Categories

اعلان

Loading…

ژمی او د پوستکي خارښت| د ډاکتر سباوون ځواب

له خوست څخه قدرمن لوستونکي عبدلوهاب پوښتنه کړې چې کله هوایخه شي او له یخې هواسره تماس پیدا کړم له هغه وروسته چې ګرم ځای ته ننوځم پوستکی مې خارښت کوي د دې علت څه دی؟

د پوستکي دخارش علتونه ډیر دي خو داسې ښکاري ستاسو د بدن د خارښت له یخنۍ سره د حساسیت له امله دی که د دې ستونزې لپاره مو نور معاینات کړي وي او نورې ناروغۍ رد شوي وي موږ د یو علت په هکله په دې لیکنه کې درته ځینې سپارښتنې لرو هیله ده ستاسوقناعت پرې حاصل شي او که مو پرې عمل وکړي او نتیجه مو ترلاسه کړه موږ هم بې خبره مه پیږدئ :

سړه او وچه هوا په تیره بیا په ژمي کې باد پوستکي وچ او حساس کوي ځکه خو دپوستکي ډاکټران وايي په ژمي کې باید ډیر پوستکي ته متوجه اوسو پردې سربیره لکه چې انسان له ګرمې هواسره حساسیت لري ځینې کسان له یخنۍ سره هم حساسیت ښيي  اودغه حساسیت په پوستکي کې څرګندیږي کله چې دباد او سړو له امله پوستکی وچ شي په لومړي سرکې چې لایخ وي ښايي پوستکی کومه ستونزه احساس نه کړي خو کله چې انسان ګرمې هوا ته ننوځي  ددې سبب کیږي پربدن خارش پيدا شي ډاکټران وايي ددې لپاره چې پوستکی مو وچ نه شي باید په شوا ورز کې لږ ترلږه اته ګیلاسه اوبه وڅښئ خو ډیرځله دغه چاره هم ګټوره نه وي خو که دبدن هغه برخې چې خارش کوي پنځلس دقیقې په ګرمو اوبو کې پریږدئ دا به ددې سبب شي چې دغه برخه ښې اوبه جذب کړي او په دې ډول ېې خارش هم کمیږي خو ډیرحمام کول او دصابون استعمال هم دپوستکي دوچیدا سبب کیږي غوره ده له هغوکریمونو استفاده وشي چې پوستکي ته رطوبت ورکوي  کله چې له حمامه بهرشوئ او پوستکي مو وچ شو سمدستي مرطوب کوونکي کریمونه استعال کړئ دابه له تاسو سره مرسته وکړي چې پوستکی مو وچ نه شي ترټولوښه نرم کوونکي مواد واسلین او پارافین دي چې ارزانه او استعال ېې هم اسانه دی  د غه راز دلمرګلي غوړ او دبادم غوړ هم ګټه لري .

28پردې سربیره ډاکټران وايي که په ژمي کې ډیر ویټامین سي وخوړل شي دپوستکي دوچیدا مخه به مونیویلي وي  دغه راز ځیګر ،هګۍ ، ګازرې ، کوچ او دغسې نور خوراکي مواد چې اې ویټامین لري دپوستکي په غوړ ساتلو کې له تاسو سره مرسته کوي  په ژمي کې دپوستکي ودخارش یو علت هم ښايي  ديټامینونو کمی وي که ستاسو پوستکی وچ او سوځیدلی وي او دکولمو ناروغۍ اودوامداره اسهال لرئ باید ترهرڅه مخکې دغه نارغوۍ معالجه کړئ

البته په ژمي کې دپوستکي دخارش علتونه ډیردي دمثال په توګه یو ډول دپوستکي ناروغي او دبدن په وینه کې  دځینو موادو کمښت هم دبدن دپوستکي دخارش سبب کیږي کله چې په طبي معایناتو سره دغه نورې مسلې رد شوې بیا ویلی شو چې ستاسو پوستکی له یخ سره حساسیت لري اوباید چاره ېې وکړئ

کله چې یخ له منفي پنځلس درجو کم شي او په دې وخت کې دپوستکي رنګ ژیړ ایرنګ رنګه شي او پوستکي درد اوحساسیت نه لري  او که دغه برخه ګرمه شي درد به احساس کړئ که غوږونه ،پوزه ،ګوتې  او غومبوري مو  یخ ووهي دغه ځایونه هم له ګرمیدا وروسته خارش کوي  او ورسره پوستکي سپین او ایرن رنګه کیږي .

که نورې ناروغۍ رد شوې او نه وي موجودې اویوازې دسړو له امله دحساسیت په خاطرپوستکی خارش کوي  غوره ده ګرمې جامې واغوندئ اوپوستکی له وچیدا وساتئ  .

په ډیرو هیوادونو کې په ژمي کې دبدن دمرطوب او لوندساتلو لپاره دبدن خاص کریمونه شته خو که له تاسو سره دغه ډول کریمونه نه وي  له واسیلین او پارافینو څخه استفاده وکړئ چې ارزانه هم دي  .

او په ډیروګرمو اوبو حمام مه کوئ که وچ پوستکی لرئ لږ حما م کوئ دغه  راز له خاورو او دوړو ځان وساتئ عطرلرونکي او  وچ صابونونه  مه استعمالوئ او ملایم صابون چې لږتیزابي مواد ولري استعمال کړئ .شیدې کولاي شي ستاسو دپوستکي دوچیدامخه ونیسي هره شپه یوګیلاس شیدې ډیره ګوټه لري

په خوراکي رژیم  کې مو سبزیانې  اومیوه ډیره کړئ البته ډاکټرن وايي کدو په دې برخه کې ډیره مرسته کوي .

دپوستکي غوړ دابودتبخیرلپاره ضروري وي  نو له حمام کولو وروسته حتماً خپل بدن په مرطوب کوونکو موادو غوړ کړئ  .

هیله کوو ددغه قدرمن ورور پوښتنه ځواب شوي وي خو دپوستکي خارش ډیرعلتونه درلودلی شي که نور علتونه رد شوي وي او معاینات مو کړي وي نو بیا دوچ پوستکي له امله دغه خارش پيدا کیږي چې په پورتینو رودو ېې مخه نیولاي شئ.

1,333 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

1 comment

  1. Essakhan Reply

    ډاکټر مخترم زه هم له دې ستونزې سره مخ یم ،چې ډیر ترې تنګ راغلی یم.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *