Categories

اعلان

Loading…

د مالیه ورکوونکو ۹۵ سلنې مالیاتي جریمو معافیت د ۱۳۹۷ مالي کال تر پایه تمدید شو

مالیې وزارت نن د لړم میاشتې په ۶ مه نېټه د خبري کنفرانس له لارې د مالیه ورکوونکو ۹۵ سلنې مالیاتي جریمو معافولو، تمدید د ۱۳۹۷ مالي کال تر پایه اعلان وکړ.

په دې خبري کنفرانس کې چې په همدې موخه د حکومت د رسنیو په مرکز کې جوړ شوی وو، د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین ښاغلي عبدالله رقیبي، د عوایدو لوی رئیس ښاغلي عبدالحبیب ځدراڼ، د سوداګرۍ او صنایع خونې مرستیال ښاغلي خان جان الکوزي د صنایع خونې د عامل پلاوي رئیس ښاغلي رحیم الله سمندر ګډون کړی وو.

د عوایدو او ګمرکونو معین ښاغلي عبدالله رقیبي، وویل: د ۹۵ سلنې مالیاتي جریمو معافیت طرزالعمل پلي کول چې د ۱۳۹۷ مالي کال د بودیجې په اصولپاڼه کې تصویب شوی، د خصوصي سکټور د پیاوړتیا او پراختیا په برخه کې یو مثبت ګام دی، د مالیې وزارت له دې نوښت څخه د خصوصي سکټور او مالیه ورکوونکو هرکلي په خاطر، حکومت د روان مالي کال تر پایه مالیاتي معافیت نوی کړ.

د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس ښاغلي عبدالحبیب ځدراڼ وویل، چې حکومت مالیه ورکوونکو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه د مالیاتي جریمو معافیت کړنلاره وضع او د نهو میاشتو لپاره یې تطبیق کړه، چې په دې موده کې نږدې ۸ زره وړو، متوسطو او لویو شرکتونو خپل مالیاتي حسابونه تصفیه کړل، د دې پریکړې په پلي کیدو سره خصوصي سکټور ته د ۹۵ سلنې مالیاتي جریمو له کبله له ۲۰ میلیارده افغانیو زیات معافیت ورکړ.

د سوداګرۍ او صنایع خونې مرستیال ښاغلي خان جان الکوزي، د مالیې وزارت له دې نوښت او د ۹۵ سلنې مالیاتي جریمو د معافیت له تمدید څخه د مننې تر څنګ وویل: د مالیاتي جریمو معافیت د خصوصي سکټور د پراختیا او پیاوړتیا سبب شوی او همداشان په هیواد کې د جواز لیکونو تجدید او د پانګونې ملاتړ سبب شوی. نوموړي له ټولو مالیه ورکوونکو څخه وغوښتل چې د مالیې وزارت له دې امتیاز څخه ګټه واخلي او ژر تر ژره دې خپل مالیاتي حسابونه تصفیه کړي.

د صنایع خونې د عامل پلاوي رئیس ښاغلي رحیم الله سمندر، د حکومت له دې طرحې څخه د مننې تر څنګ وویل، چې نږدې ۶۰ سلنې شرکتونو له دې معافیت څخه ګټه اخیستې او خپل حسابونه یې تصفیه کړي دي. نوموړي ژمنه وکړه هغه شرکتونه چې خپلې مالیاتي جریمې یې نه دي تصفیه کړي، و به یې هڅوي تر څو خپل مالیاتي حسابونه تصفیه کړي.

 د یادونې وړ ده چې د ۱۳۹۷ مالي کال د مالیاتي جریمو د اصولپاڼې له مخې هغه مالیه ورکوونکي چې د (۱۳۸۱-۱۳۹۶) کلونو په موده کې یې خپلې مالیې نه وي تصفیه کړي، په داسي حال کې چې اصله مالیه له ۵٪ سلنې جریمې سره ورکړي، د پاتي ۹۵٪ سلنې مالیې له جریمو څخه معافېږي. چې دا پریکړه په لومړي پراؤ کې د نهو میاشتو لپاره د اجراء وړ وه. د مالیه ورکوونکو او خصوصي سکټور د هڅونې  او همداشان له دې طرحې څخه د دوی د هرکلي لپاره، حکومت د ۹۵ سلنې مالیاتي جریمو معافیت د روان مالي کال تر پایه تمدید کړ.

538 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور
  • 1
  • 2