Categories

اعلان

Loading…

په ولسي جرګه کې د غزني استازو د خاص اروزګان په اړه له دفاع وزیر سره وکتل

تاند- په ولسي جرګه کې د غزني استازو له دفاع وزیر سره د اروزګان د خاص اروزکان ولسوالۍ د وروستیو نښتو په اړه خبرې وکړې.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې، د غزني استازو دفاع وزیر ته وویل چې د خاص اروزګان د وروستیو پېښو په اړه اندېښمن دي.

هغوی دفاع وزیر طارق شاه بهرامي ته وویل «که تروریستان په خاص اروزګان ولسوالي کې ونه ځپل شي نو لا ډېر جنایتونه به رامنځته کړي.»

د راپورونو له مخې، په خاص اروزګان ولسوالي کې وروسته له دې چې د خپلسرو ملېشو قوماندان حکیم شجاعي او ملګرو یې پر یوه کلي یرغل وکړ، د سیمې اوسېدونکو مقاومت وکړ او طالبانو هم د سیمې د اوسېدونکو ملاتړ وکړ چې په نتیجه کې یې حکیم شجاعي ټپي شو او یو شمېر خپلسري وسله وال یې ژوبل شول.

دا په تېرو ۱۷ کلونو کې لومړی ځل و چې طالبانو د هزاره وو پر ضد په جګړه کې د یوې سیمې د اوسېدونکو ملاتړ وکړ.

په ځینو راپورونو کې ویل شوي چې شجاعي وژل شوی دی. نوموړی د اروزګان د شاوخوا یو نیم سل ملکي وګړو په وژلوړ تورن دی.

د غزني اوسېدونکي له کلونو راهیسې شکایت لري چې په ولسي جرګه کې د دوی استازي د دې ولایت پر ځای د یوه خاص قوم استازیتوب کوي.

د غزني د خلکو د شکایت په نتیجه کې په دې ولایت کې د ولسي جرګې انتخابات ونه شول ځکه چې وسله وال طالبان له هزاره وو پرته نورو قومونو ته اجازه نه ورکوي چې په انتخاباتو کې ګډون وکړي. له همدې کبله به د غزني اوسني استازي، چې ټول په خټه هزاره دي، لږترلږه د ولسمشرۍ تر انتخاباتو پوري په ولسي جرګه کې د غزني استازیتوب ته دوام ورکړي.

1,709 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

4 comments

  1. بریال Reply

    د غزني ولایت استازو ښه کار کړیدی چې په خاص ارزګان کې د حکیم شجاعي خپلسرو ملیشو د ځپلو لپاره یې د دفاع وزارت مرسته غوښتې ده . هيله ده چې د دفاع او کورنیو چارو وزارت هم پدې اړه جدي اقدام وکړي. د شجاعي په نوم د پردیو اجیر د سلو نه زیاتو مظلومو پښتنو قاتل او د بشریت پرضد جنایتکار دی.

  2. Dr.Atal Reply

    یوه ډیره اهمه او خطرناکه سرطانی خبیثه ککړتیا چی زموږ ملت کړوی او ورځ تر ورځی ریښی ځغلوی هغه پلیدی کرایی ملیشی دی چی تر دری لسیزو زیات زموږ ملت آرام ته نه پریږدی ، او شرمیدلی کار یی دا دی چی وزارت عدلیه دی جنایت کارانو احزاب هم رسمی کړی او په ټولو ملی او بین المللی قضایاوو کی اوس رول او منطقوی حامیان لری او رول یی تزاید لری
    مع الاسف دکرزی په دوره کی د ملیشو غړی او همکار د غیر عادلانه ویش په بنا وزیر عدلیه وټاکل شو بیا همدی جناب اول خپلو ملیشو حزب یی رسمی کړ او بیا دوی ته ورته ټولو خپل احزاب رسمی کړل هیڅوک هم د حزب نه محروم نشول
    اوس د هر قاتل ،غل ، معامله ګر ، غاصب ،اختطاف کوونکی او نور جامع الفساد تر شا یو حزب ولاړ دی ، حال دا چی دا جنایتکاران اکثره یی واجب القتل یا د ثقیلو سزاوو مستحق دی.
    اوس دا مظلوم ملت لدی ارذل الناس نه څنګه خلاصوی شو؟
    دا حیاتی سوال دی ، او ژور بحث غواړی ، حتی باید لوی کتابونه او علمی رسالی ورباندی ولیکل شی هم کمه ده
    آیا یوازی وزارت عدلیه چی احزابو ته رسمیت ورکوی ، څارنه هم وکړی که نه؟
    آیا د احزابو د غړو او بالاخص د ارکانو ۱۸ کلن تخلفات او جرایم راټول کړو؟
    دا د قیصاری، شجاعی ،لوای فاطمیون او نوری دیته ورته ملیشه صفته حکام او مفسدین که مخه یی ونه نیول شی څه فکر کوی چی آرام او اصلاحات راتلی شی؟؟
    د یو تنظیم ۹۰٪ ارکان یی ملوث په فساد غلیظ یا د بیت المال نه میلیونی یا میلیاردی غلاوی او نور جنایات لری، بیاهم حکومت ته چلنج ورکوی او د اصلاحاتو مانع ګرځی ، ذیربطو ادارو ورسره څه کړی؟
    دا اداری باید تصفیه او وخت ورکړ شی چی دا متعفنه مرداری دی پاکه کړه ،ورنه پریږده چی بل مؤمن افغان راشی چی توان د پاکولو ولری او دا ملیشه یی سهمونه هلاکت دی
    وزارت عدلیه تر اوسه دا تعریف نلری چی کوم حزب ، مفید او مشروع دی او کوم حزب ، مضر او ممنوع دی؟
    د احزابو ځنګل دی او ملت پری داړی
    نو که ۱۴ کلن د خادم المفسدین د فساد لیوان چی کتلوی او جسیم حضور لری فقط چی فاسد احزاب غیرقانونی وګرځول شی همدا یواځینی لار ده چی د فساد مخنیوی پری کیدای شی
    ولاتعاونوا علی الاثم والعدوان

  3. عبدالله Reply

    ښاغلی بریال صیب ته وایم چه د غزني ولایت استازو چه په خټه هزاره دی د دفاع وزیر څخه د شجاعی ننګه او دخاص ارزګان د پښتنو او طالیبانو څخه تشویش ښودلی دی. نه دا چه خونکار شجاعی وځپل شی

  4. غ.حضرت Reply

    که دا اصل ومنو چي زموږ د هیواد د قِمار پر پېچلی او خطرناک ټاټ باندی ډېر ستر ستر لاسونه ښکیل دی نو ددې ذهنیت نتیجه به داوی چي ددې یا هغه کس په مړینه یا وژنه به ددې خطرناکی
    .لوبی پر څرنګوالی باندی کوم خاص اغیز ونلری
    موږ به هغه وخت خوښ او د نېکمرغۍ احساس وکو چي ووینو ستر لوبغاړی د خپلو پلیدو لوبو او نقشو د کثافت کچه راټیټه کړې او زموږ د مظلوم وولس د ناخوالو او غمیزو د تولید او تشدید د
    .ادامې څخه لاس واخلی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور
  • 1
  • 2