Categories

اعلان

Loading…

يښتون روان دی | کفیل نیازی

منظور پښتون ته ډالۍ

پښتون روان ده

د دښمن کور ته

امن ترې غواړي

ژوندون ترې غواړي

پښتون ده ستړی

نور له مرګونو

نور له قتلونو

کلي یې وران شول

فکرونه یې وران شول

د ظالم له لاسه

د پنجابي له لاسه

نور به یو کیږو

نه به مړه کیږو

نه به سپکیږو

نه به ورکیږو

د صمد خان

خوب به رښتیا شي

د باچا خان

خوب به رښتیا شي

پښتون بیدار شو

پښتون هوښیار شو

منطور رهبر دی

هر چا ته معتبر دی

هر پښتون ته اوس اعظم دی

یا به یو کیږو

یا به ورکیږو

بابا ویل به

چا نه منل به

کلونه وروسته

هر څه روښان شول

هر څه مالوم شول

ښه شوه پنجابه

چې زما

بدي د شوه له غاړې

لمسو ته وایه

موږ قرضدار د پښتنو یو

موږ قرضدار د زمرو یو

سل کاله وروسته

هم به حساب کړم

هم به کتاب کړم

زه له تا سره

زه له تا سره

هیره یې نه کړې

داسې اسانه

زما بدي ده زر کلنه

وار به یې اخلم ښه په نره

تا ته به وایم ښه په نره

زه پیښوری یم

زه بنوڅی یم

وزیرستانی یم

کندهاری یم

ننګرهاری یم

ارزګانی یمه

بدخشانی یم

لوګری یم

میدانی یم

خوستی یم

زابلی یم

1,324 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

1 comment

  1. daood Reply

    پښتون روان دی د خپلې بې اتفاقی په لور+ پښتون روان دی چې دیوبل پښې غوڅې کړی + پښتون روان دی چې یوبل ووژنی لکه چبار فهرمان اورازق قهرما ن آیاتاسو په هزارو – تاجکو کې څوک لیدلي چې خپل اتلا ووژنی – پښتون روان دی چې خپل مکتبونه وسیځی – پښتون دافغانستان ډیر ژر دې باکستان غلام او جاسوس شی – دومره نامرده ده چې خپل مشرا ورته دتوت په اندازه ارزښت نه لری

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2