Categories

اعلان

Loading…

اسماني ډبره او د شمسي نظام د تکامل راز

تاند- د ساینسي علومو څېړونکي زموږ د خپل شمسي نظام د تکامل پر راز د پوهېدو لپاره پر یوه ډبرین شهاب یا اسماني ډبرې، چې ۴ ملیارده او ۵۶۵ ملیون کاله پخوانۍ ده او په موریتانیا کې موندل شوې ده، څېړنې کوي.

د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، دا اسماني ډبره تر ټولو پخوانۍ ده چې تراوسه پورې انسانانو موندلې ده.

دوی وايي چې پر دې ډبره تحقیق به مرسته وکړي چې ساینسپوهان د شمسي منظومې د رامنځته کېدو پر راز وپوهېږي.

دا اسماني ډبره، چې د موریتانیا په وچه دښته کې موندل شوې، د فوټبال د یوه توپ هومره ده.

ساینسپوهان وايي چې شمسي نظام ۴ ملیارد او ۶ سوه کاله پخوا هغه مهال رامنځته شو چې د جاذبې د قوې تر فشار لاندې د ګازونو او دوړو ورېځې وپاشل شوې.

د امریکا د ایرزونا پوهنتون د اسماني ډبرو د تحقیقاتي مرکز غړی دانیل دانلوپ وايي، دا اسماني ډبره چې څېړنه یې پرې کړې، له پخوانيو شهابونو سره هیڅ ورته والی نه لري.

529 total views, 6 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *