Categories

اعلان

Loading…

په ژبه او وینا کې د مغزو ونډه | پوهندوی شاه محمود کډوال

لغمان پوهنتون، د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځی

لنډیز: ژبه یو داسې غږیز سیستم دی چې د وګړو د عصبي سیستم او مغزو تر کنترول لاندې فعالیت کوي. له شک پرته چې د وګړي ټول اروايي او بدني خوځښتونه او فعالیتونه د يوه واحد سیستم تابع دي چې ټول عصبي سیستم رغوي. په دې سیستم کې بیا بېلابېلې برخې ګډې دي، لکه: مغزه، شوکي نخاع او… چې هره برخه يې خپله دنده لري او د بدن يو فعالیت کابو کوي. ژبه چې غږونه او غږغونډونه يې د یوې معنا او مفهوم لپاره د وګړو په بدن کې زېږي، له عصبي سیستم او مغزو سره اړیکه لري او له هغه ځایه ورته لارښوونه کېږي. غږ او غږغونډونه چې د يوې فزیکي ښکارندې په توګه له خولې راوځي، يوه معنا او مفهوم بل وګړي ته لېږدوي، چې معنا او مفهوم بیا یوه ذهني ښکارنده ده.

سریزه : د ژبپوهنې یو ډول دا موضوع څيړي چې ژبنۍ لړۍ او چار له عصبي سیستم او مغزو سره څه اړیکی لري. ژبه د يوه غږیز سیستم په توګه د عصبي سیستم تر څار لاندې فعالیت کوي. عصبي سیستم او مغزه یوخوا د ګړیدلو د فعالیت څارګر دي او غږغونډونه یا وييونه هغه معناوې بل ته لېږدوي چې زموږ په مغزو کې دي ، بلخوا د اورېدنګ فعالیت هم له مغزو سره اړیکی لري.

کليدي نومونې: ژبه، وینا، عصبي سیستم، مغزه.

ارزښت: دا څېړنه د ژبې او غږیزې پوهونې په لړۍ او بهیر کې د عصبي سیستم او مغزو پر تخنیکي ونډې څرخي. دا ډول څيړنې په پښتو ژبه کې په نشت شمېرل کېږي، ځکه يې اړتیا ډېره ده. دا څېړنه په ژبه کې د ونډوالو اړخونو د پېژندنې لپاره اغېزناکه او ګټوره ده.

مبرمیت: پښتو ژبپوهنه که څه هم تر يو ځایه رسېدلې او د پښتو ژبې زده کوونکو او څېړونکو ته کافي مواد لري، خو لا ډېر کار ته اړتیا شته، په نړیوالو معتبرو او پرمختللو ژبو کې ژبپوهنه ډېره بډایه ده. کومه موضوع چې په دې لیکنه کې څېړل شوې، په پښتو کې یې څرکونه لږ یا هېڅ دي. دا موضوع د ژبې د څېړنې او پوهېدنې په لړ کې ډېره مهمه ده چې پوه شو، مغزه په ژبه او وینا کې څه ونډه او څه ډول کار کوي.

موخې : د وګړني او ټولنیز پوهاوي یوه بشپړه ګټوره وسیله ژبه ده چې له غږونو او غږغونډونو رغېدلې ده. د ژبې او ګړېدنګ په چار کې د مغزو ونډه پېژندل او په هغې پوهېدل د دې څيړنې موخه ده. همدارنګه په دې وسیله د څېړونکي لپاره د معنوي امتیاز لاسته راوړنه د دې ليکنې بله موخه ده.

مواد او میتود: د دې څېړنې او د موضوعاتو د رڼاوي او سپيناوي لپاره له ګټورو او باوري اخځونو ګټنه شوې ده.

ژبه د وګړو ترمنځ د پوهونې او راپوهونې غږیز سیستم دی او مغزه د ټولو انساني خوځښتونو مرکزي څارګر ، په دې معنا ، هر ډول خوځښت چې د انسان په بدن پورې اړه لري، په يو ډول له مغزو سره تړل کېږي. د پوهونې او راپوهونې لړۍ خو بیا هسې هم څرګند مغزي فعالیت ګڼل کېږي. د ژبې او وینا اصلي موخه هم د وګړو ترمنځ د اړیکو ټينګښت او يو بل ته د هغو مفاهیمو لېږدونه ده چې د دوی په مغزو کې دي. ژبنی غږیز سیستم د مفاهیمو د يوې لېږدونکې وسیلې دنده ترسره کوي. موږ دلته هڅه کوو، هغه تخنیکي لړۍ وسپړو چې مغزه څه ډول په ژبه، ګړهار، وینا او پوهونه کې ونډه اخلي.

پوښتنې:

۱ـ د مغزو جوړښت څه ډول دی؟

۲ ـ په ژبه او وینا کې د مغزو ونډه څنګه او څومره ده؟

۳ ـ د مغزو په کومه برخه کې د وینا عمل ترسره کېږي؟

۴ ـ د مغزو په کومه برخه کې اورېدنه ترسره کېږي ؟

ژبه د داسې تړوني ، غږیزو پيلامو یو غونډال دی چې د یوې ټولنې وګړي يې د خپلمنځي تړاو او پوهاوي لپاره پر کار اچوي (۳ : ۲۸).

کله چې څوک وغواړي يو څه په ژبه راوړي، لومړی يې مغزو کې يو غږانځور جوړېږي چې یو روحي چار دی ، مغزه غږیز غړي په کار اچوي چې د سا هوا او بیا بهرنۍ هوا په مرسته غږ پر څپو بدل کړي. په دې توګه د همغه غوښتنې یا موخې ذهني غږ انځور د ويلو او اورېدلو وړ ګرځي او ګړنی یا ژبنی چار ترسره کېږي. نو که غږېدونکی غواړي همغه څه یو بل چا ته څرګند کړي ، په بله وینا، د چا خبرې واوري، همدا چار په سرچپه ډول پیل او پای مومي.

له غوږ نه يې مغزو ته د فزیولوژیکي لېږد او بیا يې په مغزو کې له ګړېدونګي سره روحي سازښت ، معنا دا چې که اورېدونکی پر خپل وار هم وغواړي له ګړېدونکي سره وګړېږي ، نو د ده له غوږه د غږېدونکي تر غوږ پورې به همغه لار وهي ، لکه پاس چې څرګنده شوه ( ۴ : ۸ ).

ژبه د کړکيچنو عصبي، عضلي او فزیکي عملیو او خوځښتونو ټولګه ده. د انسان عصبي جهاز او مغزه د ګڼو عصبي سلولونو له ټولګو څخه جوړ شوی دی چې نومېرلې دندې لري. د مغزو په یوه برخه کې یو شمېر عصبي ولۍ غځېدلي او په مستقیم او نامستقیم ډول د بدن ټولو غړو او غږیزو غړو ته رسېږي. کله چې وغواړو یو څه په ژبه راوړو ، لومړی یو ډول عصبي فعالیت د مغزو په خوځند ځای ( Motor Aria) کې رامنځته کېږي چې د غږیزو غړو کنترول يې پر غاړه دی. که څه هم د دې فعالیت لامل او ډول په سمه ټوګه څرګند نه دی، خو د فزیولوژۍ پوهان وايي چې دا فعالیت په سلولونو کې د يوې کيمياوي عملیې له کبله ترسره کېږي او د غږیزو غړو د خوځښت او فعالیت لامل ګرځي. په دې ډول ګړهار یا وينا په څو پړاوونو کې پای ته رسي:

۱ ـ ګړيدل ، په دې معنا چې عصبي فعالیتونه پېلېږي او غږیز غړي خوځوي؛

۲ ـ  د غږیزو غړو په خوځېدو سره د سا هوا او بیا له انسان راګرځېدلې هوا څپيزه کېږي او په دې ډول ويناييز غږونه زېږي؛

۳ ـ  د انساني چاپېریال هوايي څپې د متحدالمرکز کرو په څېر خوځېږي او لار وهي؛

۴ ـ او د اورېدونکي غوږ ته رسي؛

۵ ـ د اورېدونکي غوږونه ، اورېدلي غږونه د اورېدونکي حس د عصبي ولیو په مرسته مغزو ته لېږدوي. دا غږونه ، له هغو غږیزو بېلګو او نظامونو سره چې وييونه او غونډونه يې نوموو او په حافظه کې خوندي او زېرمه دي، تطبیق کېږي او د هغوی د مفهوم او مدلول له درک وروسته ویناوال یا ګړېدونکي ته ځواب وايي او دا عملیه بیا ترسره کېږي، په دې ډول د ژبنۍ یا غږیزې پوهونې عملیه او ګړېدل پای ته رسي( ۱ : ۳۲ – ۳۳ ).

روغتیايي او اروايي ( فزیولوژي ) عصبي سیستم داسې راپېژني :

عصبي سیستم د غړو ټول فعالیتونه کنترولوي، دا سیستم د اندوکراین په پرتله چټک دی چې اندوکراین هم يو کنترولي سیستم دی. د انسان عصبي سیستم په ټوله کې دوه لویې برخې لري:

  • مرکزي عصبي سیستم  Central Nervous System
  • محیطي عصبي سیستم Peripheral Nervous System

مرکزي عصبي سیستم بیا لاندې دوې برخې لري:

  • مغزه   Brain
  • شوکي نخاع  Spinal Cord

محیطي عصبي سیستم چې له مغزو او شوکي نخاع څخه بهر پروت دی، هم دوی برخې لري:

۱ـ ځاني یا خودکاره عصبي سیستم  Automatic Nervous System

دا سیستم بیا لاندې برخې لري:

  • سمپاتیتیک عصبي سیستم  Sympathetic Nervous System
  • پاراسمپاتیتیک  Parasympathetic Nervous System
  • د هاضمې جهاز دنننی  عصبي سیستم Enteric Nervous System

۲ ـ جسمي عصبي سیستم Somatic Nervous System

دا هم لاندې برخې لري :

  • حسي نيورونونه Sensory Neurons
  • حرکي نیورونونه Motor Neurons

مغزه بیا لاندې درې لويې برخې لري :

  • Prosencephalon : چې مخني مغزه ( Forebrain ) يې هم بولي، لاندې دوی برخې لري :

۱ ـ Telencephalon : چې د مغزو دوه برخې یا کرې پکې دي.

۲ ـ Diencephalon  : چې تلموس ، هيپوتلموس ، میتاتلموس او سب تلموس پکې دي.

  • Mesencephalon: چې منځني مغزه (Midbrain) يې هم بولي.
  • Rohmbencephalon: چې وروستي یا کوچني مغزه ( Hindbrain ) يې هم بولي، په دوو برخو ویشل کېږي :
  • Metencephalon چې له حدبه (Pons) او مخیخ (Cerebellum) څخه رغېدلې برخه ده.
  • Myelencephalon یا د Medulaoblangata بصله (۷: ۷۱ – ۷۲).

مرکزي عصبي سیستم چې له مغزو (Brain) او شوکي نخاع ( Spinal cord ) څخه جوړ دی چې پر حیاتي عملونو باندې د څار مرکزونه دی. په دې معنا چې د چاپېریال او د بدن له دننه څخه اخیستل شوي اطلاعات تشخیص او تعبیروي او هغوی ته ځواب وايي.

په مغزو کې (لوی او مخني، منځني او د مغز ساقه ) برخې ګډون لري، د لویو مغزو هغه برخې چې زموږ د څېړنې سره سیده اړیکي لري، په لاندې ډول، د هغوی له دندو سره :

Frontal برخه: خبرې کول، رفتار یا سلوک، د مسایلو حل، پلان جوړونه.

Parietal برخه: د درد حس ، فشار ، تماس ، تودوخه ، خوند.

Temporal برخه: اورېدل، بویول، د بدن توازن، حافظه

Occipital برخه: ليدل ، د ژبې زده کړه ( ۲ : ۵۵ ، ۵۶ ).

د (فزیولوژي طبي) اثر د یادو برخو دندې داسې ليکي:

Frontal د پرانتل برخه یا پيڅکی

  • د فکر ، ګړېدا او اروايي حالت کنترول
  • د ځوځښتونو پلان رامنځته کول

Parietal دیوالي پيڅکی   

  • د پوټکي ، مفاصلو او غړو د حسي آخذو اخیستنه او د درد او اړیکو د آخذو په توګه د هغوی تحلیل، په فضا کې د پښو او لاسو وضعیت.
  • د غوږو او سترګو د وارداتي بهیر تحلیل.

Occipital د اکسیپيتل پيڅکی

  • د ليد مرکز

Temporal د شقیقې پيڅکی

  • د غږ تحلیل
  • اروايي احساس
  • د څیزونو د بڼې او رنګ تحلیل
  • پر ګړېدلو پوهېدل
  • د بویلو ځای ( ۷ : ۷۹ ).

د (روان شناسی عمومي) ليکوال د یادو برخو دندې داسې ښيي:

مخنی پيڅکی ( Frontal lobe ) د ډېرو استعدادونو ځای دی، چې کولای شو له هغو څخه يې د خپلوۍ ، نوښت او پلان جوړونې ځواک نومونه یاد کړو.

(Parietal lobe): دا پيڅکی یا برخه د مغزو په پورتنۍ برخه کې د مخنیو مغزو تر شا پرته ده. بدني حواس همدلته رامنځته کېږي او د ژوند د چاپيریال اړوند یادښتونه هم همدلته زیرمه کېږي.

د وروستيو مغزو برخه ( Occipital lobe ): په بشپړ ډول د سترګو او لیدنو د درک لپاره ځانګړې شوې ده.

د شقيقې پيڅکی ( Temporal lobe ): د سترګو او غوږو ترمنځ مغزو په دواړو لوریو کې ځای لري. اصلي دنده يې د اورېدلو درک ، ژبه ، حافظه او د هېښتیا منلو ځينې بڼې دي( ۶ : ۶۷ ، ۶۸ ).

له پورتنیو ټولو یادونو زموږ موخه داده چې په مغزو کې هغه برخه وپېژنو چې په ژبه ، پوهونه ، ګړېدنګ او اورېدنګ کې ونډه لري. ځينې د عصبي سیستم او مغزو هغه برخه چې په ژبنیو فعالیتونه پورې اړه لري داسې راښي :

۱ ـ د Broca برخه : پرانسي رنځپوه ( پيرپل بروکا ) پر (۱۸۶۱ م ) کال پر هغو وګړو ازميښت وکړ چې ګړېدنګ کې يې نیمګړتیا وه او پوه شو چې د مغزو کومه برخه کې زیان ، د ژبنۍ او ګړېدنګ نیمګړتیا او تتله کېدو لامل ګرځي. له همدې کبله د مغزو دغه برخه د هغه په نوم ( بروکا ) یاده شوه ( ۵ : ۸۵ ).

دا برخه د مخنيو مغزو په کیڼ اړخ کې پرته ده او د غږونو د زېږد دنده لري (۸ : ۳۶ ).

۲ ـ Wernicke  برخه : کارل ورنیک الماني رنځپوه، د (پيرپل بروکا) لار په بل ډول وڅارله. هغه پوه شو چې د ګړېدنګ نیمګرتیا په ټوله کې د ( بروکا ) د برخې زیان نه دی، بلکې یوه بله برخه چې د بوهېدنې او درک دنده لري، د ژبنۍ یا ګړېدنګ نیمګړتیا لامل ګرځي. له همدې کبله د مغزو دغه برخه د دې پوه په نوم ( ورنیک ) یاده شوه ( ۵ : ۸۵).

اروايي فزیولوژي د هغو وګړو وضعیت څېړلی چې ژبنۍ نيمګړتیا لري او دا يې روښانه کړې چې دا نیمګړتیاوې د مغزي زیانونو له کبله رامنځته کېږي.ځينې وخت مغزي سکتې ، تومورونه او نور په وینا یا ګړېدنګ کې د اختلال لامل  ګرځي. د دې حالتونو يو مهم يې د مغزي رګونو تړل کېدل دي، که د ګړېدنګ په اړوندو مرکزونو کې رامنځته شي ، د ژبې یا ګړهار د نیمګړتیا یا تتله کېدو لامل ګرځي. په ژبنۍ یا ويناييزه نیمګړتیا کې د مغزي زیان له امله د ژبې په پوهېدنه ، د جملو تکرار او معاناوال ګړېدنګ کې نیمګړتیا پېښېږي.

د ښي لاسو وګړو تر ۹۵ سلنه ډېر او د کيڼ لاسو ۷۰ سلنه د ګړېدنګ لپاره د هغوی د مغزو کيڼه برخه یا کره کاروي. دې ته هم پام په کار دی چې د مغزو ښي نیمه کره هم د ګړېدلو پر وخت د قضايي اړیکو ، نقشو او کړکيچنو هندسي تصویرونو په درک کې ستره ونډه لري ( ۵ : ۸۴ ).

پايله : د دې څېړنې په بېلابېلو برخو کې دا موضوع رڼه او روښانه شوه چې د ژبې او ګړېدنګ په چار کې عصبي سیستم او مغزه څه راز ونډه اخلي او د معناوو د بهرني شتون او لېږد لپاره مغزه څه چار ترسره کوي. دا څرګنده شوه چې د پوهاوي لپاره لومړی خوځښت په مغزو کې رامنځته کېږي او سمدستي د ويناییزو او غږېزو غړو په وسیله اړوند غږونه او وييونه رازېږي. غږونه او وييونه د هغو ذهني ښکارندو او معناوو د لېږد لپاره وسیلې دي چې زموږ په مغزو کې زیرمه شوي دي.

مناقشه : په پښتو ژبه کې د نیرولینګوستیکس ( Neurolinguistics) په اړه څېړنیز مواد دومره لږ دې چې سړی پرې د نشت حکم کولای شي. له دې کبله حتا د دغې پوهې نوم هم په پښتو کې په نشت شمېرل کېږي، خو موږ به ورته (مغزژبپوهنه) ووایو. دا پوهه د ژبپوهنې یوه څانګه ده چې په هغه څه غږېږي چې د دې ليکنې سرلیک دی. یاده پوهه د مغزو او وینا یا ژبې ترمنځ اړیکي څېړي.

وړاندیزونه: د نړۍ په کچه په ژبنيو مسایلو او د ژبپوهنې په برخه کې پراخ کار شوی چې له بده مرغه مرغه جګړه ځپلې پښتو ترې دومره لرې پاتې شوې ده. د پښتو ګرامرپوهانو د زیار او کړاوه وروسته هم موږ د نورو پرمختللو ژبو په څېر بشپړ مواد نه لرو. دا چې دغه ډول مسایل د پوهنتونو د ژبې او ادب په برخه کې ښوول کېږي، نو په کار ده، دومره مواد پکې ولرو چې د ښوونکو او زده کوونکو سره مرسته وکړي. د ژبې څانګوالو ته وړاندیز دی چې دغې برخې ته پام وکړي.

اخځونه :

۱ ـ الهام ، محمد رحیم. ( ۱۳۹۱ ش ). روش جدید در تحقیق دستور زبان دری (چاپ دوم، به کوشش سید علی محمد اشراقی ). کابل: انتشارات یوسفزاد.

۲ ـ جبران، جوهر. (۱۳۹۶ ش ). د ارواپوهنې مبادي. ننګرهار : مسلم خپرندویه ټولنه.

۳ ـ زیار، مجاوراحمد. (۱۳۹۶ش). پښتو وييپوهنه او وييرغاونه ( درېیم چاپ ). کابل: دانش خپرندویه ټولنه.

۴ ـ زیار، مجاوراحمد. ( ۱۳۸۲ش). پښتو پښویه. پېښور: دانش خپرندویه ټولنه.

۵ ـ شمس، شمس الدین (۱۳۹۲ش). روانشناسی فزیولوژیک. کابل : انتشارات نامی.

۶ ـ عليمی، سراج الدین؛ صدیقی، ذبیح الله؛ حبیبی، محمدناصر. (۱۳۹۲ش). روانشناسی عمومی. کابل : انتشارات یوسفزاد.

۷ ـ فروتن، محمدناصر.(۱۳۹۶ش). فزیولوژي طبی ( چاپ دوم ) کابل : انتشارات عازم.

۸ ـ مرهون، محمد.(۱۳۹۴ش). اوازپوهنه. کابل : کاینات څیړنیز او د ژباړې مرکز.

The role of  brain in language and speech

Shah Mahmoud Kadwal

Abstract: Human language is a system of communication as well as human expression which is uttered out by speech organs. It is an organization of sound and vocal symbols. The sound produce from the mouth with help of various organs of speech, serve to convey some meaning full messages.. It means, all the psychological and bodily activities are reliant to one system. Phonemes (sounds) are the minimal distinctive units of sound which share meaning among the creatures. Human language as a system of communication works under control of nervous system.  

489 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

3 comments

  1. Dr.HamidUllah Z.Safpi Reply

    سلامونه،
    ورور پوهندوی صاب شامحمود خان کډوال ډیره ښه علمي څیړنه کړیده.
    البته دا د ژبپوهانو ،ادیبانو او اړونده اکاډیمیسینانو او ټولو پښتو ژبو پوهانو چې په هره څانګه کښې بوخت وي ،وطنۍ،پلارنۍ او مورنۍ دنده او د سبا نسلونو ته د لا مکملو آثارو او دڅیړنو مسولیتونه ورپه غاړه دي چې د دنیا د نورو ژبو سره ګرانه پښتو جوګه کړي او د پوهندوی صاحب په خبره چې حتی نیورو-لینګویستیک ته هم لا تر اوسه برابره ګړه یا کلمه نلرو!. د پښتون افغان ولس په پوره بریا په هیلو. په درنښت.
    *زما په نظر پورتنۍ اصطلاح ته که :عصبي- ژبپوهنه ووایو څنګه به وي؟
    Neuro=عصبي
    Linguistique=ژبپوهنه

  2. Zyar Reply

    گران او هڅاند پوهندوی کډوال
    لومړی درته مرغه ښه ( مبارکي) وايم چې له ډېرې کډوال څخه بيرته مېشت شوې او او بيا دې د لغمان پوهنتون په اړوند پوهنځي کې هغه تشه ډکه کړه چې ما وړم کال پکې د خپل لکچر لپاره سم اورېدونکي و نه موندل او هره خبره يې له خپلو گروهو سره يو ټکر برېښېده
    !باور لرم چې ته ترما د اړوندو شاگردانو پر پر وژيز غونډال (عصبي سېستم ) او مغزو چې ښايي ډاکتر زړور ساپی دواړه د (دماغ ) يا (ذهن) دوه رغنده ټوکه (متشکله اجزأ )وبولي، ښه پوهېږي چې دغسې نوې څانگپوهيزې خبرې پرې ومنلای او وسهلای شې!بله يادونه مې دا ذهن ته راغله چې پر نوې نومونپونپوهنه (دانشواژه ها) نور هم ډېر لاسبری پيداکړې او ورسره ورسره پر نوې پښتو وييپانگه!
    همداراز داهم درته له غوږه تېروم چې دغسې ورته تيورۍ او اندتوگې ما په تازه چاپ شوې (ماناپوهنه) کې رانغښتي او په بل چاپ کې به دا ستا برسېرونې هم راونغاړم! ستا د لا څانگپوهيزو ليکنو څېړنو په هيله! منندوی زيار

  3. کډوال Reply

    مننه ، ښاغلی استاد !
    له بده مرغه ستاسو د راتګ پر وخت لغمان کې نه وم ، پر نویو ژبنیو او پښوییزو نومونو څه ناڅه پوه یم ، خو زموږ پوهنیزو منځیو کې لرغونپال یې مخه نیسي ، د هغوی لپاره دودیزې نومونې کاروم. ستاسو پوهنیز نښیرونه ټول لرم او لولم یې ، یواځې ماناپوهنه لرم خو لوستې مې نه ده .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *