د خپل ژوند غموونکی داستان بیان کړی، چې څه ناخوالې ورباندې راغلي او څنګه توانېدلې نورو ته سرمشق شي.

د خپرندوی یادښت

د مېرمن لویس. ایل. هې کتابونو په نړۍ کې د ملیونو انسانانو ژوند ته مثبت بدلون ورکړی دی.

د لیکوالې باور دا دی چې غواړي له هغو کسانو سره په رواني او ذهني لحاظ مرسته وکړي، چې نه ورسره پېژني او نه یې ورسره کتلي دي. د هغې اثار په صوتي (اډیو) بڼه هم په نړۍ کې خرڅېږي او خلک یې اوري.

د دې پېژندل شوې امريکايي ليکوالې نږدې ۲۷ عنوانه کتابونه چاپ شوي چې اکثره یې له ځان سره د مرستې او له رواني کړکېچونو د وتلو پر لارو چارو راڅرخي.

«ځان ته دې شفا ورکړه» د هغې لومړی اثر دی، چې د ۱۹۸۴م کال د جنورۍ پر لومړۍ نېته د اول وار لپاره چاپ شو، خو دغه کتاب بیا- بیا چاپ شوی او د نړۍ په ډېرو پلورل شویو کتابونو (Bestseller) کې راځي.

لیکواله په دې کتاب کې د ښځو د پیاوړتیا او په خپلو پښو د درېدلو لپاره هم ځینې تاییدي عبارتونه راوړي، د نورو عوامو لپاره له اندېښنو او روانو فشارونو د بچ کېدو لپاره ځینې تمرینونه پېشنهاد شوي دي.

د کتاب لوستل تاسو ته جرئت درکوي، چې بېځایه اندېښنې، بېرې او وسواس ته «نه» ووایاست او په ساده لارو چارو له بېځایه باورونو ځانونه وساتئ.

اوسنی کتاب په ۲۰۰۷م کال کې د مستند فلم په څېر هم خپور شوی چې یو ساعت او ۳۰ دقیقې دی.

مېرمن لویس اېل. هې چې د ۱۹۲۶م کال د اکتبر پر ۸مه د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې زېږېدلې وه، د ۲۰۱۷م کال د اګست پر ۳۰مه په دغه ایالت کې د ۹۱ کلونو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

صالح محمد صالح چې له ۱۳۸۶ل کال راهیسې یې کوم کتاب نه و چاپ شوی، دا دی اوس له یوه بل اثر سره بیا ډګر ته راوځي. دا د ده شپاړسم اثر دی، چې ۳ یې لیکلي او نورې یې ژباړې دي.  دا د ارواپوهنې پر موضوع د ده پنځم اثر ګڼل کېږي.

ښاغلي صالح دغه اثر له انګرېزۍ ژباړلی، چې تر ډېره حده یې په متن کې امانتدارۍ ته دقت کړی دی. ځینو اصطلاحاتو یا هم کلماتو ته په لمنلیک کې تشریح لیکلې ده.

له ډاکټر مجب زغم مننه چې د دې کتاب د پنځلسم فصل د طبي اصطلاحاتو په اصلاح کې مرسته کړې ده.

په درناوی

سروش کتابپلورنځی

دا کتاب له دغو ادرسونو ترلاسه کولای شئ:

کابل:

سروش کتابپلورنځی، مینه یار مارکېټ، د درېیمې ناحیې کوڅې ته نږدې،میرویس میدان (کوټه سنگي) کابل

جلال اباد:

مومند، ختیځ او مازیګر کتابپلورنځي

کندهار:

کروړ کتابپلورنځی کندهار سوپر مارکېټ- عینو مېنه

پکتیا:

روحاني بابا کتابپلورنځی، پکتیکا: مجاهد کتابپلورنځی

خوست:

ژوندون، رحیمي او رڼا کتابپلورنځي

غزني:

انصاري کتابپلورنځی

493 total views, 5 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *