Categories

اعلان

Loading…

نړيوال اسلامي پوهنتون؛ کره کيسه څه ده؟ | وحيدالله مصلح

په ۲۰۱۲ کې په خرطوم کې د اسلامي پراختيايي بانک په کنفرانس کې د هغه وخت ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال په غوښتنه په افغانستان کې د نړيوال اسلامي پوهنتون طرحه وړاندې شوه. دغه غوښتنه بيا په قاهره کې د اسلامي هېوداونو د همکاريو سازمان په کنفرانس کې، چې مشري يې د هغه وخت مصري ولسمشر محمد مرسي کوله ومنل شوه او له اسلامي انکشافي بانک نه غوښتنه وشوه چې په افغانستان کې د دغه پوهنتون په اړه امکاني مطالعه (Feasibility Study) تر سره کړي، نوموړي بانک د همدې لپاره دوه لکه امريکايي ډالر ځانګړي کړل، د دغه مطالعې قرارداد بيا وروسته د ماليزيا د نړيوال اسلامي پوهنتون له ادارې سره وشو.

د پوهنتون موقعيت او امکاني مطالعه!

د دغه مطالعې د ترسره کېدنې لپاره اسلامي نړيوال بانک د افغانستان له حکومت نه د زمکې د ملکيت اسناد وغوښتل، د کره سرچينو سره سم په کابل کې د دغه پوهنتون لپاره زمکه وپلټل شوه، لومړی د ده سبز په نوي ښار او شاوخوا سيمو کې زمکه وکتل شوه خو هلته حکومت ونه توانېد چې د زمکنۍ مافيا له لومو پوهنتون ته زمکه بېله کړي، ورپسې پروان وکتل شو هلته هم مناسب ځای تر لاسه نه شو په بل قدم کې بيا په ننګرهار کې د غازي امان الله خان ښارګوټي سره په څنګ کې د زمکې اوږده تراډه و ارزول شوه، هيئت لاړ او هغه زمکه يې د پوهنتون لپاره مناسبه وبلله، دغه موقعيت د لوړو زده کړو، زراعت او مالي وزارتونو له خوا د هغه وخت ولسمشر ته پيشنهاد شو، جمهور رئيس ومنله او د وزيرانو شورا تصويب کړه.

د زمکې په اړه ولسمشريز فرمان، د زمکې عکسونه، نقشې او GPS اسلامي پراختيايي بانک ته وسپارل شول، بانک مطالعه پيل کړه، لومړنی راپور يې په اپرېل ۲۰۱۷ کې د لوړو زده کړو وزارت ته وسپاره او نهايي راپور يې په اګست ۲۰۱۸ کې د اسلامي پراختيايي بانک کابل دفتر ته او په سپتمبر ۲۰۱۸ کې د لوړو زده کړو وزارت ته وسپاره. د دغه وروستي راپور پر بنسټ د دغه پوهنتون جمله لګښت ۲۱۳۵۸۰۰۰۰ امريکايي ډالر تخمين شول.

له دې سره په څنګ کې د افغانستان حکومت له خپلې بودېجې څخه د نوموړي پوهنتون د احاطې لپاره ۵ لکه امريکايي ډالر ځانګړي کړل او د پوهنتون د احاطې پر دېوال کار پيل شو.

د پوهنتون لپاره د موقعيت ټاکلو په اړه دوه وضاحتونه مهم دي؛ لومړی دا چې کله په ۲۰۱۳ فبروري کې په قاهره کې د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان د دغه پوهنتون د جوړولو لپاره اسلامي پراختيايي بانک ته د همکارۍ او د منابعو د متحرکولو هدايت وکړ، په دغه مهال د پلازمېنې يادونه نه ده شوې. دويم دا چې دا هم سمه نه ده چې ګنې نړيوال اسلامي پوهنتون دې حتماً په پلازمېنه کې جوړ شي، او ښه بېلګه يې په بنګله دېش کې نړيوال اسلامي پوهنتون دی چې په پلازمېنه کې نه بلکه په چېټانګو کې جوړ شوی دی.

د پوهنتون لپاره اسلامي پراختيايي بانک اصلاً کوم مالي تعهد نه لري، دا د اسلامي پراختيايي بانک په هيڅ سند کې نه شته چې ګنې نوموړی بانک به د دغه پوهنتون لپاره څومره مرسته ورکوي؟ نوموړي بانک يوازې د امکاني مطالعې لپاره ۲ لکه ډالر ورکړي وو. اصلاً نوموړي بانک ته د دغه پوهنتون په جوړولو کې د برخه اخېستنې او همداراز د دغه هدف لپاره د مرستو په متحرک کولو ويل شوي وو.

د پوهنتون لېږد، ولې تاواني دی!

د پوهنتون لپاره د زمکې په اړه اصلاً کوم اختلاف موجود نه وو، په ننګرهار کې تعين شوې زمکه د څو وزارتونو له لورې ولسمشر ته وړانديز شوه، ولسمشر ومنله او اسناد يې اسلامي پراختيايي بانک ته ولېږل شول.

له نښو داسې ښکاري چې د دغه لوی پوهنتون د مخنيوي لپاره په ملي او منطقوي کچه مافيايي ډيپلماسي فعاله شوې، ولسمشر ته ناسم معلومات لېږدول کېږي او د دغه پوهنتون د ځنډني کولو، اختلافي کولو او په وار وار ځای بدلولو هم افغان حکومت مسخره کوي او هم د دغه پوهنتون جوړولو چانس له افغانانو اخلي.

که د پوهنتون موقعيت له ننګرهاره بل هر ځای ته انتقالېږي نو دا په څو ملحوظاتو تاواني ده:

لومړی دا چې بيا به څوکاله د دغه پوهنتون پر هغه چارو لګېږي کوم چې وار له مخه په ننګرهار کې د دغه پوهنتون پر چارو لګېدلي وو.

دويم دا چې ايا اسلامي پراختيايي بانک به د دويمې اضافي امکاني مطالعې لپاره بسپنه ورکړي؟ يعنې مونږ دومره زورور بسپنه غوښتونکي يو چې يو ځل مو ترې د ننګرهار لپاره وشکوله او بيا ځل به يې په بل موقعيت کې ترې غواړو!! دا خو زمونږ د خوارو کبرجنو ستونزه ده، هغوی به وايي چې دا زمونږ ستونزه نه ده، مونږ د دې لپاره نوره بوديجه نه لرو!

دريم مونږ په دغسې غربت کې ۵ لکه ډالر له خپلې بودېجې په ننګرهار کې دغه زمکې ته ځانګړي کړي وو، هغه ديوال پيل شو او تر ډېره حده ورسېد، اوس به يې بيا ځلې په بل موقعيت کې ديوال کوو، يعنې مونږ دا څومره په ناسمو پرېکړو کې د خپلو پيسو هميانۍ سورۍ کړې او پيسې ترې دغسې بيابانه کې تلېږي.

څلورم دا چې کله د پوهنتون د موقعيت مسئله د نخبه ګانو، مدني فعالانو او حتی ولسونو په کچه اختلافي شي او دغه اختلاف رسنيز پوښښ واخلي نو د دې ډېر امکان شته چې اسلامي پراختيايي بانک دغه پروژه په دغسې اختلافونو کې د تطبيق وړ ونه بولي، او دا مسئوليت حکومت ته راجع دی چې ولې يې دغسې فيصله شوې موضوع يو ځل بيا په نوې پرېکړه کې جنجالي کړه.

پنځم دا چې ايا په کابل کې د دغه پوهنتون لپاره په دومره کچه لويه ټوټه زمکه شته؟ زر جريبه زمکه دوی د کابل په مسلطه مافيا کې له چا شکوي؟

ننګرهار ولې مناسب دی!

په ننګرهار کې د پوهنتون لپاره دغه ځانګړې شوې زمکه د موقعيت له پلوه ډېره مناسبه ده، ننګرهار په تاريخي لحاظ افراطي او متشدد نه دی پاتې شوی، دغه ولايت په تاريخي لحاظ فرهنګي او علمي مرکز پاتې شوی، ننګرهار عملاً د تسامح، زغم او يو بل د منلو هنداره او مرکز وو او دی، حتی کله چې په ټول هېواد کې داخلي شخړې او جګړې وې، ننګرهار د امن ولايت وو او د هېواد له ګوډ ګوډه دلته افغانان راکډه شوي وو، دوی دلته ډېر طبيعي ژوند درلود او تر اوسه يې د اوسېدنې نښې کمپونه شته.

روانې نا امنۍ د تېرو څلوېښتو کلونو جنګي حالتونو زېږنده دي، په امنيتي لحاظ د هېواد هيڅ برخه مطمئنه نه ده. حتی د ارګ شاوخوا سيمې خوندي نه دي، نو ځکه ننګرهار ته د بې امنۍ دليل او پېغور په روان ملي جنګي حالت کې سخت پيکه او بې منطقه دی.

د پوهنتون دغه ځای په موقعيتي لحاظ د ننګرهار فارمونو ته نزدې دی، دا فارمونه په تاريخي لحاظ د افغانستان له سترو زارعتي پروژو څخه دي. دلته د غازي امان الله خان عصري ښارګوټې دی، دا ښارګوټې د اروپا په عصري معيارونو ابادېږي. په دې ساحه کې د کرکټ نړيوال لوبغالی جوړ شوی. دلته صنعتي ښارګوټی دی، چې د افغانستان په ابادۍ او پرمختګ کې به د تجارتي، اقتصادي او مالي بنسټ په توګه ونډه ولري. او دلته د کابل او کنړ ګډ سيند په څپو دی چې دا هر څه د پوهنتون دغه موقعيت له هرې زاويې مناسب او راښکونکی کوي.

د پوهنتون لپاره د ننګرهار غوره کول د متوازنې ودې اصل له مخې هم يوه عادلانه کړنه ده، يو هېواد هغه مهال پرمختګ کولای شي چې وده يې متوازنه وي، خو په داسې يو هېواد کې چې فيصله شوې پروژې له يو ولايته شکول کېږي دا بيا محروميتونه منعکسوي او په دغسې حالت کې به د ننګرهار ولسونه داسې انګېري چې: ولسمشره! رايه هم له مونږه اخلې او پروژې هم له مونږه اخلې، واه څه عجيبه تماشه ده!

891 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

4 comments

  1. شاهین افغان Reply

    ګوټ ، ګوټ یعنې مختلف ځایونه
    ګوډ ګوډ یعني لنګ و لنګان

  2. kamawall Reply

    nangarhar residents are sleeping/laghman is more under rebuild plan/
    LUGAR is under rebuild.
    but in nangarhar every day killing by suicider and droons.
    BECAUSE WE ARE NOT UNITED,OUR ELDERS COLLECT MONEY.
    AFTER GULAGHA SHIRZAI DID YOU SEE ANY PROJECT,
    all project on paper/
    example write on ice cube and put to the sun.
    in future first,take agreement for a rebuild and after gave VOTE.

  3. Assoc. Prof. Dr. Muhammad Yusuf Saleem Reply

    مصلح صاحب، ډیره مننه. په افغانستان کی د نړیوال اسلامی پوهنتون د موقعیت د بدلیدو په اړه موعالمانه او هر اخیزه لیکنه کړی ده. په دی هکله دا هم د یادولو وړ ده چی د مالیزیا نړیوال اسلامی پوهنتون چی په نړۍ کی یو مشهور پوهنتون دی د مالیزیا په مرکز کوالالمپور کی نه دی. نوموړی پوهنتون د مالیزیا په یو بل ایالت سیلانګورکی موقعیت لری.
    دا موضوع په نورو ملکونوکی مهمه نده. چی نړیوال پوهنتون په کوم ایالت یا ولایت کی وی. هغوی ته مهمه داده چه یو ملک د نړیوال پوهنتون کوربه وی.
    د پوهنتون د موقعیت بدلیدل په یوه داسی مرحله کی چه اسلامی انکشافی بانک یی ابتدایی مراحل تصویب کړی دی د افغانستان په ګټه ندی او کیدای شی د نوموړی پروژی د ناکامۍ سبب شی او افغانستان له یو نړیوال پوهنتون نه محروم شی. ددی کار مسؤلیت به د هغه چا په غاړه وی چه د وخت نه ډیر وروسته د پوهنتون د موقعیت د بدلولو هڅی کوی.
    داکترمحمد یوسف سلیم

  4. Dr.Atal Reply

    څنګه چی زه مستند معلومات لرم هغه دا چی د جهاد په دور کی د اسلامی دولت د جوړولو لپاره په افغانستانن کی رابطة العالم الاسلامی او هیئة الاغاثه د همدی اسلامی پوهنتون محدود شکل په حیات آباد-پیښور کی په نامه د الجامعة الاسلامیه للعلوم والتقنیه فعال کړ ،ترڅو راتلونکی اسلامی دولت ته متخصص افراد وروزی ، او دجهاد له بریالیتوب سره دا فارغان آماده او خدمت ته تیار وی ، تقریبا ۷ یا ۸ کاله دا پوهنتون هلته فعال وو ، چی د ماستری فارغان یی د کرزی او اشرف غنی حکومتونو کی وزیران پاتی شوی او یا نور مهم وظایف او فعالیتونه لری ، خو د فساد حاکمیت هغه تخصص ته فرصت ورنکړ.
    بیا په اووم یا اتم کال کی دا د نصیرالله بابر تر فشار لاندی ، پوهنتون ننګرهار او څه هم هرات ته نقل شو چی د انتقال مسئولیت یی د چکری په غاړه وو (چی ډیر قیمتی وسایل یی ورک شول)
    بیا د کرزی په وروستنیو کلونو کی ددی پوهنتون لپاره دمرنجان غونډی او ورسره ملحقه دولتی ځمکه چی ۵۰۰ جریبو شاوخوا اټکل کیده په نظر کی نیول شوی وه او ددی ساحی تخلیه او ځینی کارونه هم وشول
    خو ویل کیدل چی ځینو مغرضو او د کڅوړو غاصبینو د اصحاب کڅوړو د خو ښی لپاره دا نړیوال اسلامی پوهنتون ، ننګرهار ته ټیل وهلو، خو ددی لپاره مناسب ځای همدا لومړنی ځای په تپه مرنجان باندی دی
    او دا نړیوال اسلامی پوهنتون د منطقی د هیوادونو د مسلمانانو لپاره دی او پریږدی چی د اسلامی نړی دکاتره او متخصصین ورته راشی او زموږ خلک او خصوصا تعلیم یافتګان با تربیه او د جاهلی تعصباتو نه خلاصون ومومی
    امید دی لکه تنظیمونو چی د اسلامی پوهنتونو برسونه په اختلاف خوړل ، د. اشرف غنی دا لویه او بی مثاله پانګه باید وساتی او د دونر علاقمندی په بی ځایه کشمکش ضایع نکړی ، دا تر هر څه حیاتی پانګه او د ښه مستقبل زیری ورکوی دا پوهنتون یوازی د افغانانو ندی بلکی منطقوی دی ، او موږ نباید د تالان لپاره پړی واچوو او دی باندی لوبی ندی پکار، دا دکوم ولایت لپاره ندی
    ددی پوهنتون نژدی نمونه جامعه اسلامی اسلام آباد ده نور مزاحمت نه، بلکی تعاون او خدمت دبر او تقوی باید خپله دنده وګرځوو یا اولی الالباب

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور
  • 1
  • 2